د سباوون لسیزه (۲)
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د سباوون لسیزې په مناسبت له ننني (دویم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
د ۱۹۷۹ کال په فیبروري کې د ایران اسلامي انقلاب بریا د دې هېواد په څو زره کلن تاریخ کې د عطف ټکی ګڼل کېږي. دا انقلاب د ایراني ټولنې په بېلابېلو سیاسي، کلتوري، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د اساسي بدلونونو لامل شو.
له دې سره، د هغه یوه مهمه اغېزه، د ایران په بهرني سیاست کې د بې ساري او نویو بهیرونو رامنځته کېدل دي.
د ایران اسلامي انقلاب سیمه ایزو او نړیوالو اغېزو ته په کتو، د بریا له پیله، د امریکا په مشرۍ نړیوال استکبار له خپلو سیمه ایزو ملګرو سره له نوي رامنځته شوي اسلامي جمهوریت سره د مخالفت او د هغه د نسکورېدو لپاره خپلې هڅې پیل کړې.
په وروستیو څلورو لسیزو کې له پولو بهر د اسلامي انقلاب د پیغام خپرېدو او د ایران سیمه ایز نفوذ ته په کتو، تل امریکا د لوېدیځ د مشر په توګه له ایران سره د دښمنۍ لپاره ډېره هڅه کړې او له هرډول نرمو، سختو او نیمه سختو اوزارونو له هغې ډلې له رسنیزو تبلیغاتو او رواني جګړې نیولي بیا پر ایران باندې بې ساري بندیزونه او په پایله کې ګواښ او د ایران پر وړاندې له پوځي ځواک څخه کار اخیستل یې په خپل کاري پلان کې نیولي دي. په دې هڅو او د دښمنۍ په ګامونو سره سره اوس هم د ایران اسلامي جمهوریت، په لوړ سیمه ایز موقعیت کې شتون لري او په سیمه ایزو او نړیوالو بهیرنو او حتی په لوېدیځ کې ګټور رول لوبوي. دا اغېزمنتیا کولای شو په لوېدیځ کې اسلام ته د لېواتیا ډېروالي، د اسلام پېژندنې د مطالعاتو او فعالیتونو پراخېدو، د ایران له اسلامي انقلاب څخه د آزادي غوښتونکو غورځنګونو الهام اخیستو او ایران ته د لږکیو او په ځانګړې توګه د امریکا د تورپوستو پاملرنې او د دوی لپاره د دې انقلاب د لارښوونو الهام ته اشاره وکړو.
په لوېدیځ کې د اسلامي انقلاب ترټولو مهمې اغېزې، په څو وروستیو کلونو کې د اروپا او شمالي امریکا ځوانانو ته د اسلامي انقلاب د لارښود حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي، هغه دوه لیکونه وو، که څه هم د لوېدیځو رسنیو په هڅو سره له خبري بایکاټ سره مخ شول، خو دې دوو لیکونو په نړیواله کچه ډېری غبرګونونه له ځان سره درلودل.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لومړی لیک په فرانسې کې د ۲۰۱۵ کال په جنوري کې د ترهګریزو پېښو او د شارلي ابدو فرانسوي مجلې له لوري اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي انځورونو خپرېدو او د ۲۰۱۵ کال جنورۍ په ۲۲مه نېټه د لوېدیځو چارواکو او رسنیو له لوري له اسلامه د وېرونې او د اسلام ضد ګامونو ډېروالي له امله په څلورو ژبو د کورني او بهرني خبري آژانسونو له لوري خپور شو. په دې لیک کې چې د اروپا او شمالي امریکا ځوانان مخاطب ګرځول شوي او په فرانسې کې ترهګریزو پېښو ته په اشارې سره، څو اساسي مسألې چې په اسلامي نړۍ او اروپا کې شتون لري، اشاره کړې ده. حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي په خپل لومړي لیک کې لوېدیځو ځوانانو ته د څو موضوعاتو یادونه کوي. لومړی موضوع، له اسلام سره د دښمنۍ موضوع او د نړۍ له نورو ملتونو او کلتورونو سره د لوېدیځو دولتونو غیر صادقانه او ناوړه کړنې وې. دویمه موضوع په سیمه کې دپردې ترشا د واکمنو ترهګرو افشا کول او د اروپايي او امریکايي هېوادونو له لوري د دوی رامنځته کېدل وو، چې په لیک چې ورته په اشارې سره فرمايي: اجازه مه ورکوئ، ترهګر په ګمارل کېدو سره، خپل ځان تاسو ته د اسلام استازي معرفي کړي. او درېیمه موضوع، د قرآن او اصلي لارښوونو له لوري اسلام ته د لوېدیځو ځوانانو لاسرسی وو.
حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي په خپل لیک کې، دا پوښتنې له لوېدیځو ځوانانو څخه مطرح کوي چې، آیا تاسو په خپله په مستقیم ډول د مسلمانانو قرآن ته مراجعه کړې ده؟ آیا تر اوسه له رسنیو پرته، د اسلام پیغام مو له کوم بلې سرچینې ترلاسه کړی دی؟ د اسلامي انقلاب معظم لارښود په دې لیک کې روښانه کوي چې، له خپله ځانه پوښتنه وکړئ، چې ولې د وېرې اچونې او کرکې رامنځته کولو پخوانی سیاست، دا ځل په بې سارې ډول، اسلام او مسلمانان موخه ګرځولي دي؟ ولې په ننۍ نړۍ کې د ځواک جوړښت په دې لټه کې دي، چې اسلامي فکر څنډې ته کړل شي؟ مګر کوم شیان په اسلام کې، د زبرځواکونو د برنامو مزاحمت کوي او د اسلام د ناسم انځور په خپرولو سره، دوی څه ترلاسه کوي؟ نو زما لومړۍ غوښتنه دا ده چې د اسلام پروړاندې د دې پراخو ناسمو کړنو په اړه څېړنه وکړئ. زما دویمه غوښتنه دا ده چې د منفي تبلیغاتو په غبرګون کې، هڅه وکړئ د دین په اړه په مستقیمه توګه خبرتیا او معلومات ترلاسه کړئ.
زه ټینګار نه کوم چې د اسلام په اړه زما خبره یا بل هرڅه ومنئ، بلکې وایم چې اجازه مه ورکوئ د نن ورځې په نړۍ کې دا غوره او ګټور واقعیت په ناوړه موخو سره تاسو ته معرفي نه شي. اجازه مه ورکوئ ریاکوونکي ترهګر په ګمارل کېدو سره تاسو ته خپل ځان د اسلام استازي معرفي کړي.
په حقیقت کې، د اسلامي انقلاب معظم لارښود د لوېدیځ نن ورځي شرایطو په سم درک سره، هغه لاره د لوېدیځو هېوادونو ځوانانو ته ورکړې کوم چې له هغې لارې په آسانۍ سره د حقیقي اسلام لوري ته هدایت شي او هغه د قرآن د مطالعې او ملګرتیا لاره ده. په ځانګړې توګه دا چې د قرآن له لارې له کوم واسطې پرته اسلام ته د اروپايي ځوانانو او مشرانو هدایت شتون لري. په دې برخه کې، کولای شو ځیني کسان لکه: "ادواردو آنیلي" او "موریس بوکای" ته چې د قرآن په لوستلو سره مسلمانان شول، اشاره وکړو. د امریکا سیراکیوز پوهنتون استاد"دریک فورد" وايي: د ایران د لارښود لیک کولای شي په لوېدیځ کې د اسلام ضدو احساساتو د کمېدو لامل شي، او د اسلام او لوېدیځ ترمنځ د یوه پله رامنځته کېدل د اوسني نړۍ د مهمو لومړیتوبونوڅخه ګڼل کېږي. په دې لیک کې له اسلامه وېرونه د وېرې او وحشت تاریخي بهیر ډېرولو یوې برخې په توګه انځور شوې ده. او هغه څه چې کولای شی د اسلام او داعش ترمنځ توپیر رامنځته کړي، د ایران ګامونه دي، دا چې ایران خپله د داعش یو ترټولو سخت مخالف دی. لوېدیځو ځوانانو ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د لومړي لیک په خپرېدو سره، د letter4you# هشتگ په ډېر کم وخت کې په ټوېټر او فیسبوک کې خپور شو. په حقیقت کې، د دې پیغام په خپرېدو هغه هم له کومې واسطې پرته د لوېدیځو هېوادونو ځوانانو ته، د اسلامي انقلاب معظم رهبر، غوره او کره ځوابونه مسلمانانو ته ورکړي دي ترڅو په لوېدیځ کې له اسلام سره د دښمنۍ او له اسلامه د وېرونې کړنو سره په مخ کېدو کې له هغوی کار واخلي.
