د سباوون لسیزه (۳)
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i127190-د_سباوون_لسیزه_(۳)
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د سباوون لسیزې په مناسبت له ننني (درېیم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب بریا، ډېری سیمه ایزې او بهرنۍ اغیزې درلودې او په دې پروګرام کې به یې پر افغانستان باندې د هغې اغېزې وڅیړو.
(last modified 2023-02-01T04:04:03+00:00 )
Feb 01, 2023 08:17 Asia/Kabul
  • د سباوون لسیزه (۳)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د سباوون لسیزې په مناسبت له ننني (درېیم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب بریا، ډېری سیمه ایزې او بهرنۍ اغیزې درلودې او په دې پروګرام کې به یې پر افغانستان باندې د هغې اغېزې وڅیړو.

د ایران له اسلامي جمهوریت سره د نږدېوالي او د قومي، مذهبي، ژبني او تاریخي مشترکاتو له امله، افغانستان د ایران د اسلامي انقلاب تر ټولو ډېره اغېزه ترلاسه کړې ده، کله چې په ایران کې اسلامي انقلاب بریالی شو، افغانستان د حکومتولۍ په برخه کې له ډېرو بدلونونو سره مخ و. د شوروي اتحاد سرو لښکرو افغانستان اشغال کړ او هېڅکله یې فکر نه کاوه چې افغانستان به د شوروي اتحاد د پوځیانو لپاره په یوې جبې(دلدل) بدل شي. که څه هم له اشغالګرو سره د مقابلې لپاره په افغانستان کې بېلابېلې جهادي ډلې جوړې شوې، چې کله ناکله د امریکا د سیاستونو تر اغېزې لاندې راغلې.

خو هغه وخت جهادي ځوځښتونه په افغانستان کې د شوري سرو لښکرو پروړاندې بریالي شول، چې جهادي ډلو په ایران کې د اسلامي انقلاب تر اغېزې لاندې چې له هغه څخه د اسلامي وښتیا په توګه یادونه کوي؛ پیاوړي جوړښتونه رامنځته کړل، چې په پایله کې د ایران خلکو انقلابي حرکت تر اغېزې لاندې له نیواکګرو سره د مقابلې لپاره ډېره روحیه ترلاسه کړه. که څه هم له پردیو سره دښمني د افغانستان د خلکو ښکاره ځانګړنه ده، چې له نیواګر انګلیس سره د مقابلې او له افغانستان څخه یې په ایستلو سره نندارې ته پرېښوده، خو داسې یوه روحیه د ایران خلکو له انقلابي حرکت څخه په انګېزې اخیستو د دې لامل شوه چې جهادي ځوځښتونه له انګلیس وروسته، د نړۍ یو بل زبرځواک له افغانستان څخه وباسي.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه، عبدالهادي هدایت په دې اړه داسې وايي: په زړه ورتیا سره کوالی شو ووایو چې په ایران کې د بریا په لومړیو کلونو کې د اسلامي انقلاب ډېری اغېزې په افغانستان کې پر جهادي خوځښتونو وې. هغه ډېری مشترکات چې د ایران او افغانستان د خلکو ترمنځ شتون لري، د دې لامل شوي ترڅو د افغانستان خلک له کورنیو او بهرنیو ستونزو سره په مخ کېدو کې، د ایران خلکو له انقلابي خوځښتونو الګو واخلي.

د ایران د اسلامي انقلاب دویمه اغېزه پر افغانستان، په افغانستان کې د اسلامي واکمنۍ رامنځته کولو لپاره د اسلامي برخو پیاوړي کېدل ده. په حقیقت کې د ایران اسلامي انقلاب، په افغانستان کې کمونیستي بهیرونو ته سخت ګوزار ورکړ. د حضرت امام خمیني(ره) له اسلامي او انقلابي مفهومونو څخه پیروي کول د دې لامل شوه، ترڅو اسلامي مفاهیم د افغانستان خلکو په سیاسي او ټولنیزو ادبیاتو کې شامل شي. داسې چې ولسي جوړښتونو په جوماتونو او تکیه خونو کې نوي ځوځښتونه پیل کړل  او د افغانستان په خلکو کې د انقلابې روحیې په پیاوړي کېدو سره، بهیرونو او جهادي ډلو په لوړې انګېزې او موخې سره نوی رنګ واخیست. په همدې حال کې، په افغانستان کې د مذهبي او انقلابي تګلارو جوړولو په موخه د علماوو اړوندو جوړښتونو رامنځته کېدل، کولای شو د افغانستان پر علماوو د ایران د اسلامي انقلاب له اغېزو یاد کړو، چې د حضرت امام خمیني(ره) د اسلامي او انقلابي لارښوونو څخه په ګټې اخیستنې جهادي ځوځښتونه یې رامنځته او پلي کړل.

