مقدسه دفاع له یو بل اړخه ۲
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i26074-مقدسه_دفاع_له_یو_بل_اړخه_۲
د ایران خلاف د صدام د رژیم تپلی جنګ په څوګونو موخو سره پیل شو او ټول څیړاندی یوه خوله دی چې د تپلی جنګ او د هغه د ملاتړو هیوادونو اهداف د یوې سکې دوه مخونه دی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Sep 24, 2016 14:03 Asia/Kabul
  • مقدسه دفاع له یو بل اړخه ۲

د ایران خلاف د صدام د رژیم تپلی جنګ په څوګونو موخو سره پیل شو او ټول څیړاندی یوه خوله دی چې د تپلی جنګ او د هغه د ملاتړو هیوادونو اهداف د یوې سکې دوه مخونه دی.

کوم اسناد چې د جنګ په دوران کښې او حتی د جنګ له ختمیدو په وروسته کلونو کښې په ډاګه شول هغو وښودله چې امریکا او ډیرو اروپائی هیوادونو او نورو سیمه ایزو لوبغاړو په ایران باندې د عراق د تیری چارې چلولې.

د کلونو په تیریدو سره د دې جنګ اړخونه او د هغو کسانو رول چې په ایران باندې په تیری کښې د صدام شریکان وو، لا څرګند شو. وروسته خپرو شویو اسنادو وښودله چې کوم کسان او کوم حکومتونه په ایران باندې د تیری ترشا ولاړ وو. په حقیقت کښې د صدام له رژیمه همدا ملاتړونه وو چې هغه به یې د ایران خلاف جنګ کښې د خپلو بشری ضدو غمیزو دوام ته هڅوه. د صدام له رژیمه د هغوی ملاتړونه د جنګ د اوږدیدو او د ایران خلاف د صدام د جنګی جنایتونو د لمنې د پراخیدو سبب شول.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

                د ایران خلاف د عراق د تیری ګر جنګ په وختو کښې امریکا او شوروی د دوه قطبی نړۍ د دوو سترو قدرتونو په توګه د جنګ په سختولو او د دغه تیری په دوام کښې اساسی رول درلود.

د شاه رژیم له پرزیدو مخکښې ایران د شوروی د ګاونډی او د غیرکمیونسټی هیوادونو په لړۍ کښې د وړومبۍ کړۍ او د تیلو او ګیسو د سترو زیرمو د لرونکی هیواد په توګه د امریکې لپاره سټراټیجک اهمیت درلود.

په همدې وجه له ټرومین وروسته د امریکې نورو ولسمشرانو د ایران په هکله د هغه سیاست جاری وساته او له ایران سره به یې اقتصادی، فنی او پوځی مرستې کولې او حتی د لویدیځ د یو ملاتړی هیواد په توګه یې له ایران سره د سنټو تړون په نامه د کمیونزم د کنټرولولو په موخه یو پوځی او امنیتی تړون هم لاسلیک کړ او ایران په فارس خلیج سیمه کښې د امریکې په ترټولو مهم انډیوال بدل شو.

په ترکیې کښې د اورایشیا د سټراټیجکو څیړنو د مرکز مشر پروفیسر امیت اوزداغ په دې لړ کښې دا پوښتنه مطرح کوی چې په مینځنی ختیځ کښې ولې وړې وړې لانجې په دښمنۍ بدلیږی؟

د هغه په باور د سیمې پوځی تاریخ له لرغونو تاریخی، کلتوری او سیاسی سیسټمونو ډک دی چې د سیاسی مسائلو په هواری کښې د پوځی ځواک کارول د منلووړ ښائی. د دغو سیالیو جرړه زیاتره وختونه قومی، مذهبی او توکمیز اختلافات پاتې شوې دی چې بلآخره د جنګ لپاره د عمومی بسیج او سیاسی اجماع سبب کیږی.

ښائی همدا نظریه نن سبا هم د سیمې په روانو حالاتو او په سوریې، عراق او یمن کښې د جنګ په شان د سیمې د جنګونو او شخړو سره سمون خوری.

په تپلی جنګ کښې د صدام له رژیم د ملاتړ د څرنګوالی او د سیمې د روانو حالاتو د پرتلې په هکله څیړنه او تحقیق یوه د پام وړ موضوع ده.

د ایران خلاف جنګ کښې له صدامه د امریکې ملاتړ له هغه څه سره د غور وړ ورته والی لری چې نن سبا په سوریې کښې د ترهګرو ډلو په ملاتړو او په سیمه کښې له جنګ جوړونو د عربستان د رژیم په ملاتړ سره د مقاومت د کړیو د کمزوری کولو په لړ کښې رامینځته شوی دی.

                امریکې د تپلی جنګ په دوران کښې په وړومبی ګام کښې له صدامه د ملاتړ په لړ کښې او له ایران سره د مقابلې په کړنلارې سره عراق د ترهګرۍ د ملاتړ له لسټه وباسه.

همدا سیاست نن سبا د عربستان د رول په هکله هم روان دی چې د ستمبر د یولسمې د پیښې ترشا رامینځته شوی دی. امریکې د ستمبر د یولسمې په پیښې پورې د اړوندو تحقیقاتو د مهمې برخې د خپریدو په مخنیوی سره د عربستان نوم څو کاله د دغه ترهګر بهیر د اصلی شکمن په توګه پټ وساته څو د سوریې او یمن خلاف جنګ کښې د عربستان د سټراټیجۍ په کارولو کښې د امریکې سیاست پټ وساتی او دا چې وتوانیږی عربستان همهغه شان د مقاومت له بهیر سره د مقابلې په وړومبۍ کرښه کښې او د ایران خلاف د نیابتی جنګ د وړومبۍ کړۍ په توګه وساتی.

                کوم امتیازونه چې امریکې د تپلی جنګ په وختو کښې د صدام رژیم ته ورکړل ډیر پام جلبونکی وو. عراق  ته د امریکې د صادراتو د بندیز ختمول او دغه هیواد ته د پوځی تجهیزاتو د ورکړې لپاره خپلو انډیوالانو ته د امریکې سپارښتنه د دغو اقداماتو په سر کښې راغله.

د امریکې د هغه وخت ولسمشر جیمی کارټر د ایران د زیانمولو لپاره د ایران د احتمالی حملې په پلمه د عربستان د پوځی مرستې په غوښتنه د ۱۹۸۰ کال د اکتوبر په پنځمه نیټه څلور آواکس ډوله جاسوسی الوتکې سره له ځمکنی حمایتی سیسټمه ریاض ته ورکړې.

د امریکې دغه اقدامات بیخی همهغه سیاست دی چې نن سبا په سیمه کښې د دغه هیواد د اهدافو په لړ کښې د عربستان لپاره تعقیبیږی.

                امریکې د ایران خلاف تیری ګر جنګ کښې د صدام د ملاتړ په بهیر کښې خپل لویدیځ انډیوالان اړباسل چې خپلې پوځی بیړۍ فارس خلیج ته ولیږی. له دغې غوښتنې وروسته له دریو اونیو په لږه موده کښې په بحرالهند او سیمه کښې د فرانسې، انګلستان، آسټرالیا او کاناډا هیوړادونو ګډ سمندری شتون له دیرشو نه شپیتو جنګی کشتیو ته ورسید. عراق د وسلو د پیرلو لپاره له فرانسې سره د یونیم میلیارډ ډالرو او له انګلستان سره یې هم یو میلیارډ ډالری تړون لاسلیک کړ.

عراق په ۱۹۸۴ کال کښې د فرانسې د سوپر اتاندار الوتکو له ترلاسه کولو وروسته په خارک جزیره کښې د ایران په تیلی مرکزونو او په تیلی او تجاری کشتیو خپلې پراخې حملې پیل کړې. د امریکې په غوښتنه د ۱۹۸۱ کال په وروستیو کښې کویت ۷ میلیارډه ډالر، عربستان درې میلیارډه ډالره، متحده عرب اماراتو یو میلیارډ او قطر پنځه سوه میلیون ډالر عراق ته د نغدې مرستې په توګه ورکړل او داشان د ایران خلاف د عراق د جنګ لګښت د سیمې د عربو هیوادونو په پیسو پوره شو.

په اوسنی پړاو کښې هم اوباما د کیمپ ډیویډ تړون ته د عربستان په وربللو او د برجام له لاسلیکیدو مخکښې له عربستان سره د پوځی مرستو د زیاتولو ژمنه وکړه او عربستان یې په سیمه کښې د امریکې د سټراټیجک متحد په توګه وباله.

د هغه رپورټ له مخې چې په دې وروستیو کښې رویټرز خبری آژانس خپور کړ، سپینې ماڼۍ عربستان ته پر دغه هیواد د څه باندې ۱۱۵ میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسلو او پوځی او روزنیزو تجهیزاتو د خرڅون وړاندیز کړی دی او دا د دې دواړو لورو په ۷۱ کلنې انډیوالۍ کښې سعودی لوری ته د سپینې ماڼۍ لخوا شوی ترټولو ستر وړاندیز دی.

                په نړیوال ډګر کښې هم امریکې د امنیت شورا له لارې دوه ګونی عمل وکړ او د شورا پریکړې او پریکړه لیکونه عملاً د صدام د ملاتړ په خدمت کښې وو.

د ملګرو ملتو امنیت شورا د اته کلن جنګ په دوران کښې (د عراق او ایران ترمینځ وضعیت) پورې اړوند اته پریکړه لیکونه او د کیمیاوی وسلو د کارول کیدو په هکله څلور خبرپاڼې صادرې کړې.

په دغه پړاو کښې د امنیت شورا ۴۷۹ نمبر پریکړه لیک د تیری ګر په ګټه د یواړخ پالنې یو روښانه سند دی. په یاد پریکړه لیک کښې د جنګ پیلونکی ته له اشارې او د تیری ګر په توګه د عراق له غندلو پرته د شخړې له دواړو لورو وغوښتل شول چې د زور له کارولو ډډه وکړی او خپله لانجه له سوله ایزو لارو او د نړیوالو حقوقو او د عدالت د اصولو مطابق هواره کړی.

د امنیت شورا له ۴۷۹ پریکړه لیک وروسته چې توصیفی اړخ یې درلود، د ملګرو ملتو دغه ارګان د ایران خلاف د عراق د جنګ په وړاندې ۲۱ میاشتې خوله وګنډله. کله چې د خرمشهر سټراټجک بندر د صدام د تیری ګر رژیم له لاسه آزاد شو نو امنیت شورا یوازې د ایران په ګټه د جنګ د انډول له بدلیدو د اندیښنې په وجه د ۱۹۸۲ کال د جولائۍ په دولسمه نیټه ۵۱۴ پریکړه لیک صادر کړ او په دغه پریکړه لیک کښې د ملګرو ملتو د منشور د ۲۴ مادې له مخې یې د اوربند، د جنګ د ختمیدو او نړیوالو پولو ته د دواړو لورو د سمدستی شاتګ غوښتنه یې وکړه.

                دا حالت کابو شپږ کاله همدغه شان جاری پاتې شو تر دې چې امنیت شورا بلآخره د ۱۹۸۷ کال د جولائۍ په شلمه نیټه د ایران او عراق ترمینځ د اوربند د اجرا په لړ کښې د رایو په اتفاق سره ۵۹۸ پریکړه لیک صادر کړ.

دا وړومبی ځل و چې د ایران خلاف د عراق د جنګ په هکله د امنیت شورا لخوا یو پریکړه لیک کښې د جنګ پیلول او دوام ورکول وترټل شول. امنیت شورا په دغه پریکړه لیک کښې د ملکی سیمو د بمباریدو له دوام او په بې پلوه کشتیو او هم په غیر پوځی الوتکو باندې له حملې خواشینی وښودله. امنیت شورا همداشان له اوو کلونو وروسته په وړومبی ځل د تیری ګر د پیژندلو په لړ کښې د تحقیق لپآره د یو بې پلوه پلاوی د جوړیدو غوښتنه وکړه او دا هغه کار و چې باید د جنګ د پیلیدو په وړومبۍ ورځ شوی وای خو استکباری قدرتونه یې مخالف وو ځکه چې د ایران خلاف تیری کښې هغوی پخپله د صدام ملاتړی او د جنګ اصلی پیلونکی وو.

بلآخره د اوربند له منلو او د جنګ له ختمیدو لس کاله وروسته د ملګرو ملتو د هغه وخت د سرمنشی خاویر پرز دکوییار رپورټ خپور شو او عراق تیری ګر معرفی شو خو ایران ته د تاوان ورکولو په شمول په تیری ګر لوری پورې اړوند مسئولیتونه اجرا نه شول.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*