د ایران دفاعي وړتیاوې (شاهرټوپک (sniper)
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i125622-د_ایران_دفاعي_وړتیاوې_(شاهرټوپک_(sniper)
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران د دفاعی وړتیاؤ نومې لړۍ له نننی مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په دغه مطلب کې  دجنګ په ډګرونو کې یوې داسې وسلې په باب درسره غږیږو، چې یوه ترټولو مهمه جنګي وسله ده  چې د نورو جنګی عناصرو ترڅنګ دجنګ په ډګرونو کې د حاضر پلي ځواک جنګي توان زیاتوي. او نامه ده سنائيپر ټوپک(sniper) . هیله ده دغه مطلب ستاسو د خوښې وړ وګرځي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2023 09:32 Asia/Kabul
  • د ایران دفاعي وړتیاوې (شاهرټوپک (sniper)

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران د دفاعی وړتیاؤ نومې لړۍ له نننی مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په دغه مطلب کې  دجنګ په ډګرونو کې یوې داسې وسلې په باب درسره غږیږو، چې یوه ترټولو مهمه جنګي وسله ده  چې د نورو جنګی عناصرو ترڅنګ دجنګ په ډګرونو کې د حاضر پلي ځواک جنګي توان زیاتوي. او نامه ده سنائيپر ټوپک(sniper) . هیله ده دغه مطلب ستاسو د خوښې وړ وګرځي.

دوستانو په ګوته شمیر هیوادونه توانیدلي دي ،تردې دمه قدرتمنې او مناسبې انفرادي وسلې پلان او تولید کړي.د ایران د اسلامی جمهوریت دفاعي صنائعوهم څو کاله کیږي، چې ددغو هیوادونو له ټول سره یو ځاي شوی  او ډيرې کارنده او اغیزشیندونکي وسلې ئې  تولید کړي دي.داپه داسې حال کې دی چې د ایران د اسلامی جمهوریت وسلوالو ځواکونو ،له اسلامی انقلاب مخکې خپلې انفرادي وسلې دامریکا او جرمني په څير له هیوادونو څخه خپلې د ضرورت وړ انفرادي وسلې برابرولې.تمانچې،کمانډوئي وسله، تاکتیکي وسله او همداراز سنایپر(sniper) په دغو وسلو کې شمیرل کیږي.البته په دغو وسلو کې،سنایپر نومې وسله یا ټوپک  له ډير یزات اهمیّته برخمن دی او د ایران د اسلامی جمهوریت وسلوال ځواک د مقدسې دفاع له تجروبې څخه په استفادې سره دغه وسلې ځاي کړي دي.د ایران دفاع وزارت اوپه پوځ او سپاه پاسدارانو کې په ځان د بسیاینې جهاد نومې اورګانونه ددغو ځاي وسلو د پلانونې ،تولید او استفادې دندې په غاړه لري.په دوي کې یوه وسله هغه سنائپر (sniper) ټوپک دی چې د مځکني جنګ په حوزې کې ډیر اغیزشیندونکی عنصر شمیرل کیږي. سنائيپر ټوپک پر جدي تاوان واردولو سربیره دخپلو پوځيانو ژوند هم خوندي ساتي،ځکه کارونکی ئې د پټيدا کافی وړتیاوې لري.په عین حال کې په وروستیو کلونو کې ددښمن د زغروالو تجهیزاتو،چورلکو او سنګرونو سره د مقابلې لپاره په لوړو کلیپرو سره درندۀسنائيپر وسلو کارولو ته ډير پام شوی دی.څو کاله کیږي چې په وسلوال ځواک کې دیوه ځاي قدرتمند سنائپر ټوپک درلودلو ته ډيرضرورت احساس کید او په همدې دلیل متخصصانو په دراندۀ کلیبر سره د یوه سنائپر ټوپک پلانونې او جوړونې ته مخه کړه چې د پلي ځواکونو د سنګرونو  دنابودلوپر توانمنۍ سربیره،د زغروال ګاډو او نورو تجهیزاتو په څير ددښمن د مختلفو تجهیزاتو او مهماتو دنابودولو  توانمنۍ هم   ولرل شي.

     دوستانو اوس هم راګرځو د یوه درندۀټوپک یا سنائپر ځانګړنو ته چې د ایران د اسلامی جمهوریت دفاعي متخصصانو په زیار او همت سره جوړ شوی دی.

