د جبارباغچه بان د کلیزې په مناسبت ځانګړی پروګرام
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i123854-د_جبارباغچه_بان_د_کلیزې_په_مناسبت_ځانګړی_پروګرام
داسي دنیا تصور کړئ چی پکې غږ نه وی ، له ښکلا او رنګونو ډګه دنیا خو په چوپتیا کې ، د هستۍ د ښکلا له موسیقۍ خالی دنیا ، په داسې حال کی چی تاسو دا دنیا په چوپتیا کی تصور کوئ ، ډیر خلک په چوپتیا سره ژوند کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2022 10:34 Asia/Kabul
  • د جبارباغچه بان د کلیزې په مناسبت ځانګړی پروګرام

داسي دنیا تصور کړئ چی پکې غږ نه وی ، له ښکلا او رنګونو ډګه دنیا خو په چوپتیا کې ، د هستۍ د ښکلا له موسیقۍ خالی دنیا ، په داسې حال کی چی تاسو دا دنیا په چوپتیا کی تصور کوئ ، ډیر خلک په چوپتیا سره ژوند کوی .

په تیرووختونو کې چی د اوریدود ستونزې په نسبت د خلکو پوهه ډیره کمه وه ، ډیرو خلکو کاڼه خلک د لګیدونکی ناروغۍ په شان بلل او له هغو به لیری لیری کیدل نو ځکه د هغو ژوند ډیر سخت وو . خو د علم په پرمختګ او د اصولی رودو په کارولو سره د دغې ډلې د روزلو او زده کړې سره سره مرسته وشوه . په دې لاره کی ډیر کسان له کاڼو سره د مرستې لپاره یو ځای شول . په ایران کی هم یو ستر انسان جبار عسکر زاده د دغو کسانو په روزلو کې مخکښ وو .

په ماشومتوب کی د هغه یو غوږ په یوه پیښه کې تاوانی شوی وو او ډیر کم یې اوریدل  چی همدغه چارې هغه د کاڼو له دنیا سره بلد کړی وو اودا د هغه اصلی اندیښنه شوه .

جبار عسکر زاده په ۱۸۸۵ مسیلادی کال کی د ارمنستان جمهوریت په اوسنی پلازمینه ایروان کې وزیږیده . په حقیقت کی د هغه نیکه د تبریز اوسیدونکی وو چی د کار لپاره یې ارمنستان ته کډه کړی وه . پلار یې د ودانیو کار اوبیکری کار کاوه .

جبار په دودیزه روده او د کور په ښونځی کی زده کړی وکړې او په ۱۵ کلنۍ کې د اقتصادی شرایطو په دلیل یې زده کړې پریښودلې . د ژوند دتیرولو لپاره یې فیصله وکړه له پلار سره یو ځای د بیکری کار او ودانیو جوړولو ته مکخه کړی . هغه چی له فارسی ادبیاتو سره یې مینه درلوده ، له هڅې یې لاس وانخسته او کله کله یې د ملانصیرالدین او لک لک ورځپاڼۍ لپاره مطلبونه او شعرونوه ورلیږل . بیا وروسته هغه خپلې زده کړې بشپړه کړې ، او په ایروان ښار کې یې په یوه ښونځی کې تدریس پیل کړ . خو د لومړی نړیوال جنګ په پیلیدا سره یې  له خپلې میرمنې سره ایران ته مهاجرت وکړ اوپه مرند کې میشت شو .

جبار عسکر زاده په مرندکي د لومړسی ټولګې زده کونکی ته تعلیم ورکاوه انو په کال کی ډیر بریالی وو ؤ، په دې ډول چی ۱۵ زده کونکی یې په ډیر ښه ړدرس سره بریالی شول ، بره ټولګې ته لاره پیدا کړی .

