نوښتونه (۷۲)
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د نوښتونو له ننني (۷۲) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. د "نوښتونو" په خپرونه کې، چې هره اونۍ وړاندې کېږي، د ایران او نړۍ د وروستیو علمي، کلتوري، هنري او اقتصادي لاسته راوړنو او پېښو په اړه خبري کوو. د دې اونۍ د نښتونو خپرونه، د ټکنالوژۍ په برخه کې له یوه مطلب سره پیلوو.
د تهران پوهنتون څېړونکي، د تخنیکي او مسلکي پوهنتون او د موادو او انرژۍ د څېړنې انسټیټیوټ سره په همکارۍ، وتوانېدل چې د لومړي ځل لپاره د هایبرېډي وسیله، ډیزاین او سوداګرۍ ته چمتو کړي.
د تهران پوهنتون د ساینس او ټکنالوژۍ پوهنځي د غړي او د تهران پوهنتون د نانوبیو فوټونیک څېړنیز لابراتوار د مشر، ډاکتر محمد محمدي مسعودي په وینا، دا وسیله د نانو ټیکنالوژۍ په برخه کې وړاندیز شوې او د نانو پُوْډَرُو او پر وَسْپَنِیزو برخو د ساړه پوښونو تولید لپاره یوه آسانه، ساده، ارزانه او ګټوره لاره ده.
د دې څېړونکي په وینا، د مناسبې کچې په وېشلو سره، د نانو پوډرو چمتو کول او په ورته وخت کې په لوړ ګټورتوب او د مَطْلُوبُو خاصیتونو په ساتلو سره، تل د څېړونکو اندېښنه وه چې دا وسیله د مختلفو سرامیکي او فلزي مرکباتو او د خاصیتونو په ساتلو سره د نانو پوډرو چمتو کولو امکان برابروي، د دې وسیلې ګټورتوب، د هغې لوړ مؤثریت دی او همدارنګه د دې د فریکونسۍ او اوړه کولو وخت په بدلون سره، د نانو ذراتو اندازه کنټرولوي.
دا وسیله د نانو ذراتو ماتول په یوې خوا کې ترسره کوي او په دې وسیلې سره کولای شو، میخانیکي مرکبات ترسره کړو. فلزي فرعي برخو ته د نانو ذراتو د ننوتلو امکان، د پوښونو چمتو کول او د سطحي د خاصیتونو ښه کول، د دې وسیلې نورې وړتیاوې دي. له همدې امله، دا وسیله د مختلفو صنعتونو لکه متالورژي، فوتونیک، د اجزاوو تولید او د موټرو صنعتونو لپاره کارول کېدی شي.
د پوهنتون د علمي پلاوي د دې غړي په وینا، د دې وسیلې بله ګټه دا ده چې د وسپنیزو سټنډونو(پایو) دننه د نانو ذراتو د ننوتلو شدت او ژوروالی د فریکونسۍ په بدلون سره بدلېدلی شي او همدارنګه د وسیلې دننه برخه داسې ډیزاین او جوړه شوې، چې غږ، خپلې وروستۍ کچې ته رسوي.
جوړه شوې هایبرېډي وسیله، هېڅ کورنی یا بهرنی ورته والی نه لري او دا وسیله د کورني څېړونکو په مرسته ډیزاین او جوړه شوې. دا وسیله د سوداګرۍ مرحلې ته رسېدلې او چمتو ده، چې په پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو کې وپلورل شي او تر درېیو کلونو پورې تضمین لري.
په یوې بلې لاسته راوړنه کې، د ایران د روغتیا وزارت د څېړنې او ټکنالوژۍ د مرستیال په وینا، د ایران د طبي علومو مُجَلُو، د "سکوپس(Scopus) په نړیوال شاخص" کې بې سارې وده کړې ده.
د دغه چارواکي په وینا، د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا وزارت د خپرونو د کمیسیون لخوا، د ساینسي څېړنو په ډلبندۍ سره د روغتیايي علومو په مختلفو څانګو کې د مجلو ټولټال شمېر، ۴۶۵ دی. د روغتیايي علمي څېړنیزو مجلو ثبت شوې وده، 7سلنه ده. په همدې ډول په ۲۰۲۱ کال کې، د ایران د طبي علومو په برخه کې د څېړونکو له خوا، ۲۷۸۰۰ مقالې د سکوپس(Scopus)په ډیټابیس کې ثبت شوي دي.
د روغتیا وزارت د څېړنو او ټکنالوژۍ برخې د مرستیال په وینا، د طبي علومو په لومړۍ درجه پوهنتونونو کې، د تهران د طبي علومو پوهنتون په ټولیز ډول، د 55 مجلو له ډلې څخه، 33 عنوانونه لري او له دویم څخه تر دریمې درجې پورې د شهید بهشتي او مشهد پوهنتونونه دي.
د طبي علومو د دویمې درجې پوهنتونونو په منځ کې، د یزد شهید صدوقي پوهنتون، د ۵ مجلو په درلودلو سره پېژندل کېږي. اوس مهال، د ایران د طبي علومو پوهنتونونو 97 مجلې، د ISI په شاخص کې او د طبي علومو 78 مجلې، د PubMed په شاخص کې دي.
