په تهران کې د کتاب د څلور دیرشم نندارتون ختمېدا
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i133302-په_تهران_کې_د_کتاب_د_څلور_دیرشم_نندارتون_ختمېدا
د تهران د کتاب نندارتون له لسو وروځو وروسته د غویی د میاشتې په ۳۰ نیټه پای ته ورسېده، دا پړاو د (راتلونکی د لوست دی) تر عنوان لاندې تر سره شو چي د خلګو، د کتاب د ډګر د فعالانو، لیکوالانو او ناشرانو له خورا تود هرکلی سره مخامخ شو اودا د کتاب د لوست د فرهنګ د پیاوړتیا په زمینه کې یو مثبت ګام وو.
(last modified 2023-05-23T07:05:57+00:00 )
May 23, 2023 11:32 Asia/Kabul
  • په تهران کې د کتاب د څلور دیرشم نندارتون ختمېدا

د تهران د کتاب نندارتون له لسو وروځو وروسته د غویی د میاشتې په ۳۰ نیټه پای ته ورسېده، دا پړاو د (راتلونکی د لوست دی) تر عنوان لاندې تر سره شو چي د خلګو، د کتاب د ډګر د فعالانو، لیکوالانو او ناشرانو له خورا تود هرکلی سره مخامخ شو اودا د کتاب د لوست د فرهنګ د پیاوړتیا په زمینه کې یو مثبت ګام وو.

د تهران د کتاب څلور دیرشم نړیوال نندارتون د (راتلونکی د لوست دی) په شعار سره، د غویې د میاشتې له ۲۰ نیټې پیل شو او په ۳۰ نیټې پای ته ورسېده، دغه نندارتون د امام خمینی ره په مصلا کې په فیزیکې او همدارنګه انټرنیټي توګه تر سره شو.

کتاب په علمي، فرهنګي او ټولنیزو ډګرونو کې تر ټولو مهمه کارنده عنصر بلل کیږي. داسي یو ډګر په نظر کې نه شو نیولای چي د کتاب او د کتاب د لوست څخه اغېزمن شوی نه وي، د کرونا له وبا او د ټولنې د ژوند د طریقې له بدلون څخه وروسته، اوس په فیزیکي بڼه د کتاب د نندارتون تر سره کېدا د کورنیو لپاره یوه جذبوونکی فرصت رامینځ ته کړ څو یو ځلې بیا د ناشرانو  تر مینځ او د نندارتون په فرهنګي فضا کې د خپلې خوښې وړ کتابونو په پلورولو لګیا شي.

یو ښه اقدام چي دا ځلې د مسئولینو له لورې تر سره شو، هغه په نندارتون کې د نندارې سره هممهاله د کتاب د پلورونکو حضور وو، دغه نندارتون کې درې زره کورني او بهرني ناشران او ۲۰۰ کتاب پلورونکي خپل اثار نندارې ته وړاندې کړ.

د بهرنیو ناشرانو په څانګه کې د میلمنو، د ځانګړې مېلمنو او د ناشرانو د غرفې برخې جوړې شوي وي چي په کښې ۴۵ زره بهرني کتابونه نندارې ته وړاندې شول، دغه کتابونه له ۲۰۱۵ میلادي کال نه نیولې بیا تر ۲۰۲۳ کلونو پورې چاپ شوي وه، د تېر کال د تهران د کتاب د نندارتون په پرتله سږ کال په نندارتون کې د بهرنیو لیکوالانو، ناشرانو او کتابونو شمېر کې پنځوس سلنه زیاتوالې راغلې وه.

د نندارتون په دغه پړاو کې په فرهنګي فعالیتونو کې د نندارتون د مخاطبانو په جذبولو زیات تمرکز شوی وو، د ماشومانو او تنکیو پورې په اړوندو ډګرونو کې زیات فرهنګي فعالیتونه شوي لکه  کتاب آرا، سینما کتاب، کیسې کول، ناوکیو تماشا، تئاتر او ترانې، چي دا ټوله د لا زیاتو مخاطبانو د زیاتېدو لامل وشو.

د سینما کتاب په برخه کې مستند، اقتباسي فیلمونه او یا هم داسي فیلمونه چي د کتاب د لیکوالانو او فرهنګي مسایلو سره اړوند وه، د فیلم د جوړونکو په حضور سره، نندارچیانو ته وړاندې شول.

