نوښتونه
په نانو اوبدلوټیکنالوجۍ سره یو ایرانې پوه بنسټه شرکت د سویټرزلینډ د اختراعاتو په نړیواله سیالۍ کې د سرو زرو میډال وګټه .
د دغې اونۍ د نوښتونو پروګرام د منسوجاتو یااوبدلو د ټیکنالوجۍ په حوزه کې په مطلب سره پیلوو .
په نانو اوبدلوټیکنالوجۍ سره یو ایرانې پوه بنسټه شرکت د سویټرزلینډ د اختراعاتو په نړیواله سیالۍ کې د سرو زرو میډال وګټه .
دغه سیالۍ د ۲۰۲۲ کال د اګست له ۱۰ تر ۱۲ په انلاین بڼه ترسره شوه او له کرهڼې ،نانو ټیکنالوجۍ تر کامپیوټری علومو ، اپتیک ، فضاکچکونې او ژواک چاپیریتال په مختلفو ۱۵ حوزو کې ۱۱۰ داورانو پلاوي د ورلیږل شویو مهمو اختراعاتو جاج واخیسته .
په دغو سیالیو کې یوه مهمه ځانګړنه له ژواک چاپیریال سره د نوښت سمون وو . له دریو ورځو جاجونو او ارزولو وروسته د ریفریانو پلاوي لخوا بریالی معرفی شو چی د ایران یو پوه بنسټه شرکت پکې لومړې لمبر ترلاسه کړ او د سرو زرو میډال یې وګټه . د دغه پوه بنسټه شرکت د یوه مشر په وینا په دغه سیالۍ کې د ویروس ، قارچ او باکټریاضد خواصو سره د منسوجانو په اختراع سره ورداخل شو. دغه تیکنالوجي زمونږ د دوه نیم کلونو د تحقیقاتو نتیجه وه چی دican مرکز په ملګرتیا ترسره شول .
د دغه څیړاندي په وینا دغه تیکنالوجۍپه حقیقت کې یوډول نانویی پوښښ دی چی اوبدنو لګول کیږی تر څو په کپړه یا ټوکرو کې ویروس ، قارچ او بیکټریا ضد خواص رامینځته کړي . دغه تیکنالوجۍ په منسوجاتو سربیره د رنګ او هوا د فیلټر په صنعت کې هم کارول کیږی .
په یوه بله بریاکې د تهران د صنعتی شریف پوهنتون څیړاندو د لومړی ځل لپاره د یوې الې په جوړولو بریالی شول چی په یخه بڼه د انرژۍ د زیرمه کولو له سیسټم په استفادې سره د استعمکال د اوج په شرایطو کې د ګازود توربینونو د تولیدی توان د زیاتولو سبب کیږی .
دې ته په پام سره چی د پیک یا اوج په شرایطو کې د انرژۍ ډیمانډ یا تقاضا زیاتره په اوړی کې وي ، د کال په اوږدو کې له متوسط ډیمانډ سره ډیر لږ توپیر لري ، یوازې د پیک ډیمانډ ته د ځواب لپاره د بټۍ د ظرفیت زیاتول اقتصادی توجیه نلری . پر دې سربیره حتی اړتیا وړ ظرفیت ته د رسیدابه هم څو کلن بهیر وی . په دې دلیل په درسته دنیا کې د بیک په حالاتوکې د انرژۍ د تامین لپاره بشپړونکي رودې کارول کیږي چی په غیرپیک شرایطو کې د انرژۍ زیرمه کول یې اصلی روده حسابیږي . په همدې خاطر د صنعتی شریف پوهنتون یوې څیړونکي ډلې په مینځنی ختیځ کې د لومړی ځل لپاره د دغې الې په جوړولو بریالی شوه . دغه اله سبب کیږی چی د ګازی توربینونو تولیدي توان ۱۵ فیصده زیات شي .