یوه موده وروسته د اذر بایجان کلتور ادارې د عسکر زاده د زده کړې له نوی رودې د زیاتې ګټه پورته کولو لپاره هغه تبریز ته راوباله او د لومړی ټولګې د ماشومانو د زده کړو او روزلو دنده یې ورته وسپارله . هغه د خپل تدریس په کلونوکې ټډیره تجروبه ترلاسه کړه او په دې لاره کی یې د فارسی ژبې د زده کړې په روده کې ډیرو مشکللاتو ته متوجه شو . دغې موضوع ته په پام سره هغه لومړنې کس وو چی د فارسی ژبې د زده کړې لپاره یې ډیره کارنده او حرفه ای روده  ابداع کړه چی په هغوکلونو کې د فارسی ژبې د دیبرو لویانو د تایید وړ وګرځیده . په حقیقت کې په همدغه وخت کې وه چی په ایران کی د جبار مثبت او خیرغواړی فعالیتونه پیل شول او دا فعالیتونه د هغه د عمر تر پایه دوام درلوده .

جبار عسکر زاده په ۱۹۲۰ م کال کی د تبریز د ارمنیانو له وړکتون له کتنې وروسته  په دغه ښار کی وړکتون جوړ کړ او د هغه نوم باغچه اطفال کیښئوده . هغه یوه موده وروسته خپل فامیلی نوم باغچه بان ته بدل کړ چی د هغه کس په معنا دې چی له باغچې ساتنه کوی . جبار په دې باره کی وایی یوه ورځ یوه ملګری په ګپ کې رته وویل تا د تبریز د ماشومانو لپاره باغچه جوړه کړه او اوس په باغچه ساتنې بوخت یاست ، ته باغچه بان شوی یاست ؟او له هغه ګپ وروسته ما د عسکر زاده په ځای باغچه بان نوم په ایرانی بیژند لیک کی انتخاب کړ .

څو کاله وروسته  باغچه بان په تبریز کې له ډیرو مخالفتونو سره سره په ۱۹۲۴ م کال کی د کاڼو ښونځی جوړ کړ . دغه ټولګې د باغچه اطفال په څنګ کې وو . په ۱۹۲۸ کال کی د شیراز د فارس ولایت د کلتور مشر په غوښتنه شیراز ته ولاړ او په دغه ښار کی یې وړکتون جوړ کړ . هلته یې له پینځو کلونو فعالیته وروسته تهران ته راغې او په ۱۹۳۳ کال کی یې په یوسف اباد کې د لومړنی ښونځی په جوړولو سره په رسمی توګه د کاڼو ماشومانو تعلیم و تربیت ته مخه کړه .

هغه چی د کاڼو په ژبه په زده کړو کې کومه تجروبه نه درلوده  خپلې شخصی تجروبې ته په پام سره د کاڼو د ژبه په اموزش کې د شیانو د لمس او لیدو حس مهم  رول ته متوجه شو . هماغه ډول چی ومو ویل په ماشوموالی کی یې په یوه پیښه کې د ښی غوږ د اوریدو قدرتله لاسه ورکړی وو په همدې علت ډیر ښه یې هغه ماشومان چی په چوپتیا کی دی ، درک کول . ویلی شو چی همدغه دغو ماشومانو ته د هغه د پام اوکتنې بدلانه بیچومې دی .

باغچه باتن د فارسی ژبې غږونه  په دو برخو حنجره ای او تنفسی وویسل او په دغو دو ډلو کې یې هر یو په ممتد او غیر ممتد وویشل . پر دې سربیره هغه په لاس سره ګویا الفبا چی په دنیا کی بی ساری دی ، د غږونو او حروفو د شکلونو په اساس ابداع کړل . په دغه الفبا کې د نورو لاسی الفبا په اپوټه له یوه لاس استفاده کیدله . د غه لاسی نښې نښانې  د دې په ترڅ کې چی له شونډو لوستلو سره د مرستې په ترڅ کې د تلفظ د اصلاح او تعلیم لپاره هم یوه وسیله بلل کیږی .

د ګونګو او کاڼو ماشومانو لپاره د باغچه بان یو بل خدمت د مصور ژبې رامینځته کولو او استادانو تربیت او ماشومانو د شعرونو ویلو او د لوستلو او لیکلو د رودې په بدلولو کی مبارزې ، د اوریدو د الی د اختراع ، اموزشی لوبو او داسې نور ډیر خدمات شامل دی چی په هغه وخت کی یې د ایرانی ماشومانو لپاره مخنیه نه درلوده او هغه په دغه کار سره د کاڼو ماشومانو دنیا ته ماته ورکړه او د هغو ژوند ته نوی رڼا وبخښله .

