فاطمه معصومه(س)، د علم او عفاف سیمبول
حضرت بی بی معصومه(س) د ۱۷۳ هجری قمری کال د ذی قعدې په میاشت کښې زیږیدلې وه او په ۲۰۱ قمری کال کښې په قم کښې وفات شوه. حضرت معصومه(س) د نفس په طهارت او پاکلمنۍ کښې لوړ شأن او مرتبت درلود. د ښو اخلاقو لرل او د متانت، صبر او استقامت په شان صفاتو سنبالښت د هغې بی بی د شخصیت د سترتوب او د مقام د لوړاوی دلائل وو.
د ربیع الثانی د میاشتې په لسمه نیټه اسلامی نړۍ د یوې سترې بی بی د وفات په غم کښې په غم ککړه شوه. هغه ستره میرمنه چې د خپل برکتناک عمر په وروستیو ورځو کښې ئې د ایران د خاورې یوه برخه یعنې قم ښار پخپلو قدمونو ښایسته کړ او هم هلته وفات شوه. نو په دې ورځ مونږ هم خپل زړونه د هغوی نورانی حرم ته اړوو او پر هغې بزرګوارې درود او سلام استوو. السلام علیکِ ایّتُها الطاهرةُ الحمیدهُ البره الرِشیده، التقیهُ النقیهُ الرضیهُ المَرضیَهُ النقیهُ الرضیهُ المرضیه.
یعنې: سلام دې وی پر تا ای پاک فطرته او پاکلمنې، ای ستایل شوې، ای نیکوکارې، ای وده موندلې او پاک او پاکیزه میرمنې، ای لایقې او د خوښې وړ میرمنې.
د حضرت بی بی معصومه(س) د وفات د کلیزې د تسلیت په وئیلو سره د هغوی د اخلاقی او اجتماعی سیرې ځینی اړخونه جاجوو.
حضرت معصومه(س) د علم او تقوا او د اخلاقی فضائلو د سرچینې په کورنۍ کښې وروزله شوه. د هغوی بزرګواره پلار د شیعه مسلمانانو اوم معصوم امام حضرت موسی بن جعفر علیه السلام دی. د مور بی بی نوم یې نجمه و چې د خپل وړومبی زوی امام رضا علیه السلام له زوکړې وروسته طاهره ونوموله شوه.
حضرت بی بی معصومه(س) د امام موسی کاظم علیه السلام په اولادونو کښې د علمی او اخلاقی نظره له حضرت رضا علیه السلام وروسته ترټولو لوړ مقام درلود. دا حقیقت له هغو نومونو او لقبونو او تعریفونو او صفتونو بیخی څرګند دی چې الهی پیشوایانو د دوی په هکله کړی دی.
د کریمه اهل بیت په شان لقب چې د هغوی د روحی ځانګړتیاو او فردی خصوصیتونو په وجه بیخی اختصاصی و، او د اهل بیتو علیهم السلام په بیبیانو کښې یوازې د دوی لپاره ځانګړی شوی دی. نور لقبونه ئې هم شته لکه صدیقه چې د ډیرې ریښتونې میرمنې یا محدثه یعنې د حدیثونو روایتونکې بی بی. حضرت معصومې به د خپل ورور امام رضا علیه السلام د امامت په وختو کښې د احادیثو په نقلولو سره خلک له الهی حقائقو سره بلدول. هغې له خپل بزرګواره پلار او نیکونو څخه یوشمیر حدیثونه نقل کړی دی چې ټول شیعه او سنی عالمان ئې منی. له حضرت بی بی معصومې(س) د روایت شویو روایتونو یوه نمونه چې د معتبرو او موثقو سندونو په لړۍ سره مونږ ته رارسیدلې ده، په دا ډول ده: حضرت فاطمه زهرا(س) د رسول ا...(ص) له قوله فرمائی: خبر ووسئ هرڅوک چې د محمد(ص) د آل په دوستۍ سره مړ شی، شهید دی.
حضرت معصومه(س) د نفس په طهارت او پاکلمنۍ کښې لوړ شأن او مرتبت درلود. د ښو اخلاقو لرل او د متانت، صبر او استقامت په شان صفاتو سنبالښت د هغې بی بی د شخصیت د سترتوب او د مقام د لوړاوی وجوهات وو. مورخینو لیکلی چې یوه ورځ د اهل بیتو علیهم السلام یوه ډله مینه وال د خپلو علمی او فقهی پوښتنو د ځواب موندلو په موخه مدینې ښار ته لاړل څو د امام کاظم علیه السلام په محضر کښې حاضر شی. کله چې د هغوی کور ته ورسیدل نو خبر شول چې امام په سفر تللی دی. مجبوراً ئې خپلې پوښتنې په لیکلې بڼه د امام کورنۍ ته وسپارلې څو په راتلونکی سفر کښې ئې ځوابونه ترلاسه کړی. څو ورځې وروسته د خدای په امانۍ لپاره د امام کاظم علیه السلام کور ته ورغلل. خو وئې لیدل چې حضرت معصومې(س) د هغوی د سوالونو ځوابونه لیکلی دی. نو د ځواب په ترلاسه کولو ډیر خوشاله شول. د ستنیدو په وخت ئې په لاره کښې امام کاظم علیه السلام ولیده او پیښه ئې ورته بیان کړه. امام د بی بی معصومې(س) ځوابونه ولوستل او د هغو صحت ئې تائید کړ. بیا ئې د خپلې لور په نسبت د خپل احساس په بیانولو کښې وفرمایل: پلار درنه ځار او قربان شه.
