Apr 20, 2023 12:13
اختر راورسېد. له دېرشو ورځو مېلمستیا،اطاعت او بندګۍ وروسته اختر. د لمر لومړۍ ښکلې وړانګې د ورځې د راختلو زېری ورکوي او د غوره اختر د لمانځه لپاره لېواله زړونه چمتو کوي. سهار دی او ډېره ګڼه ګوڼه ده. هرڅوک د لمانځه د ځایونو په لور په بېړه ځي، مخونه یې تازه او روښانه دي. ګواکې چې بله مېلمستیا ده، راغلي ترڅو ډالۍ ترلاسه کړي او نړۍ ته د توحید حیاتي غږ ورسوي:
اللّه اکبر، اللّه اکبر، لا اله الا اللّه واللّه اکبر، اللّه اکبر وللّه الحمد، اللّه اکبر على ما هدانا.»