Jan 28, 2024 09:52 Asia/Kabul

د تهران راډیو د ویب سایټ ګرانو او قدرمنو مینه والو السلام علیکم! د شیر و شکر لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو.

د تهران راډیو د ویب سایټ ګرانو او قدرمنو مینه والو السلام علیکم! د شیر و شکر لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو. په ننني پروګرام کښې د فارسۍ ژبې له یو بل مشهور شاعر بیدل دهلوي سره اشنا کیږو او د تل په شان د فارسۍ ژبې د زده کړې په برخه کښې له څو نویو الفاظو او په جملو کښې یې د استعمال له څرنګوالي سره اشنا کیږو.

*/*/*/*/*

فارسي ژبې بیدِلْ، ابوالمعالي میرزا عبدالقادر بیدل دهلوي په کال ۱۰۵۴هجري قمري کښې د هندوستان د بیهار صوبې په پټنه سیمه کښې زیږیدلی و. بیدل د پنځو کالو و چې پلار یې وفات شو او بیا یې مور ورته قرآن او د فارسۍ الفبا ورزده کړل.

خو د مور له مړینې وروسته بیدل د خپل تره میرزا قلندر تر سرپرستۍ لاندې راغی.

بیدل دهلوي فارسي او عربي ژبې په مکتب کښې زده کړې او له بنګالي، اردو، سنسکرت او ترکي ژبو سره اشنا شو او په شپږ کلنۍ کښې یې قرآن ختم کړ. بیدل به خپل شاعرانه ذوق تل له خپل تره څخه ګڼه او وړومبني شعرونه یې د خپل تره لپاره وویل.

هغه په ډیرو علمونو کښې مهارت درلود او له تصوف سره هم بلد و. بیدل دهلوي اول ځانته د «رمزي» تخلص غوره کړ تر دې چې د هغه د یو شاګرد په وینا، د سعدي د ګلستان د لوستلو په وخت له «بیدل از بی نشان چه جوید باز» مصرع په وجد راغی او خپل تخلص یې په «بیدل» بدل کړ. بیدل د هندي سټال شاعر و.

 افغانستاني شاعر او لیکوال محمد کاظم کاظمي په افغانستان کښې د بیدل د شعر د رونق د وجوهاتو په هکله ویلي دي: له صفویه پړاؤ وروسته په ایران کښې له هندي مکتب څخه لږه استفاده وشوه خو دا کار په افغانستان کښې ونه شو او شاعرانو به لاهم له هندي مکتبه استفاده کوله. د افغانستان پاچاهان به هند ته تلل او د بیدل دهلوي لپاره په افغانستان کښې د لمانځغونډو کلیزې دستورې فعالې وې او دغه ډول فعالیتونه سبب شول چې د بیدل شعر په افغانستان کښې محبوب پاتې شي. هغه د افغانستان موسیقي د هند له موسیقۍ اخیستې وبلله او ویې ویل: د افغانستان کلاسیک موسیقي هندي جرړه لري او دا چاره د شاعرانو له شعر سره اړونده ده او په افغانستان کښې د بیدل د شعر د رونق یوه وجه، همدا چاره ده.

ویل کیږي چې دغه شاعر خپل وړومبنې شعر په ۱۰ کلنۍ کښې ویلی دی. د هغه د بیتونو شمیر له ۹۰ زرو نه تر ۱ لاک پورې لیکل شوی دی، خو نن سبا یې تقریباً ۷۰ زره بیتونه پاتې دي. د بیدل کلیات له ۱۳۴۱ نه تر ۱۳۴۴ لمریز کلونو کښې په کابل کښې په دریو ټوکو کښې او ورسره د یو ټوک نثر په یوځاې کولو سره چاپ شوي دي.

بیدل د شعرونو پر دیوان سربیره، په نثر کښې هم ځینې آثار لري چې ورڅخه د رقعات، نکات او چهار عنصر نومونه اخیستې شو.

هغه څلور مشهورې مثنوۍ او درې لنډې مثنویانې لري چې ډیرې مشهورې نه دي او دغه ټولټال ۲۴زره بیتونه دي. «محیط اعظم»،«طلسم حیرت» او«طور معرفت» یا «گلگشت حقیقت» د دغه ستر شاعر له آثارو دي.

