شیخ صدوق، د فقهې په آسمان کې یو ځلانده ستوری
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې (د شیخ صدوق، د فقهې په آسمان کې یو ځلانده ستوری) له ننني ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. د اسلامی نړۍ د ستر عالم، جعفر، محمد بن علي بابُوَیْه قمي چې په شیخ صدوق مشهور دی، د درنښت د ورځې په مناسبت مو یو ځانګړی پروګرام جوړ کړی چې ستاسو پام ورته رااړوو.
د علم او پوهې آسمان تل د هغه ځلانده ستورو شاهد دی چې د انسانیت فکر ته یې په خپلې ځلا سره روښنايي ورکړې ده. ابوجعفر محمد بن علي بابُوَیْه قمي چې په شیخ صدوق مشهور دی، یو له دغو ستورو څخه دی، چې په خپل ځلېدو سره یې، د جهالت توره تیاره لیرې کړه. شیخ صدوق په ۳۰۶ هجري قمري کال کې د قم په ښار کې د بابُوَیْه په سترې کورنۍ کې وزېږېد.
شیخ صدوق د بابُوَیْه د کورنۍ تر ټولو ستر شخصیت ګڼل کېږي. د شیخ صدوق پلار علي بن حسین بن موسی بن بابُوَیْه، یو له هغو اسلامي عالمانو څخه دی، چې په مختلفو موضوعاتو کې یې تر سلو ډېر کتابونه لیکلي دي. هغه په خپل وخت کې د قم په ښار او شاوخوا ښارونو کې د شیعه مذهب مشر و. دغه ستر او پرهیزګاره عالم په قم کې یوه هټۍ درلوده.
دغه بزرگوار پلار د علم او فقاهت په اوج کې، خپل ژوند او د خپلو اولادونو ژوند په خپل کوچني هټۍ کې د سوداګرۍ له لارې په زهد او قناعت سره تېر کړ. البته، هغه تر 50 کلنۍ پورې اولاد نه درلود. له همدې امله یې امام زمان حجت بن الحسن العسکري (عج) ته یو لیک ولیکه او له هغوی یې وغوښتل چې د هغه لپاره د اولاد د پیدا کولو دعا وکړي. امام(عج) په ځواب کې وفرمایل: ما له خدایه وغوښتل چې تا ته دوه زامن درکړي، چې په وجود کې به یې نیک او برکت وي. همداسې وشول.
لکه څنګه چې شیخ صدوق په خپل کتاب "کمال الدین و تمام النعمة" کې له امام زمان(عج) د خپل د اولاد غوښتو کیسه کړې ده. په دې كتاب كې راغلي، هركله چې زما استاد ابو جعفر محمد بن علي اسود، زه لیدلم چې په پوره لېوالتيا سره د حدیثو او د اهل بيتو(ع) د علومو د زده كړې لپاره د استاذ درس ته ورتلم، نو ويل به يې: د علم زده کړې ته ستاسو دا لېوالتیا او مینه، د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه چې تاسو د امام زمان (عج) په دعا سره زېږېدلي یاست.
شیخ صدوق له ماشومتوبه خپلې لومړنۍ زده کړې او دیني علوم له خپل پلار څخه زده کړل. هغه په ټول جديت او دوامدارو هڅو سره زده کړه کوله. هغه د خپل پلار له زده کړو سربېره، د دیني عالمانو په غونډو او ناستو کې ګډون کولو او د هغوی له شتون څخه به یې ګټه پورته کوله. شیخ صدوق د خپل پلار له مړینې وروسته په ۳۲۹ قمري کال (په ۹۳۹ میلادي) کې د احادیثو د خپرولو او د امت د لارښودنې دنده پرغاړه واخیسته.
شیخ صدوق د دیني مشرانو د احادیثو او روایتونو ساتنه او خوندیتوب او همدارنګه د هغو خپرول او نشرول یې خپل لومړیتوب وباله. هغه دې موخې ته د رسېدو لپاره، د شیعه او سني دواړو په ګډون هغو لویو ښارونو ته سفر وکړ چې علمي مرکزونه یې درلودل او په علمي غونډو کې یې ګډون کولو. هغه چې هر ښار ته تلو، د نخبه کسانو په لټه کې وو او د هغوی له علم څخه یې ګټه پورته کړه او همدارنګه دوی هم د دیني علومو مینوالو ته زده کړې ورکولې.
