د فجر په لسیزه کې د کال د غورو کتابونو معرفي کېدا
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i146234-د_فجر_په_لسیزه_کې_د_کال_د_غورو_کتابونو_معرفي_کېدا
د ایران د اسلامي جمهوریت د کال د غوره کتاب د جایزې د ورکولو د یو څلوېښتم پړاو مراسم د غورو کتابونو د معرفي کولو په هدف سره په تهران کې تر سره شو، دغه پړاو د پوهې او د فرهنګ د لوړاوی، د فرهنګي هویت د خپلواکی او پیاوړتیا او د نوښتونو د تشویقولو په ډګرونو کې د غوره کتابونو څېړلو ته ځانګړی شوی وو.
(last modified 2024-02-15T08:27:42+00:00 )
Feb 15, 2024 12:55 Asia/Kabul
  • د فجر په لسیزه کې د کال د غورو کتابونو معرفي کېدا

د ایران د اسلامي جمهوریت د کال د غوره کتاب د جایزې د ورکولو د یو څلوېښتم پړاو مراسم د غورو کتابونو د معرفي کولو په هدف سره په تهران کې تر سره شو، دغه پړاو د پوهې او د فرهنګ د لوړاوی، د فرهنګي هویت د خپلواکی او پیاوړتیا او د نوښتونو د تشویقولو په ډګرونو کې د غوره کتابونو څېړلو ته ځانګړی شوی وو.

د ایران د اسلامي جمهوریت د کال د غوره کتاب جایزه یوه نیمه دولتي پروګرام دی چي هر کال د سلوغۍ په میاشته کې د ایران د خانه کتاب له لورې د اسلامي انقلاب د درنښت له کلیزې سره هممهاله جوړیږي چي په کښې د فلسفې، روان شناسي یا نفسیاتي پېژندنې، دین، ټولنیز علوم، ژبنیز علوم، عملي علوم، هنر، ادبیات، تاریخ او جغرافیا په ډګرونو کې غوره کتابونه ټاکل کیږي او له لیکوالانو څخه ستاینه تر سره کیږي او عامو خلګو او څېړونکو ته معرفي کیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د غوره کتاب د جایزې ګټونکی د ۷۵ علمي ډلو او د پوهنتون د ۵۰۰ استادانو او څېړونکو له خوا ټاکل کیږي. په تېرو ۴۰ پړاونو کې ۳۴۹ زره او ۲۷۷ کتابونه د علمي ډلو او داورانو له خوا څېړل شوي دي چي ۱۹۰۰ کتابونه په کښې د غورو کتابونو په توګه ستایل شوي دي.

سږ کال د دغه جایزې یو څلوېښتم پړاو د لیکوالانو او د نشریاتي صنعت د فعالانو له خوا زیات هرکلی سره، مخ شو، په دغه پړاو کې ۱۶ زره او ۷۳۱ کتابونه چي په مختلفو ډګرونو پورې اړوند وه، وڅېړل شول، چي له دغه شمېر څخه یوازې ۲۸۰ کتابونه د سیالیو دوهم پړاو ته لاره پیدا کړه.

د کال د غوره کتاب د مراسمو علمي منشي وایي چي په دغه پړاو کې تالیفي کتابونه د ژباړل شویو کتابونو په پرتله زیاته وده کړې وه.

د ایران د اسلامي جمهوریت د غوره کتاب د یو څلوېښتم پړاو د مراسمو علمي پلاوی د غوره علمي شخصیت ځانګړې جایزه د خدای بخښلی کریم مجتهدي کورنۍ ته ورکړه، هغه د ایران په لویو پوهنتونونو کې د ۶۰ کلونو ښوونې او د استادانو د روزلو او د غربي او اسلامي فلسفې تر مینځ د ډایلاګ د جوړولو او د غربي فلسفې د څېړلو او په فارسي ژبه کې د فلسفي اصطلاحاتو د موندلو په خاطر دغه جایزه تر لاسه کړې ده.

له خدای بخښلي کریم مجتهدی درنښت یوازې د یوه اثر او یا یو کتاب په خاطر نه دی تر سره شوی بلکې د یوه داسي شخصیت د ستایلو په خاطر تر سره شوی چي خپل ټول عمر یې د علم او د فرهنګ په لړ کې لګولی وو.

ارواښاد مجتهدی په خپلو شاګردانو او د خپلو کتابونو په لوستونکو کې د معرفت څرک رامینځ ته کړی وو، هغه د خپل استادتوب او ښووني په ۶۰ کلونو کې ۳۰ کتابونه لیکلی وو.