بیدل د ۱۱۳۳هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په څلورمه نیټه د زیارت په ورځ په نوي ډیلي کښې وفات شو او د کړي وصیت مطابق، د خپل کور په آنګڼ کښې خاورو ته وسپارل شو خو د هغه مریدانو، مینه والو او خپلوانو د بیدل جنازه بیرته راوویستله او خپل اصلي وطن افغانستان ته یې یوړه.

**************************************

ګرانو اوریدونکو په دې برخه کښې له څو نویو کلماتو او الفاظو سره اشنا کیږو.

               دانستن

پوهیدل

می دانید

پوهیږئ

بیت

بیت

شعر

شعر

کیست؟

څوک دی؟

زیبا

ښایسته/ښکلی

شعرِزیبا

ښکلی شعر

کامل

بشپړ/پوره

داشتن

لرل/درلودل

داشته است

لرلی دی

ابتدا

پيل

تخلّص

تخلص

خواندن

لوستل

نام

نوم

انتخاب کردن

غوره کول

انتخاب می کند

انتخابوي/غوره کوي

 

 

اوس به د ریحانې او د هغې د پلار خبرې اترې واورو چې په جملو کښې د کلماتو د استعمال له څرنګوالي سره اشنا شو.

ریحانه : پدر شما می دانید این بیت شعر سروده کیست ؟

" پیوستگی به حق ز دو عالم بریدن است

دیدار دوست هستی خود را ندیدن است"

ریحانه: پلاره پوهیږې چې د شعر دا بیت چا ویلې دی؟

" پیوستگی به حق ز دو عالم بریدن است

دیدار دوست هستی خود را ندیدن است"

پدر: این بیت شعر زیبا از بیدل دهلوی است.

پلار: دا بیت د بیدل دهلوي دی.

ریحانه: نام او بیدل بوده است ؟

ریحانه: د هغه نوم بیدل و؟

پدر:نامِ کاملِ او میرزا عبدالقادر بیدل دهلوی است. بیدل تخلصِ این شاعر است.

پلار: د هغه پوره نوم مرزا عبدالقادر بیدل دهلوي دی. بیدل د دغه شاعر تخلص دی.

ریحانه: چرا چنین تخلصی داشته است؟

ریحانه: ولې یې داسې تخلص درلود؟

پدر: ابتدا تخلص او "رمزی" بوده است اما با خواندنِ شعری از سعدی تخلص بیدل را برای خود انتخاب می کند.

پلار: اول د هغه تخلص «رمزي» و خو د سعدي د یو شعر په لوستلو سره یې د ځان لپاره بیدل تخلص غوره کړ.

ریحانه : آن شعر چه بود ؟

ریحانه: هغه کوم شعر و؟

پدر:                                                        "گر کسی وصف او ز من پرسد

بیدل از بی نشان چه گوید باز

عاشقان کشتگان معشوقند

بر نیاید ز کشتگان آواز"

پلار:                                                         "گر کسی وصف او ز من پرسد

بیدل از بی نشان چه گوید باز

عاشقان کشتگان معشوقند

بر نیاید ز کشتگان آواز"

***************************************

ګرانو دوستانو په ننني پروګرام کښې مو د ملګرتیا مننه کوو او د خپرونې په پاې کښې مو محترمه همکاره میرمن احساني د بیدل دهلوي یو ښایسته شعر دراوروي،   

ای آینه حسن تمنای تو جان‌ها اوراق گلستان ثنای تو زبان‌ها

بی‌زمزمهٔ حمد تو قانون سخن را افسرده چو خون رگ تار است بیان‌ها

از حسرت گلزار تماشای تو آبست چون شبنم گل آینه در آینه‌دان‌ها

بی‌تاب وصال است دل اما چه توان کرد جسم است به راهت گره رشتهٔ جان‌ها

آنجا که بود جلوه‌گه حسن کمالت

چون آینه محو است یقین‌ها و گمان‌ها

از مرحمت عام تو در کوی اجابت

گم‌گشته اثرها به تک و پوی فغان ها

از قوت تأیید تو تحریک نسیمی

بر بحر کشد از شکن موج کمان‌ها

در چارسوی دهر گذر کرد خیالت

لبریز شد از حیرت آیینه دکان‌ها

در پرده دل غیر خیالت نتوان یافت

جولانکده پرتو ماهند کتان‌ها

در دیده بیدل نبود یک دل پر خون

بی‌داغ هوای تو در تن لاله‌ستان‌ها

*/*/*/*/

لیک: میرمن احساني                                                                       ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه