د صهیونیسټي رژيم د کابینې په وړاندې د مقاومتي ډلو دفاعي مانوره
د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د صهیونیسټي رژيم د افراطي کابینې د ځینو کرغیړنو اقداماتو په وړاندې د مقاومتي ډلو کړچار په باب له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو.هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.
د صهیونیسټ رژيم د پنځیدا په تاریخ کې د ترټولو فاشیسټ او افراطي حکومت په جوړیدا پسې،د مقاومتي چرولیز ډلو هم په یوې بل پسې له دغو ګواښونو سره دمقابلې او ورسره د مبارزې لپاره خپل پروګرامونه اعلانوي.
په دې لړ کې د لبنان د حزب ا... د پوځي رسانۍ د قسما قادرون.....سنعبر(یعنی سوګند پورته کوم چې له خنډونو.....تیریدلی شم)په عنوان سره په یوه زړه پورې سرود خپرولو سره،اسرائيلو او دعربی ټاټوبی نیواکګرو ته یو نیغ په نیغه ویډیوئي پيغام خپورکړی دی.دغه ویډیو د نیواکي ټاټوبی او لبنان ترمینځ د سیمټو په دیوال کې د یوه ستر سوري له رامینځةکولو وروسته په نیواکي ټاټوبي ددنه د مقاومتي مبارزانو دحملې د یوې سناریو شبیه سازي کوي او له صهیونیسټي پوځیانو سره ښکیلیږي. په تیر جولائي میاشت کې هم یوه ویډیو خپره شوه چې د فلسطین په نیواکي سواحلو کې د ګیسو د ویستنې د پلیټ فارمونو له جوړیدا سره اړونده وه چې اسرائيلو لپاره ئې یو جوَت پيغام درلود.دغه انځورونه ، د ؛په نامناسب وخت کې لوبه او هدف ؛په عنوان سره خپرۀ شوي دي.
په دغه وخت کې د ویډیو خپریدا سبب شوې چې صهیونیسټي رژيم له لبنان سره د سمندري پولو په انځورونې کې له خپلو عادي دریځونو څخه شاتګ وکړي او حزب ا...غورځنګ د دغه تیریګر او جعلي رژيم په وړاندې یوه بله معادله او بریا هم ترلاسه کړي. اوس هم دنوی ویډیوخپریدا ښئ چې حزب ا...به ددغه تیریګر رژيم د نوو ګواښونو په وړاندې غلی کیښې نه ني چې دې چارې فلسطینیانو ته له نوو ګواښونو سره دمقابلې لپاره دزړه قوت ورپه برخه کوي.
د فلسطین مقاومتي ډلو ددریځونو ارزونه ښئ چې دوي هم ځانونه د داخلی ځواک دبسیج او غونډولو له لارې له نوو ګواښونو سره د مقابلې لپاره تیاروي.
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ یو مشر داؤد شهاب په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د اسرائيلو دفاشیسټ حکومت د یهودي کونکو او ښارګوټو له جوړونکو پلانونو سره دمقابلې لپاره دمقاومت له زیاتولو او د نیغ په نیغه ډغرې پرته بله هیڅ لاره نشته . هغه ټينګار کړی،درستې تجروبې ښئ چې په غزې کې د مقاومت رول،یوازې ددغه ښار دفاع ته محدود نه دی،بلکې په لویدیځي غاړې او په هر ځاي کې د مونږ غونډونه اویونټونه موجود دي .
د فلسطین دمقاومتي غورځنګ حماس ویندوي حازم قاسم هم په یولړڅرګندونو کې ووئيل، دفلسطین مقاومت هیڅکله د اسرائيلو فاشیسټ حکومت ته د مونږ د ملت او مقدساتو په ضد دتیریو اوله سرو کرښو د تیریدا اجازت نه ورکوي. هغه ټينګار وکړ،د فلسطین ملت د صهیونیسټانو د یوۀحکومت په مقابل کې دی چې ترټولو افراطي حکومت حسابیږی،مونږ باید له دغه حکومت سره د مقابلې لپاره زرترزره یوه مقاومتی جبهه جوړه کړو. د فسطین کورواکه تشکیلات باید د دغه حکومت له افراطي کړچارونو سره دمقابلې لپاره د ګډملی فعالیت لپاره خپل فعالیت اعلان کړي.
د فلسطین د آزادۍ ولسی جبهې یوه مشر کاید الغول هم ووئيل، دمګړئ د اسرائيلو پر اوسني حکومت داسې فاشیسټ او متعصب وګړي حکمراني کوي چې د فلسطین دملت دحقوقو دنفي کولو دقدس د یهودي کولو ، د ښارګوټو د جوړولو دوام او د الاقصی جومات دحرمت خلاف ورزۍ په باب داسرائيلو هماغه پخواني سیاستونه تعقیبوي .
د فلسطین دآزادۍ ډيموکراټيک جبهې د سیاسی دفتر یوه مسئول طلال ابوظر یفه هم د نتن یاهو له افراطي حکومت سره د مقابلې او له نیواکګرو او ښارګوټو اوسیدونکو تیریو سره دمقابلې لپاره په درستو د ثبات لپاره دمناسبې فضا پر رامینځةکولو ټینګار وکړ.
