نوښتونه ۱۰۵
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i143836-نوښتونه_۱۰۵
په دغه خپرونه کې به هم په تېره اوونۍ کې په ایران کې د نویو عملي، فوځي، سپورټي، فرهنګي او هنري لاسته راوړنو په هکله تاسو ته معلومات درکړو.
(last modified 2023-12-27T06:51:05+00:00 )
Dec 27, 2023 11:17 Asia/Kabul
  • نوښتونه ۱۰۵

په دغه خپرونه کې به هم په تېره اوونۍ کې په ایران کې د نویو عملي، فوځي، سپورټي، فرهنګي او هنري لاسته راوړنو په هکله تاسو ته معلومات درکړو.

د خپرونې په سر کې د ایران د ځوانانو د نویو سپورټي لاسته راوړنو او ویاړونو په هکله معلومات وړاندې شي او بیا به ورشو فوځي او علمي لاسته راوړنو ته.

د لیندۍ د میاشتې له دوهمې بیا تر څلرویشتمي نیټې پورې،د ځوانانو د وزن پورته کولو سیالۍ د مکزیک د ګوادالاخاری په ښار کې تر سره شوې. دغو سیالیو کې د ایران پهلوانانو د سرو زرو او د سپینو زرو مډالونه تر لاسه کړل.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ځوانانو ټیم د وزن د پورته کولو په دغو سیالیو کې ټوله  ۶۶۰    نمرې تر لاسه کړي، همداراز ایراني ځوانانو   ۵ د سرو زرو، ۹ د سپینو زرو او یوه د ژیړو مډالونه هم ګټلې دي، دا پنځم ځل دی چي ایران د نړۍ د ځوانانو د وزن پورته کولو په سیالیو کې اتلولي تر لاسه کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ماهرین د دوو نویو توغندیو په جوړولو بریالي شول، دغې توغندی له هوا څخه توغېدایشي او له څلور بیا تر ۱۷ کیلومټرو لیري واټن کې له کروز توغندیو او بې پیلوټو الوتکو سره مقابله کوي، یادې توغندی تولید پړاو ته چمتو شوي او په نژدې راتلونکو کې به مخکتنه ورڅخه وشي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قومندان امیرالبحر علیرضا تنګسیري په دې اړه وایي:  د سپاه د سمندري ځواک توغندوي وړتیاوې نړۍ کې بې سارې دي، زمونږ توغندی د مصنوعي ځیرکتیا په مټ تر ۲ زره کیلومټره لیري اهداف په کره توګه په نښه کولایشي.

هغه زیاته کړه: نن سبا د متعال خدای په فضل او د شهیدانو په برکت سره د جنګي کښتیو د جوړولو په ډګر کې مو مهم ګامونه اوچت کړي دي، چي د شهید سلیماني، شهید صیاد شیرازي او شهید حسن باقري جنګي کښتۍ د همدغو اقداماتو په پایله کې جوړې شوي دي.  زیات سرعت او زیات دوام  د دغې جنګي کښتۍ له ځانګړنو څخه دي، دغې جنګي کښتۍ د کورنیو ماهرینو په لاس جوړې شوې دي چي په نړۍ کې بې سارې ده او د دغو جنګي کښتیو سرعت د امریکایي جنګي کښتیو په پرتله درې چنده زیات دی.

تنګسیری وویل: مونږ ورځ تر بلې خپله وړتیا او طاقت زیاتوو، او د ایران د امنیت په ساتلو او پرمختګ کې د شپې او ورځې کار کوو، د ایران خلګ دې پوه شي چي د دې خاورې بچیان به د دښمنانو د تمې سترګې ورته ړندوي.

د دیلمان جنګی کښتۍ د ایران د دفاعي لاسته راوړنو تر ټولو وروستۍ بېلګه ده، دغه جنګي کښتۍ د سمندري ځواکونو شمالي بېړې سره یوځای شوه، دیلمان کښتۍ د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ د سمندري ځواکونو له خوا ډیزاین او د هغوی تر نظارت لاندې جوړه شوې ده، د یادې کښتۍ د ډیزاینرانو د ټیم غړی داود قلیزاده ، وایي: له نورو جنګي کښتیو سره، د ډیلمان توپیر د هغه په جوړښت کې ده، ډیلمان کښتۍ د رادار ضد دی، او په رادار کې نه ښکاري او تر ۱۵۰۰ ټنه پورې وزن لري. د ډیلمان د کښتۍ رادار څلور اړخیزه وي او ۴۰۰۰ آرایې لري.

.تفاوت دیگر ناوشکن دیلمان با سایر شناور‌های کلاس موج در استفاده از دکل راداری پیشرفته است . دکل  چهار وجهی چشم عقاب روی آن نصب شده که هر وجه آن دارای ۱۰۰۰ آرایه است که مجموعاً دارای ۴۰۰۰ آرایه (Array) است.

د هغه په وېنا د ډیلمان د کښتۍ رادارونه، په یو وخت کې له ۱۳ اهدافو سره نښته کوي او په هممهاله توګه ۱۰۰ هدف کشفولای شي او د الکټرونیک خارپار په وړاندې مقاومت لري. د ډیلمان د جنګي کښتۍ رادار تر ۲۰۰ کیلومټرو پورې لیري جنګي الوتکې، چورلکې، بې پیلوټې الوتکې او توغندی کشف او په نښه کولایشي.

امیر البحر قلی زاده همدارنګه جوته کړه: دې ته په کتو سره چي د ایران د اسلامي جمهوریت سمندري ځواکونو د یوه کال په موده په نړیوالو اوبو کې دوامداره ماموریت تر سره کوي، د دیلمان د جنګي کښتۍ د تېلو د ټانکۍ ظرفیت مو زیات کړی دی.

 

د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ عمومي قومندان امیر موسوي هم په دې اړه وایي:  د متعال خدای شکر ادا کوو چي په خزر سمندر کې مونږ له شمالي بېړۍ سره د ډیلمان د یوځای کېدو کتوونکي وو، دغې لویې لاسته راوړنې، د اسلامي ایران د فوځي او علمي وړتیاو بېلګه ده چي د اسلامي انقلاب په برکت تر لاسه شوې ده.

ایت ا... خامنه ای د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ له سمندري ځواکونو سره په کتنه کې د هغوی پرمختګ د پآم وړ باله او وفرمایل: یوه ورځ دا ګومان هم نه کېدی چي د ایران سمندري ځواک په خزر سمندر کې د حضور امکانات ولري، لیکن اوس د خزر د سمندر په سواحلو کې کښتۍ جوړیږي.

اوس هم د قدس شریف په نامه یوه ارکسټرال واورئ چي د طوفان الاقصی د عملیات په درنښت کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ټلویزیونې او راډیویې نشراتو په سازمان کې تر سره شو.

د دې ارکسټرال شعر علیرضا قزوه تر سره کړی او اهنګ یې هم فریدون ناصر جوړ کړی چي د حسین شریفي په مشری او د ملی رسنۍ د ارکسټر سمفونیک له خوا اجرا شوه او د غزې حماسه پنځوونکی ولس ته وړاندې شو.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ټلویزیونې او راډیویي نشراتو د سازمان مشر پیمان جبلي، د ملي رسنۍ د موسیقۍ، ترانې او شعر مرکز او په تېره بیا د ارکسټر سمفونیک څانګه یې یوه ارزښناکه هنري میراث وباله او د ارمنی هنرمند لوریس چکناواریان د (ایران) نومې او د فریدون ناصري (قدس شریف) نومې دوې هنرې قطعو ته په اشارې سره، وویل: دا دوې هنرې قطعې د موسیقۍ، ترانې او شعر مرکز له نویو تولیداتو څخه دي  چي له حماسي فضا سره په تناسب کې جوړ شوي او د غزې د ولس د ویاړمن مقاومت یادونه کوي، په تېره دوهمه قطعه چي د (راه قدس) د پخوانی قطعې له مخې جوړه شوې ده، په اصل کې راه قدس قطعه څو لسیزه مخکې د خدای بخښلی ناصري له خوا جوړه شوې وه.

عزیزانو د لیندۍ د میاشتې ۷ د هغه لوی ایرانی ساینس پوه له شهادت سره، سمون خوري چي له دفاعي ډګرونو نیولې بیا تر روغتیایي ډګرونو پورې په مختلفو برخو کې  د ټکنالوژی او علمي پرمختګ لپاره یې کوټلي ګامونه اوچت کړي وه.

شهید محسن فخري زاده د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع وزارت یو وتلی ساینس پوه وو، هغه د ایران د فیزیک د څېړنیز مرکز مشر هم پاته شوی وو. دغه وتلی ایرانی ساینس پوه د اسرائیل د رژیم د موساد د استخباراتي ادارې له خوا ټرور شو او په شهادت ورسېدی. د فخري زاده نوم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بندیز لیست کې هم شامل وو، د امریکا فورن پالیسۍ نشریې د شهید فخري زاده نوم یې د نړۍ د ۵۰۰ وتلیو او ځواکمنو شخصیتونو په ډله کې راوستي وه، د اسرائیل د رژیم لومړي وزیر نتانیانو په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په یوه خبري غونډه کې دوه ځلي د فخري زاده نوم یاد کړی وو او ویلي وه چي د ډآکټر محسن فخري زاده نوم په یاد وساتئ، (یعني هغه به مونږ له مینځه یوسو) اسرائیل رژیم، امریکا او د امنیت شورا په دې خاطر له شهید فخري زاده سره، دښمني کول چي هغه یو وتلی ساینس پوه او یو استراتیژیک مدیر وو او د ایران په علمي او ټکنالوژیک پرمختګ کې زیات رول درلوده. د شهید فخري زاده علمي فعالیتونه یوازې په دفاعي او ایټمي برخو پورې محدود نه وو، هغه په نورو برخو کې هم لاسته راوړنې درلودلې دي او د مختلفو پروژو مدیریت یې په غاړه وو.

د ایټمي وړانګو د څرګندولو د ټکنالوژی وده، د اسرائیل د رژیم د اقداماتو د کشفولو په موخه د کیهانی نوټرونونو څرګندونه، د کرونا د تشخیصي کیټونو جوړول، د دښمن بې پیلوټو الوتکو د کشف لپاره د لیزري سیسټم جوړول، په هیواد کې د ایټمي دفاع د رامینځ ته کولو نوښت، د اکوسټیک څېړنتون جوړونه او د کرونا ضد واکسن جوړېدا، د شهید فخري زاده د علمي لاسته راوړنو او فعالیتونو ځینې بېلګي دي. د محسن فخري زاده په شهادت سره، ایران خپل یو تر ټولو وتلی ساینس پوه له لاسه ورکړ، خو دا چي له شهادت څخه مخکې لا مشهور نه وو او څوک یې په اړه معلومات نه لرل په دې معنا ده چي ایران داسي نور ساینس پوهان هم لري چي نه غواړي اشوا شي.