د انقلاب غږ
(last modified Wed, 07 Feb 2024 08:12:35 GMT )
Feb 07, 2024 12:42 Asia/Kabul

د ۱۳۵۷لمریز کال د سلواغې له دولسمې نه تر دوویشتمې پورې په ایران کښې څه تیر شول؟

لیک: ساناز احسانی

ژباړه: عبدالماجد درانی

د ۱۳۵۷ کال د سلواغې د میاشتې دولسمه نیټه

د «اساسي قانون په لاره کښې د مبارزې کمانډويي سازمان» په نامه یوې ډلې له ایسوشیئیټډ پریس خبري آژانس سره اړیکه ټینګه کړه او خبرداری یې ورکړ چې که آیت ا... خمیني له پیرس نه تهران ته د تګ نیت وکړي نو د هغه الوتکه به نسکوره کړي. له دغو دړکو وروسته امام خمیني رحمة ا... علیه خپلو ملګرو او نزدې کسانو ته وفرمایل: «زه له تاسو خپل بیعت اوچتوم، مونږ د یو ستر کار په لور روان یوو. تاسو هم خپل ژوند په خطر کښې مه اچوئ».

ایران د امام خمیني په انتظار کښې په خوشالۍ کښې ډوب و. د تهران خلکو د امام د راتګ په خوشالۍ کښې لارې کوڅې جارو کولې، د سړک د مینځ سپينه کرښه تر څو کیلومیټرو پورې پاکه کړې شوې او خلکو د امام د تیریدو لاره له ګلونو ډکه کړې وه.

د سهار ۹ بجې او ۲۷ دقیقې، امام د ایران خاورې ته ورسید.

شاپور بختیار د امام له راتګ څخه د خلکو د عمومي هرکلي په غبرګون کښې، پرله پسې د خپلو راتلونکو پروګرامونو په هکله د مرکو او خبرو په کولو سره، د حالاتو د عادي ښودلو کوشش کوه.

د امام خلکو سترګې او غوږونه علوي مدرسې ته نیولي وو. د امام د لیدو لیواله خلک دومره زیات وو چې د علوي مدرسې د خواوشا کوڅې له هغوي ډکې شوې وې. خلکو په دیوالونو باندې بینرونه لګولي وو چې ورباندې لیکل شوي وو: «زیارت مو قبول شه، د امام په یو ځل لیدلو او زیارت کولو سره دا توفیق نورو ته هم ورکړئ».

د ۱۳۵۷ کال د سلواغې د میاشتې څوارلسمه

په ټول هیواد کښې خلکو عمومي کاربندیز پیل کړ. د مختلفو ادارو او وزارتخانو کارکوونکو، د حکومت وزیران او مدیران د کار ځایونو او دفترونو ته نه پریښودل. د تهران د هغه وخت ښاروال جواد شهرستاني د امام ملاقات ته لاړ او خپله استعفا یې ورته وړاندې کړه خو د امام له خوا دوباره په ښاروالۍ وګمارل شو.

بختیار د دغه خبر له خپریدو سخت وویریده او په یوې مرکې کښې یې د جواد شهرستاني په هکله بدرد ویل پيل کړل او د خپل حکومت نور کارکوونکي او مسئولان یې وګواښل. سره له دې هر څه، د تهران ښاروال یوازنی کس نه و چې علوي مدرسې(د امام د اوسیدو ځاې) ته یې مخه کړه.

د ۱۳۵۷ کال د سلواغې د میاشتې پنځلسمه نیټه

بختیار خپلې ټولې اډې له لاسه ورکړې وې او هم داشان یې د مختلفو مرکو په کولو سره د خپل قدرت د ښودلو کوشش کوه. هغه به په خپلو مرکو کښې په دې ټکیو باندې ټینګار او ګواښ کوه:

آیت الله خمیني ته د لنډمهاله حکومت د جوړولو اجازه نه ورکوم.

کوم کسان چې کورنې جنګ جوړوي، اعدام کوم یې.

د امام خمیني ټول نظرات به د قانون په چوکاټ کښې عملي کړم.