داکټر کریم مجتهدی چي په دې وروستیو کې وفات شو، د ټولنې په علمي وده کې بې سارې رول لوبولی دی او خپل ټول عمر یې د فلسفې او حکمت د ښودلو لپاره لګولی و.

د ایران د اسلامي جمهوریت د غوره کتاب په کلنی پروګرام کې ټاکل شوي کتابونه دي:

۱  د  (موسوعه) په نامه کتاب چي لیکوال یې آیه‌الله السید محمد مهدی الموسوی الخرسان دی.

۲ د ارنست هایرر او ګرهارد وانر له خوا لیکل شوی کتاب چي (آنالیز در گذر تاریخ کتاب)  نومیږي چي  د بیژن احمدی کاکاوندی او الهام نوبری له خوا ژباړل شوی دی.

۳ د محمد رضا مشکاني او امیر کاوسي دولانقر له خوا لیکل شوی کتاب چي د (روش های امار بیزی) په نامه نومیږي.

۴ د (نشانگرهای دزسنجی زیستی در سوانح پرتوی و هسته‌ای) په نامه کتاب چي د حسین مزدارانی له خوا لیکل شوی دی.

۵ د بیروط په نامه کتاب چي د ابراهیم اکبري دیزګاه له خوا لیکل شوی دی

۶ غم سوزي نومې کتاب چي د اعظم عظیمي له خوا لیکل شوی دی.

۷ د حسین دهلوي له خوا لیکل شوی دل بستګي په نامه د شعرونو کتاب

۸ (خدا خیرت دهد ای زیبارو) نومي د شعرونو کتاب چي د امیر علی سلیمانی له خوا لیکل شوی دی

۹ د سعید مهدوی فر له خوا لیکل شوی خاقانی نامه کتاب

۱۰  د ابوالمجد مجدود بن ‌آدم سنایی ‌غزنوی له خوا لیکل شوی او د مریم مشرف له خوا شرحه ورکول شوی کتاب چي سیر العباد الی المعاد په نامه نومیږي.

۱۱ د وحید افراخته د ژوند د حالاتو شرحه چي د (من اعتراف می کنم ) په نامه د محمد رحمانی له خوا لیکل شوی دی.

۱۲ د اسماعیل الله دادی له خوا لیکل شوی د شعرونو کتاب چي (بعضی از پرنده ها شاعرند) په نامه نومیږي.

همداشان د ایران د اسلامي جمهوریت د غوره کتاب په مراسمو کې له یو شمېر نورو اثارو څخه هم قدرونه شوې ده چي په داسي ډول دي:

د لیکوالانو د یوې ډلې له خوا تنظیم شوی دایره المعارف چي د پهلوی د پړاو د سیاسي زندان په هکله دی.

په استانبول کې د اسعد افندی د کتابتون د فارسی لاسي لیکونو د نسخو لړلیک چي د سید محمد تقي حسیني له خوا تنظم شوی او لیکل شوی دی.

د محمود مروارید له خوا لیکل شوی کتاب چي عنوان یې دی (برون‌گرایی در محتوا و لوازم معرفت‌شناختی آن)

د ویلیام نیل او مارتا نیل له خوا د (سیرمنطق) په نامه لیکل شوی کتاب چي د مهدی عظیمي له خوا ژباړل شوی دی.

د هنر په برخه کې هم دوه اثرونه په مشترک ډول انتخاب شوي دي.

د هنر پېژندي په برخه کې د جواد مهدی زاده له خوا لیکل شوی کتاب چي عنوان یې دی (درامدی بر جهان نګری هنری)

او بل بیا کتاب بیا د محمد علی رجبی دوانی له خوا لیکل شوی دی چي عنوان یې دی : ( حکمت و آداب معنوی در هنر اسلامی و تجلیات آن بر هنر انقلاب اسلامی ایران.

د ایران د اسلامي جمهوریت د کال د غوره کتاب د ټاکلو له مراسمو سره هممهاله د د نړۍ د کال د غوره کتاب د ټاکلو یو دیرشم پړاو هم مراسم هم تر سره شو، په نړیواله برخه کې بیا هغه کتابونو معرفي او موندنې ته پاملرنه وشوه کوم چي د اسلامي مطالعاتو او ایراني مطالعاتو پورې اړوند وه، دغه برخه کې هم د کتابونو د ژباړي، تصحیح او تالیف په برخه کې سیالی کوونکو ته ډالۍ ورکول شوې.

