د غويي د میاشتې د یودیرشمې نیټې ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i48008-د_غويي_د_میاشتې_د_یودیرشمې_نیټې_ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
May 21, 2017 08:17 Asia/Kabul
  • د غويي د میاشتې د یودیرشمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د تهران ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د تهران چاپ د نورو ډیرو ورځپاڼو په شان د مۍ د نولسمې نیټې د انتخاباتو په بهیر کښې د خلکو د ګڼې ګوڼې یو ستر انځور چاپ کړی او په ټولټاکنو کښې د ایران د ولس د پراخ ګډون په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي څرګندونو ته یې ځانګړی انعکاس ورکړی او لیکلي یې دي چې د انقلاب معظم رهبر  د انتخاباتو د حماسي جشن قدرونه وکړه.

د خبر په تفصیل کښې لولو: حضرت آیت الله خامنه ای نن په یوه پیغام کښې د نولسمې مئی د انتخاباتو په اړه ټینګار وکړ: د انتخاباتو بریالي د ایران خلک او اسلامی جمهوري نظام دی چې د دښمنانو له هڅې او دسیسې سره سره، توانیدلی، د دغه ستر ملت مخ پر زیاتیدا اعتماد جلب کړي او په هر پړاو کښې نوې ځلا نندارې ته وړاندې کړي

د اسلامی انقلاب معظم مشر په دغه پیغام کښې زیاته کړه: په انتخاباتو کښې د هرې پرګنې خلکو پراخ او پرتمین ګډون او په هر ځاې کښې د رایو صندوقونو ته د رسیدا لپاره د اوږدو لیکو جوړیدل، د اسلامي ولسواکۍ د بنیادونو د پیاوړتیا او د عمومی پیوستون نښه ده او ایران او ایرانیان یې د عمل د ډګر په آزموینې کښې سر لوړي کړل او څیره یې وځلوله.

د مشرتابه ستر مقام په دې خبرې سره چې اسلامی ایران یو ځل بیا بد غواړي، کینه کښ او حاسدان په شا کښینول، روښانه کړه: خلک دې له انتخاباتو وروسته د عمومی اتحاد او اتفاق فکر وکړي چې بې له شکه د ملی اقتدار  او پیاوړتیا یو مهم لامل دی او ټول هڅه وکړي چې د سترو موخو په لور د هیواد د پرمختګ په دنده کښې خپله ونډه  وپیژني او تعقیب یې کړي.

حضرت آیت الله خامنه ای همداراز ولسمشر او هغو درستو کسانو ته چې په راتلونکی دولت کښې به ګډون وکړی، سپارښتنه او ټینګار وکړ: د هیواد د ستونزو د ختمولو لپاره انګیزه لورونکی او ځوانمردانه کار او هڅه خپله کړئ او یوه شیبه  په دغه نیغه لاره کښې غفلت ونکړئ او د کمزورو پرګنو خیال ساتل، بې وزله سیمو او کلیو ته پاملرنه او له فساد او ټولنیزو تاوانونو سره د چلند د لومړیتوبونو په نظر کښې نیول، د خپلو پروګرامونو په سر کښې وګرځوئ.

هغوي په خپل دغه پیغام کښې په  انتخاباتو کښې د هر برخه وال، معظمو مراجعو او وتلیو عالمانو، پوهنتونی، سیاسی، کلتوری او هنری شخصیتونو، د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو، پر انتخاباتو د څارونکیو او اجرا کونکو  درستو چارواکو، د انتخاباتو د امنیت د ساتونکو او همدغه راز د ملی رسنۍ مننه وکړه.

 

ابتکار:

                له تهرانه چاپیدونکې ابتکار ورځپاڼې بیا په خپل وړومبي مخ د منتخب ولسمشر روحاني د یو ستر انځور ترڅنګ په غټو ټکو لیکلي دي: د ایران د ټولو خلکو ولسمشر. حسن روحاني د څه باندې ۲۳ میلیون رایو په ګټلو سره د ولسمشرۍ د وړمې ورځې د انتخاباتو بریالی شو.

جمهوري اسلامي:

                دې ورځپاڼې د ولسمشریزو ټاکنو له ګټلو وروسته پرون د حسن روحاني د ټیلیویژني وینا خبر راخیستی دی او لیکلي یې دي: د انتخاباتو ګټونکی آزادي، خپلواکي او ملي حاکمیت دی.

خبر زیاتوي چې حسن روحاني چې په ټولټاکنو کښې په بریالیتوب سره یوځل بیا د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر شو، پرون په ټیلیویژني وینا کښې وویل: د رایې ورکونې په مرکزونو کښې د ایران د خلکو تاریخي شتون، له دې ورتیر چې په دې سیالۍ کښې یې کوم کاندید ته رایې ورکړې، نړۍ حیرانه کړه او په ما باندې د ایران د ولس یوځل بیا اعتماد سبب شو چې پر خپلو اوږدو یو دروند بار او مسئولیت احساس کړم.

منتخب ولسمشر همداشان د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په مننې سره څرګنده کړه: سلام او درود دې وي د اسلامي انقلاب پر ځیرک او پوه مشر باندې چې په حکیمانه توګه یې د انتخاباتو طوفاني څپې د ارامښت ساحل ته لارښوونه کړې او د انتخاباتي سیالیو ولوله او هیجان یې بلآخره د ولس د عزت، خپلواکۍ او اقتدار د صندوقونو په لاره سم کړ.

