د کال شعار د انفلیّشن پيزواني کول او د تولید وده
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i141778-د_کال_شعار_د_انفلیّشن_پيزواني_کول_او_د_تولید_وده
د تهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټي سایټ  خوږو مینه والو په دې شیبو کې د 1402 لمریز کال د شعار  په مناسبت  له ۲۷مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو. نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي....
(last modified 2023-11-19T03:37:55+00:00 )
Nov 19, 2023 07:40 Asia/Kabul
  •  د کال شعار د انفلیّشن پيزواني کول او د تولید وده

د تهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټي سایټ  خوږو مینه والو په دې شیبو کې د 1402 لمریز کال د شعار  په مناسبت  له ۲۷مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو. نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي....

    دوستانو لکه څنګه چې خبر ئې دغه لړۍ  د ۱۴۰۲لمریز کال د  شعار یعني د انفلیّشن د کنټرولولو او د تولید د ودې  په باب د بالقوه امکاناتو او فرصتونو په اړه ځینی مطلبونه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو، نن  هم ستاسو په خدمت کې یوو. نن سبا جیو پولیټيکي موقعیّت د هیوادونو لپاره یو ترټولو مهم امتیاز حسابیږي چې په مختلفو حوزو او شکلونو کې د اقتصادي ودې لپاره له دغه موقعیّته استفاده کیږي.د ایران اسلامی جمهوریت له یوه ځانګړي جیو پولیټيک موقعیّته برخمن دی،چې هم د تولید د ودې لپاره یو فرصت دی او هم دغه موقعیّت د هغو لپاره له دنیا سره د ارتباط  امکان برابروي .ایران د خپل ټرانزیټ او سترو لارو د موقعیّت په واسطې سره د متقابلو سیمو په مینځ کې واقع دی.ایران د نړۍ د انرژۍ د مصرف او تولید دچورلیزونو په مرکزي چورلیز کې دی،په عمودی شمال-جنوب چورلیز کې،دا د فارس خلیج او منځنۍ آسیا او قفقاز د انرژۍ د دوو سرچینوپه مرکز کې موقعیت لري،او په ختیځ –لویدیځ چورلیزکې،دا د دوو انرژيو د مصرفونکو سیمو په مرکز کې موقعیت لري.په ختیځي اسیا او اروپا کې،دا په دې معنی چې ایران په ویش کې یو ممتاز موقعیّت لري.

 د ایران اسلامی جمهوریت نړیوالو سمندری اوبو ته لاس رسی لری،د هرمز تنګی کنټرول، ددنیا یو ترټولو مهم سټراټژيک تنګی په توګه، په اختیار کې لري،له کابو پنځلسو هیوادونوسره ګاونډی دی،د سیمې په سویه  او په  داخل کې له سټراټژيکې ژورتیا برخمن دی او داسې  نور .....په همدې لړ کې په ایران کې د آب وهوا ډولوال او د وَچې او ګرَمو دښتو موسم ،غرنیو  او مرطوبو سیمو ته هم اشاره کولی شو چې  په هغو کې ئې د ټوریزم،کرهڼې او باغونو د محصولاتو د ډولونو  په تولید کې ډولوالی ورکړی دی.د ټاټوبی له پلوه هم ایران  له  اتو هیوادونو سره مځکنۍ پولې لري او له  اوو نورو هیوادونو سره  هم دسمندری  پولو په واسطې سره ګاونډی حسابیږي چې ددغه موقعیّت په وسیله،ددغو هیوادونو د څه دپاسه 650میلیوني آبادۍ  له بازار سره تماس ټینګولی شي .په  حقیقت کې په تولید کې نسبي امتیاز د صادراتو په تیره بیا  له ګاونډیو هیوادونو سره د لازیاتو صادراتو زمینیه برابرولی شي.