همدا راز په تېره اونۍ کې، د بیولوژي او بنسټیزو حجرو په برخه کې یوه نه څېړل شوې څېړنیزه مقاله، چې په شهید بهشتي پوهنتون کې ترسره شوې وه، د ۱۸.۰۳ د اغېزې په فکټور سره، په "ACS نانو" کې چاپ شوه.
د شهید بهشتي پوهنتون د ټکنالوژۍ او ساینس پوهنځي د علمي پلاوي غړی او د ایران د پاستور انسټیټیوټ د بیا تولیدي طب لابراتوار سرپرست، ډاکتر حسین شاهسوراني هغه څېړونکی دی، چې په دې ویاړلي ژورنال کې د 18.03 اغېزې په فکټور سره، د یوې څېړنیزې مقالې په خپرولو بریالی شوی.
دا مقاله د چین د علومو د ملي اکاډمۍ، د ډاکتر پینګ یوان وانګ او د ایران د پاستور انسټیټیوټ څخه د ډاکتر محمد علي شکرګزار او د دوکتورا زده کړیال جاوید هراتي په ګډون سره، د نړیوالې څېړنې د همکارۍ پروژې پایله ده. دا لومړی ځل دی چې د ایراني څېړونکو لخوا د بیولوژي او بنسټیزو حجرو په برخه کې، غیر بیاکتل شوې مقاله، په دې ژورنال کې منل کېږي او خپرېږي.
دا څېړنه د فزیکي او کیمیاوي عواملو کارولو په اړه، د بیا پروګرام کولو او د اعصابو حجرو مستقیم توپیر لپاره ده. د دې څېړنې څخه ترلاسه شوې پایلې، د دماغ - نخاعي زیانونو او د عصبي ناروغیو ماډل کولو په برخه کې، د راتلونکو مطالعاتو لپاره اساس کېدی شي.
د تهران پوهنتون د طبيعي سرچينو پوهنځي د استاد وروستۍ څېړنه ښيي چې د خرما د ونې له پاتې برخو څخه کولای شو، د باثباته او پرمختللو کمپوزیټونو په چمتو کولو کې کار واخلو.
د تهران پوهنتون د کرنې او طبیعي سرچینو د پوهنځيو او د ساینس او د لرګیو او د کاغذ صنایعو د پوهنځي غړي، ډاکتر حامد زارع حسین آبادي په وینا، په خپلو وروستیو څېړنو کې، د کمپوزیټونو لیگنوسلولزي په چمتو کولو کې، د ونو غوڅ کړل شویو برخو پر کارونې تمرکز کړی دی.
بایوکمپوزیټ د اوږدې کجورې د فایبرونو او استبرق ورېښمو د یوې طبقې او د خرما د پاتې شویو برخو څخه کامپوزیټ، له هغو محصولاتو څخه دی، چې په دې وروستیو کې د تهران پوهنتون د علمي پلاوي د دې غړي لخوا د کمپوزیټونو لیگنوسلولزي په برخه کې جوړ شوی دی.
د دغه څېړونکي په وینا، په ایران کې د ۲۵۰ زره هکټاره د کجورو(خرما) د کښت موجودیت ته په پام سره، د کجورو د ونو د کلنۍ پرې کولو څخه د پاتې شویو اندازه دومره ده، چې په پراخه پیمانه په صنعتي توګه کارول کېدی شي. له بلې خوا، د ایران د ځنګلونو پوښښ دا اړینوي، چې د کمپوزیټونو لیگنوسلولزي جوړولو لپاره د نباتاتو پاتې شویو څخه کار واخلي.
د تهران پوهنتون د استاد په وینا، د خرما د ونې له محور سره جوړ شوی کامپوزیټ، د عامو لرګیو کمپوزیټونو په پرتله، مساوي یا لوړ مقاومت لري. همدارنګه، د خرما د ونې له پاڼو څخه استخراج شوي اوږده فایبرونه د پولیمري کامپوزیټونو په پیاوړتیا کې، د شیشې فایبرونو په پرتله ډېر میخانیکي مقاومت ښیي. د دې ډول مقاومت لرونکي کامپوزیټ په چمتو کولو کې، د خرما د ونې د پاڼو د اوږده فایبر سربېره، د استبرق نبات ورېښم هم کارول کېږي.
د استبرق نبات، د وچکالۍ پروړاندې هغه مقاومت لرونکی نبات دی، چې د ایران په سویل او سویل ختیځ کې وده کوي او د پیوند یا قلم په ډول هم خپرېدی شي. د سیمه ایزو طبیعي ظرفیتونو په کارولو کې نوښت، چې صنعتي پراختیا د ایکولوژیکي شرایطو سره برابروي، د تهران پوهنتون د طبیعي زیرمو په پوهنځي کې د اوسني څېړنې اصلي موضوع ده.
ژباړه: زماني