د فتح غورځنګ او د هغو دمرکزي کمیټې دغړو،د پي ایل او د اجرائي کمیټې او د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د ځينو مسئولانو ترمینځ پراخې او بې مخینې سلامشورې،هم په ترسره کیدا دي چې وئیل کیږي، موخه ئې د ښارګوټو د اوسیدونکو دهغو وسلوالو ډلو ټپلو د راپیدا کیدا په سیوري کې د فلسطین د ملت ملاتړ دی چې دې ځل دهغو شمیر دوه لکه کسانو ته رسیږي او په سی سیمو کې او په شاوخوا ښارونو او کلو کې جدي خطره حسابیږي.
د حماس غورځنګ او د مشترکو عملیاتو دکوټې او اسلامی جهاد غورځنګ پشمول له نورو غورځنګونو سره دفتح غورځنګ په داخل کې هم خبرې اترې روانې دي . او د ډغرې د رامینځةکیدا په بڼه کې دلوجیسټیکي چمتووالی په عنوان سره جدی پشنیهاد وړاندې شوی دی .
سره له دې چې ترې دمه د کورواکه تشکیلاتو مشر محمودعباس د صهیونیستي کابینې له نوو ګواښونو سره د مقابلې دڅرنګوالی په باب خپل دریځونه اعلان کړي نه دي،خو په الجزایر کې له مختلفو فلسطینیو ډلو ټپلو سره په وروستۍ غونډې کې دیوې داخلی پخلاینې په باب یوې موافقې ته رسیدلی چې اوس له نوو ګواښونو سره د مقابلې یا د ملی یووالی د یوه چوکاټ اساس کیدلی شي.
د صهیونیسټ رژیم نوی ګواښونه د کورواکه تشکیلاتو پشمول د فلسطین درست موجودیّت او حتی له دې ورآخوا ته متوجه دي اوداردن د پاچا ملک عبدا... وروستۍ څرګندونې ښئ چې دغه هیواد هم ددغه رژيم د نوو ګواښونو خطره احساس کړې ده.
د اردن د سلطنتي دفتر پخواني مشر او د فلسطین او اسرائيلو په دوسیې کې یوه تجروبه کار او پخواني شخصیّت جواد العناني هم په یوه هغه یاددښت کې چې د ؛عمون؛ ورځپاڼې پشمول په څو ویبا پاڼو کې خپور شوی، هغه سرې کرښې چې داردن پاچا دوهم عبدا... له سی این این خبری چینل سره په مرکې کې جوتې کړي او وئيلی ئې وو،داسې سرې کرښې چې هماغه شان د اردن په سیاسي ټولنو کې جنجال راپارونکي دي.
العناني په خپل دغه یاددښت کې لیکلی دي ،دوه شیان شته چې داردن پاچا د هغو په اساس ، سرې کرښې وضع کړي دي او هیڅکله هم له هغو دوو کرښو د تیریدا اجازت نه ورکوي،لومړۍ سره کرښه په قدس کې داردن دمځکنۍ بشپړتیا باندې تیري یا کمزوري کول او دغه راز د اسلامی او مسیحي مقدساتو سپکاوي دي . دوهمه سره کرښه دا ده چې داسرائيلو نوی حکومت اردن ته د فلسطینیانو دمنتقلولو به باب اقدام وکړی او یا داسې سیاستونه او اقدامات وکړي،چې اردن خاوره د هغه ټاټوبي په ځاي بدل کړي.
داسې ښکاري داردن شخصیّتونه د صهیونیسټي رژيم د افراطي زوړپال حکومت د جوړیدا او د اردن پر ګټو،اصولو اوسروکرښو او د هغو په داخلی موسیسو باندې ئې اغیزې درک کړي دي .ځکه چې د کال په وروستیو او د نوي کال په درشل کې په چټیانو کې د اردن سیاسی ټولنې او دهغو داخلی موسیسې د سناریوګانو او احتمالاتو په ارزونې بوخت دي او هڅه کوي ،د دوهم عبدا... مقصد او هغه خبرې چې ئې د سرو کرښوپه باب کړي دي ،بیرته وارزوي. .
اردن دا اندیښنه دبین یامین نتن یاهو د نوی کابینې ترکیب او پروګرامونو اعلانیدا ته په پام سره په بشبړ ډول په حقه ده.د نتن یاهو په مشرۍ په نوي صهیونیسټي حکومت کې د ملی امنیت وزیر او د یهودو قدرت ګوند رهبر ایتامار بن ګویر هم شامل دی.د دینی صهیونزم ګوند رهبر بتسلیئل اسموتریچ هم د خزانې وزارت ترلاسه کړی دی او د جنګ وزارت یوه مهمه څوکۍ هم ورسرده ده . د شاس ګوند مشر آریه درعي په کورنیو او روغتیائي چارو وزارتونو کې دوه څوکۍ لري.د کابینې نور غړي هم له همدغو کسانو څه کم کوز نه دي.
د لیکوډ واکمن ګوند اسحاق ګودکنوبو د تیرې یکشنبې په ورځې له دې وروسته چې د هستوګنې د چارو وزارت څوکه په غاړه واخلی،روښانه کړې ده،دهغه قول په اساس چې دانتخاباتو په شپو ورځو کې مو ژمنې ورکړې دي،د لویدیځي غاړې اوسیدونکو صهیونیسټي اوسیدونکو سره به مرسته وکړي څوپه دغې سیمې کې د هغوي دهستوګنې ستونزې حل کړي .
(سیماب)
***********************************************