د انرجۍ په حوزه کې د دغه پو ه بنسټه شرکت مشر په وینا په ګازی توربینونو کې د دغې الې په شتون سره د کم ډیمانډ په وخت کې الیکټرونیکی انرجۍ د یخ په تولید لګیږی . تولید شوی یخ د پیک په وخت کې ویلې کیږی او د حرارتی مبدل له لارې د ګاز توربین ته ورتلونکی هوا توربین یخوی اودغه کار د توربین د تولیدي توان د زیاتیدا سبب کیږی . په درسته نړۍ کې له دغه ډول میکانیزم د ګازو د توربین د تولیدی توان د زیاتولو لپاره استفاده کیږی خو تراوسه یې په ایران کې تیکنالوجي نه وه موجوده چی اوس د ایراني څیړاندو په برکت دتا کار ترسره شوی دی چی په دې سره د پیک په وخت د ګازی یونټونو تولیدي توان ۱۵ فیصده زیاتیږي .
د نوموړی شرکت دمشر په وینا ددغه سیسټم ډیره مهمه ګټه اوبو ته بی نیازی ده چی دایران د اوسنی کمو اوبو وضعیت ته په پام سره ډیر اهمیت لري . دغه سیسټم دتیلو ، ګازو ، پیټروکیمیکل او دباو د پیاوړتیا د کرښو په شمول په ډیرو صنایعو کې کارندوالې لري .
په ساړه ژمي کې د الوتکو امن الوت د هغو د وزرو په یخ نه وهلو پورې اړه لري . د یخ ختمولو لپاره له درندو کیمیاوی موادو استفاده ډیر وخت او لګښت ته ضرورت لري او ژواک چاپیریال ته هم تاوان رسوی ، خو ایرانی څیړاندي هادی قاسمي یو داسې ترکیب اختراع کړی دی چی د یخ ختمولو لپاره یې قدرت د ورته محصولاتو په نسبت سل برابره دې .
د دغه ترکیب یوه بله ګټه د هغه دوام او ډیر پاتی والې دې چی سبب کیږی د هغه په کم استعمال سره یخ ختمول په بریالیتوب سره ترسره شی . په خراب موسم کې د بوینګ په الوتکو په ترسره شویوازمښتونوکې دغه ترکیب سل برابره ښه اوپیاوړې عمل کړی دی . د دغه محقق په ویناد دغې یخ ختمونکی مادې یوه بله ګټه د هغه کمه خښیدااوپه عین حال کی مناسب دوام اوپاتې والې دې .
له دغې مادې د بادی توربینونو د یخ ختمولولپاره هم استفاده کیدلې شی تر څو له هغو سره د بریښنا د تولید بهیر ګډوډ نشی .
ایراني محققان بریالی شول هیمودیالیزپرده طراحۍ کړي چی د دیالیز بهیر لنډوي . د امیر کبیر د صتنعتی پوهنتون محقق اریان اخلاصی چی د دغې طرحې اجرا کونکی هم دې ، وایی د بډوری د ناروغانو لپاره د هیموډیالیز بهیر ګران والې ، اوږد والې او ناخوښ والې د دغې پروژې د اجرایی کیدا دلیل بولی .
داخلاصی په وینا د دغې طرحې نتیجې له مخکې ټاکل شویو هدفونو سره بشپړه مطابقت درلودلې او د هیموډیالیز بهیر په لوړتیا او همداراز د دیالیز په زمینه کې د پوهې په پولوکې مهم رول لوبوي . د دغې طرحې نهایی نتیجه په طبی صنعت کې نیغ په نیغه او د اوبو د صفا کولو په سیسټمونو کې په غیر مستقیم ډول استفاده کیږی . په دې ډول چی د څښاک له اوبو په محرومو سیمو کې د اوبو د تصفیې په سیسټمونو کې د استفادې وړ موادو کې په لږ بدلون سره هم استفاده کیدلې شی .
د دغه څیړاندي په وینا د هیمو دیالیز د بهیر زیاتیدونکې توان او د وخت کمیدا د دغې طرحې له ګټو دي . همداراز په دغه پروژه کې نوښت په هیڅ داخلي یا بهرني نمونه کې نشته او په پرده کې د جذب له ښکارندې استفاده شوی ده چی په دودو تجارتی پردو کې نشته ده .
پای