د ایران معاصر ویاړونه ۲
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i145180-د_ایران_معاصر_ویاړونه_۲
په دغه برخه کې به د ایران د اسلامي جمهوریت د یوه لوی ساینس پوه سعید کاظمي اشتیاني سره بلد شو.
(last modified 2024-01-23T11:11:55+00:00 )
Jan 23, 2024 15:40 Asia/Kabul
  • د ایران معاصر ویاړونه ۲

په دغه برخه کې به د ایران د اسلامي جمهوریت د یوه لوی ساینس پوه سعید کاظمي اشتیاني سره بلد شو.

عزیزانو د ایران د معاصرو ویاړونو څخه نن تاسو ته داکټر سعید کاظمي اشتیاني معرفي کوو، شاید تاسو نوم اورېدلی نه وي خو اشتیاني یو داسي لوی ساینس پوه وو چي هم په ایران او په بهر کې یو پېژندل شوی علمي څېره وو، هغه د بنیادي حجراتو او د شنډو مېرمنو د درملنې په ډګر کې لوي خدمتونه کړي دي، هغه د جنیټکز په زمینه کې پي اچ ډي درلوده او په ایران کې یې د رویان د څېړنتون په جوړولو سره  د بنیادي حجراتو او د تولید مثل په ټکنالوژی کې د ایران په پرمختګ کې د پام وړ رول ولوبول.

دغه لوی ساینس پوه په ۱۳۴۰ لمریز کال کې په تهران کې وزېږېدی، د هغه ځواني د اسلامي انقلاب د مبارزاتو له پړاو سره، هممهاله شو، اشتیاني په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د فیزیوټراپي په زمینه کې د ایران د طب په پوهنځي کې شامل شو، د اسلامي انقلاب پر مهال او بیا په ایران باندې د عراق د بعث د رژیم د یرغل په وخت کې اشتیاني جبهې ته لاړ او د تحصیل له ډګره لیري پاتي شو، بلاخره ۱۱ کاله وروسته، په ۱۳۶۹ لمریز کال کې هغه د فیزیو ټراپی په زمینه کې ماسټري تر لاسه کړه.

په ۱۳۶۰ لمریز کال کې اکثره پیسې چي له ایرانه وتلې د زړه د ناروغیو او د شنډو مېرمنو د علاج پورې تړاو درلوده او ګڼ شمېر ناروغانو د علاج لپاره بهر تلی او له ځان سره یې په زرګونه ډالرې پیسې وړلې، سعید کاظمي اشتیاني دې مسالې ته په کتو سره، د شنډو مېرمنو د علاج په فکر کې شو، په دې خاطر له فیزیوټراپی نه خپلې څېړنې جنیټیک ته واړولې او خپله رشته یې بدله کړه او په هیواد کې یې د شنډو د درملنې لپاره یو تحقیقاتي مرکز جوړ کړ.

داکټر کاظمي له زیاتو هلو ځلو وروسته، د رویان د څېړنتون بنیاد کښېښوده چي بیا وروسته، په یو لوی تحقیقاتي مرکز باندې بدل شو، اوس د بنیادي حجراتو په زمینه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د پام وړ پرمختګ د اشتیاني د هلو ځلو په خاطر دی.

دغه څېړنتون د تولید مثل او بایو ټکنالوژی په ډګر کې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د داکټر کاظمي اشتیاني په مدیریت سره، کار پیل کړ.  یوه کال وروسته، د رویان څېړنتون د ivf په طریقې سره، د لومړی ماشوم د زېږېدو لپاره د زمینې په برابرولو بریالی شو، اوس دغه مرکز دومره پرمختګ کړي چي هر کال د زرګونو شنډو مېرمنو او نارینه و علاج کوي او اولادونه یې پیدا کیږي.

زیاته پوهه، هوښیارتیا، پیاوړی مدیریت، ژمنتیا، اخلاص او ایمان سبب شو چي داکټر کاظمي اشتیاني د خپل ژوندانه په لنډه موده کې د بنیادي حجراتو، شنډو مېرمنو علاج او کلونینګ په زمینه کې د پام وړ لاسته تر لاسه کړي، په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د کلونینګ له لارې په ایران کې د لومړي ځل لپاره د پوسه تولید هم د داکټر اشتیاني د څېړنو له مخې وشو.

داکتر کاظمي اشتیاني د ایران د طبي علومو  د پوهنځی او د رویان د څېړنتون له مدیریت سره هممهاله د جنیټیک په زمینه کې زده کړو ته دوام ورکړ او په ۱۹۹۷ میلادي کال کې په وتلي نمراتو سره، پي اچ ډي تر لاسه کړه.

په ایران کې د لومړي ځل لپاره په IVF طریقې باندې د ماشوم زېږېدا، په ICSI طریقې باندې د دوهم ماشوم زېږېدا، د یخی شوی اسپرم د پیجکاري کولو په طریقې سره د ماشوم زېږېدا، د بنیادي حجراتو تولید د داکټر کاظمي اشتیانې له علمي لاسته راوړنو څخه بلل کیږي.

