Mar 18, 2024 12:53 Asia/Kabul
  • قرآنی ډلو اوحافظانو سره د رهبرۍ د ستر مقام لیدنه

د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر د قرآن کریم د تلاوت روحیه ارزښتمنه وبلله او د قرآن کریم هغو آیتونو ته یې اشاره وکړه چې خدای پاک نبی مکرم ص ته د قرآن کریم د تلاوت کولو امر کړی دی

 

د ۱۴۰۲ کال د کب  د میاشتې په ۲۲ نیټه (د ۱۴۴۵ کال د رمضان د میاشتې په لومړۍ نیټه او د ۲۰۲۴ کال د مارچ د میاشتې په ۱۲ نیټه) له  قرآن کریم  سره د انس محفل د تلاوت کوونکو او قراني  ډلو له خوا د ایران د اسلامي انقلاب د معظم لارښود حضرت  ایت ا...  سید علی خامنه ای  په شتون ترسره شو .

 په دغو مراسمو کښې حضرت  ایت ا... خامنه ای د نورو اسلامی هیوادونو په پرتله په ایران کښې د ښه تلاوت کونکو او قاریانو د شمیر زیاتیدل د انقلاب برکت وباله. هغوی د قرآن کریم د قدر او عظمت په بیانولو کښې د قرآن عظیم الشان عظمت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په قرآن کریم کښې هم قرآن د قرآن عظیم الشان  ،  قرآن کریم، ښکاره قرآن، سپېڅلی قرآن، حکمت والا قرآن، سپېڅلی قرآن، د رحمت قرآن، او د رڼا قرآن په لقبونو سره معرفی شوی دی . کله چې لوی خدای چې سرچینه او د عظمت خالق دی، کوم  څیز ته د لوی لقب ورکوي، د هغې معنی خورا لوړه،اوچته  او ارزښتناکه ده. قرآن ثقل اکبردی.  هغو د تقلین د حدیث یوې برخې ته په اشارې سره چې د اسلام پیغمبر فرمایلي دي: زه ستاسو په منځ کې دوه غوره او قیمتي امانتونه پریږدم، یو د خدای کتاب، قرآن او بل زما عترت وفرمایل: "ثقل یعنی یو قیمتي شی ... ائمّه‌ی هدی (علیهم السّلام) هغه لوی څراغونه چې کائنات یې  په رڼاګانو روښانه دی  له  قرآن  وروسته په درجه کی دي ، قرآن ثقل اکبر  دی ... تاسو هر یو د قرآن تلاوت کوونکی ز مونږ  فرشیانو لپاره د الهي عرش رسونکی دي ... تاسو د الهي کلام محتوا مونږ لپاره  بیانوي. هر یو چی اهل دل  ووسوزمونږ په زړونو یی  نازلوی قران کریم ،   هر یو چی غوږونه ولرو زمونږ له غوږونو استفاده کیږی ، د خپل ځان قدر وکړئ.

د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر د قرآن کریم د تلاوت روحیه ارزښتمنه وبلله او د قرآن کریم هغو آیتونو ته یې اشاره وکړه چې خدای پاک  نبی مکرم ص ته د قرآن کریم د تلاوت کولو امر کړی دی. هغوی قاریانو ته  په خطاب کی و ویل چې تلاوت او  قرات د قاری د زړه لپاره دی، خو په دې پورې محدود نه دی. د قاری زړه او د ټولنې زړه  باید د قرآن کریم په تلاوت سره روښانه شي: خدای جل جلاله خپل پیغمبر ته وایي:

وَ قُرآناً فَرَقناهُ لِتَقرَاَهُ عَلَی النّاسِ عَلی مُکث او مونږ پر تا باندې  با عظمته قرآن   ټوټه ، ټوټه نازل کړ ، تر څو هغه  د خلکولپاره  په ارام  سره تلاوت کړی / ۱۰۶ سوره الاسراء) ... یعنی خلکو ته یې هم تلاوت کړه. دا ستاسو کار دی. مونږ ه په کور کې د ځان لپاره قرآن لولو، تاسو لوړ کار کوئ، تاسو د خلکو لپاره قرآن لوئ، ... دا خورا ارزښت لري. د خپل ځان (او) د خپل کار په ارزښت پوه شئ.

