د امام خمیني د وفات په کلیزه کښې د معظم رهبر څرګندونې
(last modified Sat, 10 Jun 2023 06:16:14 GMT )
Jun 10, 2023 10:46 Asia/Kabul
  • د امام خمیني د وفات په کلیزه کښې د معظم رهبر څرګندونې

د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! په دې لیکنه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) د وفات په ۳۴مه کلیزه کښې د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د څرګندونو ځینې برخې راخلو

د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني د وفات ۳۴کاله وشول. هر کال د خدای تعالی د دغه صالح بنده د وفات په کلیزه کښې د هغه مینه وال راغونډیږي او له ارمانونو او آیډیالونو سره یې ژمنه تازه کوي.

د اسلامي انقلاب د معظم رهقر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په وینا، امام یوازې د زمانې رهبر نه بلکې د ټول تاریخ مشر او رهبر دی. داسې مشران د تاریخ له حافظې څخه نه حذفیږي او نه تحریفیږي. تبلیغاتي رسنۍ چې ورځ په ورځ لا ماډرن او لاسنبالیږي، کوې شي چې شپه ورځ، او ورځ شپه معرفي کړي، کوې شي چې د مشهورو او نوراني شخصیتونو په هکله دروغ ووايي خو دا داسې دی لکه د اوبو د پاسه ځګ، او لکه څنګه چې د سوره رعد په ۱۷ مبارک آیت کښې خدای تعالی فرمايي: «فَاَمَّا الزَّبَدُ فَیَذهَبُ جُفاء/ خو بهر غورځیدلی ځک له مینځه ځي.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په وینا: «امام یو هر اړخیز مشر دی، په دیني پوهه کښې، په ایمان او تقوا او پرهیزکارانه چلندونو کښې، د شخصیت په استحکام او د ارادې او هوډ په قوت کښې، د خدای لپاره په پاڅون او په انقلابي سیاستونو او په بشري نظام کښې د بدلون په رامینځته کولو کښې غوره او (ایکي یو) دی. دا خصوصیات زمونږ د تاریخ په هیڅ کوم مشر کښې یوځاې نه دي لیدل شوې خو په بزرګواره امام کښې دغه ټولې ځانګړنې له یو بل سره راغونډې شوې دي... دا لمر تر وریځو شاته نه شي ساتل کیدې».

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له نظره، امام په خپل مهم او غوره شخصیت سره، د ایران، اسلامي امت او نړۍ په سویه درې ستر او تاریخي بدلونونه رامینخته کړل. د هیواد په سویه امام داسې اسلامي انقلاب راوسته چې د باچاهي سیاسي جوړښت ځاې یې ولسوالکۍ ته ورکړ، د قدرتونو په وړاندې د ذلیل او لاس پوڅي نظام پر ځاې یې یو خپلواک او په ملي عزت باندې ولاړ نظام راوسته او د اسلامي حکومت بنسټ یې کښیښوده. اسلامي انقلاب په ایران کښې زبیښاک په آزادۍ، د ولس ورځ تربلې زیاتیدونکې بې هویتي یې په ملي هویت او په ځان باندې په اعتماد بدله کړه او د اسلامي حکومت بنیاد یې کښیښوده.

په ایران کښې اسلامي انقلاب استبداد په آزادۍ، د ولس ورځ تر بلې زیاتیدونکې بې هویتي یې په ملي هویت او په ځان باندې په اعتماد بدله کړه او د نورو لاس ته د تمې د سترګو نیولی ولس یې د «مونږ کولی شو» په ځواک سنبال کړ. د آیت الله العظمی خامنه اي په وینا: دا د دغه عظیم انقلاب او ستر بدلون معجزې دي چې ستر امام د هیواد په سطحه رامینځټه کړې. «مونږ کوې شو» د ټولو ستونزو د هواري کِلي ده. مونږ ستونزې درلودلې دي، لرو یې او بیا به هم موجودې وي خو کوم څیز چې دا ستونزې ختمولی شي او تیرې ستونزې یې هوارې کړې دي او په راتلونکي کښې د مشکلاتو علاج دی، هم دا د «مونږ کولې شو» روحیه او ځواک دی چې په دې هیواد کښې د ګران امام د انقلاب په برکت رامینځته شوه.

آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د امام خمیني په لاس رامینځته شوی دویم بدلون د اسلامي امت په سطحه او د اسلامي بیدارۍ د بهیر پیلول بولي. د امام خمیني په حرکت سره، په اسلامي نړۍ کښې د انفعال او بې تحرکۍ پړاؤ د کمزورۍ او نابودۍ په لور لاړ. نن سبا اسلامي امت له مخکښې نه زیات تحرک لرونکی، فعال، لا تیار او د اسلامي انقلاب له بریالیتوب او له امام نه د مخکښې پړاؤ په پرتله ډیر تاند او تازه دی. د امام په حرکت سره د فلسطین مسئله چې د صهیونیسټانو او د هغوي د ملاتړو په ګمان یوه ختمه شوې مسئله ګڼله کیده، د اسلامي نړۍ په اولې مسئلې بدله شوه او د مسلمانو ولسونو د توجه په مرکز کښې راغله. آیت الله خامنه اي وفرمایل: «د انقلاب په پیل کښې په تهران کښې د صهیونیسټي رژيم له سفارت څخه د فلسطیني مشرانو د غږ انګازو دنیا ولړزوله او ټول پوه شول چې د فلسطین په لړ کښې یو نوی پړاؤ پیل شوی دی، د فلسطیني ولس په افسرده کالبد کښې یې یو روح وپوکه او نن تاسو وینئ چې د فلسطین ولس خپل شتون په قوت او قدرت سره ثابتوي او خپله خبره دنیا ته رسوي. د قدس په ورځ نه یوازې په ایران یا تهران کښې، بلکې حتی د غیرمسلمانې نړۍ په پلازمینو کښې خلکو له فلسطینیانو ملاتړ او دفاع کوي».

دریم بدلون چې د امام له خوا رامینخټه شو، د معنویت د فضا ژوندي کول او د نړۍ په سویه معنوي چارو ته پاملرنه ده. د اسلامي انقلاب د رهبر په وینا، د ماده پالنې د دودولو لپاره د استکباري او صهیونیسټي ارګانونو د یرغل په وړاندې په نړۍ کښې د خلکو په منفعلانه او کمزوري غبرګون سره، معنویت هیر کړی شوی و. د امام خمیني حرکت په دنیا کښې معنوي رنګ دوباره ژوندی کړ. دا مسئله د قدرت د هم هغو مرکزونو له سخت غبرګون سره مخامخ شوه. هغوي نن سبا په لازیاتې انګیزې سره په معنویت باندې حمله په داسې شرمناکو طریقو چې انسان یې د نوم له اخیستو هم شرمیږي، د نړۍ په سویه په هر ځاې کښې چې کوې شي، پرمخ بیايي.

آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د خپلې وینا په دوام کښې، د دغو سترو کارونو په ترسره کولو کښې «ایمان» او «امید» د امام خمیني ملاتړي او مرسته وبلله او ویې ویل: امام په څلورو شیانو ایمان درلود، په هدف یعنې اسلام باندې ایمان، د مبارزې په لارې ایمان، په خلکو باندې ایمان او په خدای تعالی باندې ایمان چې له ټولو لوړ و. معظم رهبر په خدای باندې ایمان، په عیني مسائلو او له استکبار سره د مبارزې په مسئله کښې په الهي ژمنو باندې د ایمان په معنا وباله او په دې هکله یې د قرآنِ مجید د څو آیتونو په لوستلو سره وفرمایل: خدای پاک په قرآن کښې یوشمیر ژمنې کړې دي چې بیخي یې خلاف ورزي نه شي کیدې. د سوره محمد په ۷ مبارک آیت کښې یې ژمنه کړې ده او فرمايي: «اِن تَنصُرُوا اللَهَ یَنصُرکُم وَ یُثَبِّت اَقدامَکُم» (که د خدای مرسته وکړئ نو خدای به تاسو ثابت قدمه کړي او ستاسو مرسته به وکړي. څه چې د خلکو په ګټه دي، تل پاتې دي او د اوبو د سر ځګ، ختمیدونکی دی. باطل هم هغه د اوبو د سر ځګ دی... دا الهي وعدې دي او د سوره آل عمران په نهم آیتِ شریف کښې راغلي دي:اِنَّ اللَهَ لا یُخلِفُ المیعاد یعنې خدای به د خپلې ژمنې خلاف ورزي ونه کړي...