په ۲۰۰۳ میلادي کال کې کله چي ایران په لابراتوار کې پّ مصنوعي توګه د بنیادي حجراتو په تولید بریالی شو، ایران د نړۍ د هغو لسو هیوادونو په جمع کې راغی چي د دې کار وړتیا څخه برخمن وو.

داکټر کاظمي اشتیاني همدانګه په ایران کې د ماشوم د نو د وینو لومړی زیرمه تون رامینځ ته کړ څو د نو د بند له Progenitor cell  یا حجراتو نه استفاده وشي. هغه هیڅکله هم په ارام کښېنستلی نه دی او هره ورځ به یې د رویان د پرمختګ لپاره هڅه کول او په ډېره لنډه موده کې زیاتې علمي لاسته راوړنې تر لاسه کړې. کاظمي په نړیوال ډګر کې د ایران د اسلامي جمهوریت د نوم په مطرحولو کې زیات رول لرل او په نړیوالو معتبرو علمي کنفرانسونو کې یې د ایران د لاسته راوړنو استازیتوب کول. د حجراتو ورته کول، حجراتي علاج په ایران کې دوه نوي علمونه وه چي د پرمختګ لپاره یې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې کاظمي اشتیاني اساسي اقدامات وکړ.  د دغو څېړنو بریالي پایلې د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره هم شریک شوی دی او رهبر هم د ساینس پوهانو سره د ملاقات غوښتونکی شو، د ایران د ساینس پوهانو د ټولنې په وېنا د اسلامي انقلاب معظم رهبر له ځوانانو د ساینس پوهانو څخه ملاتړ کوي، د اسلامي انقلاب معظم رهبر په خپلو وېناو کې د کاظمي اشتیاني څخه د علمي جهاد د بیلګې پّ توګه یادونه کړې ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د رویان له څېړنتون څخه په کتنه کې وویل:  د هغه د هلو ځلو او کوښښونو او د هغه د کار او مدیریت د طریقې په خاطر، له اشتیاني سره مي مینه درلوده.

د ۲۰۰۳ میلادي کال په سپټمبر میاشته کې د ایران د ملی راډیو ټلویزیون د خبري چېنل مجري خبر په داسي ډول پیل کړ: د ایران اسلامي جمهوریت د نړۍ د لسم هیواد په توګه بریالی شو چي د انسان بنیادي حجرات تولید او تکثیر کړي، دا د نړۍ په کچه یوه لویه لاسته راوړنه ده چي د طب په علم کې د انقلاب سبب شوی ، دا لاسته راوړنه د رویان د څېړنتون د مومنو او ژمنو څېړونکو د هڅو پایلې دي.

د کاظمي اشتیاني دا خبره چي اوس ژوندی یو باید څومره چي کولایشو کار وکړو څو موثر ووسېږو.  نن سبا د داکټر کاظمي اشتیاني د هلو ځلو پایلې د ایران په مختلفو سیمو کې د مرغلرو په شان ځلیږي. په ۱۹۸۶ میلادي کال کې د حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها نومې کلینیکونو جوړېدا د ډاکټر اشتیاني له پاتې کارونو څخه دی.

خدای بخښلی داکټر کاظمي اشتیاني د سپېڅلي دفاع پر مهال زاهدان ته لاړ او هلته یې یوه سمبال کلینیک جوړ کړ او د هغه ځای محروم خلګو ته یې خدمت وکړ.

له بده مرغه په ۲۰۰۵ میلادي کال کې داکټر کاظمي اشتیاني د زړه ستونزې له امله وفات شو او د ایران ولس یې داغدار کړ، د کاظمي اشتیاني له وفاته وروستهو د اسلامي انقلاب معظم رهبر یو پیغام صادر کړ.

په ډېره خواشینی او تلخکامی سره د مومن او جهادی ساینس پوه مرحوم داکټر سعید کاظمي اشتیاني د وفات خبر ترلاسه کړ، او د هغه ارزښناکه شخصیت چي د هیلې او د نوښت ستنه وو په نه شتون ، خواشینی شوم.  هغه د انقلاب یو صالح اولاد وو او له هغو څخه وو چي د هیواد د علمي ځلانده زیری ورکوئ، د رویان موسسه چي د بایو ټکنالوژی د نوښتګرانو ارزښناکه ټولګه ده، په خپلو لاسته راوړنو او پرمختګ کې د اشتیاني د همت، ایمان او هلوځلو، مدیون دی.

اوس هغه څراغ چي داکټر کاظمي اشتیاني د بنیادي څېړنو لپاره بل کړی دی، لاهم ځلیږي او دغه بیرغ د پوهنتون د ډګر د مجاهدینو په لاس کې دی او د ایران اولادونه به د علم لوړې څوکې تر لاسه کوي.