د لمر په حضور کې (۱۵)
(last modified Mon, 21 Aug 2023 12:16:27 GMT )
Aug 21, 2023 16:46 Asia/Kabul
  • د لمر په حضور کې (۱۵)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د لمر په حضور کې  له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

لکه څنګه چې په تېرو پروګرامونو کې یادونه وشوه، د دښمنانو سیاستونه، په ځانګړې توګه د ظالمانه بندیزونو پلي کول، په ایران کې د انفلاسیون د ودې یو اصلي لامل دی. مهمه پوښتنه دا ده چې دښمنان د دې سیاستونو په خپلولو او د ایران په اقتصاد کې د انفلاسیون په زیاتولو سره کومې موخې تعقیبوي؟ په حقیقت کې، د دې پوښتنې ځواب د انفلاسیون له پایلو څخه دی.

لومړی هدف، د ایران د اقتصادي ودې کمول دي. د انفلاسیون په شرایطو کې، د حقیقي سکټور د ودې ظرفیت کمېږي او د تمې اړخ هم نشي اټکل کېدی. د نغدو پیسو هرډول زیاتوالی کولای شي په ابتدايي توګه د شتمنیو بازار بې ثباته او په پایله کې د نورو بازارونو د بې ثباتۍ لامل هم شي. د اقتصاد په رښتیني سکټور کې شته ګواښ، د اقتصادي ودې د ظرفیتونو کمښت او د هغې پایلې، په ځانګړې توګه د سړي سر عاید کمول او د بې وزلۍ خپرېدل دي.

د اقتصادي ودې کموالی نورې ستونزې او پایلې هم لري. د اقتصادي ودې د کمېدو تر ټولو مهمې منفي اغېزې، د هېواد د اقتصادي ځواکمنتیا او د سیمه ایزو سیالانو ترمنځ د واټن زیاتېدل، د بیا پانګونې لپاره د شته سرچینو کموالی، د سړي سر عاید کمېدل، د ټولنیزې هوساینې کمېدل او د بېوزلۍ زیاتوالی دی، په ځانګړې توګه، د ټولنیزې هوساینې کمول او د فقر زیاتوالی د ټولنیزې بې ثباتۍ سرچینه کېدی شي.

د ایران د اقتصاد پر وړاندې د انفلاسیون د سیاستونو په خپلولو کې د دښمنانو بله موخه، د کورنیو تولیداتو کمول دي. کورنی تولید او اقتصادي وده، د هېواد د اقتصادي فعالیت د اندازه کولو لپاره یو له مهمو شاخصونو څخه دی. په وروستیو کلونو کې د انفلاسیون خورا لوړې کچې، چې د ایران اقتصاد یې ځپلی، دا د "کوچني تولید" په توګه د هېواد د اقتصاد د جلا او متفاوتې ځانګړتیا په توګه معرفي کړ، هغه بهیر چې له یوې خوا په دې وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه د نړیوالو بندیزونو او له بلې خوا د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته، زیات شوی دی، هغه شرایط چې پایله یې د پانګې او تولید کمښت بلل کېدی شي. د ایران پر اقتصاد د پرلپسې بندیزونو په پایله کې، د دغه هېواد سوداګري کمه او په ورته وخت کې ګرانه شوې هم ده.

بل مهم هدف په ایراني ټولنه کې د فقر او نابرابرۍ زیاتول دي. انفلاسیون هم لکه د ډېرو نورو پېښو په څېر، دواړه مثبت او منفي اړخونه لري. د انفلاسیون ترټولو مهمه پایله به د وېش لاره وي. د انفلاسیون په صورت کې، وېش به د لوړ عاید ګروپونو په ګټه ترسره شي او د ټیټ عاید، بېوزلو او ګارګرو ګروپونو په لګښت سره پای ته ورسېږي. انفلاسیون به په هغو کسانو باندې اغیزه کوي کوم چې عاید یې ثابت دی او ورځ په ورځ د دوی د پیرودلو ځواک کموي. خو له بلې خوا دا ګټه هغو کسانو ته رسېږي، چې متغیر عاید لري او د انفلاسیون په رامنځته کولو او د بیو په لوړولو سره، خپل توکي او خدمات په لوړه بیه وړاندې کوي. د بې وزلۍ او نابرابرۍ زیاتوالی په ټولنه کې د نارضایتۍ رامنځته کول دي.

د تولید او پانګونې د بېرته راستنېدو په لیدلوري کې د ناڅرګندتیا او ابهام رامنځته کول د ملي اقتصاد لپاره د انفلاسیون یو بل لګښت دی. په بل عبارت، د ناڅرګندتیا کچې په لوړېدو سره، انفلاسیون د پانګې د کمښت (په ټولو ډولونو کې، په شمول د فزیکي، بشري او پوهې پانګونې) لامل ګرځي او د تولید په وده کې هم د کمښت لامل کېږي.

