ایران د اونۍ په هینداره کې
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i130036-ایران_د_اونۍ_په_هینداره_کې
د اسلامي انقلاب معظم لارښود همداراز د نوی کال په لومړۍ ورځ د نهې په ورځ هم وفرمایل په سیمه کې د نظام لاره او سیاست روښانه دی او پوهیږو چی څه کوو ، خو امریکایان حیرانه او لالهنده دي ، ځکه چی که په سیمه کښې پاتې شي د افغانستان په شان د سیمې د ملتونو له زیاتیدونکي نفرت سره مخامخ کیږي او د سیمې پریښودو ته مجبوره کیږي او که له سیمې لاړه شي نو خپلې تمې له لاسه ورکوي چې دغه لالهاندۍ د واشنګټن د ښکاره کمزورتیا نښه ده.
(last modified 2023-03-25T06:56:15+00:00 )
Mar 25, 2023 11:22 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کې

د اسلامي انقلاب معظم لارښود همداراز د نوی کال په لومړۍ ورځ د نهې په ورځ هم وفرمایل په سیمه کې د نظام لاره او سیاست روښانه دی او پوهیږو چی څه کوو ، خو امریکایان حیرانه او لالهنده دي ، ځکه چی که په سیمه کښې پاتې شي د افغانستان په شان د سیمې د ملتونو له زیاتیدونکي نفرت سره مخامخ کیږي او د سیمې پریښودو ته مجبوره کیږي او که له سیمې لاړه شي نو خپلې تمې له لاسه ورکوي چې دغه لالهاندۍ د واشنګټن د ښکاره کمزورتیا نښه ده.

 

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د ۱۴۰۲ لمریز کال د پیلیدا په مناسبت په پیغام کې د ایران او هغو درستو ملتونو ته چی نوروز لمانځي ، د نوروز اختر په مبارکی ویلو سره په تیر کال کې د هیواد مهمه مسله اقتصاد او د خلکو د معیشت موضوع وبلله او پر دې په ټینګار سره چی سږکال هم اقتصاد د هیواد اصلی مسله ده ، د ۱۴۰۲ لمریز کال شعار د ګرانۍ کنټرول او د تولید وده اعلان کړ .

د اسلامي انقلاب معظم لارښود همداراز د نوی کال په لومړۍ ورځ د  نهې په ورځ  هم وفرمایل په سیمه کې د نظام لاره او سیاست روښانه دی او پوهیږو چی څه کوو ، خو امریکایان حیرانه او لالهنده دي ، ځکه چی که په سیمه کښې پاتې شي د افغانستان په شان د سیمې د ملتونو له زیاتیدونکي نفرت سره مخامخ کیږي او د سیمې پریښودو ته مجبوره کیږي او که له سیمې لاړه شي نو خپلې تمې له لاسه ورکوي چې دغه لالهاندۍ د واشنګټن د ښکاره کمزورتیا نښه ده.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علي خامنه اي کودتا، بایکاټونه ، سیاسي دباونه ، بې مخینې رسندوي یرغل، امنیتي دسیسې او بې ساري اقتصادي بایکاټونه د دښمانانو د پرله پسې دسیسو اړخونه وبلل او زیاته یې کړه د دغو دښمنیو په وروستي پړاو کښې د امریکا او د ځینو اروپايي هیوادونو مشرانو د هغو بلواو چې تیر هجري لمریز کال یوشمیر کمو خلکو په ایران کښې پیل کړي وې په صراحت سره ملاتړ وکړ او په ډول ډول تبلیغاتي ، سیاسي ، مالي ، امنیتي او رسندوي ملاتړونو سره یې هڅه وکړه د ایران اسلامي جمهوریت لږ تر لږه کمزوری کړي خو په میدان کښې د دغه هدف په اپوټه کار ترسره شو او د ایران اسلامي جمهوریت په دغه نړیوالې دسیسې بریالی شو او ویې ښودله چې پیاوړی او مستحکم دی.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د مارچ په ۲۱ د حضرت  امام رضا علیه السلام د سپیڅلی حرم د زایرینو په عظیمه غونډه کې د مقاومت له جبهې د نظام د ملاتړ په دوام په ټینګار سره د یوکرین په جنګ کې د ایران د ګډون دروغجنه ادعا رد کړه .