که څه هم د خطا د قدرت له لرلو سره سره له ګناه د عصمت او له لړزیدو او تیروتنو د خوندی پاتې کیدو مقام خاص د پیغمبرانو او اوضیاو دی خو داسې کسان هم تیر شوی چې د مخلصانه طاعت او بندګۍ او د پاکۍ او تقوا د لارې د لارویانو د بشپړې پیروۍ په وجه د تقوا او روحی پاکۍ ډیرې لوړې درجې ته رسیدلی او ځانونه ئې له ګناهونو او اخلاقی رذایلو لری کړی او خپل روح او جان ئې له هرې ناپاکۍ وساته. د حضرت معصومې بی بی نوم فاطمه کبری و خو داسې لوړو علمی او معنوی مقامونو ته ورسیدله چې خپل ورور او اتم معصوم امام حضرت رضا علیه السلام ورته د معصومې لقب ورکړ او وئې فرمایل: څوک چې په قم کښې د معصومې زیارت وکړی هغه داسې دی لکه چې زما زیارت یې کړی وی.
البته له امام رضا علیه السلام مخکښې د هغوی بزرګواره نیکه حضرت امام جعفرصادق علیه السلام هغه وخت چې د قم او د دغه ښار د شرافت خبره شوې وه، د حضرت معصومې(س) په شأن او فضیلت کښې ئې فرمائیلی وو: قم وړه کوفه ده او د جنت اوه ورونه دی، درې ورونه ئې د قم په لور پرانستی دی او زما له اولادونو یوه بی بی به هلته دفن کیږی چې د موسی لور فاطمه نومیږی او د هغې په شفاعت سره به ټول شیعیان جنت ته داخلیږی.
د امام رضا علیه السلام لیدو ته د تګ په نیت سفر کښې د حضرت معصومې بی بی سیاسی او اجتماعی سیره بیخی څرګنده ده. کله چې امام رضا علیه السلام د عباسی واکمن مامون په حکم په ناخوښه د ولیعهدۍ منلو او د ایران په شمال ختیځ کښې مرو سیمې ته هجرت کولو ته مجبور شو نو حضرت معصومې(س) د خپلو څو وروڼو په ملګرتیا د عباسیانو د نفاق د څیرې د څرګندولو او د امامت او ولایت په نسبت د ټولنې د ذهنونو د بیدارولو په نیت مرو ته تګ غوره کړ. حضرت معصومې پخپل دغه سفر کښې د محمدی(ص) دین تبلیغ پیل کړ او د ولایت او امامت اړوندو حدیثونو په نقلولو سره ئې د عباسیانو د نفاق څیره او د اهل بیتو علیهم السلام د کورنۍ مظلومیت څرګند کړ. له مدینې څخه د بی بی معصومی په وتلو او په لاره کښې ئې له عباسی مامورانو سره په مقابلې سره عامه خلک پوه شول چې د عباسی واکمن لخوا د امام رضا علیه السلام ولیعهدی تشه د دوی د غولولو لپاره وه. په تیره بیا کله چې د حضرت معصومې(س) قافله ساوه ښار ته ورسیدله او د عباسی حکومت د یوه ډله کسانو لخوا پرې حمله وشوه، حکومتی مامورانو د حضرت معصومې او د هغې د ملګرو لاره ونیوله او د دغې بی بی ځینی خپلوان ئې شهیدان کړل. د دې پیښې شدت دومره زیات و چې حضرت معصومه(س) و نه زغملی شو او سخته ناروغه شوه. کله چې بی بی پوه شوه چې نور د مروې په لور خپل سفر جاری نه شی ساتلی نو له خپلو کسانو ئې وغوښل چې قم ته ئې بوځی. هغې د خپلې دې غوښتنې په وضاحت کښې وفرمایل: ما قم ښار ته بوځئ ځکه چې له خپل پلاره مې اوریدلی چې وئې فرمایل: دا ښار د پیغمبر د کورنۍ د مینه والو مرکز دی.
په یقین سره چې د حضرت معصومه(س) دې کار د هغې د بصیرت او روڼ اندۍ ژورتیا څرګنده کړه.
څنګه چې د قم په لور د بی بی د تګ خبر خلکو ته ورسید نو ډیر کسان د هغوی هرکلی ته لاړل. پّ هغو کښې د سعد کورنۍ موسی بن خزرج هم ځان د حضرت معصوې بی بی قافې ته ورسوه او د هغې د اوښ واګې ئې ونیولې او د قم په لور ئې راوستله او پخپل کور کښې ئې د هغې بزرګوارې بی بی ښه په درناوی میلمستیا وکړه. خو حضرت معصومه چې د خپلو وروڼو له شهادت وروسته سخته ناروغه شوې وه، ۱۶ یا ۱۷ ورځې وروسته وفات شوه.
په دغو څو ورځو کښې چې بی بی معصومې(س) په قم کښې تیرې کړې، د موسی بن خزرج په کور کښې ئې د عبادت یو ځاې درلود چې اوس هم شته او نن سبا دغه ځاې په زړه پورې جوړښت سره څرګند او معلوم دی او پکښې داسې کوټنۍ او حجرې دی چې پکښې د دینی علومو طلاب زده کړه کوی او په خوا کښې یې یو پرتمین جومات جوړ کړی شوی دی.
نن سبا دغه ځاې د قم د مقدس ښار په میر میدان نومې سیمه کښې د سِتیه مدرسې په نوم مشهور دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*