ایرانی شخصیتونه؛ نړیوال ویاړونه (۱۴۳)
د تیر مطلب په دوام کی، د یوولسمی هجری قمری پیړۍ د لمړنیو دورو د ایرانی شاعر« محمد حسین نظیری نیشاپوری » معرفۍ ته ادامه ورکوؤ، چی د کتاب لیکونکو او د فارسی شعر په تاریخ کی، له سبک څخه له برخمنو شاعرانو څخه شمیرل کیږی، او د خپل وخت او له ځان څخه د وروسته دورې پر شعری چارو یی ژور اغیز شیندلئ دئ. نظیری؛ د دغې پیړۍ د ډیرو ؤلسی شاعرانو څخه شمیرل شوئ، او د هغه زیاتره بیتونه د متل په توګه د خلګو په ورځنیو خبرو کی استعمالیږی.
ومو ویل؛ چی محمد حسین نظیری نیشابوری، د لسمی هجری قمری پیړۍ په نیمایی کی، په نیشابور کی وزیږید، او په
همدی ښار کی یی د علم او ادب مقدمی زده کړې او ډیر ځوان ؤ، چی شعری آوازه یی د خراسان له پولو څخه واؤښته. هغه؛ د خپلې ځوانۍ په پیل کی د خپلی شاعرۍ د آزمویلو لپاره، کاشان ته لاړ، او د شعر ویلو په غونډو کی یی ګډون وکړ، او شهرت او آوازه یی لاسته راوړه. هغه؛ وروسته عراق ته لاړ او د هغه ځای له شاعرانو سره د مشاعرې کولو له لارې یی خپل شهرت لا زیات کړ، او باالآخره یی د یو هوسا او امن ژوند د برابرولو لپاره، هندوستان ته د سفر کولو اراده وکړه. د« اګره » ښار ته لاړ، او ویی کړای شول، په خان خانان مشهور؛د جهانګیر تیموری د یو امیر«عبدالرحیم خان» نظر ځانته جلب کړی. خان خانان، نظیری خپل دربار ته ور وغوښت، او هغه هم د خان بلنه ومنله. نظیری د خان خانان په دربار کی، زیاتی شتمنۍ لاسته راوړې، چی ټول یی د مهاجرو ایرانیانو، په تیره بیا شاعرانو او هنرمندانو لپاره ولګولې. نظیری نیشابوری؛ په ۱۰۲۱ هجری ق کال کی په ګجرات کی وفات شو، او په همدی ښار کی خاورو ته وسپارل شو.
د نظیری نیشابوری د شعرونو په باره کی مو په تیر مطلب کی وویل: نظیری نیشابوری؛ د صفوی دورې د شعر ټولی مثبتی
ځانګړنی، د فارسی شعر د تیرو کلونو له غوره مواردو او ځانګړنو سره یو ځای کړې، او ویی کړای شول په شعر کی یوه نوې روده رامنځته کړی. تر دې ځایه پوری؛ چی هغه یی د سبک لرونکی، او د فارسی شعر له مخکښو شاعرانو څخه وباله، او زیاتره شاعران له هغه وروسته؛ د نوموړی تر شعری سلطې لاندی ورغلل. دغه حضور او اغیزه تر دې حده ده، چی د ادبی څیړاندو په باور، د نظیری نیشابوری د غزلونو نښې او اغیزې، د هغه د دورې، او له ده څخه د وروسته دورې د شاعرانو په دیوانونو کی، په زیاته اندازه لیدلای شو. د خپلې دورې او له ځان څخه د وروسته دورې په شعرونو کی د نظیری مقام او مرتبه تر دې ځایه وه، چی د یوولسمی هجری قمری پیړۍ ایرانی نومیالی شاعر« صائب تبریزی »، نظیری له ځان څخه، او د صفوی دورې د شعر له مشرانو څخه لا اوچت بللئ دئ. لکه څنګه چی یی ویلی:
صایب چه خیال است؛ شوی همچو نظیری
عُرفی به نظیری نرسانید سخن را !
د نظیری د شعرونو دیوان په څیړلو سره، د نوموړی په شعر کی مختلفی ځانګړنی موندلای شو، چی د هغه د دورې او له ده څخه د وروسته دورې له زیاترو شاعرانو څخه، د نوموړی
د لوړاوی عامل دئ، او نظیری یی په شاعرۍ کی د خاص سبک خاوند کړئ دئ.
د نظیری نیشابوری د شعرونو ډیره مهمه ځانګړنه، د هغه د ژبی سلامتیا ده. داسی یوه مسئله، چی د زیاترو ادبی شناندو په اند، له حافظ شیرازی وروسته، له فارسی شعر څخه له منځه لاړه. بابا فغانی؛ هغه رائیجه او را ژوندۍ کړه، او له دې کبله چی د ژبی سلامتیا منسوخ شوې وه، تر ډیرو مودو پوری یی؛ هر عجیب او نا پیژندل شوئ شعر«فغانیانه» باله. د امید تهرانی په شمول، یوې ډلې نورو صفوی شاعرانو د هغې د را ژوندی کولو لپاره زیاته هڅه وکړه، او له همدی کبله د هغې دورې څیړاندی باوری ؤ؛ چی امیدی تهرانی د پخوانیانو په سبک شعر ویل. دا تصور او ګمان پدی خاطر ؤ، چی په نهمه پیړۍ او له هغې څخه د وروسته دوری په فارسی شعر کی، د ژبی سلامتیا له منځه تللې وه، او هغه یی په لرغونو دورو پوری مربوط بلله. بالآخره، نظیری نیشابوری په اساسی او بنسټیزه توګه، د ژبی سلامتیا ته مخه کړه، پرته له دې چی د هغه شعر لرغونی او پخوانئ وبلل شی، ځکه چی د نظیری شعر، د شعری دودونو په ساتنې سره، د تازه وینا په شمول د ټولو شعری اصولو او ضروریاتو څخه یوه ټولګه وه.
د نظیری نیشابوری د شعرونو یوه بله ځانګړنه، د وینا له ژوندۍ ژبی سره د نظیری مثبته او روغه علاقه وه. د صفویانو په دوره کی د عامو خلګو ګروهنه، د وینا د ژبې په لور وه، خو پدغه ګروهنه کی دومره افراط شوئ ؤ، چی په واقعیت کی خرابیدو ته کاږل شوې وه، او د ژبی د سلامتیا هیڅ نښه نه لیدل کیده. خو د وینا ژبې ته د نظیری ګروهنه، د ژبی له سلامتیا سره مل وه. دغه روغه او سنجوله شوې روده، په غزل او قصیده کی د نظیری د شعری ژبی د روان والی، صمیمیت او نرمۍ سبب شوه. دغه حیرانونکی نرمې؛ روان والئ او صمیمیت، یواځی پخپله په نظیری پوری مربوط ؤ. د نظیری په شعرونو کی دغه روانوالئ او صمیمیت تر دې حده ؤ، چی یو شمیر ادبی شناندی باوری دی: دومره زیاته نرمې؛ روانوالئ او په عین حال کی صمیمیت، د سعدی په غزلونو کی هم؛ چی د دا ډول وینا کولو جوت استاد دئ، نه شو موندلای. لکه څرنګه چی وایی:
نهایت نیست طومار دلی را
که عنوانش تمنای تو باشد
کدورت نیست کاخ سینه ای را
که راهش بر تماشای تو باشد
نیازارم ز خود هرگز دلی را
که می ترسم در او جای تو باشد
هندی نومیالی ادیب؛ علامه شبلی نعمانی، د«شعرالعجم» په ستره ټولګه کی، د یوې ډلې شاعرانو ګټونکې پاڼه؛« محاوره بندې » بللې ده، چی سعدی شیرازی؛ امیر خسرو دهلوی، او نظیر نیشابوری د هغوی په سر کی دی.