امام خمیني په الهي ژمنو ایمان لري او دا په الهي ژمنو باندې اعتماد دی چې په دې لاره کښې د امام کلک ګامونه په حرکت راولي.

امام په خلکو ایمان درلود، د خلکو په عمل او انګیزو او د هغوي په رایو یې اعتماد درلود. په اسلامي جمهوریت کښې د جمهوري کلمه په خلکو باندې د امام د دغه باور له امله وه. د آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په وینا: «امام داسې کس نه و چې د چا د خوشامد په خاطر خبره وکړي، اعتقاد یې درلود به دې وجه یې د ولسواکۍ خبره مطرحه کړه. امام د خپل ژوند په وروستیو کښې وویل چې د ایران وړومبي ولسمشر ته یې راې نه وه ورکړې. خو هم هغه ولسمشر یې تایید کړ چې خپله یې نه منه او راې یې نه وه ورکړې ځکه چې خلکو راې ورکړې وې، د خلکو د رایو لپاره د اعتبار قائل و، دا د امام د فکر بنیاد و».

د ایمان ترڅنګ دویم عامل چې د خپلې لارې په پرمخ بیولو کښې یې د امام مرسته وکړه، امید او هیله وه. د امام په زړه کښې امید یو دائمي عنصر او د خوځښت لامل و چې په رفتار او ګفتار کښې یې له ورایه ښکاریده. دوي په خپلې یوې لیکنې کښې وايي: د مبارزې د کلونو له دورانه واخلې له بریالیتوب نه تر وروسته پورې هیڅکله په ناامیدۍ اخته نه شوم او باوري وم چې کله یو ولس یو څیز وغواړي هغه خامخا کیږي. د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په وینا: «د امام دا امید هم د هغه د ایمان له امله و. کله چې تاسو په یو حقیقي مقصد او په متعال خدای باندې روښانه ایمان ولرئ نو په زړه کښې به مو د امید دا ډیوه بله شي او مړه کیږي نه. امید او ایمان په یو بل باندې اغیزه کوي. ایمان، امید رامینځته کوي او د امیدونو پوره کیدل، ایمان زیاتوي، دا په یو بل باندې اغیزه کوي... امام دغه امید درلود او کوشش به یې کوه».

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د ایران ستر ولس ته په خطاب کښې وفرمایل: په یقین سره نن سبا مونږ ته د امام ترټولو ستره سپارښتنه د هغه د لارې جاري ساتل او د هغه د میراث ساتنه ده. باید هم هغه درې دبدلونونه چې امام په هیواد کښې دننه، د امت په سویه او د نړۍ په سطحه رامینځته کړل، تعقیب کړو. آیت الله العظمی خامنه اي وویل: نن د دغه هدف د پرمخ بیولو لپاره اوزارونه باید له زمانې سره سم، انتخاب شي، په دې کښې هیڅ شک نشته. په اوزارونو کښې بدلون راځي خو جبهه بندۍ او هدفونه نه بدلیږي. د استکبار جبهه، صهیونزم او د نړۍ زورور او تیري ګر قدرتونه نن هم د پرون په شان د ایران د ولس په وړاندې ولاړ دي، البته په نننۍ جبهه بندۍ کښې رامینځته شوی توپیر دا دی چې د ایران ولس لاپیاوړی شوی او هغوي کمزوري شوي دي.

معظم رهبر یادونه وکړه: «کوم څیز چې زمونږو د حرکت په وړاندې د یوې خطرناکې درّې په شان راڅرګندیدې شي، دا دی چې مونږ دغه دښمني... او دغه جبهه بندي هیره کړو. هر کله چې مو هیره کړې، ګوزار مو خوړلی دی. د ایران د ولس ژوند، قدرت، عزت او د کار اصلاح د امام د بدلونونو په تعقیبولو کښې ده، دا بدلونونه ډیر سخت او له بغض او کینې ډک دښمنان لري... که چیرې د ایران ولس د دې دښمن په مقابل کښې حرکت کول وغواړي نو هم هغه سافټ ویر ته ضرورت لري چې د امام په وجود کښې و او خلکو ته یې د هغو سپارښتنه کوله یعنې ایمان او امید».