شیخ صدوق په خپلو ډېرو هڅو سره په یوازې توګه د اسلامي علومو په یوه ګرځنده دائرة المعارف بدل شو. د هغه د علومو او پوهې نوم او شهرت هر ځای خپور شوی وو، تر دې چې په اسلامي هېوادونو کې د فتوا مرجعیت ته ورسېد. د اسلامي نړۍ له لېرې پرتو سیمو څخه د پوښتنو رالېږل، لکه: مصر، واسط (د عراق یو ښار چې د کوفې او بصرې د دوو ښارونو ترمنځ دی)، مدائن ، کوفه، د دې ورځې د ستونزو په شتون او د امکاناتو او تجهیزاتوپه نشتون کې، چې په هغه وخت کې د شیعه د دې نامتو فقیه د علمي او معنوي نفوذو عظمت او نړیوال شهرت څرګندوي.
شیخ صدوق یو حقیقي اسلام پوه و. هغه د هماغه وخت د منحرفو مَکْتَبُونو له پیروي پرته، د هغه وخت په علمي حلقو کې د معمول طریقې پیروي کوله، او حدیثونه یې ثبتول. شیخ صدوق د خپل سفر په جریان کې، اکثرا د مختلفو اسلامي فرقو په علمي مجلسونو کې حاضرېدو او د وینا کولو سربېره یې، د دې فرقو د پوهانو له علم څخه هم ګټه پورته کوله.
په حقیقت کې شیخ صدوق یو له هغو شخصیتونو څخه دی، چې د سني استاذانو څخه یې خپله هم ګټه اخیسته او هم د هغه په شاګردانو کې د سني علماوو په پراخه کچه شتون درلود. دا کار په څلورمه هجري پېړۍ کې د اسلامي نړۍ د ټولو عالمانو په منځ کې د هغه د لوړ علمي مقام د ښودلو ترڅنګ، د هغه د ستر روح او د مذهبونو د یووالي او د شیعه او سني د یووالي مسئلې ته د هغه د پاملرنې څرګندونه کوي. په زړه پورې خبره دا ده چې د ډېرو وروستیو سني عالمانو، چې په علمي بحثونو کې نظرياتي او مذهبي تعصبونو ته ډېر پام نه کولو، د شيخ صدوق ډېره ستاينه کړې ده.
عُمر رضا کَحاله (په ۲۰مه میلادي پېړۍ کې مشهور عرب لیکوال، محقق او بیوګرافي لیکونکی) د دې شخصیت په ستاینه کې داسې لیکلي: "محمد بن علي ... یو مفسر، فقیه، اصولي، محدث، حافظ، په رجالو پوه وو. د هغه ډېر وخت او هڅې د احادیثو په راغونډولو، تالیف او طبقه بندي کولو او همدارنګه د حدیثونو په خپرولو او د مختلفو کتابونو په لیکلو کې تېرېده، او دا موضوع په علمي برخو کې د هغه له مهارت پرته شونې نه وه.
شیخ صدوق د اسلام یو له سترو شخصیتونو او پوهانو څخه دی، چې د معلوماتو د پراخوالي او د کتابونو او آثارو د زیاتوالي له پلوه، یو ځانګړی شخصیت ګڼل کېږي.
د سوریې یو لیکوال او مؤرخ "خیر الدین الزِّرِکْلي"، په مشهور کتاب "الاعلام" کې د دغه ستر اسلامي لیکوال په اړه داسې لیکلي: "محمد بن علي بن حسین چې په "شیخ صدوق" مشهور دی، د ده په څېر د قم د علماوو په منځ کې نه دی پیدا شوی.
هغه په رَی ښار کې اوسېده او د ختیځ او خراسان په سیمه کې لوړ مقام درلود، په ری ښار کې وفات شو او هلته خاورو ته وسپارل شو. د ده آثار نږدې ۳۰۰ کتابونه دي.» د ده په ۷۵ کلن ژوند کې دغه شمېر کتابونه، د اسلامي علومو په وده کې د هغه د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو، هڅو او زیار ښودنه کوي.
د شیخ صدوق ډېری کتابونه لکه د تفسیر، حدیث، اخلاقو، عقائد، فقهې او رجال په شان د مختلفو موضوعاتو سره سره، د حدیث په طریقه لیکل شوي دي. البته، د ژوندانه او متنوع موضوعاتو او مطالبو په غوره کولو کې د هغه نوښت د ټولنې لپاره بې سارې دی. د بېلګې په توګه، د دې ستر عالِم " المقنعِ " کتاب، په تېرو لسو پېړیو کې د فقهاوو تر منځ د فقهې له مهمو منابعو څخه ګڼل کېږي. د دې کتاب ټول عبارتونه، د مستندو او معتبرو احادیثو او روایاتو الفاظ دي.
د"عِلَلُ الشَّرَایِعْ" کتاب د شیخ صدوق یو بل ستر او پایداره اثر دی. په دې کتاب کې د دین د احکامو د اسبابو او حکمتونو په اړه احادیث شامل دي. شیخ صدوق د څو راویانو په وسیله، له پیغمبر اکرم (ص) او اهل بیتو (ع) څخه یو یو حدیث نقل کړی دی او د دغو احکامو د شتون لاملونه یې بیان کړي دي.
د توحیدي مسائلو په اړه د شیخ صدوق د حدیثونو د یو بل کتاب نوم "التوحید" دی. په دې كتاب كې شيخ صدوق په خپل ټول مهارت او تبحر سره د خداى د توحيد په اړه، د رسول الله (ص) او د اهل بيتو(ع) احاديث طبقه بندي او ترتيب كړې دي.
د ده یو بل کتاب چې ډېر اهمیت لري، د فقهې خود آموز کتاب یا «له هغه چا سره چې فقیه نه وي» (مَن لایحضره الفقیه) کتاب دی. شیخ صدوق دا کتاب د بلخ د ښار د یوه سادات، په نعمت مشهور، شریف الدین ابو عبدالله محمد بن حسین په غوښتنه لیکلی دی.
هغه له شیخ صدوق څخه غوښتنه کړې وه، لکه د طبي کتاب په څېر «له هغه چا سره چې ډاکتر نه وي»(مَن لا یحضره الطبیب)، چې د محمد بن زکریا رضي لخوا لیکل شوی، دی هم د فقهې په برخه کې یو کتاب ولیکي ترڅو هغه کسان ترې ګټه پورته کړي، چې پوهانو او فقهاوو ته لاسرسی نلري.
د دې ستر اسلامي شخصیت د عظمت په اړه وروستۍ خبره هغه پېښه ده چې په ۱۲۳۸ هجري قمري کال کې چې د هغه له وفات څخه ۸۵۷ کاله وروسته رامنځته شوه او د شیخ صدوق عزت او عظمت یې د مسلمانانو په سترګو کې زیات کړ. دا پېښه د علامه خوانساري په " روضات الجنات" کتاب کې په بشپړه توګه بیان شوې ده.
د شیخ صدوق مقبره د کلونو په اوږدو کې، د مختلفو پېښو له امله څو ځله ویجاړه او ورانه شوې او د کلونو لپاره د خاورو لاندې پټه وه. تر دې چې په ۱۲۳۸ هجري (۱۸۲۲ میلادي) کال کې د رَی په ښار کې یو لوی سېلاب راغی او ډېرې سیمې یې ویجاړې کړې. د دې پېښې په پایله کې د شیخ صدوق د قبر شاوخوا ودانۍ هم ونړېدلې. کله چې کارګرانو ترمیم او بیا رغونه پیل کړه، یوه حجره ښکاره شوه،کوم چې د سیلاب له امله یو څه ویجاړه شوې وه.
کله چې کارګر حجرې ته ننوتل، نو یو جسد یې ولید، چې ټول بدن یې روغ او تازه ښکارېده او هېڅ عیب یې پکې نه لېدل کېده، په ښه مخ یې آرام کړی وو، او په نوکانو یې د نکرېزو اغیز لا هم څرګند وو. د یوه لاس نوکان یې اخیستي وو او د بل لاس نوکان یې نه وو اخیستي. ږېره یې پر سینې باندې راغلې وه او بدن یې دومره روغ او تازه وو چې داسې ښکاري لکه تازه چې له حمام څخه بهر راغلی وي.
دا خبر په چټکۍ سره د رَی او تهران په ښارونو کې خپور شو، تر دې چې د فتح علي شاه قاجار غوږونو ته ورسېد. هغه امر وکړ چې حجره مه پوښئ ترڅو هغه په خپله دا بدن وګوري. شاه د عالمانو له یوې ډلې او مشهورو او با نفوذه کسانو سره د سیمې د حالاتو د څېړلو لپاره راغی او حجرې ته ننوت. په حجره کې له پلټنو او څېړنو وروسته يې يوه تخته او د قبر ډبره وموندله چې داسې پرې ليکل شوي وو: دا قبر د تکړه عالِم، محدث چې د شيعه د صدوق قبيلې د محدثینو د باور وړ، ابوجعفر محمد بن علي بن حسین بن موسی بن بابویه قمي دی.
ژباړه: زماني