خو امام د حکومت د ګواښونو په ځواب کښې وفرمایل: «زه باید نصیحت وکړم چې غاصب حکومت دې داسې کوم کار ونه کړي چې مجبور شوو خلک جهاد ته راوبولو. مونږ له پوځ نه غواړو چې سمدستي له ولس سره ملګری شي. پوځیان زمونږ اولادونه دي او مونږ ورسره مینه کوو...»

امام خمیني همداشان له خلکو سره په ملاقاتونو او خپلو ویناؤ کښې د خپلو سیاستونو اصول داسې بیان کړل: «په ایران کښې به ټول بهرني ښاریز په آزاده توګه ژوند وکړي. مونږ مذهبي اقلیتونو ته د احترام قائل یوو. د راډیو، ټیلیویژن او مطبوعاتو په هکله زمان نظر دا دی چې د ولس په خدمت کښې ووسي. حکومتونه ورباندې د څارنې هیڅ حق نه لري...»

د ۱۳۵۷لمریز کال د سلواغې شپاړسمه

لسګونه کورني او بهرني خبریالان، د خلکو مختلفې ډلې او د امام یوه ډله نزدې کسان د علوي مدرسې په هال کښې راغونډ شوي وو. په داسې حال کښې چې خلک هره شیبه خپلې نزدې بریا ته هلیه مند کیدل، د پوځ ځینو جرنیلانو د امام د نیولو او د خلکو د وژلو لپاره د امریکې په نیغ په نیغه ملاتړ سره د یو پلان سریزې برابرولې. د انقلاب د شورا غړو، آیت ا... ډاکټر بهشتي، آیت ا... مطهري او مهندس بازرګان د پوځ له قومندانانو سره په پرله پسې تماسونو سره هڅه کوله چې پوځ، بې له وینې بهونې، له ولس سره ملګری شي. خلک په ګلونو، اوښکو او شعارونو سره د پوځیانو هرکلي ته لاړل.

د سلواغې اوولسمه

خلکو په سړکونو باندې د بازرګان له حکومته په ملاتړ کښې مظاهرې کولې. د بختیار خلاف یې شعارونه ورکول. خلکو بختیا نه غوښته. بختیار هڅه کوله خلک پوه کړي چې د خپلو ژمنو د پوره کولو کوشش کوي.

په هم دې موخه د پارلیمان په غونډه کښې ګډون کوي او نمایندګانو د بختیار په شتون کښې، د ساواک جاسوسي ادارې د ړنګولو او د له ۱۳۴۱ کال نه تر ۱۳۵۷ کاله پورې له قدرته په ناوړه استفادې د تورنو لومړي وزیرانو او نورو وزیرانو د نیولو طرحې تصویب کړې.

د سلواغې د میاشتې اتلسمه نیټه

امام خمیني د هغو کسانو د نومونو د ایشوا کیدو حکم ورکړ چې په یو ډول یې له هیواد او خلکو سره خیانت کړی وي. د خلکو او ماهرانو په هلوځلو سره، په علوي مدرسه کښې یو موبایل سټیشن جوړ شو. «دا تهران دی، د انقلاب چینل!»

د سلواغې نولسمه

بختیار په خلکو باندې د ډزو حکم ورکړ. د هیواد په ځینو سیمو کښې په خلکو باندې ډزې وشوې. د هوايي ځواک ډیر پایلټان او کارکوونکي په خپل پوځي یونیفارم کښې، د خلکو له ښادۍ او حیرانتیا د ډکو سترګو په وړاندې د امام د هستوګنې ځاې ته ورغلل. امام خمیني په دغې کتنې کښې هغوي ته وفرمایل:

«لکه څنګه چې مو وویل، تراوسه د طاغوت په اطاعت کښې وئ، اوس له قرآن سره ملګري شوئ. قرآن ستاسو ساتونکی دی. هیله لرم چې ستاسو په مرستې سره وکړې شو دلته یو اسلامي حکومت ټینګ کړو.