د نړۍ د کال د غوره کتاب د مراسمو ګټونکې دي:

لومړی،

د تهذیب نفس: اسلام، انانیت او د انسان شکوفاي کتاب چي د امریکا د میشیګان د پوهنتون د استاد محمد عمر فاروق له خوا لیکل شوی دی.

د محمد صادق بوعلاق له خوا لیکل شوی کتاب چي عنوان یې دی الملحمة الحسینیة فی الذاکرة الجماعیة

د کمبریج د پوهنتون د استاد سامي الداغستاني له خوا لیکل شوی کتاب چي عنوان یې دی د اسلامي اقتصاد د مفکورې جوړښت

د پاتیمت علی بکوا له خوا لیکل شوی کتاب چي په داغستان کې د فارسي د ژبې او ادبیاتو په هکله دی او د روسیې د اکاډمیکو څېړندوی مرکز له خوا نشر شوی دی.

د ایران په شمال کې فوځي سیسټمونه او دفاعي جوړښتونه او په لرغوني نړۍ کې وسله ایزې سیالۍ نومې کتاب چي په ګډه د ابرهارد سوئر، جبرئیل نوکنده او حمید عمرانی رکاوندي له خوا لیکل شوی او د اکسبو د نشریې له خوا چاپ شوی دی.

د ایران د معماریو ارزونه، چي د ادینبورګ د پوهنتون د استاد برنارد اوکین له خوا لیک شوی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د کال دغوره کتاب علمي پلاوي همدارنګه د ایت الله مرعشي نجفي د لاسي خط د کتابونو  فهرست ته هم یوه جایزه ورکړه چي د سید محمد مرعشي له خوا تنظیم شوی دی.

د ایت الله مرعشی نجفی کتابتون چي په قم کې دی د لرغونو کتابونو په درلودلو سره د نړۍ په کچه بې سارې ده، د دې کتابتون مدیر سید محمود مرعشي وایي:  په لاس د لیکل شویو کتابونو لړلیک، د نسخې پېژندې او کتاب پېژندنې له نظره د لاسي کتابونو تذکره بلل کیږي. مونږ د دغه لړلیک په برابرولو سره هڅه کوو چي هغه لاسي کتابونه چي د له مینځه تلو له خطرې سره مخ دي، دیجیټال بڼې ته واړوو او ذخیره یې کړو څو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د لاسرسي وړ وي،

تر اوسه پورې د لاسي کتابونو د لړلیک ۶۳ جلده چاپ شوي چي هر جلد یې ۱۵۰ لړلیکونه په ځان کې ځای کړي دي، د ایت الله مرعشي نجفي کتابتون د نړۍ په کچه له لویو کتابتونونو څخه دی چي د خپلو کتابونو د ډیجیټال کولو په پروسه کې خورا کامیابه رول ادا کړی دی.

د نړۍ د کال د غوره کتاب په برخه کې یو ټاکل شوی کتاب په لړغوني پړاو کې د ایران په شمال کې د ساسانیانو او نورو سلسلو تر مینځ د وسله ایزې سیالۍ په هکله دی، د دغه کتاب په لیکلو کې د ایران د لرغون پېژندنې او فرهنګي میراث څېړنتون د اډینبورګ له پوهنتون سره، پوره پوره همکاري وکړه.

دا کتاب په اسکاټلند کې د ادینبورګ د پوهنتون د لرغون پېژاند د استاد ابرهارد زاوئر او د ایران د لرغون پېژندنې د څېړنتون د غړی او د ملي موزیم د مشر جبرئیل نوکنده او په ګلستان کې د فرهنګي میراث د مدیر حمید عمرانی رکاوندي له خوا تنظیم شوی دی.

جبرئیل نوکنده وایي چي دا کتاب له زیاتو څېړنو وروسته، لیکل شوی دی چي په کښې په لرغوني پړاو کې په سیاسي جغرافیې باندې ړنا اچول شوې ده.

بل کتاب چي په انګلیسي ژبه کې په ۹۲۸ پاڼو کې د اکسفورد د اوکسبو د نشریې له خواب چاپ شوی دی  په لرغوني ایران کې د ساسانیانو د فوځي وړتیاو په هکله دی. د دې کتاب له مخې، د ایران فوځي جوړښتونه د لرغونی روم د فوځي جوړښتونو په پرتله زیات پیاوړي وه.

د ایران امپراطوري کابو ۱۵۰۰ کاله مخکې د فوځي بېخ بناوو له نظره په ټوله نړۍ کې مخکښ وه. دغه کتاب هم په دې زمینه کې په زړه پوري معلومات لوستونکو ته وړاندې کوي.