حضرت امام خامنه ای په دې زمینه کې وفرمایل مونږه د یوکرین په جنګ کې ګډون په پریکنده او جوته توګه ردوو او داسې هیڅ خبره نشته . د یوکرین جنګ امریکا ختیځ ته د ناټو د پراخولو لپاره رامینځته کړ او اوس هم په داسې حال کې چی د اوکراین خلک له مشکلاتو سره مخامخ او ښکیل دي ، له جنګه تر ټولو زیاته ګټه امریکا او د هغې د وسلو جوړولو شرکتونه وړي او په همدې علت د جنګ د ختمولو لپاره د ضروری کارونو خنډ ګرځی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د زیارت د رمضان په لومړۍ ورځ او د قران کریم په نوراني محفل کې د یوشمیر قاریانو ، لوړرتبه استادانو اوقرانی فعالانو په شتون سره ترسره شو ، د قران کریم د تلاوت غونډې د ایتونوپه ترجمې او تفسیر سره اخښل کیدا په اوریدونکیو د اغیزشیندلو لپاره  د قرانی مضامینو او انتقال ضروری وباله او قراني فعالان او ماهران یې د دغې مسلې د رودو د موندلو لپاره هلو ځلو ته وبللې .

د اسلامي ایران د تیلو وزیر په تیر یوه کال کې د هیواد د تیلو صادرات ۸۳ میلیون بیرلو زیاتیدا خبر ورکړ . د ایران د تیلو وزیر جواداوجی  د جمعې په ورځ وویل ایران د ۲۰۲۲ م کال د مارچ له ۲۱ تر ۲۰۲۳ کال مارچ تر ۲۰ درې اتیا  میلیون بیرله تیل صادر کړی او اټکل کیږی چی سږکال د تیلو په صادراتو کې نوی ریکارډ ثبت شی  .

د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د عراق ، ترکیې ، عربستان ، پاکستان ، تاجیکستان ، ازبکستان ، سوریې ، عمان ، اماراتو ، کویت ، قطر ، قزاقستان ، قرقیزستان په شمول د اسلامي هیوادونو مشرانو ته د جلا جلا پیغامونو په ورلیږلوسره هغو ته د روژې د مبارکې میاشتی د رارسیدا په مناسبت مبارکی وویله .

د اسلامی ایران خارجه وزیر هم د اسلامي هیوادونو خارجه وزیرانو ته د روزرې د مبارکې میاشتې د پیلیدا مبارکی وویله . حسین امیر عبداللهیان په خپل پیغام کې همداراز د اسلام د لوړو ایډیالونونو د تحققق لپاره په درسته نړۍ کې د مسامانانو د وحدت غوښتنه وکړه .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره په ټيلي فوني خبرو کښې د عربستان او د ایران د موافقې په یادونې سره د سیمې د هیوادونو ترمینځ د اړیکو پراخول د سیمې د ثبات او د پراختیا لپاره رغنده عامل وباله.

د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري هم په دغو ټيلي فوني خبرو کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ، حکومت او د خلکو ته د نورو اختر مبارکي ورکړه او هیله یې وکړه چې ګډې سرحدي پروژې زر افتتاح شي چې دواړه هیوادونه ترې ګټه پورته کړي.

د ایران د تجارت ، معدن او صنعت کورد تجارت پراختیا کمیشن ویندوی ګاونډیو هیوادونو ته د ایران د صادراتو د ۲۰ فیصدی زیاتیدا خبر ورکړ . روح ا... لطیفی وویل ۱۵ ګاونډیو هیوادونو ته د ایران د ۱۱ میاشتو ټول صادرات کابو ۲۸ میلیارډ ډالره وو چی شل فیصده وده یې درلودلی ده .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د فرانسې د خلکو د سوله ئیزو مظاهرو د ځپلو په غندلو سره د پاریس حکومت د بشري حقوقو د اصولو رعایتولو ته وروباله. د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون د حکومت د متقاعد کیدا په پلان باندې د خلکو عمومي اعتراضونه دوام لري او د فرانسې د حکومت سرچینو وویل چې د ولسمشر د متقاعد کیدا د پلان پرضد د هیواد په عمومي مظاهرو کښې څه د پاسه لس لکو خلکو ګډون وکړ او په دغو اعتراضونو کښې تراوسه یوسل درویشت پولیس ژوبل شوي او اتیا اعتراض کونکي هم نیول شوي.

پای