د زمري د څلرویشتمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو.
د تهران ورځپاڼو په سر کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د حسن روحاني او ولادیمیر پوټین د ټیلیفوني خبرو خبر ته انعکاس ورکړی او په غټو ټکو یې لیکلي دي: د امریکې له برجام ضده سیاستونو سره د مقابلې لپاره د ایران او روسیې غږملتیا.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني په دغو ټیلیفوني خبرو کښې وویل: برجام یوه څواړخیزه موافقه ده او د امریکې اقدامات د ژمنو نقضونکي ګڼل کیږي.
ولسمشر همداشان وویل چې روسیې له پکار دي د ایټمي موافقې د پياوړتیا او د دې موافقې د مذاکرې د ټولو خواو له لوري د ژمنو د اجرا کولو په لاره کښې مثبتې سلامشورې او رول ولوبوي.
په یاد ټیلیفوني تماس کښې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین هم وویل: ایران د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د رپورټ له مخې په برجام کښې پرخپلو ټولو ژمنو پابند پاتې شوی دی او د مذاکرې د هر یو لوري لخوا د دې موافقې خلاف ورزي په حقیقت کښې د ملګرو ملتو د امنمیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزي ده.
همدې ورځپاڼې په خپل وړومبي مخ په امریکا کښې د توکمیز توپير خلاف د خلکو د پراخو مظاهرو یو ستر انځور چاپ کړی او لیکلي یې دي چې په توله په شارلوتزویل او ویرجینیا کښې د توکمپالو د اقدام خلاف په ټوله امریکا کښې د توکمیز توپیر ضده فعالانو مظاهرې وکړې.
په امریکا کښې توکمیز توپیر او د تورپوستو ځپل نن سبا د دیموکراسۍ د دغه مدعي هیواد په ډیرې سترې مسئلې بدل شوي دي.
د تهران چاپ د ایران په شمول کابو ټولو ورځپاڼو د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د مصلحت پيژاندې ټولنې د مشر په توګه د آیت ا... شاهرودي د غوره کیدو خبر سره له مختلفو انځورونو راخیستی دی.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... خامنه اي په یوه حکم کښې آیت ا... سید محمد هاشمی شاهرودي، د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام د مصلحت پیژندنې ټولنې د پینځه کلن پړاؤ لپاره مشر وټاکه.
آیت ا... هاشمی شاهرودی د ایران د اساسی قانون د ساتندویه شورا یو فقیه او د تقلید مرجع دی.
خبر زیاتوي چې په نولس سوه څلور نوېم میلادی کال کښې د معظم رهبر په حکم د ایران د اساسی قانون د ساتندویه شورا غړیتوب، د نظام د مصلحت پیژندنې ټولنې غړیتوب، د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې غړیتوب او د ایران پر قضائیه قوې لس کلنه مشري د آیت ا... شاهرودی له دې وړاندې مسئولیتونه پاتې شوی دی.
اعتماد:
له تهرانه چاپیدونکې اعتماد ورځپاڼې بیا دایران د نظام دمصلحت پیژندونکی ټولنې د منشي کړې خبره راخیستې ده چې ویې ویل: داعش ترهګره او تکفیري ډله د له مینځه تلو په حال کښې ده.
دایران د نظام دمصلحت پیژندونکی ټولنې منشی محسن رضائی پرون په تهران کې د حرم د مدافع شهید محسن حججی ددرنښت د دستورو ترڅنګ د خبریالانو په ټول کې ووئیل، داعش ترهه ګره تکفیری ډله دلارې آخر ته رسیدلې ده او هرهغه کار کوی څو له دړې وړې ځان وژغوری خو نوره ئې وخت ختم شوی دی .
محسن رضائی دسیمې او دهغو د بدلونونو دراتلونکی په باب هم ووئیل، بدلونونه به له سیمې د امریکا دشاتګ لامل شی .
هغه د ایران په ضد د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې جنایتونو ته په اشارې سره روښانه کړه: د ایران ملت په ځلونو ښودلې ده ، دانسانی ارزښتونو په دفاع کې لومړنی ملت دی او دغه ویاړ ئې پخپل تاریخ کې ثبت کړی دی .
دحرم مدافع شیهد محسن حججی تیره اونۍ داعشی تکفیریانو له نیولو وروسته په ډیر بوږنونکی ډول شهید کړی .