د حضرت  ایت ا... خامنه ای په وینا، قرآن باید په تدبرسره ولوستل شي. تدبر  درجې  لري. تدبر یعنی  د قرآن له ښکلي ظاهرڅخه د قرآن باطن او داخلي  ژورتیا ته رسېدل دي

په نهج البلاغه کې د امير المومنين علي (ع) له قوله، ظاهِرُهُ اَنیقٌ وَ باطِنُهُ عَمیق؛ظاهري بڼه يې ښکلې او باطن يې ژور دی. ; (قرآن کریم ښکلی ظاهر  او ژوره او نه لیدل کیدونکی باطن  لری/ خطبه ۱۸).

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له نظره، ظاهري بڼه د تلاوت، کلماتو او د قرآن کریم ښکلا ده. ژور باطن هغه دی چې د فکر کولو په واسطه ترلاسه کیږي: "کله چې تاسو فکر وکړئ، دقت وکړئ ، د آیت یا کلمې شاوخوا مسایل درک کړئ، تاسو به ډیر پوهه او مفمونه  ترلاسه کړئ؛ دا تدبر دی  . کِتابٌ اَنزَلناهُ اِلَیکَ مُبارَکٌ لِیَدَّبَّروا آیاتِه؛ یعنی تدبر لپاره نازل  شوی کتاب،  د پوهیدو لپاره ،  هغه خدای چجی زمونږ خالق دی  پوهیږی چی مونږه هغې ژورتیا ته  د رسیدا ظرفیت لرو کنی نه به یی ویل چی تدبر  وکړو البته، هرڅوک باید پام وکړي چې د قرآن ژوروالی موندل له  نظری  تفسیر سره توپیر لري  ،  په خپلو نیمګړو  او لنډ لید پوهې   په تکیه کولو سره  توپیر لري ،  دا شرایط لري .

د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر وفرمایل: تلاوت یو هنر دی، خو له نورو هنرونو سره یې توپیر دا دی چې مقدس دی.  حضرت ایت ا.... خامنه ای وویل، د انسان له ذهن څخه تر ټولو غوره ښکلا هنر بلل کېږي. "تلاوت" هم یو هنر دی او تقدس هم لري. خو اصلي خبره دا ده چې دا هنر او د دې هنر ټول تعدیلات او صفات د مطلب د رسولو وسیله اواوزار  ده. کله چې تاسو تلاوت کوئ، په پام کې ونیسئ چې اصلي موخه د قرآن وړاندې کول دي. قرآن پخپله هنر دی:

"قرآن پخپله یو الهی  او خدایی هنری اثر دی؛ ... هغه خلک چې د نظر خاوندان... محتاط ... او ... غور کوي، په تدریجي ډول ... د تاریخ په اوږدو کې د هنر د دې اثر له کونجونو څخه په ځینو څیزونو پوهه شوي  دي. منجمله دا چی  د مثال په توګه، قرآن د انځور کولو هنر لري، یعنی  دا پیښې  انځوروي؛ ... کله چې قرآن د ډیرو شیانو بیان کول غواړي، د بیلګې په توګه، د قیامت د ورځې منظره  ... د انسان د سترګو په وړاندې د قیامت د ورځې په مختلفو او بې شمیره څرګندونو سره انځور کیږي. د قیامت د ورځې او د قیامت د ورځې میدان؛ یا د جهاد میدان ...:

" وَ العادیاتِ ضَبحاً * فَالموریاتِ قَدحاً» "؛ (د عادیات 1 او 2 آیتونه)

دا عکس دی ... په ​​​​هغه آس باندې قسم خوری  چې  ساه ساه  کیبږی ، په هغه آس باندې قسم خوري چې خپل سم  په ډبره کې اچوي، او مثلا  دا سپڼکي کوی ، دا صحنه انځوروي ... تاسو (قاریان ) غواړئ دا انځور چې په کلام  کې دی او یوه معجزه ده، دخپل  مخاطب  ذهن او زړه ته ورسوئ. دا یو لوی هنر دی، یوعظیم  هنر دی.

