نوښتونه ( ۶۸)
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i128014-نوښتونه_(_۶۸)
د ډاکټر کاوه وش په وینا د نوری سیګنل پروسسر په نوری مخابراتو او واقعی وخت سنجولوکې زیات کارندوالې لری .
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Feb 15, 2023 10:32 Asia/Kabul
  •  نوښتونه  ( ۶۸)

د ډاکټر کاوه وش په وینا د نوری سیګنل پروسسر په نوری مخابراتو او واقعی وخت سنجولوکې زیات کارندوالې لری .

د دغې اونۍ پروګرام د ټیکنالوجۍ په حوزه کې په یوه مطلب سره پیلوو .

د بریښنا  مهندسی پوهنکور استادې ډاکټر زهرا کاوه وش د کمپیوټر انجنیرینګ پوهنځی استادې ډاکټر سمیه کوهی  او د صنعتی ضریف پوهنتون د الیټکرټیک انجنیرینګ د محصل حسین باباشاه په ملګرتیا سره د تنظیمیدونکی نوری پروسسر په عنوان سره خپله دوهمه اختراع په نړۍ کې د اختراع د ثبت په مشهور سیسټم کې  د امریکا د تجارتی نښو او اختراعاتو د ثبت په دفتر کې په ثبتولو بریالی شوه . USPTO په نړۍ کې د اختراع د ثبت مشهور سیسټم دی .

د ډاکټر کاوه وش په وینا د نوری سیګنل پروسسر په نوری  مخابراتو او واقعی  وخت سنجولوکې زیات کارندوالې لری . د دغې څیړاندۍ په وینا ددیجیټل سیګنل په پروسسر کې یوه مهمه ځانګړنه د پروسسر سپیډ یا سرعت دې . په یوه نوری شبکه کې هم د سیګنل پروسس دالیکټرونیکی نمونه اخیستلو او همداراز په الیکټرونیکی د نوری او په نوری د الیکټرونیکی بدلولو ته اړتیا لری . د یوه کړچار په توګه په یوه نوری شبکه کې په زیات سپیډ سره د سیګنل د پروسس وړتیا ته د رسیدا لپاره د سیګنل د پروسس یونټ نیغ په نیغه په نوری حوزه کې د فوتونی سیګنل له یوه پروسسر په استفادې سره ترسره کیدلې شی .

ډاکټر میرمن کاوه وش په دې ډول دوام ورکوی چی د فوتونیک د سیګنل پروسسرونه  معمولا د پروسس ښه وس لری خو درنده دي . له بل پلوه که څه هم تر ننه زیات نوری پروسسرونه وړاندیز شوی دي خو هغو معمولا له محدودې پیکر بندۍ ستونزه درلوده ، محدوده پیکر بندۍ په دې معنا د ه چی زمونږ نوری پروسسر یوازې قادر دی چی یو یا کم شمیر عملیات ترسره کړې شی . نامحدوده پیکر بندۍ له دې نظره زیات اهمیت لری چی مونږه وغواړو یو ټول کارکونکې پروسسر ولرلې شو او د دې اهمیت هغه وخت زیاتیږی چی دغه پروسسر وغواړی په لوړه اندازه جوړ کړې شی . دا په داسې حال کی ده چی د فوتونیک کمپلیکس د سیګنل یو پروسسر ډیر وړکوټې او ډیر توان لری . په مقابل کې د فوتونیک سیګنل ټول کاریزه پروسسر په لړ کې پروسسر بایدد مختلفو عملیاتو د ترسره کولو توان ولرلې شی .

په بله بریا کې د ایران د صنایع خوړو او علومو څیړنې موسسې د مشر په وینا د دغې موسسې څیړاندي د تایواني څیړاندو په ملګرتیا سره وتوانیدل په سمندری خوړو کې د ککړتیاو د تشخیص لپاره په بریالیتوب سره سینسورونه جوړ کړی . په تیرو کلونو کې د ژوند د معیارونو په لوړتیا او د شیلاتو صنعت په چټکې پراختیا سره په درسته نړۍ کې د سمندری خوړو استعمال زیات شوی دی . له بل پلوه حاضر دمه د چاپیریال د ککړتیاو په زیاتیدا سره په سمندری خوړو سره د مسمومیت خطر د سمندری خوړو د صنعت او ټولنې په سلامتیا منفی اغیزې شیندي ، په دې ډول چی د سمندری خوړو ککړتیا د خوړو په ایمنی اوهغه له امله اقتصادي پایلې د مهم خطر په توګه مطرح دي .

