Mar 27, 2024 14:31 Asia/Kabul

د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! د شیر و شکر د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو. نن به د فارسۍ د خوږې ژبې د زده کولو په ترڅ کښې د مشهور عارف او شاعر باباطاهر عُریان په هکله معلومات درکړو، هیله ده چې تر پاې راسره مله ووسئ.

د پنځمې پیړۍ له عارفانو او شاعرانو څخه باباطاهر عریان د ایران د شعر او تصوف د تاریخ یو بې ساری شخصیت ګڼل کیږي چې د ښایسته «دوبیتیو» په ویلو سره مشهور شو. هغه د خپل ژوند د شخصي پيښو له ثبتولو سره هیڅ دلچسپي نه درلودله او په هم دې وجه یې د ژوند په اړه کره معلومات نشته.

باباطاهر عریان همداني د سلجوقیانو په زمانه کښې تیر شوی دی. د هغه د زوکړې د نیټې او د ژوند د پیل د څرنګوالي په هکله دقیق معلومات نشته. ځینو خلکو هغه په پنځمه پیړۍ کښې له «عین‌القضات همداني» سره او ځینو په شپږمې هجري قمري پيړۍ کښې «خواجه نصیرالدین طوسي» سره هممهاله بللی دی. د سرچینو په وینا، هغه خپل ژوند په ګمنامۍ او یوازیتوب او همداشان په قناعت او تقوا سره د همدان په ملایر نومې کلي کښې تیروه.

د هغه باطني پاکي او د ځان اصلاح یې په شعرونو او دوبیتیو کښې له ورایه لیدل کیږي. ځیني څیړاندي د هغه د زوکړې نیټه د څلورمې هجري قمري پيړۍ په پاې کښې ګڼي خو د تایید لپاره یې هیڅ معتبر سند نشته.

بابا طاهر د خپل ژوند په دوران کښې په مختلفو لقبونو یاد شو خو «بابا» یې ترټولو مشهور لقب و چې د مرشد او پیر په معنا ګڼل کیږي. «عُریان» د باباطاهر یو بل لقب و چې په سرچینو کښې یې استعمال له ۹ هجري قمري پيړۍ څخه پیل شو. دا لقب، د دنیا له مینې او ګټو څخه د هغه د لرې والي ښودونکی دی.

په ځینو سرچینو کښې د باباطاهر لپاره د «دیوانه»، «دیوانه فرزانه»، «شوریده» او «شیفته» په شان صفتونه هم  کارول شوي دي. «لُر» او «همداني» ځیني القاب دي چې باباطاهر به پرې بلل کیده چې یوه د هغه قومیت او بل یې زیږنځي ته اشاره لري. د باباطاهر په دوبیتیو کښې د لُري لهجې شتون د هغه په «لُروالي» دلالت کوي. د هغه شعري ژبه ډیره ساده ده او هیڅ پیچلتیا په کښې نه لیدله کیږي.

هغه خپل پاک او بې ریا افکار چې د سوځیدلي وجود له ضمیره یې راوتل، په روانه توګه په خپل شعر کښې کارول ترڅو خلکو ته د درویشۍ او خاکسارۍ تعلیم ورکړي. هغه لږ شعرونه چې له باباطاهر څخه پاتې دي، داسې ځانګړنې لري چې د هغه شعري طریقه د نورو له شعرونو بیلوي. سادګي، عشق او مینه، عرفان، پند او نصیحت، د طبیعت د عناصرو استعمال او د خیال انځورول یې په دغو ځانګړنو کښې مشهورې دي. د باباطاهر د شعر د جذابیت ستره برخه د هغې لهجې په وجه ده چې په خپلو عام پسندو شعرونو کښې به یې کاروله.

د کلام رواني، د لفظ په زړه پورې سُر او آهنګ او د وزن او بحر ساده توب له هغو ښکلاؤ دي چې د باباطاهر لهجه یې د هغه شعر ته ورکوي.

د باباطاهر د شعرونو کومه موثقه ټولګه نشته خو هغه څه چې نن سبا د هغه د اصلي شعرونو په توګه ګڼل کیږي، د هغه د شعرونو پیژندل شوې ډیر پخوانۍ خطي نسخه ده چې ۲۵ بیتونه لري او په اتو دوبیتبو او دوو قطعو مشتمله ده.

د هغه دوبیتۍ په «تذکره عرفات العاشقین و عرصات العارفین» او په ځینو نورو تذکرو کښې چاپ شوې دي. همداشان په ۱۲ او ۱۳هجري قمري پيړیو کښې هم له هغه څخه یوشمیر دوبیتۍ نقل شوې دي.

دغه محبوب ایرانی شاعر او عارف په ۸۵کلنۍ کښې په همدان کښې وفات شو او اوس یې قبر په همدان کښې د شعر او ادبیاتو د محققانو او مینه والو او په هنر د میئنو خلکو مرکز دی.

د باباطاهر د مقبرې ودانۍ څو ځلې بیارغول شوې دي. په شپږمې قمري سلیزې کښې پرې د خښتو یو اته ګوټې بُرج جوړ و خو په ورپسې پړاؤنو کښې په دغه مهم تاریخي اثر کښې ځیني بدلونونه راوستی شول تر دې چې په ۱۳۴۴لمریز کال کښې ورباندې د همدان د هغه وخت د ملي آثارو تنظیم او ښاروالۍ، یوه نوې ودانۍ جوړه کړه. دغه ودانۍ د ۱۳۷۶ شمسي کال د غويي د میاشتې په ۲۱ نیټه د ایران په ملي او تاریخي آثارو کښې ثبت شوه.

************************************************

ګرانو دوستانو په دې برخه کښې د فارسۍ ځینې نوې الفاظ او د هغو معنې لولو، نو په غور یې واورئ.

ویژگی

ځانګړنه

کوتاه

لنډ

بیت

بیت

دارد

لري

تفاوت

فرق/توپير

مصراع

مصرع

دارند

لري

چیست؟

څه دی؟

چهار

څلور

یکی

یو

اشعار

شعرونه

خواندن

ویل/لوستل

یکی از

څخه یو

متفاوت

بیل/فرق لرونکی

خواندی

ولوسته/ووایه

قالب

قالب/چوکاټ

وزنِ شعر

د شعر وزن

شناخته شده

مشهور/پیژندل شوی

قالب شعر

د شعر قالب

دو

دوه

زیبا

ښکلی/ښایسته

 

 

 

                             

اوس له خپل پلار سره د ریحانې خبرواترو ته غوږ شئ.

ریحانه: پدر اشعار دوبیتی چه ویژگی هایی دارند؟

ریحانه: پلاره! دوبیتي شعرونه کومې ځانګړتیاوې لري؟

پدر: دوبیتی یکی از قالب‌های شعری کوتاه است که دو بیت یا چهار مصراع دارد.

پلار: دوبیتي یو لنډ شعري چوکاټ دی چې دوه بیتونه یا څلور مصرعې لري.

ریحانه: تفاوت دوبیتی و رباعی چیست؟

ریحانه: د دوبیتۍ او رباعۍ ترمیځ څه فرق دی؟

پدر: وزن دوبیتی با وزن رباعی متفاوت است.

پلار: د دوبیتۍ وزن له رباعۍ سره توپیر لري.

ریحانه: گر مرد رهی میان خون باید رفت      از پای فتاده، سرنگون باید رفت

  تو پای به راه نه و هیچ مپرس  خود راه بگویدت كه چون باید رفت

پدر این شعر رباعی است یا دوبیتی ؟

پلاره دا شعر رباعي ده که دوبیتي؟

پدر:  این شعری که خواندی از رباعیات خیام است .

پلار: دا شعر چې دې ولوسته د خیام له رباعیاتو دی.

ریحانه : پدر کدام شاعر دوبیتی های معروفی دارد؟

ریحانه: پلاره کوم شاعر مشهورې دوبیتیانې لري؟

پدر: باباطاهر از شاعرانی است که دوبیتی های زیبا وشناخته شده ای دارد.

مانند این دوبیتی

اگر زرین کلاهی عاقبت هیچ

اگر خود پادشاهی عاقبت هیچ

اگر ملک سلیمانت ببخشند

در آخر خاک راهی عاقبت هیچ

پلار: باباطاهر له هغو شاعرانو دی چې ښایسته او مشهورې دوبیتۍ لري

لکه دا دوبیتي

اگر زرین کلاهی عاقبت هیچ

اگر خود پادشاهی عاقبت هیچ

اگر ملک سلیمانت ببخشند

در آخر خاک راهی عاقبت هیچ

******************************************

ګرانو او قدرمنو اوریدونکو د خپرونې په پاې کښې د ایراني سندرغاړي علیرضا افتخاي په غږ د باباطاهر یو شعر دراوروو او مونږ درنه هم دلته اجازه غواړو....

د ا... په امان.

*/*/*/*

لیک: میرمن ساناز احساني                                                       

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه