د ایران بې پایلوټه الوتکو په ساحل کښې هدفونه ویجاړ کړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د پوځ د ذوالفقار د څوارلس سوه لومړي کال د پوځي مانورې په دوام کښې ارش ، باور او ابابیل پینځه ډوله بې پایلوټه الوتکو د ایران د اسلامي جمهوریت د سهند په نوم له جنګي بیړۍ څخه په الوت کولو سره په ساحل کښې جوړ شوي هدفونه تباه کړل.
د ایران د پوځ د ذوالفقار د څوارلس سوه لومړي کال د ګډې پوځي مانورې د عملیاتي پړاو په دوام کښې پرون د ارش ، د باور او د ابابیل پینځه په نوم بې پایلوټه الوتکو د ایران د سهند په نوم د جنګي بیړۍ او د پوځ د بې پایلوټه الوتکو له مرکز څخه په الوت کولو سره په ساحل کښې جوړ کړې شوي فرضي هدفونه له مینځه یوړل.
په دغه پړاو کښې چې ډول ډول حمله کونکو او جاسوسۍ او مخه نیونکو بې پایلوټه الوتکو پکښې ګډون کړی و د ابابیل پینځه په نوم بې پایلوټه الوتکې چې همدا اوس د ایران سمندري ځواکونو ته ورکړل شوي دي د لومړي ځل لپاره د پوځ په کلنۍ مانورې کښې ګډون وکړ او وتوانیدلې د قائم په نوم بم په توغولو سره په ښه ډول او په بریالیتوب سره په سمندر کښې خپل هدفونه تباه کړي.