باغچه بان خپل عمر د دغه ټاټوبی په خدمت کې تیر کړ او شپه ورځ یې له ستړیا څرګندولو پرته او له توقع او تمې پرته کار کاوه .هر څومره یې چی له عمره تیریدل خپل فعالیت یې زیاتوه  او کله چی هغه ته ویل کیدل ارام وکه نو په ځواب کې به یې ویل مګر نه یې خبر چی هر مسافر له سفره مخکې مجبوره دې چی زیات کوشش وکړی تر څو خپلو کارونه سم کړی . زه هم مسافر یم او وخت مې لږ ې او ناتمام کارونه ډیر دي .

هغه د هغو فعالیتونو تر څنګ چی د کاڼویا نه اوریدونکیو  لپاره یې ترسره کاوه ، د ماشومانو لپاره د ډرامه لیکلو ، د نمایشی شعرونو ویلو  او لوبغاړی توب په هکله هم فعال وو . هغه په ایران کې د ماشومانو او ځلمیانو د ټیټر پلار هم بلل کیږی .

باغچه بان د هغو ډیرو ماشومانو په لور د علم او پوهې دروازه خلاصه کړه چی په هغه وخت کې د دغو ماشومانو له مشملاتو سم درک نه درلوده .

په دوام کې په تهران کی د باغچه بان  له لومړنیو شاګردانو  د سید رضا قلی شهیدی خبرې اورو .

زه سید رضا قلی شهیدی په ۱۳۰۲ م کال کی په تهران کی دنیا ته راغلم ، له دبستان مخکې د کاڼو څو معلمان وو البته د باغچه بان په شان یې دوام ورنکړې شو که باغچه بان دغه کار ته دوام نه وې ورکړی نو زه به بی سواده او بی عقل پاتې وم . باغچه بان مونږ سره مرسته وکړه ، مونږه یې لوې کړو . د باغچه بان خپلوانو اودوستانو ویل چی د ناشنوایانو ښونځی پریږده ، لاړه شه پوهنتون ته ، په اونۍ کې دوې ورځې کار کاوه ، پیسې پکې زیاتې دي او کار یې کم دې ، دا ښونځی څه کوی ، باغچه بان ځواب ورکوه نه زه په ګونګو او کاڼومین یم او ورسره مینه لرم .

د مرحوم سید رضا قلی شهیدی هخبرې مو واوریدلې  .

باغچه بان یو نیک او شریف انسان وو چی اندیښنه یې ماشومان او خلک وو . هغه چی باوری وو د بشریت ټولنه د هغه ولی نعمت ده نه دا چی هغه د خلکو خدمت ګار . کلونه یې د ماشومانو او ځلمیانو په روزلو او تربیت سره د ایران د پراختیا او پرمختګ په لاره کی کوشش وکړ او د نویو رودو په ابداع سره یې په ایران کی د نوی سټایل د روزلو او تربیت په پراختیا کی ډیره ونډه درلوده .

جبار باغچه که څه هم ډیرې سختیانې ګاللی وې خو د عمر پا پای کې خوشحاله وو چی بالاخره د ارزوګانو څوکه یې وهلی ده . دا تر ټولو ستر انسانی انعام دی چی په ویښ وجدان سره د  ټولو شنوا او ناشنوا او کمزورو ماشومانو لپاره ښکلا دنیا د جوړولو لپاره هڅه وکړی او بیا په ټول بی پایبه عشق سره چی ژوند یې ورسره کاوه ، دنیا سره وداع وکړی .

د باغچه بان لور یادوی هغه وروستي ورځ چی هغه یې په سټیچر باندې د تهران په یوسف اباد کی له باغچه ښونځی ویسته نو فریاد یې کاوه چی خدای په امان ښونځیه ، خدای په امان زده کونکیو ، خدای په امان شاګردانو ، خدای په امان ستورو ، خدای په امان وریځو ، خدای په امان ونو ، خدای په امان پاڼو  ، خدای په امان یوسف اباد ، خدای په امان ګاوندیانو او خدای په امان خلکو .

او دغه ډول هغه کس چی ټوله اندیښنه یې ماشومانو او ناشتنوایان وو په ۱۹۶۶ م کال کی په داسې ورځ له دنیا سترګې پټې کړې  .

پای