په افغانستان کې د سیاسي چارو کارپوه، محمد حسین حقیار  په دې اړه داسې وايي: په هرات کې د ۱۹۷۹ کال په مارچ میاشتې کې او په کابل کې د کمونیستي رژیم پر ضد د ۱۹۷۹ کال د جون په میاشتې کې د ولسي پاڅون تګلاره، د افغانستان پر خلکو د اسلامي انقلاب د بنسټګر د لارښوونو او انقلابي خوځښتونو د اغېزو بېلګې دي، چې د افغانستان په ولسي اعتراضونو کې عیني جوړښت رامنځته کړ.

دیني هویت ته راګرځېدل د افغانستان پر بېلابېلو بهیرونو او عمومي فکرونو باندې د ایران د اسلامي انقلاب بله اغېزه ده. په ایران کې له اسلامي انقلابه وروسته په افغانستان کې اسلامي ارزښتونو ته د راګرځېدو شعار ژوندی شو، داسې چې د خلکو او له دیني مقدساتو ملاتړ لپاره د اسلامي نومونو او عنوانونو کارونه ډېره شوه. د دیني فرایضو د ترسره کولو لپاره عمومي هرکلی او د جمعې او جماعت په لمونځونو او همدارنګه په دیني او قرآني ښوونیزو برنامو کې په ځانګړې توګه د ځوانانو ګډون وښوده چې د افغانستان خلکو د اسلامي انقلاب تر اغېزې لاندې، یو نوی او معنوي ژوند پیل کړ.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه رحمت الله بیژن پور په دې اړه وايي: "له شک پرته د امام خمیني (ره) له انقلابي او اسلامي لارښوونو څخه د الهام اخیستو پرته به د یرغلګرو پر وړاندې د افغانانو جهادي خوځښتونه بریالي شوي نه وای. که څه هم بېلابېلې ډلې دې لارې ته راغلل، خو د جهادي خوځښتونو مذهبي معنویت چې د امام خمیني (ره) له انقلابي لارښوونو څخه الهام اخیستی و، پرته له دې چې د نورو استعمارګرو مرستې ترلاسه کړي، په معنوي او انقلابي روحیې سره یې د شوروي سرې لښکرې له افغانستان څخه وایستلې.

که څه هم د افغانستان پر خلکو د اسلامي انقلاب اغېزه یوازې د دې هېواد د نیول کېدو پوري محدود نه ده، بلکې په تېرو څلورو لسیزو کې افغانستان د ایران اسلامي انقلاب تر اغېزو لاندې وو، چې په عمومي توګه کولای شو په بېلابېلو برخو کې له هغې ډلې په ایران کې د کډوال په توګه د څو میلیونو افغان کډوالو شتون ته اشاره وکړو. افغان کډوال چې د ایران په ښارونو او د خلکو ترڅنګ ژوند کوي او اولادونه یې په بېلابېلو برخو کې په ښوونیزو مرکزونو کې زده کړې کړي دي، یقینا د اسلامي انقلاب د بېلابېلو لارښوونو تر اغېزې لاندې راغلي او هغه یې افغانستان ته لېږدولي دي.

په همدې حال کې، د افغانستان د خلکو اسلامي او ولسي خوځښتونو له ترهګرۍ او ترهګریزو ډلو سره د مبارزې او د مقاومت له محور څخه په ملاتړ کې، په سیمه ایزه او بهرنۍ کچه  د اسلامي انقلاب د نفوذو ښکارندويي کوي. له شک پرته، د افغانستان خلک د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې چې د خلکو امنیت سربېره یې، د مسلمانانو دیني هویت او مقدس ځایونه یې موخه ګرځولي وو، غوره رول لوبولی دی.

ژباړه: زماني