       د ایران اسلامی جمهوریت نن سبا څه دپاسه اتیا میلیون آبادي لري.د هیواد د څه دپاسه اتیا میلیون نفوسو د مصرف بازار د داخلی تولیدد پياوړتیا او ودې لپاره بالقوه او مناسب ظرفیّت دی.په حقیقت کې له دغه بازار او دهغو له پوټينشلونو سره سره،هیله مند کیدلی  شو چې که کیفیّت لرونکي  او ښه شیان  وړاندې شي، نو دنه غوښتنې له  هیڅ دول   مشکل سره به مخ  نه شي. په بله معنا،د بازار ظرفیّتونه،د هیواد لازیات نفوسو  او ددغه آبادۍ ترکیب ته په پام سره  چې زیاتره ځوانان دي  او لازیاتې اړتیاوې لري،داخلی تولیدونکو او پانګوالو ته  دا ډاډ ورکوي چې که دوي د بازار اړتیا په ښه ډول تشخیص کړي  او د  خپل تولید کرښې  دغو اړتیاؤ  ته دځواب وئيلو په لړ کې وکاروي، نو  په عامیانه تعبیر سره ،شیان به د دوي په لاس کې پاتې نشي  او وبه پلورل شي.  په همدې لړ کې ، باید یادونه وشي چې  د مذهبی مناسبتونو ، شب یلدا ،د نورو ز د  اختر  لرغونو دستورو  او داسې ځینو نورو مناسبتونو پشمول  د مونږ په ملی دود او دستور  او په کلتور کې  دځينو خاصو  شپو ورځو او دستورو شتون ،  چې په هغو کې د اخستو لپاره د  غوښتې اندازه ډیره زیاتیږي ، هم  یو مناسب  موقعیّت او ظرفیّت دی څو داخلی پانګوال  د دوي د جاذبو او  اړتیاؤ په لازیات درک سره  د داخلی  تولید د ودې لپاره  اقدام وکړيږ په عین حال کې، بهرني بندیزونه هم  که څه هم  د هیواد دصنعت په وړاندې یومهم ګواښ دی ،خو  په عین حال کې یو عامل دی چې  سبب کیږي، د ایران آبادي،کیفیّت لرونکو او ښو داخلي  تولیداتو او شیانو څخه استفادې ته مخه کوي.

        په نړیوال اقتصاد کې د ایران یو بالقوه ظرفیت د ځینو شیانو په تولید کې  د نسبي ا متیاز لرونکی دی، داسې چې  ایران د نړۍ د نورو هیوادونو په نسبت  په کابو څلویښتو شیانو کې  له نسبي امتیازه برخمن دی .ددغه شان ظرفیّت په درلودلو سره، هم په دغو حوزو کې  هم د کیفیّت له نظره او هم د کمیّت له نظره،د تولیدي توان پر پیاوړي کولو په پانګونې سره،تل دوامدار کارروزګار رامینځةکولی شی . ځکه  په دغو حوزو کې د ایران نسبی امتیاز نور هیوادونه  له ایرانه د شیانو اخستو ته  م جبوره کیږي او  دغه شیان  د داخلی تولیدونکو په لاس کې نه پاتیکیږي.د یادولو وړ ده چې د سیمټو، پيټروکیمیکل محصولاتو،تیلی تولیداتو،او د کرهڼيزو محصولاتو او لومړنیو موادو   په څیر  له معدنی  محصولاتو او صنائعو  سره اړونده  دي. په دې مینځو میان کې  زعفران،پِسته،د وسپنې  پلیټونه، ژوندي  حیوانان  یا ډَنګر، آبی کولرې، کاربونیټ ، سلفیوریک ایسډ، کبان، خرما،له فولادو او وسپنې څخه جوړ شوي شیان ، مامیز، ګیس ، ډبرین سکورۀ، وچ شوي انګور، مس ، مټانول  او پلاسټک، سنګ مرمر او   درملیز وازلین ، شنې سپِرکئ او داسې نور ډير شیان  د ایران ترټولو مهم صادراتي شیان دي چې په نړیواله سویه  نسبی م امتیاز  لري. د مثال په توګه، یوازې  ایراني زعفران چې ځان ته د نړۍ د زعفرانو دتولید څه دپاسه ۹۵ فیصدي برخه  صادروي،د نړۍ ۴۵هیوادونو ته صادریږي. دداخلی لازیاتو تولیداتو د زمینې   نسبی امتیاز څخه استفاده  او په نتیجې  کې  به د لازیاتو صادراتو او  لوړ عایداتو  زمنیه برابره کړي .  او پوه بنسټه شرکتونه هم په دې زمینې کې ډيره مرسته کولی شي.

                دوستانو د دغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نوله له دې مخکې چې  تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو، باید ووایو چې دتهران ریډیو د انټرنیټي سایټ ایدریس     PARSTODAY.IR/PS  هم درسره نوټ کړئ  او له خپلو ملګرو او نورو خپلوانو سره ئې هم شریک کړئ،تاسو زمونږ په  دغه انټرنیټي سایټ باندې تر ټولو وروستي سمیه ایز او نړیوال  خبرونه، تبصرې، راپورونه مرکې  او ډول ډول روغتیائي،سپورټي ،ټولنیز او اقتصادي  خبرونه هم کتلی شئ او دغه راز د ستاسو په خپلو خطونو،پیغامونو ،شعرونو،ښو ښو لیکنو او غږیزو پیغامونو مشتمل هرکله راشه  پروګرام هم آوریدلی شئ ،نو تر بل وخت  پورې  سرلوړي او سوکاله ووسئ.     

(سیماب)

***********************************************