د دغې موسسې د مشر په وینا فیکوتوکسین او درنده فلزات د سمندری خوړو د ککړتیا دوې پیژندل شوی سرچینې دي . د اسیا په ختیځو هیوادونو کې د موضوع اهمیت ته په پام سره د تایوان د تامکانک پوهنتون یوشمیر څیړاندو او د خوړو صنایعو او علومو څیړنې موسسې په ملګرتیا سره د دغو دو ککړتیاو د چټک جاج لپاره ګډه څیړنیزه طرحه مطرح او اجرا شوه . په دغه ګډه څیړنه کې د سمندر خوړو د ککړتیاو د اندازې د معلومولو په لړ کې ډیر زیات حساس کیټونه په ایجنډه کې شامل شول او د مایع کریسټل ټیکنالوجۍ په اساس د درندو فلزاتو او د فیکوتوکسین سنجولو لپاره ډیر زیات حساس حسګر جوړ شول .

د ډاکټری اسماوردیان  په وینا د مایع کریسټل ټیکنالوجۍ په فوټونیک او لیزر ټیکنالوجۍ کې په پراخه توګه  استفاده کیږی او په ایل سی ډي سکرینونو کې هم ډیر زیات کارندوالې لري . په دغه څیړنیزه طرحه کې د درندو فلزاتو اوفیکوتوکسین د تشخیص کیټ د کارندوالی وړتیا په بریالیتوب سره وارزول شو .

د اشر سنډروم یو له  هغو دود وشرایطو دی چی هم د وګړی  په اوریدو او هم لیدو اغیز شیندي . د هغه ستره نښه هم د اوریدو او لیدلو ګډوډې دې چی دغه ګډوډې په شپه کې د لیدلو د لاسه  ورکولو ناروغۍ سبب کیدلې شی . په همدې لړ کې د لندن د کالج څیړاندو په یوه پلټنه کې په دغه سنډروم د اخته ماشومانو په مرسته په یوه ازمښت ځای کې د مصنوعی سترګې لومړنۍ شبکه وازمویله .

Image Caption

 

د ازمښت ځای سترګه کسې یا مردمک هم لری . د ازمښت ځای دغه سترګه کارندوالې د اشر سنډروم په مطالعې کې داسې نوی نښې نښانې برابرې کړې چی د شبکې د له مینځه وړلو سبب کیږی . دغه چاره د ړندیدو یو اصلی دلیل دی چی پکې په نور حساس حجرې له مینځه ورځی .

څېړاندو د پوست د سلولونو د تحقیق لپاره  په ګریټ اورمونډ سټریټ روغتونو کې په اشر سنډروم له اخته زلمیو ناروغانو نمونې راغونډې او بیا یې پلاونه وکړه چې بنیادي سلولونه جوړ کړي. بنیادیي سلولونه  په بدن کې په هر ډول سلول بدلولی شو. څیړاندو هغه پراسس چې د مور په رحم کې د جنین لپاره پېښیږي، نه میاشتې په ازمېښتون کې تقلید کړ، دهغوي هدف د اوو ډول سلولونو جوړول وو چې  دقیقه بېلګه جوړه کړي  او په میني شبکیه  عینې د سترګې په خواوشا کې په نازکې لایې چې رڼا مومي بدله کړه.

د دغه بهیر په مرسته  څیړاندي وتوانیدل هغه څه چې د سندروم اشر سبب کیږي ومومي. په دغه بهیر کې د مولر په نامه سلولونه ډېر مهم رول لري. هغه له ګاټي تېرېږي او د سترګو لپاره  انرجي برابروي. دغه بریا  هغه شواهد زیاتوي چې د هغوي په اساس مولر سلولونه په مختلفو  بهیرونو کې د شبکیې په له مینځه تللو کې رول لري.  د دې چارې یو دلیل دا دی چې احتمالا مولر سلولونه په ځینو کسانو کې تاواني شوې او د رڼا د حس کوونکو سلولونو څخه پوره ملاتړ نه کوي.

 ګلونو اورېدونکو تر بل پروګرامه مو په لوی خدای سپارو.