هغه وخت کله چې، د ځینو اسلامي هېوادونو مشرانو د غندنې په موخه په پاریس کې د شارلي ابدو مجلې دفتر ته ولاړل او د صهیونیستي جنایتکاره رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترڅنګ یې په دروغو د ترهګرۍ غندلو لاریون په لاره واچوو، د اسلامي انقلاب معظم رهبر په ځېرکتیا او ځانګړې چټکۍ، د تکفیري ترهګرو ماهیت ته هم په خپل لیک کې پام کړی دی او د ترهګرۍ اصلي سرچینه یې لوېدیځوال معرفي کړي دي. همدا موضوع په رسنیو او مجازي نړۍ کې د یوې څپې د رامنځته کېدو لامل شوه او د ډیپلوماتیکو خبرو ترڅنګ، له اسلام سره د دښمنۍ مخنیوي لپاره، هغه مسلمانان چې انترنت ته یې لاسرسی درلود د اسلامي انقلاب معظم رهبر د لیک په خپرېدو سره، د حقیقي اسلام ښوونځي دفاع لپاره یې ګامونه واخیستل.
د دې لیک خپرېدل، له رښتیني اسلام سره د آشنايۍ او مطالعې لپاره د لوېدیځو ځوانانو په ذهنونو کې څراغ بل کړ. امریکايي پروفیسور ریچارد فالک د اسلامي انقلاب معظم رهبر د لومړي لیک په اړه وايي: دا لیک، ښکلي او انساني مطلبونه لري، که هم د ځوانانو لپاره لیکل شوی دی، خو زموږ د ټولو لپاره ارزښت لري. د دې لیک محور کولای شو د معنوي او اخلاقي ټولنو بنسټ وګڼو او هغه د ټول بشریت لپاره پراخ کړو. زه ۸۴ کلن یم خو داسې احساس کوم چې په کافې اندازه ځوان یم چې دا لیک زما لپاره هم وي او غواړم د حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي له معنی ډک پیغام ته ځواب ووایم.
د نړیوال اقدام مرکز لوړپوړي غړي، سارا فلاندرز، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لومړي لیک خبري بایکاټ په اړه وايي: امریکايي رسنۍ چې د پوځیانو ترکنټرول او ملاتړ لاندې دي، په دې لټه کې دي ترڅو د دې هېواد خلک په ځانګړې توګه ځوانان چې د حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي مخاطب دي، د دې غوره لیک محتوا ده. دې ټینګار وکړ چې د اسلام د دښمنانو موخه، اسلامي هېوادونو ته د خپلو یرغلونو لاره هوارول ده.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر دویم لیک، "په لوېدیځو هېوادونو کې ټولو ځوانانو ته؛ تر عنوان لاندې او د ګډې اندېښنې په معنی د CommonWorry# په هشتگ سره، په فرانسې کې د ۲۰۱۵ کال د نوامبر ترهګریزو پېښو ته په کتو، د ۲۰۱۵ کال د نوامبر په ۲۹مې نېټې د اسلامي انقلاب معظم رهبر په وب سایټ کې په ۹ ژبو خپور شو. په دې لیک کې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ځانګړو موضوعاتو لکه د ترهګرۍ پروړاندې د امریکا او لوېدیځ ضد او نقیض سیاستونه، اسلامي نړۍ ته پوځي یرغلونه، د پاریس ترهګریزې پېښې غندنه، په فلسطین کې وینې تویونه او په عراق او سوریې کې د داعش تاوتریخوالی، د تاوتریخوالي له فکر او ترهګرۍ سره د مقابلې اړتیا ته د اسلامي نړۍ او لوېدیځو د ګډ درد په توګه یادونه کړې ده.
دې ته په کتو چې دا لیک د فرانسې په پلازمېنې پاریس کې د ۲۰۱۵ کال په نوامبر کې له ترهګریزو بریدونو وروسته لیکل شوی، نو د اسلامي انقلاب معظم رهبر هم په خپل دویم لیک کې زیاته کړې، چې نن ترهګري زموږ د ټولو ګډ درد دی. خو اړتیا شته چې پوه شئ ناامني او ګډوډي چې مو په وروستیو پېښو کې تجربه کړې ده، له هغه رنځ سره چې د عراق، یمن، سوریې، او افغانستان خلک یې کلونه کېږي زغمي، دوه اصلي توپیرونه لري؛ لومړی دا چې اسلامي نړۍ په ډېره پراخه کچه او په اوږدمهاله توګه د ترهګرۍ او تاوتریخوالي قرباني شوې ده؛ او دویم دا چې په خوشینۍ سره دا تاوتریخوالی د ځینو سترو زبرځواکونو له لوري په بېلابېلو لارو سره ملاتړ شوی دی.
ژباړه: زماني