سږ کال نندارتون په ۶ برخو کې تر سره شو، پوهنتون پورې اړوند یعني علمي کتابونه، ماشومانو لپاره ځانګړي کتابونه، روزنیز  کتابونه او د نړیوالو ناشرانو کتابونه او د داخلي ناشرانو کتابونه د یادو برخو څخه دي، خبرې اترې او کنفرانس هم د نندارتون په اصلی غولۍ کې تر سره شو، سږ کال د ایرانی لوی لیکوال جلال آل احمد د زوکړې د سلیزې په مناسبت یو ځانګړې پروګرام هم تر سره شو.

د نړۍ یو شمېر لوی شخصیتونه منجمله اسلامي عالمانو هم د سږ کال په نندارتون کې ګډون کړي وه.

تاجیکان تمدن رامینځ ته کوونکي او فرهنګي ولس پاته شوی، دغه مساله کتاب سره د هغوی د مینې لامل شوی دی، که د ایران او تاجیکستان د ولسونو دلویو عالمانو، ادیبانو، شاعرانو او فیلسوفانو اثارو ته نظر وکړو، و به وینو چي کتاب او کتاب لوست او هغې ته اهمیت ورکول، یو ټول شموله کار دی. په حقیقت کې د ایران او تاجیکستان د ولسونو بېخ بنیاد له کتاب سره نه ښلېدونکۍاړیکه لري، او د دواړو ولسونو فرهنګي مشترکات ټولو ته ښکاره ده.  د ایران د کتاب نندارتون چي هر کال په دغو ورځو کې تر سره کیږي، نه یوازې په ایران کې، بلکې په سیمې او نړۍ کې یو ټر ټولو لویه فرهنګي پېښه ده، د تهران د کتاب د نندارتون ځانګړی مېلمه، تاجیکستان و چي په نندارتون کې یې ځانګړی ځای درلودل او په دې خاطر د دې هیواد جګپوری فرهنګي پلاوی ایران ته سفر کړی وو.  د تاجیکستان د فرهنګي چارو وزیرې زلفیه دولت زاده د نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې د ایران د فرهنګي چارو له وزیر څخه د قدرونې او د ناشرانو د پلاوی او د تاجیکستان د هنر د خاوندانو څخه په مننې سره، وویل: د خوشحالۍ او د شکر کولو ځای دی چي د ایران او تاجیکستان د همژبو او هم کلتورو هیوادونو فرهنګي اړیکې د دواړو لورو د هلو ځلو په پایله کې ورځ تر بلې پراختیا مومي.  د دواړو هیوادونو تر مینځ ژورې تاریخي او فرهنګي اړیکې مونږ ته دا ضرورت ښکاره کوي چي باید د دواړو هیوادونو تر مینځ د هنرمندانو د تګ راتګ او د ګډو فرهنګي فعالیتونو لپاره زمینه برابره شي.   زلفیه دولت د تهران د کتاب نړیوال نندارتون ته په اشارې سره، وویل، دا نندارتون د سیمې تر ټولو لویه فرهنګي پېښه ده، د انسان او د ایراني ټولنې فرهنګي سلامتیا د کتاب له نندارتون سره تړلي دي، که ټولنه فرهنګي سلامتیا څخه برخمنه ووسي، ښه راتلونکې به ولري، هر څوک چي دغه نندارتون وویني نو په دې مسالې باندې یقین کوي.

د تاجیکستان یو لوی شاعر او څېړاند شاه‌منصور شاه‌میرزا هم دغه نندارتون د سیمې تر ټولو لوی فرهنګي پېښه وباله او وویل:  د تهران د کتاب نندارتون د دې ښودنه کوي چي ایران د ژباړه، چاپ او نشر په ډګر کې د سیمې تر ټولو پیاوړی هیواد دی، دا نندارتون دایران د فرهنګي وړتیاو د ښودلو ښه فرصت دی. هغه له دغه نندارتون څخه د خلګو پراخو هرکلیو ته په اشارې سره وویل: دا شودنه کوي چي لاهم خلګ له کتاب، فرهنګ او ادبیاتو سره مینه کوی، که څه هم د اقتصادي ستونزو د امله د کتاب پلور کم شوی لیکن دغه فرهنګي توکو ته د ایراني مخاطبانو ګروهنه له مینځه نه ځي./

