ځلانده یون (۱۹)
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i138792-ځلانده_یون_(۱۹)
اقتصاد یوټاکونکی مهم ټکی دی . پیاوړی اقتصاد د هیواد د سلطه نه منلو او نفوذ نه منلو مهم عامل او د قوت ټکی دی او کمزوری اقتصاد د غلیمانو د لاس وهنې ، سلطې ، د نفوذ د زمینې برابرولو ټکی دی .
(last modified 2023-09-21T04:02:30+00:00 )
Sep 20, 2023 09:59 Asia/Kabul
  • ځلانده یون (۱۹)

اقتصاد یوټاکونکی مهم ټکی دی . پیاوړی اقتصاد د هیواد د سلطه نه منلو او نفوذ نه منلو مهم عامل او د قوت ټکی دی او کمزوری اقتصاد د غلیمانو د لاس وهنې ، سلطې ، د نفوذ د زمینې برابرولو ټکی دی .

 

د رهبرۍ ستر مقام په وروستیو ۱۵ کلونوکې ۱۴ کلونه د کال شعار په بشپړه اقتصادي وټاکل او یا د کال شعار یوچورلیز یې د اقتصاد موضوع وګرځوله . حضرت امام خامنه ای د اسلامي انقلاب د دوهم ګام په بیانیه کې هم د اقتصاد مقولې ته ځانګړې پام در لوده .

داسلامي  انقلاب ستر لارښود د 1402 کال شعار د انفلاسیون کنټرول او د تولید وده  نومولې. دغه موضوع له هر څه زیات د دو ټکیو بیانونکی ده . لومړی دا چی د رهبرۍ ستر مقام د خلکو د معیشت اندیښنه او دغدغه لری چی د زیاتې ګرانۍ له امله تاواني شوی دي . دوهم دا چی د انقلاب معظم لارښود هماغه راز د اقتصاد په پیاوړی کولو ټینګار درلودلی دی او په دې باوردی چی د تولید وده به د بهرنیو دباونو په وړاندی د اقتصاد د پیاوړتیا سبب شی . د رهبرۍ ستر مقام د دوهم ګام په بیانیه کی ځینې سپارښتنې کوي  او فرمایی  اقتصاد یوټاکونکی مهم ټکی دی . پیاوړی اقتصاد د هیواد د سلطه نه منلو او نفوذ نه منلو مهم عامل او د قوت ټکی دی او کمزوری اقتصاد د غلیمانو د لاس وهنې ، سلطې ، د نفوذ د زمینې برابرولو ټکی دی .

بله مهمه موضوع دا ده چی د اسلامي انقلاب معظم لارښود د ګرانۍ وده د هیواد د اقتصاد یو مهم تاوان یادوی . دغه موضوع یو ډول د دوهم ګام په بیانیه کی هم راغلی ده . هغو د دوهم ګام په بیانیه کی فرمایلی دی ، تر ټولو مهم عیبونه تیلو پورې د اقتصادی اړوند والې ، د اقتصاد د هغو حکومتی والی چی د دولت په دندو کې ندي شاملې ،  بهر ته کتنه ، داخلي ظرفیت او توان ته نه لیدل ، د هیواد د انساني ځواک له ظرفیته کمه استفاده ، کمزوری  او ناانډوله بودجې جوړول ، د اقتصاد د اجرایی سیاستونو بی ثباتی ، د لومړیتوبونو نه رعایتول او په حکومتي ادارو په ځینو برخو کې  د زیاتواو حتی اسراف کونکیو لګښتونو شتون دي . د دغو نتیجه د ځوانانو د بیکارۍ ، په کمزوری پرګنې کې د عایدو بی وزلی او دغسې  نور مشکلات د خلکو د ژوند ستونزې دي .

یادو شویو مطلبونو ته په پام سره ویلی شو د ۱۴۰۲ کال شعار اوهمداراز د تیرو کلونو شعارونه د دوهم ګام د بیانیې په محتوا سره غږمله او دوام کې غوره شوي دي .

د اسلامي انقلاب د دوهم ګام په بیانیه کی درې نور مهم ټکي موجود دي چی د ۱۴۰۲ کال له شهار سره نیغ په نیغه ارتباط لري . دلته ورته اشاره کوو .

۱:د هیواد د مادی فرصتونو اوږد لیسټ

حقیقت دا دی د ایران اسلامي جمهوریت په دنیا کی یو شتمن هیواد دی . په عین حال کی د هغه اقتصادي مشکلات او مسایل په تیره بیا د بایکاټونو او ناوړه مدیریت له امله زیات شوي دي . ایا دغه موضوع د هیواد له راتلونکی د ناهیلۍ په معنا ده ؟په پریکنده توګه ځواب یې منفی دی ځکه چی د انقلابی دولت په راتلو سره چی په مقاومتی اقتصاد بارو لری ،د هیواد د مادي فرصتونو له اوږده لیسټ  د اقتصادي مشکلاتو د کمولو او د اقتصادي ودې په لاره کې د حرکت لپاره ګټه پورته کولای شی . د رهبرۍ سترمقام د دوهم ګام په بیانیه کی په دې اړه فرمایلی دی ، د هیواد مادي فرصتونه هم اوږد لیسټ لري او له هغو ګټه پورته کول ملی عایدات ډیر زیاتولی او هیواد شتمن ، بی نیازه او په واقعی معنا په ځان باور درلودونکی کولای شی او همداراز اوسني مشکلات ختمولای شي . ایران د نړۍ په یو فیصد نفوس درلودلو سره د نړۍ ۷ فیصده معدني زیرمې لري . عظیمې مځکې لاندې زیرمې ، د ختیځ او لویدیځ  ، شمال او جنوبب ترمینځ استثنایی جغرافیایی موقعیت ، اوږده سمندری ساحلونه ، د باغونو او کرهڼې  په متنوع محصولاتو سره ښیرازه مځکه ، ستر ملی بازار ، په ۶۰۰ میلیون نفوسو سره د ۱۵ ګاونډیو درلودل ستر سیمه ایز بازار د هیواد د ظرفیتونو برخې دي ، ډیر ظرفیتونه لاس نه خوړلي پاتې دي . ویل شوی دی چی ایران له طبیعي او انساني نه استفاده شویو ظرفیتونو له نظره د نړۍ په لومړئ رتبې کې دې . بی شکه تاسو زیارکښ او مومن ځوانان به وکولای شو دغه ستر عیب لیری کړو . د لرلید دوهمه لسیزه باید له تیرو بریاو په ګټه پورته کولو د تمرکز وخت او هم نه استفاده شویو ظرفیتونو وی او د ملي اقتصاد او تولید دبرخی په شمول د هیواد پرمختګ لوړتیا ومومي .

د دوهم ګام له بیانیې دغه ټکي د اسلامي ایران په اقتصاد کې د تولید د ودې ممکن کیدا ښودنه کوی .

۲:د تولید وده د خلکوپه ژوند مثبت اغیز لری

دوهمه موضوع دا ده چی د رهبرۍ ستر مقام د دوهم ګام په بیانیه کی په دغې اعتراف لری چی پیاوړی اقتصاد اسلامی ټولنې ته د بڼه ورکولو لپاره مهم عامل دی . زیات  او کیفیت لرونکی تولید هم پیاوړی اقتصاد ته د رسیدا یو اساس او بنیاد دی . د دوهم ګام په بیانیه کی راغلی دی ، د انسان په معنویاتو او مادیاتو کی بې وزلی لاو بډایه توب اغیز شیندی . البته اقتصاد د اسلامي ټولنې هدف ندی خو هغه وسیله ده چی له هغې پرته هدفونو نشی رسیدل کیدلای . د هیواد د خپلواکه اقتصاد په پیاوړتیا ټینګار چی په زیات او کیفیت لرونکی تولید ، عدالت چورلیزه ویشلو ، په اندازې او بی اسرافه مصرف او ځیرو مدیریتي اړیکو ولاړ دی  او په وروستیو کلونوکې زما لخوا په ځلونو تکرار او پرې ټینګار شوی دی ، د همدغه حیرانونکی اغیز په خاطر دی چی اقتصاد د ټولنې په ننۍ او راتلونکی ژوند اغیز شیندلی شی .

په بله وینا د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په څرګندونو کې  له یوې بی وزلی د خلکو د معنویت په کمزورتیا کی عامل بیانیږی او له بل پلوه زیات تولید یا هماغه د تولید وده د خپلواکه اقتصاد یوه ستنې ده .

د مشکلاتو حل لاره ، مقاومتی اقتصاد دی

د اسلامي انقلاب معظم لارښود د دوهم ګام په بیانیه کی په جوته فرمایی چی د دغو ستونزو حل لاره د مقاومتی اقتصاد سیاستونه دي چی باید د هغه د ټولو برخو لپاره اجرایی پرواګرامونه برابر او په قدرت او  کاری تاندوالی  ، د مسولیت  په احساس سره په حکومتونو کې تعقیب او اقدام وشی . بی شکه د مقاومتی اقتصاد د تحقق یوه زمینه د داخلي تولید مقولې ته ځیرتیا او پام دی . د تولید وده له یوه محصولی اقتصاد د تیریدا په معنا دی چی د ایران د اقتصاد یو جوړښتی تاواندی . د تولید وده د هیواد داقتصاد دغوړیدا او د بیکارۍ د ستونزې د کمولو او په تیره بیا له بهرنی دښمن د خلکو دژوند اغیز نه منلو په معنا دی .

په پای کی باید ووایو چی د ۱۴۰۲ کال شعار ام همداراز د تیرو کلونو شعارونه ښی چی د  رهبرۍ ستر مقام امام خامنه ای د کال شعارونه په اګاهانه ډول د اسلامي انقلاب د دوهم ګام د سټراتیجۍ په چوکاټ کی غوره کوي . خپلواکه اوقوی اقتصاد ته رسیدا د انقلاب د دوهم ګام په بیانیه د ایران د اسلامي جمهوریت یوه مهمه ستراتیجۍ  ده . مذبوت اقتصاد ته د رسیدا لپاره باید لومړی په ټولنه کی ګرانۍ کنټرول شی او بیا د تولید په ودې سره د پیاوړی اقتصاد الزامات برابر شي . د رهبرۍ ستر مقام ډیر ښه پوهیږی چی د خلکو د اقتصادي رضایت رامینځته کول او په اقتصادی ودې سره هم  اجتماعي پانګه  هم لوړیږی او هم د اسلامي انقلاب پرضد د دښمنانو دسیسې شنډیږي او نوی اسلامی تمدن ته د بڼه ورکولو امکان برابریږی .پای