 عزیزانو درندۀ کلیبر او ټانګ ضده وسلې هغه جنګي آوزارونه دي چې د ټانک،زغرګاډي او پوځي ګاډي پشمول دډول ډول زغروال ګاډو او تجهیزاتو په څير د دښمن د سترو تجهیزاتو او د سیمټو جوړو مورچلو په ضد کارول کیږي.او د هغود تباه کولو وړتیاوې لري.دغه ډول وسلې،د توغولو د کلیبر د لوړتیا او دروندوالي یا په چاودیدونکو توکو دسنبالسر ګولیو یا فیوزونو په دلیل  له نورو وسلو سره په پرتله کې له ډ يرو زیاتو تیزو او تر ډير لیرې پورې په ټارګټ لګیدو له توانه برخمنې دي.

 دغه ډول وسلې ،په کلي توګه د ټانګ ضده توغندیو په څير د وه ډوله وسلې (یعني د ټاؤ ګائيډيډتوغندي او د آرپي جي-۷ او د 12.7 ایم ایم کلیبرڅخه په لوړو کلیبر لرونکي ټانګ ضده ټوپکو او هم د یوسل شپږ ایم ایم ډوله شاهر نومې توپې او د نولس ایم ایم ډوله آرش سنائپر په څيرد درندو سنائپر چې په ځانګړي توګه د چورلکو په ضد جوړې شوي وسلې دي،)په څير وسلې شاملې دي او دا د ایران د اسلامی جمهوریت جوړ شوي پوځي محصولات دي.د وسلو د ځينو سرچینو په وینا، صیاد،شاهر او باهر نومې سنائپرز،د آسټریا جوړ شوي د ایچ ایس -50 ډوله سنائپر وسلې ته په کتو سره  پلان او جوړې کړئ شوي دي.درې نوره نوي او ماډرن سنائيپرز ټوپک یا وسلې هم د اوسنیو ډولونو په ځاي ددفاع صنائعو په وسیله  دجوړیدا په حال کې دي چې په هغو کې شاهر ډوله سنائپر په هغو کې ترټولو ښه او د پام وړ وسله ده .

Image Caption

 

 شاهر نومې سنائيپر ټوپک (اینټي میټرئيّل) دلیرې ټارګټ په شیشت کې راوستونکي وسله ده چې په  14.5ضرب 114 ملی میټر کلیبر سره دلیرې ټارګټونه په آسانۍ سره په شیشت کې راولي  او د  ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دمځکني ځواک د څيړنیزې او په ځان د بسییاینې جهاد د ادارې په وسله تولید شوې ده چې  ۲۲کلوګرامه وزن لری او یو سل پنځه اتیا میټره سینټي میټره اوږده وسله  او ټوپک دی.د  ۱۴.۵ میلی میټرمیرمي چټکتیایا سپيډ ئې هم  په هرې ثانیې یا سیکنډ کې  کابو  زره میټره  اعلان شوی او د ۱۲.۷ملی میټر میرمي سره  په پرتله کې ئې د تخریب قدرت هم چې عمدتا  په لویدیځوالو وسلو کې ورڅخه استفاده کیږي، شپیته فیصده  لازیات دی . د شاهر سنائيپر ټوپک  فیزيکي او وزني شرائطو ته په پام سره دغه وسله ،د اغیزشیندونکو عملیاتو داجرا لپاره  درو  کسانو ته اړتیا لري. دغه وسله تردرو کلومیټرو پورې په دقیق ټارګټ لګیږي او  تر څلورو کلومیټرو پورې  په واټن هم لګیږي. ددغو وسلو په وړتیاؤ کې  د ډول ډول سیمټو جوړو ددښمن د مورچلو تباه کول،زغروالو ګاډو، چورلکو  او دپوځي ګاډو  او د پوځيانو دغونډيدا دځایونو تباه کول شامل دي . شاهر سنائپر ټوپک یا وسله ، دلومړي ځل لپاره د  ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دمځکني ځوا ک د وخت  قوماندان امیر احمد رضا پوردستان په شتون کې د ۱۳۹۱لمریز کال په تلې یا میزان میاشت کې  افتتاح شوه. دغه وسله  د پوځي ځواک (نزاجا) دو ورځې د تاکتیکي اړتیاؤ په اساس په بشپړ ډول ځاي متخصصانو پلان او جوړه کړې ده  او د نښتو په ډګر کې  ئې وړتیاوې ډيرې زیاتې کړئ شوي دي .