کیهان:
د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې د سیمې په اړه یو خبر کښې لیکلي چې د افغان ولسمشر یوۀ سلاکار د امریکایی پوځ په هوائی حملو باندې په اعتراض کې استعفی ورکړه.
لال باچا آزمون اشرف غنی ته له خپلې استعفا سره یوځاې لیږلي لیک کښې لیکلی دی: په داسې حال کې چې دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې په مختلفو پلمو سره وژلې دوام لري، خو په دې موضوع هیڅ غور نه کیږی .
په خبر کښې لولو چې په ټولنیزو چارو کښې د افغانستان د و لسمشر سلاکار لال باچا آزمون نن دافغانستان په ختیځ کې دامریکائی پوځ په هوائی حملو او د یوشمیر عامو افغانانو په وژلې په اعتراض کې اشرف غنی ته په لیک کې دخپلې استعفی په وړاندې کولو سره لیکلي دي: د افغانستان حکومت باید د امریکائي پوځ د هوائي حملو مخه ونیسي.
لال باچا آزمون اشرف غنی ته په دغه لیک کې لیکلی دی ، په داسې حال کې چې دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې په مختلفو پلمو سره وژلې دوام لری ، خو په دې موضوع هیڅ غور نه کیږی .
د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې په هسکه مینه ولسوالۍ دامریکا دپوځ په وروستیو هوائی حملو کې کابو شپاړس عام افغانان وژل شوی او یو شمیر نو رهم ټپیان شوی دی .
له دې مخکې هم دامریکا دپوځ جنګی الوتکو له ترهه ګرۍ سره په دمبارزې په پلمه دافغانستان په بیلابیلو سیمو په کرتو سختې هوائی حملې کړی او په سلګونو کسان ئې په وینو کې لیت پیت کړی دی .
کابل چاپ:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د افغانستان د شمال په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنه پیل کړې ده.
ولې په شمال کې د ترهګرو مرکزونه نه ځپل کېږي؟
په سرمقاله کې راغلي، ویل کېږي چې د میرزا اولنګ دره بېرته افغان ځواکونو نیولې او ترهګر ورنه په شا شوي دي.
د سرمقالې لیکوال لیکي، باید د ترهګرو مرکزونه چې په امنو سیمو بدل شوي وځپل شي، که نه نو د ده په باور که میرزا اولنګ د ترهګرو له شتون پاک هم شي، د فاریاب او په ټوله کې د شمال ستونزه نه حل کېږي.
امنیتي ځواکونه باید د میرزا اولنګ تر ازادولو وروسته هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي او پټن ځایونه یې له منځه یوسي، ځکه که داسې ونه شي په شمال کې به ترهګرو ګواښونه دغه شان دوام وکړي.
هیواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې لیکلي، په دې وروستیو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو په ځانګړي ډول شمالي ولایتونو کې د ترهګرو د حملو شدت د دې ښکارندويي کوي چې د دولت وسله وال مخالفین د بهرنیو استخباراتو سره په همکارۍ هڅه کوي چې د ځینو ولایتونو او ولسوالیو په نیولو سره خپل ځان پیاوړی وښيي.
په سرمقاله کې راغلي دا په داسې حال کې ده چې د امریکا فشارونه پر پاکستان زیات شوي او هغه هېواد له ترهګرو د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه د نړیوالو تر شدید فشار لاندې دی.
د سرمقاله لیکونکي پا باور، نو ځکه پاکستان هڅه کوي په دې توګه افغان حکومت کمزوری کړي او دا وښيي چې حکومت د خلکو له ملاتړ برخمن نه دی.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، افغان ځواکونو ميرزا اولنګ سیمه له طالبانو بېرته ونیوله خو ها خوا غورماچ د درېیم ځل لپاره د وسله والو مخالفینو لاس ته ولوېده.
د سرمقاله لیکونکي په وینا، په ځینو ولسوالیو کې فتح او سقوط په یو دوامدار او سریال ډول کار بدل شوی دی.
په سر مقاله کې راغلي، طالبان پوهېږي چې یو سیمه تر ډېره نه شي ساتلی خو په نیولو سره یې دولتي او نا دولتي تاسیساتو ته زیان رسوي او ناورین رامنځته کوي.
د سرمقالې لیکوال تر ډېره په دې برخه کې انتقاد په امنیتي مدیریت کړی او هیله یې ښودلې چې په راتلونکې کې دا اساسي ستونزه هواره شي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*