د ایران او تاجیکستان تر مینځ د ملګرتیا د ټولنې د مدیریت د پلاوی غړی  محمود (هژیر) طهرانی په تاجیکستان کې د کتاب د صنعت په هکله وویل: د پراختیا له نظره د کتاب صنعت په تاجیکستان د ایران په څېر لوی نه دی، البته چي باید د تاجیکستان اقتصادي حالات، نفوس او پراختیا ته هم پاملرنه وشي. سره له  دې د تاجیکستان دولت کتاب او د کتاب د لوست فرهنګ ته ځانګړې پاملرنه کوي./

طهراني د دواړو هیوادونو د نشر صنعت ته په اشارې سره زیاتوي: د دواړو هیوادونو د ناشرانو تر مینځ راکړي ورکړي محدودې دي، ځکه چي کتابونه په  فارسي رسم الخط سره لیکل شوي. له دې مخکې یاده ټولنه او ورته نورې موسسې په ولسي مرستو سره، په فارسی رسم الخط باندې لیکل شوي ګڼ شمېر کتابونه یې د تاجیکستان ملي کتابتون ته ورسپارلي دي، او په دې لړ کې یې مثبت ګامونه اوچت کړي دي.

هغه دې ته په اشارې سره چي د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو پراختیا لپاره، باید حکومتونه خپلې سیاسي او فرهنګي اړیکې پیاوړي کړي وویل: د دواړو هیوادونو تر مینځ د فرهنګي توکو او د کتاب تبادله باید زیاته شي، حتي په رسندویې برخه کې هم د دواړو لورو تر مینځ تعاملات وشي.

دغه نندارتون یو له هغو مهمو فرهنګي پېښو څخه دي چي هم ګاونډیانو سره د ایران اړیکې پیاوړي کوي او په نړیواله سویه کې د ایران فرهنګ او د فارسي ژبې موقعیت مضبوطوي.

د کالیفرنیا د پوهنتون مېلمه استاد او په هرات کې د بایسنغر د څېړنیز مرکز بنسټګر خلیل‌الله افضلی په نړۍ کې د فارسي ژبې د سرچینو د معرفي کولو په هکله وایي: له شکه پرته چي د تهران د کتاب نندارتون په داسي حال کې چي بهرني ناشران هم په کښې زیاته ونډه لري، په نړۍ کې د فارسي کتابونو تر ټولو لوی نندارتون دی، د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه مینه وال ځان ته جلبوي، هر کال د هرات څخه ګڼ شمېر مینه وال دغه نندارتون ته ځانونه رسوي، هغه د ایران او افغانستان تر مینځ ژبنیزو مشترکاتو ته په اشارې سره، وویل: کولایشو د تهران په نندارتون کې افغان لیکوالان او ناشران د بهرنیو ناشرانو په جمع کې رانه ولو، دا یوه جدي ستونزه ده، البته د حقوقي له نظره افغانستان یو بېل هیواد دی او هلته له فارسي پرته نورې ژبې هم کارول کیږي، په دې خاطر دی چي افغانستان یې د بهرنیانو په برخه کې راوستل شوی، لیکن د افغان لیکوالانو ۸۰ سلنه اثار په فارسي ژبې دي او په همدغه رسم الخط سره لیکل شوي دي، په دې خاطر وایم غوره دا ده چي افغانستان د بهرنيانو له غرفې وایستل شي او داخلي اثارو سره یې اثار نندارې ته وړاندې شي. له شکه پرته دا به د افغانستان د لیکوالانو له اثارو سره، د زیاتو ایرانيانو د بلدتیا لامل شي.

د ترکیې د انتشاراتو او د کتابتونونو د سازمان استازی نِزارکارا هم په نندارتون کې د ترکیې څانګي ته په اشارې سره وویل:  مونږ هر کال په دغه فرهنګي پېښه کې ګډون کوو، مونږ ته اهمیت لري چي تهران ته راشو او له ایراني ناشرانو او لوستونکو سره بلد شو، په تېرو کلونو کې د ترکیې د فرهنګ او ټوریزم وزارت له ناشرانو څخه زیات کتابونه رانیول او په نندارتون کې یې نندارې ته وړاندې کول، او د نندارتون له ختمېدو وروسته، به یې کتابونه د ایران کتابتونونو ته ډالۍ کول.

نزارکارا په دې باور دی چي د کتاب نړیوال بازار ته د لاره موندلو لپاره، ناشران باید په مختلفو نندارتونونو منجمله د تهران په نندارتون کې ګډون وکړي او د فرهنګي غونډو په ترڅ کې د خپلو اثارو په هکله نظرونه واوري او د ایران له وتلیو لیکوالانو سره بلد شي او یو بل سره خپل تجروبیات شریک کړي.