د قرآن کریم تلاوت کونکو ته د آیت ا... العظمی خامنه ای له  نورو سپارښتنو  د قرآن کریم د تفسیر اهمیت ته هم پام کول وو او ویې ویل: انسان کولای شی د قرآن کریم له ظاهری شکل په مختلفو طریقو استفاده وکړی، خو کله کله په  هغو تفسیرونو کښې چی  زمونږ مشرانو لیکلي دي ،  داسې ټکي شته  چې د انسان  لپاره نوي دي، او دا باید له تدبر  سره  مرسته وکړي . د قرآن تلاوت د قرآن ترجمې په لور او په لوړه کچه د قرآن  د تفسیر په لور  چې د فکر کولو لامل کیږي ، بوځئ .

 حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په رسنیو کښې د غزې د ماشومانو لخوا د قرآن کریم تلاوت ته په اشارې سره په فلسطین او په تېره بیا د غزې په تړانګه کښې صبر او استقامت د قرآن اثر او د قرآن کریم اجر ګڼلی دی. هغه کسان چې صبر کوي او فرمایی

په غزې کې نن سبا  یوه طرف دجنایت او وحشیتوب او ظلم اوج دی او بل پلوه  هم د مقاومت او استقامت  اوج مشاهده کیږی. زه نه پوهیږم چې کوم دښمن چې په هر ډول وسلو سمبال وي پر داسې خلکو برید کوي چې وسلې نه لري. داسې نه چې د دوی وسلې شاته وي؛ دوی وسلې نه لري. د غزې بې دفاع خلک، په روغتونونو، جوماتونو او کوڅو او بازار کې عام خلک چې وسلې نه لري؛ هغه دې په هر ډول وسلو برید وکړي او په دې  بسنه  نه کوی ، دغو بې دفاع خلکو ته لوږه او تنده ورکړي او کوچني ماشومان او نوزیږي  له لوږې مړه کړي! دا د وینو تویولو اوج دی، د وحشت اوج دی. دا د هغه تمدن شرمونکی  دی چې داسې شیان لري  . دا  د لويديځ تمدن دي؛ دا نور د پردې تر شا نه دی؛ دا روښانه دی... په نړۍ کې  یی هرڅوک ویني  ... بل اړخ هم په خپل اوج کې دی. دا بې ساري صبر، دا د خلکو مقاومت ،  د حماس جنګي ځواک او په غزه کې د فلسطیني مقاومت موجودیت... د خلکودریدا  او له یوې خوا د خلکو نه ستړي کېدل.

 حضرت ایت ا... خامنه ای وویل چې دښمن نه شي کولای مقاومت ته زیان ورسوي. د مقاومت د جنګیالیو پیغام چې رالیږل شوی او اوس زمونږ غوږونو ته هم  رسیدلی دی دا دی چې تاسو زمونږ په اړه اندیښنه مه کوئ. مثلا ، زموږ نږدې نوي سلنه امکانات  او وړتیاوې خوندي دي. هغوی  وفرمایل

"دا ډیره مهمه ده. صهیونیسټان له څو میاشتو راهیسي د امریکا او نورو له هر ډول خیانت او ظالمانه مرستو سره په هر ډول وسلو سره د فلسطین له مقاومت سره په جګړه بوخت دي  ، مقاومت هماغه راز پیاوړې ، هماغه راز ولاړ هلته شتون لري . حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  ددې خبرې په کولو سره چې  مقاومتي چورلز  به د صهیونیسټانو  پوزه په خاورو وموښي ،د غزې له مظلومو خلکو سره مرسته  د اسلامی نړۍ یوه دیني دنده وبلله او وې وئيل،   له صهیونیسټي دښمن سره هرډول مرسته په پریکنده ډول حرامه او  یو واقعي جنایت دی  او له بده مرغه ځيني  اسلامی هیوادونه  او حکومتونه  دغه کار ترسره کوي، خو  یوه ورځ به پښمانه شي او ددغه جنایت سزا به وویني. هم به وویني هغه څه چی ترسره یی  کړل بی ګټې دي ، هیله من یم چی خدای تعالی ورځ تر بلې  اسلام اومسلمانانو ته نور عزت او نصرت عنایت کړي .

 

 

 

ټیګونه