په ۳۴ کلونو کې د رهبرۍ ستراتیژیکې لاسته راوړنې
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i133782-په_۳۴_کلونو_کې_د_رهبرۍ_ستراتیژیکې_لاسته_راوړنې
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې په ۳۴ کلونو کې د رهبرۍ ستراتیژیکو لاسته راوړنو تر عنوان لاندې له ننني (ځانګړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. د اسلامي انقلاب یو مهم ټکی، د اسلامي انقلاب د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) له رحلت وروسته، د انقلاب د رهبرۍ لپاره د صالح او غوره ځای ناستي ټاکل وو. په دې او راتلونکو پروګرام کې به د انقلاب د لارښود د ۳۴ کلنې رهبرۍ ستراتیژیکې لاسته راوړنې وڅېړل شي.
(last modified 2023-06-01T04:23:24+00:00 )
Jun 01, 2023 08:45 Asia/Kabul
  • په ۳۴ کلونو کې د رهبرۍ ستراتیژیکې لاسته راوړنې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې په ۳۴ کلونو کې د رهبرۍ ستراتیژیکو لاسته راوړنو تر عنوان لاندې له ننني (ځانګړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. د اسلامي انقلاب یو مهم ټکی، د اسلامي انقلاب د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) له رحلت وروسته، د انقلاب د رهبرۍ لپاره د صالح او غوره ځای ناستي ټاکل وو. په دې او راتلونکو پروګرام کې به د انقلاب د لارښود د ۳۴ کلنې رهبرۍ ستراتیژیکې لاسته راوړنې وڅېړل شي.

د امام (ره) په رحلت سره د سیمې او نړۍ د تحلیلګرانو او کارپوهانو او همداشان د ځینو خواخوږو او د انقلاب او امام (ره) مینوالو ته یوه مهمه پوښتنه او اندېښنه راپیدا شوه او هغه دا وه چې؛ آیا د انقلاب لاره به دوام وکړي؟ د ځینو کارپوهانو او شنونکو په اند، دا یوه مهمه مسله برېښېده، چې اسلامي انقلاب د امام (ره) په شان د یو ستر شخصیت او رهبرۍ د نشتوالي له امله، د رهبرۍ له خلا سره مخامخ کېږي او له څه مودې وروسته د نورو انقلابونو په شان، د بدلون او احتمالا به د رد شوي ارزښتونه په لور حرکت وکړي.

د امام (ره) د صالح ځای ناستي په توګه د حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي ټاکنه، دا ټول نظرونه او تحلیلونه له منځه وړي. هغوی د اسلامي انقلاب په سمې رهبرۍ او مدیریت سره او د حضرت امام خمیني(ره) د رهبرۍ په دوران کې د زمانې د حالاتو په توپیر او تدریجي بدلونونو په درک کولو سره، وتوانید چې د انقلاب د تګلارې په دوام سره، د هغه اصلي آرمانونه او د امام خمیني (ره) مکتب په لاس کې واخلي او د اسلامي انقلاب په آرمانونو او اصولو کې د انحراف مخه نیسي.

د انقلاب د معظم رهبر د ۳۴ کلنې رهبرۍ په موده کې د هغه ځینې مهم ستراتیژیک رولونه په لاندې ډول دي.

د انقلاب له انحراف څخه مخنیوی:

نن سبا د ټولنې له ستونزو څخه یوه هم په عامه افکارو کې، له رهبرۍ څخه تمه ده. په ورته وخت کې دښمن هم هڅه کوي، چې د هېواد ټولې ستونزې رهبرۍ ته منسوب کړي. د انقلاب د معظم رهبر د څرګندونو له مخې، د رهبرۍ يو له مهمو دندو څخه، د انقلاب له انحراف څخه مخنيوی دی.

د انقلاب معظم رهبر نه یوازې د امام خمیني (ره) د مکتب درېځ او اصولو ته دوام ورکړی، بلکې تل یې د آرمانونو د ترلاسه کولو په لاره کې د انحراف د رامنځته کولو په موخه، د امام خمیني (ره) د مکتب د تحریفولو پروړاندې خبرداری ورکړی دی. څرنګه چې هغوی وفرمایل: له تاسو څخه زیاتره په دې پوهېږي چې د امام د شخصیت او د انقلاب د تحریفولو انګیزه شته، چې د ستر امام ترټولو ستر هنر و. موږ باید هغه حقایق تکرار کړو چې د امام او انقلاب په اړه مو ویلي وو، بیا یې ووایو او تکرار یې کړو او له هغو کسانو څخه چې تحریف کوي، د تعریف فرصت واخلو. (14/3/1396)

ويلاى شو چې د اسلامي انقلاب د بنسټګر په توګه له حضرت امام خميني (ره) سره د انقلاب د معظم رهبر بشپړه هماهنګي، د تصادف او مصلحت له امله نه، بلکې حضرت امام(ره) ته  د انقلاب د معظم رهبر له پوره باور څخه ده. په دې ډول چې هغوی ټولو کسانو ته د حضرت امام(ره) د  دریځونو او ژوند لیک لوستلو بلنه ورکوله، لکه څنګه چې فرمایي: امام په خپلو خبرو او چلند سره، د خپل امت یعنی زموږ د خلکو لپاره پرلپسې هدایت پریښی دی، یعنی د امام لاس، د امام د شهادت ګوته، زموږ د ژوند په ټولو پړاوونو کې زموږ لارښوونه کوي او د امام یو له قوي او غوره معنوي میراثونو څخه، همدا د هغوی وصیت لیک دی. (14/3/1387)

د جمهوري نظام ساتنه:

د نظام د رهبرۍ په ۳۴ کلنه دوره کې د ستر رهبر له لوري یو له مهمو ګامونو څخه، د جمهوري نظام ملاتړ او ستانه وه.  له جمهوري نظام  څخه د انقلاب د ستر رهبر ملاتړ، په دوو نظري او عملي اړخونو کې څېړل کېږي.

الف- نظري اړخ:

د انقلاب معظم رهبر په مختلفو وختونو کې په ټاکنو کې، د خلکو پر پراخ ګډون ټینګار کړی. هغوی حتی هغه کسانو ته چې نظام او رهبري نه مني ټینګار کړی، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي، څرنګه چې هغوی وفرمایل: د تېر په څېر ټینګار کوو چې ټول حتی هغه څوک چې نظام او رهبري نه مني، ټاکنو ته ورشي. ځکه ټاکنې د ملت، ایران او د اسلامي جمهوریت د نظام پورې اړه لري. (19/10/1394)

ب- عملي اړخ:

په عملي اړخ کې د انقلاب معظم رهبر، تل په هر ډول شرایطو کې د ټاکنو پر ترسره کولو ټینګار کړی او هېڅکله د سیاسي جریانونو د فشار له امله، د ټاکنو د ځنډولو او یا لغوه کولو تر اغېزې لاندې نه دی راغلی.

په هېواد کې د جګړې مخه نیول:

د رهبرۍ د دندو په اړه بله مهمه موضوع، چې ټول هېواد او ولس ترې ګټه پورته کوي، په هېواد کې د جګړې د مخنیوي مسئله ده. ستر رهبر په مختلفو وختونو کې په خپلو اقداماتو سره په هېواد کې د پوځي جنګ د داخلېدو مخه ونیوله. په ۱۳۶۹ کال کې د عراق له اشغال څخه د کویټ د خلاصون او پر عراق د امریکا د یرغل پر مهال په څلورو پړاوونو کې، په ۱۳۷۷ کال کې د افغانستان په مزارشریف کې د خبریالانو د شهادت پر مهال، په ۱۳۸۲ کال کې پر عراق د امریکا د برید او په ۱۳۸۹ کال کې په سوریه او عراق کې د داعش رامنځته کېدل، معظم رهبر جګړې ته د ایران د ننوتلو مخه ونیوله.

د ایران د اسلامي جمهوریت علمي وده:

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د رهبرۍ او ستراتېژیک مدیریت یو بل اړخ، د ایران د اسلامي جمهوریت پر علمي پرمختګ او ودې ټینګار دی. د انقلاب د معظم رهبر په اند، علمي پرمختګ د یو ملت د هر اړخیز پرمختګ او حاکمیت بنسټ او مطلق ضرورت دی او یوازې د قدرت او اقتدار په ترلاسه کولو سره، کولای شو د یوه ملت  له هویت، وقار، خپلواکۍ او عزت څخه د غاصبینو او متکبرانو پر وړاندې ساتنه وشي او ملي ګټې وساتل شي.هغوی په ​​دې برخه کې وفرمایل: د هر هېواد د اقتصادي، سیاسي، پوځي او معنوي واکمنۍ د پرمختګ راز، په علم او غوره علمي وړتیاوو کې دی.(8/12/1384)

د پهلوي دورې په پای کې، په نړۍ کې د ساینس په تولید کې د هېواد ونډه، د ایران د نفوسو او ایراني پوهنتونونو په تناسب نه وه. په ۱۹۷۹ (۱۳۵۷) کال کې د نړۍ په ساینسي تولیداتو کې د ایران ونډه، په سلو کې نږدې لسمه برخه وه، خو د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، د اویایمې لسیزې تر نیمايي پورې، د پوهنې په برخه کې درېدلی پړاو پایته ورسېد او په دغه هېواد کې د ساینسي څېړنو برخه بیا پیل شوه. د نوي ساینسي ډیټابیس د راپور له مخې، ایران په ۲۰۱۰ کال کې د ساینسي تولیداتو په برخه کې، د نړۍ د ټولو هېوادونو په منځ کې تر ټولو لوړه وده کړې. د دغه راپور له مخې، د کلاریویت آنالیتیکس Clarivit Analytics)) یا ISI ساینسي ډیټابیس د معلوماتو پر بنسټ، د ایران د ساینسي ودې کچه د نړۍ په اوسط ډول ۱۱ برابره شوې ده. د نړۍ د ساینس په تولید کې د ایران ونډه هم په ۱۹۹۶ کال کې له ۰.۰۷ سلنې څخه، په ۲۰۲۰ کال کې ۲ سلنې ته لوړه شوې ده. يعنې اوس د نړۍ د ساينس په توليد کې زموږ ونډه د نړۍ د نفوسو په پرتله دوه برابره ده.

همدارنګه د ساینسي تولیداتو د وروستیو معلوماتو پر بنسټ، د ایران اسلامي جمهوریت په ۲۰۲۱ کال کې د ساینس د نړیوال ویب سیستم (Web of Science) په برخه کې، په نړۍ کې ۱۵م ځای لري. همداشان له انقلاب څخه مخکې، پهلوي رژیم د دې ترڅنګ چې په مختلفو پوځي، تیلو، انجینرۍ، د بند جوړولو، د سړک جوړونې، مخابراتو، طبي موټرو جوړولو او داسې نورو برخو کې شاوخوا پنځوس زره بهرني مشاورین او متخصصین ګمارلي وو، ایراني کارپوهانو د خپلو مهارتونو او خلاقیت ښکاره کولو اجازه نه درلوده.

له اسلامي انقلاب څخه وروسته، د علمي او ټکنالوژيکي انحصار په ختمولو او له ایران څخه د امریکايي سلاکارانو او کارپوهانو په شړلو سره، د دغه هېواد ځوانان د ستراتیژیکو علمونو په ترلاسه کولو کې پر ځان باور ته ورسېدل، چې نن سبا په ستراتیژیک پوهه کې لکه: بنسټیزې حجرې، نانو، هوافضا، اټومي، طب، پوهه او د واکسین تولید په برخو کې د نړۍ په لسو غوره هېوادونو کې دی.

د هېواد په هېڅ یو لوی او مهم ډګر کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی، مګر دا چې ستر رهبر په مستقیم یا غیر مستقیم ډول پکې رول ولري. د ساینس او ​​پرمختګ خبرې چې د انقلاب ستر لارښود وړاندې کړې او وروسته یې تعقیب کړې، په دې برخه کې خورا مهم رول لوبولی دی. حتی د نخبګانو بنسټ او د ولسمشر د ساینس او ​​​​ټکنالوژۍ مرستیالي، د معظم لارښود په مستقیم حکم سره رامنځته شوی دی.

ژباړه: زماني