د سلواغې شلمه

د ماسخوتن د اتو بجو له خبرونو وروسته، د ټیلیویژن له سراسري چینل څخه په پاریس کښې د امام خمیني د هستوګنې د دوران ځینې ویډیوګانې خپرې شوې. د امام خمیني د ویډیو له خپریدو سره هممهاله له امام خمیني په ملاتړ کښې د  هوايي ځواک کسانو په خپلې اډې کښې د «ا... اکبر» چغې پورته کړې. له امام خمیني په ملاتړ کښې د هوايي ځواک شعار د دغه ځواک د انقلاب ضده افسرانو او کارکوونکو د قهر لامل شو. هوايي ځواکونو ته د هغوي سخت خبرداري، د نښتې او ډزو او د شهنشاهي ګارډ د ورتګ لامل شول. د نښتې په زیاتیدو سره خلک د پوځ له هوايي ځواکونو سره د مرستې لپاره د هغوي مرکز ته ننوتل خو د شاه د ګارډ د مشین ګن شپيلۍ د هغوي لور ته واوښتله او ډیر کسان په ډزو ولګیدل. دغه نښته تر سهاره روانه وه...

د ۱۳۵۷ کال د سلواغې یوویشتمه نیټه

د سهار په لسو بجو د هوايي ځواک د وسلو ډیپو د هوايي ځواکونو په مرسته او د خلکو په همت فتح شوه. څو ساعته پس د تهران 9، 10، 11، 12، 16 او 26 نمبر تاڼې او همداشان د نارمک تاڼه د خلکو لاس ته ورغلې.

خلکو ټانکونه او زغرګاډي سړکونو ته روباسل او د یو بل حوصله به یې زیاتوله. پوځي قومنده چې وارخطا شوې وه، په خپلې وروستۍ خبرتیا کښې چې له راډیو څخه په وارو وارو خپره شوه، د مازیګر له څلور نیمو بجو څخه ګرځبندیز اعلان کړ.

خو امام خمیني د دغه حکم په ځواب کښې، دا پيغام صادر کړ: «د ګرځبندیز او پوځي حکومت په هکله نننۍ خبرتیا، یو چل او د شرعې خلاف کار دی، خلک دې ورته بیخي پاملرنه نه کوي، ګرانو وروڼو او خویندو، مه ویریږئ ځکه چې ان شاءا... حق به بریالی کیږي».

او داشان خلکو سړکونه خالي نه کړل.

او 

د ۱۳۵۷ کال د سلواعې د میاشتې دوویشتمه نیټه،

په تهران او زیاتره ولسوالیو کښې لاهم د خلکو او وسله والو ځواکونو ترمینځ خونړۍ جګړه روانه وه. د شلمې نیټې له ماښام راهیسې ټول خلک په سړکونو موجود وو. په داسې حال کښې چې د رژیم د قدرت په ټولو مرکزونو باندې د وسله والو کسانو بریدونه لا په زیاتیدو وو، خبر راغی چې د کب د څلرویشتمه په نامه میدان کښې(چې اوس یې نوم میدانِ انقلاب دی) د پولیسو مرکز د هوايي او سمندري ځواکونو او د خلکو لاس ته ورغلی دی. له څو ساعتونو له اخ و ډب وروسته عشرت آباد پوځي اډه هم خلکو ونیوله او د پوځ د وسلو په مرکزونو باندې د خلکو د بریدونو له امله، د وسلو ګودامونه او کارخانې هم خلکو ونیولې.

بلآخره په داسې حال کښې چې ټول سړکونه له وسله په لاس ځوانانو ډک وو، د سهار په لس نیمې بجې د پوځ عالي شورا د پوځ د لوې درستیز، د جنګ د وزیر او ډیرو قومندانانو په ګډون یوه غونډه جوړه کړه او له ډیرو خبرواترو وروسته یې په یوې خبرپاڼې کښې د پوځ د بې پلویتوب په اعلانولو سره وویل:

«د هیواد وروستیو بدلونونو ته په پام سره، د پوځ عالي شورا نن د ۱۳۵۷لمریز کال د سلواغې د دوویشتمې نیټې د  سهار په لس نیمې بجې، د رایو په اتفاق سره فیصله وکړه چې د لازیات ګډوډي او وینه بهیدنې د مخنیوي لپاره په روانو سیاسي لانجو کښې خپل بې پلویتوب اعلان کړي او پوځي یونټونو ته امر کوي چې خپلو مرکزونو ته ستانه شي. د ایران پوځ تل د هیواد د شریف، نجیب او وطن دوسته ولس ملاتړی و او بیا به هم وي او په خپل ټول توان او قدرت سره د ولس د غوښتنو ملاتړ کوي».

دا خبرپاڼه داسې مهال له راډیو څخه خپره شوه چې ټول ښار په پوځي ګاډو کښې له سپرو وسله والو خلکو ډک و. همداشان ګلستان ماڼۍ، د ایران د راډیو مرکز او د ټول هیواد د پولیسو مرکز د خلکو په لاس کښې و. د هیواد څارنوالي، افسري پوهنځی، د پولیسو پوهنځی او د نظام لیسه هم د ولسي ځواکونو په لاس فتح شوه. خلکو همداشان د کمیټې زندان(د ورانکارۍ ضد ګډه کمیټه) چې د سیاسي ملزمانو د شکنجه کولو او ورڅخه د تفتیش مرکز و، هم ونیوه او هلته موجود بندیان یې خوشې کړل.

د دغې ورځې تر مازیګره پورې د ښار ټولې تاڼې، د پولیسو مرکزونه او پوځي اډې او مرکزونه د خلکو لاس ته ولویدل. د قصر او جمشیدیې زندانانو هم ونیوې شول او په کښې موجود قیدیان وتښتیدل خو خلکو دوباره ونیول او په رفاه ښوونځي کښې د انقلاب د شورا مرکز ته بوول شول.

پوځي قومندانۍ خپله وروستۍ خبرپاڼه صادره کړه، د دغې خبرپاڼې له مخې، له پوځیانو غوښتنه وشوه چې د پوځ د عالي شورا د پریکړې د اجرا لپاره خپلو مرکوزونو ته ستانه شي. په داسې حال کښې چې خلکو د وزیراعظمۍ ماڼۍ په لور روان وو، بختیار چې د پوځیانو له تښتیدو وروسته له خپلو یوڅو ساتونکو سره یوازې پاتې شوی و، د غرمې ډوډۍ یې نیمګړې پریښوده او د ودانۍ له شاتنۍ دروازې وتښتیده.

د تهران پوځي ګورنر او د پولیسو مشر جنرال رحیمي د خلکو په لاس اسیر شو او د جاویدان ګارډ قومندان جنرال ناجي د میدانِ فوزیه چې اوس یې نوم میدانِ امام حسین دی، په خواوشا کښې د اخ و ډب په دوران کښې په ډزو ووژل شو. پخواني وزیراعظم امیر عباس هویدا ځان د انقلاب شورا ته تسلیم او وسپاره. پوځي راډیو او ټیلیویژن د خلکو لاس ته ولویده. په وروستیو شیبو کښې د راډیو ویاند، هغه پيغام چې د آیت ا... طالقاني له خوا وررسیدلی و، ولوسته او بیا پروګرام بند شو. په دغه پیغام کښې د راډیو او ټیلیویژن له کارکوونکو چې له کاره یې لاس اخیستی و، غوښتنه وشوه چې خپل کار ته ستانه شي. له یو څه اوږدې چپتیا وروسته، راډیو دوباره کار شروع کړ. د ویاند غږ د جذباتو له شدته لړزیده او ویې ویل:

«توجه توجه... دا د ایران د ولس د انقلاب غږ دی...»

له ټول ایران څخه د ښادۍ او خوشالۍ چغې پورته شوې، د ایران د پاچاهۍ وروستۍ لړۍ یعنې پهلوي رژیم بلآخره نسکور شو او د ایران اسلامي انقلاب کامیابۍ او بریالیتوب ته ورسید.

*/*/*/*/