 دغه وسله یعني شاهر سنائيپر ټوپک په ډير زیات دقت سره په ټارګټ لګیږي او د په شیشت کې راوستل شوي نښې په بشپړ ډول تباه کوي. د شاهر وسلو یو بل ډول  په ؛باهر ؛نامې سره  دتولیدا په حال کې دی. د شاهر وسلې لومړنی ډول  په یوې میرمئ سره  سنبالیږي .  میرمئ په دغه ټوپک کې په وروستۍ برخې کې اچول کیږی او بیا د ګلانډن یا بولټ (Glangden)  په لاس سره د شا په لور په کش کولو سره (لکه چې د عام ټوپکو په شان) میرمئ په نالئ کې ځاي په ځاي کیږي او بس ټوپک  ډز ته تیار دی او د میرمئپه سر کې  لوي شعله پوش (flame wearer) هم  چې د ټوپک په سر کې لګیدلی وي ، د میرمي د توان او ځواک زیاتره برخه جذبوي  او په ډیر لوړ قدرت سره میرمئ  دوړاندې په لور کاږي. البته باید هیره نشي چې  نوی  او ماډرن شاهر سنائيبر چَجَر یا جیجُوره یا خشاب (magazine) هم لري او د سنائپرټوپک کړچار ئې تر پاو وړ حده زیات کړی دی.  د واټن د زیاتول لپاره و دغه چجَر د ټوپک په وروستۍ برخې کې  لګول کیږی. شاهر سنائيپر ټوپک  چې په نړۍ کې یو ترټولو قدرتمن سنائيپرشمیرل کیږي،توانیدلی دی، په کړچار او اغیزشیندنې کې له امریکائي سنائيپر څخه  مخکې شي.  امریکائي سنائپر؛ بارت  ایم 107 ډوله  ټوپک  چې د امریکائي کمانډوزو یوه ترټولو زیاته استعمالونکي وسله  ده،ټارګټ په دوه زره میټرئ کې په شیشت کې راوستلی شي،البته  شاهر سنائيپر ددې جوګه دی چې دغه ټارګټ په څلور زره میټرئ کې تباه کړي.په دغې تاکتیکي وسلې دایران د کیشتیو او ماکوګانو سنبالتیاپه تیره بیا سرحدي ځواک  او ایمرجنسي ځواک سنبالتیا  په دلیل دغه وسله له ډير زیات اهمیّته برخمنه شوې ده .شاهر وسلې  پخپلې مځکنیو ماموریتونو کې د خپل قدرت او توانمنیو په اثبات کولو سره  د پوځ د مځکني ځواک د څيړنیزې   او په ځان د بسیاینې  جهاد د اورګان د متحصصانو په وسیله  اوس ددغه ځواک په ۲۰۶ډوله چورلکو باندې هم  لګول شوي  او په بریالیتوب سره آزمویل شوي دي.  ددغه کار موخه  د چورلکو د مختلفو ډولونو  او سسټمونو د یرغلیزو وړتیاؤ زیاتول اعلان شوي دي .

Image Caption

 

  د ایران د  اسلامی جمهوریت د پوځ دمځکني ځواک دڅيړنیزې او  په ځان  دبسیاینې  ادارې مشر امیر مسعود زواره ای  د ۱۳۹۶لمریز کال په غبرګولې میاشت کې د ایران د ددفاعي صنعت په وسیله د شاهر سنائيپر  ډ ډيرې زیاتې تولیدولو  خبر ورکړ او دې ته په اشارې سره  چې  دغه اداره   ډول ډول عملیاتي  ا ړتیاؤ او ماموریتونو سره په تناسب کې  وسلې پلانوي او تولیدوي ئې  ووئيل ، دسنائيپر وسلو  په حوزې کې تر دې دم ه په مختلفو کلیبرونو  کې ډول ډول وسلې پلان او جوړې شوي دي .له معمول سره سم  دغه ډول وسلې  له میداني ازمیښتونو او ټیسټونو   او مختلفو مرحلو له تیریدا وروسته د ایران داسلامی جمهوریت ددفاع  په وسیله  په ډير زیات مقدار سره تولیږي.

(سیماب)

*****************************************************