د اسلامي انقلاب معظم رهبر خلکو ته د ایمان او امید د پیاوړې کولو سپارښتنه وکړه او ویې ویل: د دښمن د حملو هدف هم، هم دا ایمان او امید دی. د دښمنانو پراخه هڅه په دې ده چې د خلکو په تیره بیا د ځوانانو په زړونو کښې د امید ډیره مړه کړي. زمونږ د ملي ګټو ساتنه ډیر سخت دښمنان لري او تر خپله وسه یې کوشش کړی او تر ننه پورې یې کوي. د هغوي وروستۍ کوشش، د تیر کال د مني بلواوې وې.

آیت الله العظمی خامنه اي په دې خبرې سره چې د دغو بلواوو پلاننګ د لویدیځو هیوادونو په فکر خونو کښې شوی دی، څرګنده کړه: «د هغوي پلان داسې و چې فکر یې کوه د اسلامي جمهوریت کار ختم دی... او کوې شي چې د ایران ولس په خپل خدمت کښې راولي. کم عقلو بیا هم تیروتنه وکړه، بیا یې هم د ایران ولس ونه پيژنده. البته د ایران ولس ورته بې پامي وکړه، د هغوي بلنې ته یې هیڅ توجه ونه کړه. متعهد ځوانان په سړکونو او پوهنتونونو کښې د سترو کارونو په ترسره کولو بریالي شول او دښمن یې ناکام کړ. د دښمن پلان خاورې شو خو ټولو ته یې دا خبرداری ورکړ چې د دښمن له چل ول څخه غافل نه شي».

د آیت الله العظمی خامنه اي په وینا، د دښمن کوشش دا دی چې د ستونزو په بیانولو سره ایراني ځوان ناهیلې کړي، حال دا چې ستونزې او مشکلات د هواریدو وړ دي. د مشکلاتو په وړاندې هیله رامینځته کونکې ښکارندې ډیرې زیاتې دي.

به گفته آیت الله خامنه ای سعی دشمن این است با بیان مشکلات جوان ایرانی را ناامید کند. در حالیکه مشکلات قابل رفع است. در مقابل مشکلات، پدیده های امیدآفرین  به مراتب بیشتر است. د ساينس او ​​ټکنالوژۍ په برخه کې د هېواد پرمختګ، د صنعت او کرهڼې د بنسټيزو تاسيساتو رامنځته کول، د ډېرو مهمو ترانسپورتي جوړښتونو رامنځته کول، د افرادو د روزنې په برخه کې د هېواد پرمختګ، په لرې پرتو او محرومو سيمو کې د ساختماني فعاليتونو پلي کول،... په نړیوال سیاست کې وده او ملي ویاړ او د هیواد د پوځي او دفاعي اقتدار په شان حقایق هیله مندوونکي دي؛ داسلامی انقلاب معظم رهبر وفرمایل: دښمن غواړي چې موږ دغه حقایق هیر کړو او زموږ ځوانان له هغو خبر نه شي. دا حقایق د یو روښانه راتلونکي خبر ورکوي: «هیله او امید رامینځته کونکی ټکی دا دی چې د دښمن د دې هر اړخیزې هڅې په وړاندې زمونږ سرشیندونکي مجاهدان، د حرم مدافعان، د بیان د جهاد سخت کوشش کونکي فعالان، د مؤمنانو مرستو ډلې او جهادي کیمپونه دي او دا ټول د هیواد ځوانان دي. له انټرنیټ او ټولنیزو شبکو او د دې دومره خطرونو سره سره، زمونږ ځوانان په دې لاره روان دي. دا ټول هیله مندونکي دي. ان شاءالله د ایران ولس او ګران ځوانان دا بیداري، هوښیاري، انګیزه، ایمان او امید ورځ په ورځ زیات کړي او دښمن له ماتې سره مخامخ کړي».

*/*/*/*/*                                  

 ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه