د مقدسې دفاع دوران له یو بل نظره 5
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i26197-د_مقدسې_دفاع_دوران_له_یو_بل_نظره_5
نرم یا تبلیغاتی جنګ یو هغه بحث دے چې له ډېرو وختونو راهسې په دنیا کښې رامنځته شوے دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2016 12:36 Asia/Kabul
  • د مقدسې دفاع دوران له یو بل نظره 5

نرم یا تبلیغاتی جنګ یو هغه بحث دے چې له ډېرو وختونو راهسې په دنیا کښې رامنځته شوے دے.

دغه ښکارنده د هدف کړې شوې ټولنې د نظریې او تفکر له منځه وړلو په لټه کښې ده چې د هغې فکری او کلتوری کړۍ سستې کړی او په واکمن اجتماعی سیاسی نظام کښې په خبری او تبلیغاتی بمباریو سره تزلزل او ناقراری رامنخټه کړی.

په حقیقت کښې د سخت جنګ په وړاندې په نرم جنګ کښې د هر ډول نفسیاتی او رسانه ای تبلیغاتی اقدام شاملیږی چې هدف کړې شوې ټولنه، ډله یا ډلې په نښه کوی چې له فوځی جنګ، جګړې او اور لګونې نه بغېر سیاله خوا په شاتګ یا ماتې ته مجبوره کړی.

د ایران په خلاف هم نرم یا تبلیغاتی جنګ په زیات او پراخه شکل کښې روان دے.  له اقتصادی مشکلاتو څخه استفاده، د ایرانی ولس ترمېنځ د اختلاف او تفرقې رامنځته کول، قومی او مذهبی مسائلو او حساسیتونو ته لمن وهل او د نظام د ناکارنده توب او د ګاونډیانو د امنیت لپاره د ایران د خطرناک والی القاء کول هغه طریقې دی چې له کلونو کلونو راهسې د ایران په خلاف په دښمنۍ او نرم جنګ کښې استعمالیږی.

د نرم جنګ یا سافټ وار اصطلاح چې د سخت جنګ یا هارډ وار په مقابل کښې استعمالیږی د اجتماعی او سیاسی علومو د کارپېژاندو، نظریه پردازانو او سټراټیجېسټانو په مکاتباتو او خبرو او اترو کښې یو مروج مفهوم دے.

د امریکې فوځ د نولس سوه پینځه پنځوسم کال په مارچ کښې په خپل جنګی دستورالعمل کښې  په نړیوال ډګر کښې د نرم چنګ یو خاص تعریف وړاندې کړ. په نوموړی دستورالعمل کښې نرم جنګ داسې تعریف شوے دے: ((.... له تبلیغاتو او نورو وسیلو څخه دقیقه او پلان شوې استفاده چې اصلی مقصد یې د دښمن، یا بې طرفه ډلې یا دوستې ډلې په عقائدو، احساساتو، ګروهنو او چنلدونو باندې تاثیر کول د ی په دا ډول چې د ملی مقاصدو او اهدافو د پوره کولو لپاره ملاتړ وی.))

د نرم جنګ په زمینه کښې ترټولو بشپړه تعریف نامتو امریکائی څېړونکی جوزف نائی وړاندې کړے دے.

جوزف نائی په دوه زره څلورم کال کښې ((نرم قوت په نړیوال سیاست کښې د کامیابۍ یوه وسیله)) نومې کتاب کښې خپور کړ.

په دغه کتاب کښې اشاره شوې ده چې د ((سب ورژن)) یا راپرزونې اصطلاح په اصل کښې یوه فوځی اصطلاح ده چې د یو هېواد د مصالحو او ګټو په خلاف د غېر قانونی اعمالو او فعالیتونو په قالب کښې ترسره کیږی او وروستے مقصد یې د یو نظام نسکورول دی.

نرم جنګ په یو خلاصه شوی عبارت کښې د هدف کړې شوې ټولنې د نظریې او تفکر له منځه وړلو په لټه کښې دے چې د هغې فکری او کلتوری کړۍ سستې کړی او په واکمن اجتماعی سیاسی نظام کښې په خبری او تبلیغاتی بمباریو سره تزلزل او ناقراری رامنځته کړی. دغه طریقه له ډېرې مودې راهسې په دنیا کښې رامنځته شوې ده. نن سبا نرم جنګ په نویو طریقو کښې له نویو رسانه ای ټېکنالوجیو څخه په استفادې سره تعقیبیږی.

امریکه په وروستیو اتویشتو کلونو کښې تل په غلیمانه اقداماتو سره د ایران د ولس په مقابل کښې ولاړه ده او دغه چلند ته چې له هر نظره وکتې شی پکې د دښمنۍ نښې نښانې په واضحه توګه لیدې شی.

په دغو ټولو کلونو کښې د امریکې مختلف غېر عادلانه بائیکاټونه او خنډ اچوونکی او مداخلت کوونکی سیاستونه هیڅ وخت نه دی اودرېدلی بلکه طریقې او روشونه یې مختلف او لا پېچل شوی دی. د نرم جنګ له طریقې استفاده کول له دغو مواردو څخه یو مورد ګڼل کیږی.

امریکه او  نړیوال صهیونېزم د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف د نرم جنګ د عملی کولو لپاره مختلفې لارې چارې او طریقې پلان کړې دی چې له انټر نېټ نه په استفادې سره د مجازی سائیټونو او سپوږمکیزو شبکو پراخه استعمال دے.

دغه تحرکات د تبلیغاتی او خبری ادارو او فېلم جوړوونکو کمپنیانو د فعالیت په قالب کښې هم تعقیبیږی چې ګډ هدف یې د نړۍ د عمومی افکارو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت تور او خطرناک انځور وړاندې کول دی.

نرم جنګ په حقیقت کښې له ایرانه د ویرونې په یوې برخې بدل شوے دے چې په سیمه کښې د ایران په ګډون سره د ډله ایز امنیت او ثبات د ټینګېدو خنډ کیږی.

امریکې په تېرو دوو لسیز کښې له دې وروسته چې د سخت جنګ دوران تېر شو اېټمی او د هغۀ په اړه د بحران جوړونې موضوع تعقیب کړه او په مختلفو طریقو او د ایران په ګواښ ښودلو سره یې د ایران په خلاف ډول ډول او په اصطلاح فلج کوونکی بائیکاټونه عملی کړل او حتی د فوځی اقدام په ګواښ سره یې کوشش وکړ چې ایران تر رعب لاندې راولی او خپلو زور ویوونکو غوښتنو ته یې تسلیم کړی.

امریکې په نفسیاتی جنګ او نرم جنګ سره هم کوشش وکړ چې ایران ګوښې ته کړی او په سیمه کښې د خپلو لاسپوسو رژیمو په  مرستې سره یې په نړیوال ډګر کښې د ایران د ملت په ګونډو کولو خوب لیدۀ، خو د وخت تېرېدو وښودله چې له دغوڅخه یو اقدام هم د ایران ملت تر رعب لاندې نه شی راوستې.

په دې زمینه کښې هالیوډ سېنما هم په وروستیو کلونو کښې د نرم جنګ د پروژې د تکمیلولو او له  ایرانه د ویرونې د بهیر د سختولو لپاره د لویدیځ مرستې ته رادانګلی دی. د تبلیغاتو په دغه ډګر کښې لویدیځ په ټولو اجتماعی، فوځی او حتی کلتوری اړخونو کښې د هیجان راپاراوونکو فېلمونو په قالب  کښې له ایرانه د اندېښنې د القاء کولو کوشش کړے دے. لویدیځو رسنیو له سیاسی ټولنو سره په یو قدم کوشش کړے دے چې اسلامی جمهوری نظام د ترهه ګرۍ او تندلاری توب ملاتړے او د اعتماد نه وړ وښئی. دغه القاء ګانې د ایران په خلاف محتوا لرونکو هغو فېلمونو کښې چې په هالیوډ کښې جوړ شوی دی څرګندې دی او له هغو طریقو څخه دی چې تر اوسه په ځلونو ترې استفاده شوې ده. نرم جنګ حتی د کلتوری او مشغولتیاو د محصولاتو په قالب کښې د مختلفو کمپیوټری لوبو د محصولاتو د تولید په ډګر کښې هم د مختلفو عمرونو په خلقو په تېره بیا ځوانانو کښې له ایرانه د موهومه ویرې له رامنځته کولو څخه د اثر کولو په لټه کښې ؤ او دے.

په اېټمی موضوع کښې هم لویدیځ د دغه دریځ په مرستې سره کوشش وکړ چې د امنیت لپاره د ګواښ په عنوان سره د ایران د اېټمی پروګرام یو خطرناک انځور وړاندې کړی او حتی د اېټمی موافقې په اړه د هغوی تبلیغات هم په دې موضوع باندې تاکید کوی چې هغوی په اېټمی موافقې یعنې برجام سره د اېټمی وسلو د جوړولو لوری ته د ایران لاره وتړله. په داسې حال کښې چې دغه ادعا له بنیاده دروغ وه او هغوی یوه له ځانه جوړه کړې شوې ادعا د حقیقی ګواښونو بنیاد وګرځوۀ او هغه یې د ایران په خلاف د جنګ د ګواښ تر درشل پورې لارښونه کړ.

په همدې تګلارې سره د ایران اېټمی سوله ایز پروګرام په تېرو دولسو کلونو کښې د امریکې دروغ جوړونو او القاء ګانو ترتاثیر لاندې نړیوال سیاسی، اقتصادی او اجتماعی اړخونه پېدا کړل، تردې چې د ایران اېټمی موضوع د ملګرو ملتو د منشور د اوم باب ترلاندې راغے او د امنیت په شورا کښې له ګڼ شمېر پرېکړ لیکونو سره مخامخ شو.

خو بالاخره  ایران او پینځۀ جمع یو ډلې چې په امریکې، جرمنی، برطانیې، چین، فرانسې، روسیې او د اروپائی اتحادیې د بهرنی سیاست په لوړ رتبه استازې مشتمله ده د دوه زره پینځلسم کال د جولائۍ په څوارلسمه نېټه اېټمی موافقه لاسلیک کړه او د هغې په بنیاد د جولائۍ په شلمه نېټه د ملګرو ملتو د امنیت د شورا په دوه زره دوه سوه یو دېرشم پرېکړ لیک کښې د ګډ اقدام  بشپړه پروګرام یعنې برجام تصویب شو. د برجام په تصویب سره له ایرانه د ویرولو او د نرم جنګ د جنجال یوه برخه ختمه شوه خو دغه بدلون د ایران په خلاف د امریکې په غلیمانه چلند باندې د خاتمې ټکے نه ګڼل کیږی.

اوس د ایران د اسلامی جمهوریت له کامیابۍ څخه اته دېرش کاله تېریږی او دغه انقلاب هم هغه شان د بېدارو او خپلواکۍ او عزت غوښتونکو ملتونو لپاره زیاتې جاذبې لری.

اسلامی انقلاب د سترو بدلونونو زمینه برابرونکے شوے دے او دغه نه انکارېدونکی تاثیر د اسلام د مبین دین ستر قوت او سیاسی ظرفیتونه نړیوالو ته ورپېژندلی دی. څرګنده ده چې د ایران اسلامی جمهوریت د کېفیت او کمیت له نظره د پام وړ ظرفیتونه لری چې د تېرو څلورو لسیزو له حالت سره نه شی پرتله کېدې او له هر لحاظه په یو کم مثاله قوت باندې بدل شوے دے او هیڅکله په فوځی یرغل او سخت جنګ سره ایران ته زیان نه شی رسولې.

مشهور امریکائی لیکوال او نظریه پرداز نوام چامسکی باوری دے: (( تر هغه وخته چې ایران خپلواکه وی او د امریکې د سلطې په وړاندې د تعظیم سر ټیټ نه کړی د امریکې دښمنۍ او مخالفتونه به دوام ومومی، د ایران اسلامی جمهوریت د امریکې له نظره د قبلولو وړ نۀ دے، ځکه چې په خپلې خپلواکۍ باندې سترګې نه پټوی.))

څرګنده ده چې امریکه هم هغه شان کوشش کوی چې د ایران په خلاف له نفسیاتی عملیاتو او د نرم جنګ له سختولو نه په استفادې سره خپلو اهدافو ته ورسی خو په عېن حال کښې د تېر وخت تجربه لری او ښۀ پوهیږی چې په دغو اقداماتو سره نه شی کولې ایران تسلیم او تر رعب لاندې راولی.

د امریکې ولسمشر اوباما حتی د خپلې ولسمشرۍ په دې وروستیو میاشتو کښې هم هغه شان کوشش کوی چې ایران د ترهه ګرۍ ملاتړ معرفی کړی. هم هغه ډول چې په تېرو وختونو کښې هم د امریکې واکمنانو د هغوی په اند د شرارت په محور کښې د ایران په راوستلو سره لکه چې د امریکې پخوانی ولسمشر جارج بوش په دوه زره دویم کال کښې د ایران په باره کښې په خپله وېنا کښې د ایران، عراق او شمالی کوریا نومونه واخېستل کوشش وکړ چې ایران ګوښې ته کړی او تر دباو لاندې یې راولی، خو بالاخره معلومه شوه چې امریکه په سیمه او نړۍ کښې د شرارتونو محور دے.

په وروستۍ شننه کښې پکار دی وویل شی چې د امریکې سیاست نن هم هغه د تېرو زیاتې غوښتونکو اهدافو البته په نویو طریقو سره دوام او د ایران په خلاف د دښمنۍ دوام دے.

د ایران د ملت دښمنانو په تېرو ټولو کلونو کښې کوشش کړے دے چې په نفسیاتی جنګ او له خپل مقام نه په اوچتو دریځ نیونو سره د ایران د ملت کامیابۍ کم اهمیته وښئ او په ډول ډول او په اصطلاح فلج کوونکو بائیکاټونو سره یې کوشش وکړ چې د ایران ملت د پرمختګ په تېره بیا په سائېنسی او دفاعی ډګرونو د ترقۍ له دوام څخه مخنیوے وکړی.

خو نن اسلامی ایران له تېروخت سره په پرتله کښې حتی د سیمې له زیاترو هېوادونو چې د لویدیځ ملاتړ او ملګرتیا ورته حاصله ده سره په پرتله کښې دومره اقتدار لری چې نه یوازې د سخت جنګ په ډګر کښې بلکه د نرم جنګ په ډګرونو کښې هم دښمنانو ته د ځواب ورکولو توان لری او ښودلې یې ده چې په ټولو ډګرونو کښې د چمتووالی په ساتنې او د دسیسو  او ګواښونو په وړاندې په اقتدار سره ټینګ ولاړ دے او امریکه د ایران په خلاف د تورونو په لګولو او نرم جنګ سره خپلو اهدافو ته نه شی رسېدې.

---------