د شتمنو طبقو په ګټه د شتمنۍ په وېش کې بدلون او د بېوزلو طبقو په زیان هم په اقتصاد کې د انفلاسیون یو له اغیزو او پایلو څخه دی، ځکه چې شتمني د انفلاسیون په شرایطو کې د پیسو د استهلاک د مخنیوي او د کور، ځمکې او ودانۍ د پیرودلو لپاره لوی مقدار پیسو ته اړتیا لري او هغه کسان چې لږ عاید لري، د هغه د پېرلو توان نه لري. له بلې خوا، کله چې انفلاسیون رامنځته شي، بډایه او شتمن کسان (د انفلاسیون ډال) د خپل عاید سره سم اخلي. په پایله کې، غریبان نور هم بې وزله او بډایه نور هم بډایه کېږي او د انفلاسیون په دوام سره، د ډیسکونو ترمنځ د شتمنیو واټن زیاتوي. د ايران د اسلامي جمهوريت دښمنان دې پایلې ته رسيدلي چې د ايران پر وړاندې د انفلانسیون سياستونو په خپلولو سره، د طبقاتي تفرقې د غوړولو او د ټولنيزې ناامنۍ بنسټ رامنځته کولاى شي.

بې له شکه، د دښمنانو یو له اصلي هدفونو څخه، د نظام د ټولنیزې سرمایې کمزوري کول دي. ټولنیزه سرمایه ډېری اړخونه او برخې لري، چې د ټولنې له کلتور سره سمون لري، هغه برخې لکه باور، په مدني بنسټونو کې ګډون، له نورو سره مناسبې اړیکې، ژمنتیا، مسئولیت، همکاري او نور. څېړونکي په دې باور دي چې د ټولنیزې پانګې ترټولو مهمه برخه، باور او اعتماد دی. فوکویاما، ټولنیزه پانګه په ټولنیزو سیسټمونو کې د هنجارونو ټولګه تعریفوي، چې د ټولنې د غړو ترمنځ د همکارۍ کچه لوړوي او د تبادلې او ارتباطي لګښتونو کچه ټیټوي. د ټولنې د غړو له نظره، د انفلاسیون زیاتوالی د پالیسیو په ترتیبولو کې د حکومت د بې کفایتۍ په معنا دی. د انفلاسیون په چټک زیاتوالي سره د خلکو د پیرودلو ځواک کم شوی او له همدې امله، د خلکو د پیسو د ملکیت حق تر پښو لاندې کېږي.

د انفلاسیون کچه په دې علت چې د مالیکیت حقونه نقضوي، د اقتصادي لوبغاړو ترمنځ به باور کم کړي. کله چې انفلاسیون په چټکۍ سره لوړېږي، د خلکو او حکومت ترمنځ باور له منځه ځي او تر ټولو مهمه دا چې د خلکو ترمنځ هم اړیکې خورا ستونزمنې او ګرانې کېږي.

د انفلاسیون زیاتوالی د راتلونکي په اړه د یو ډول ویرې د رامنځته کېدو لامل کېږي، داسې چې خلک اندیښمن دي چې سبا به څه پېښېږي او د دوی راتلونکی مسلک او ژوند به څنګه وي. په داسې حالت کې په هېواد کې د ناامنۍ او ولسي پاڅونونو احتمال شته او دا هغه مساله ده چې د ایران دښمنان پرې حساب کړی دی.

وروستی ټکی دا دی چې د اقتصادي ودې کموالی، د کورنیو تولیداتو کموالی، د فقر او نابرابرۍ زیاتوالی، د طبقاتی تشې زیاتوالی، د راتلونکې په اړه د بې باورۍ رامنځته کېدل او د ټولنیزې پانګونې کموالی، د اسلامي جمهوریت د دښمنانو له نظره په نهایت کې د داخلي بغاوتونو او د حکومت او خلکو تر منځ د واټن د لا ژورېدو لامل دی. په حقیقت کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د دښمنانو ترټولو مهم هدف، د ایران پر اقتصاد باندې د انفلاسیون په لګولو سره، د حکومت له دننه څخه کمزوري کول او د لوېدیځ له سیاستونو سره د موافقې لپاره دباو اچول دي. البته باید وویل شي چې د سیاست او اقتصاد په ډګر کې رامنځته شوې جوړښتي ستونزې او تېروتنې هم له دښمنانو سره د د دوی د سیاستونو او اهدافو په تعقیبولو کې مرسته کړې ده.

ژباړه: زماني