ولسمشر روحاني هیله وښودله چې د ایران د خلکو د غوښتنو د استازیتوب لپاره یو غوره وکیل ووسي. هغه په دې خبرې سره چې ایران له بل هر وخته په لا سرلوړې توګه د خپلو ملي ګټو او متقابل احترام په اسا له نړۍ سره د خپلو اړیکو پراخولو ته چمتو دی، څرګنده کړه: د ایران انتخاباتو ګاونډیانو او سیمې ته وښودله چې په دې سیمه کښې د امنیت د تامینولو لاره پر بهرنیو قدرتونو ملا تړل نه دي بلکې د ډیموکراسي او ولسواکۍ پیاوړتیا او د خلکو د رایو احترام دی.

 

د تهران ډیرو ورځپاڼو حسن روحاني ته د کورنیو او نړیوالو چارواکو د مبارکۍ د پيغامونو خبرونه هم په بیلابیلو ټکیو راخیستې دي چې یوه لنډه کتنه ورته کوو.

د ایران د اسلامي جمهوریت د دولسم پړاو د ولسمشریزو انتخاباتو کاندیدانو او د راډیو او ټیلیویژن ادارې په جلاجلا پيغامونو کښې حسن روحاني ته یوځل بیا د ولسمشر جوړیدو مبارکي وویله.

د مۍ د نولسمې د ولسمشریزو انتخاباتو دوو کاندیدانو سید مصطفی هاشمي طبا او سید مصطفی میرسلیم په خپلو پیغامونو کښې ولسمشر روحاني ته مبارکي ورکړه او په انتخاباتو کښې د ولس د پراخ ګډون مننه یې وکړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټيلیویژن ادارې (صدا و سیما) هم په یو پیغام کښې د ولسمشرۍ د ټاکنو په دولسم پړاو کښې د حسن روحاني د کامیابۍ مبارکي ویلې ده.

له بلې خوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین پرون ناوخته د ایران منتخب ولسمشر حسن روحانی ته په یو پیغام کښې د مۍ د ۱۹ نیټې په انتخاباتو کښې د هغه د بریالیتوب د مبارکۍ په وئیلو سره ټینګار وکړ: ماسکو چمتو ده چې د روسیې او ایران د ملګرتیاو د پراختیا لپاره لازیاتې هلې ځلې وکړي.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست لوړرتبه مسئولې فډریکا موګریني هم د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کښې د حسن روحاني د کامیابۍ مبارکي وویله او زیاته یې کړه: دا اتحادیه د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې له ایران سره د تعامل دوام ته چمتو ده.

د آذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علی اف ،د عمان پاچا او د کویت ،جرمنی ،فرانسې ،انګلستان ،ایټالیا، یونان ونزویلان،قزاقستان ،پاکستان ،افغانستان ، عراق ، پشمول په دلسګونو هیوادونو مشرانو د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی ته په جلاجلا پیغامونو کې  یوځل بیا د ولسمشر غوره کیدو د مبارکۍ په ویلو سره ویلي دي، د دغو هیوادونو  او د ایران د اسلامی جمهوریت ترمینځ اړیکو ته د ډیر اهمیت قائل دي اوله ایران سره  د خپلو اړیکو موجوده وضعه  نوره هم ښه کول غواړي.

 

کابل چاپ:

د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سعودي په پایتخت ریاض کې د سعودي په مشرۍ د عربو او اسلامي هیوادونو د کنفرانس په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، یو شمېر خلکو له دوی سره په اړیکو کې  دا غوښتي چې ولسمشر غني باید په دغه ناسته کې د اسلامي حکومتونو مشران، داعش سره د سعودي عربستان او قطر له مرستې خبر کړي.

د مطلب لیکونکي دا هم لیکلي چې دوی غوښتي چې ولسمشر غني باید له دغه فرصته ګټه واخلي او خپلې نا ویلې خبرې د سعودي پاچا ته ووايي.

په مطلب کې راغلي، د ولسي جرګې یو غړي ویلي چې داعش تروریستي ډله په افغانستان کې د سعودي او قطر په مالي مرسته د افغانستان شمال ته استول شوې چې د دغه هېواد شمالي ولایتونه په دوهمه سوریه بدل کړي.

د مطلب لیکوال لیکلي چې تردې مخکې د بلخ والي عطا محمد نور هم په یادو سیمو کې د داعش ډلې د پراخو فعالیتونو او نا امنۍ خبرې کړې وې.

 

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله سر مقاله کې همدا موضوع راخیستې ده.

هېواد لیکلي چې په اوسنیو حالاتو کې دا غونډه ډېر اهمیت لري، د سرمقاله لیکونکي په باور له یوې خوا د ترهګرۍ ضد د ګډې مبارزې لپاره د اجماع په راټولېدو ټینګار کېږي او له بلې خوا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ترهګرۍ پر وړاندې د نوې او اغېزمنې مبارزې شدت بیانېږي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې دغه دوه ورځني کنفرانس ته به ولسمشر غني هم وینا وکړي چې په ترڅ کې به یې د ترهګرۍ خطرونه بیان او د دغې ښکارندې ملاتړي هم افشا کړي.

 

اصلاح ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، دا کنفرانس باید د سیمې اسلامي او غیر اسلامي  هېوادونو ته دا پیغام ورسوي چې له ترهګرو څخه ملاتړ ونه کړي او دا چې له ترورېزمه ملاتړ او استفاده د سیاسي ابزارو په توګه د هېچا په ګټه نه ده او باید ورڅخه لاس واخېستل شي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي چې سعودي عربستان باید په دغه کنفرانس کې له پاکستاني مشرانو هم وغواړي چې تردې زیات د افغانستان د خرابۍ په فکر کې نه وي او نور دې په دغه هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي د غځولو هڅه هم نه کوي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*