«محاوره بندی» د وینا له ژبې څخه ګټه اخیستنه ده، چی د شعر ژبې د صمیمیت؛ نرمۍ او روانوالی سبب ګرځی، او علامه شبلی نعمانی باوری دئ، چی د دغې ډلې شاعرانو په شعرونو کی د فوق العاده صمیمیت د شتوالی علت، همدغه محاوره بندی ده. د امیر خسروی دهلوی په شعر کی، له دې کبله چی دغه شاعر هندی دئ، د نوموړی په شعر کی محاوره بندې؛ د هغو ترکیباتو او جملو د استعمالولو سبب شوې ده، چی په عامی فارسی ژبی پوری تعلق نه لری، او په زیاته اندازه، د فارسی ژبې په هندی لهجې پوری تړاو لری. خو؛ د سعدی او نظیری نیشابوری په شعرونو کی، له هغو ترکیباتو؛ جملو او لغاتونو څخه استفاده شوې ده، چی د ایرانیانو ترمنځ، په عامه توګه په کار وړل کیږی، او له همدی کبله ده، چی د دغو شاعرانو زیاتره بیتونه؛ د رائیجو متلونو په توګه، د ټولو پرګنو په منځ کی استعالیږی.
شبلی نعمانی؛ پخپل ستر او ګرانبیه کتاب کی، چی« شعر العجم » نومیږی، د« جوش سخن » په نامه یوه اصطلاح او جمله لری. د علامه شبلی نعمانی د تحلیل په اساس؛ یو لړ شعرونو چی لولو، احساس کوؤ چی د انسان مغز کار کړئ، ترڅو چی دغه شعرونه ویل شوی دی؛ لکه د حافظ شعر، یا له هغه نه مخکی د خاقانی او انوری شعرونه. دا ډول شعرونه؛ کله چی لوستل کیږی یا ټول د ماغزه په وسیله پوهیدل کیږی، یا د ماغزه او زړه د یو ترکیب په وسیله. خو په یو شمیر نورو شعرونو کی حتی که د یو مغز په شتون سره شعر جوړ شوئ وی؛ د ماغزه رول پکی نه ترسترګو کیږی. شعر؛ دومره د مخاطب په ځان کی نفوذ کوی، چی ته به وایی یو موجود او ژوندی شئ، د حرکت، دوامداره او ګرم جوښ او زوږ په حال کی دئ. ټیک؛ هماغه شان چی د شمس یا د سعدی د غزلیاتو د لوستلو په مهال احساسیږی. د نظیری شعر هم، د« جوش سخن » لپاره یو مثال او مصداق دئ، او کله چی د هغه شعر؛ په تیره بیا د نوموړی غزلونه زمزمه کیږی، غرغنډ
والئ، او ګرم جوښ احساسولای شو. لکه څرنګه چی وایی:
یادت به خیر باد که در گریه های گرم
شوقی که از خودم برهانی نهاده ای
ارزان مکن کرشمه خوبی که در دلم
ذوقی که بیش از آن نتوانی نهاده ای
د«وقوع» مکتب شاعران، چی په تیر مطلب کی د یاد مکتب د شعرونو د ځانګړنو په باره کی په لنډه توګه وږغیدو؛ په عامه توګه د رښتنیو، فردی او صمیمی شیبو د ثبتولو په لټه کی دی. خو په زیاترو موارود کی یی خبری او ویناوی؛ د وینا له ښور او زوږ څخه بی برخی دی، او په اصطلاح ساختګی دی او په زړه اغیز نه کوی. له یوې خوا غواړی له زوږنده او تودې عاطفې په اړه یو څه ووایی، او له بلې خوا یی ژبی او بیان تودوخه او جوش نه لری. یا په ماغزه سره یی هڅه کړې ده، چی عاطفی شیبی په ژبی کی ځای او بیان کړی. ځینی وختونه هم د ژبې نیمګړتیا او نا روغتیا، د ویناؤو د زوږند والی په وړاندی خنډ شوې ده. د صفوی دورې د شعر په بله نیمایی کی( هندی سبک ) هم، له دې کبله چی د شعر موضوع خیال ګروهنه ده، او د کار ظاهری چارو، او د اجرا څرنګوالی ته هم کافی پام نه کیږی، په اساسی توګه د وینا د شور او جوش، او د شعر د حرارت کومه نښه نشته، او که د هندی سبک په میراث کی له حرارت څخه برخور، او له شور او زوږ څخه ډک شعر ولیدل شی، د قاعدی او اصل په خلاف دئ. پدی منځ کی یواځی نظیری دئ، چی په بشپړ بریالیتوب سره یی د عاطفی فردی او رښتنی شیبې، په نرمی او زوږنده اوسوزنده تودې ژبې سره بیان کړی دی.
د دی بحث دوام به په راتلونکی مطلب وړاندی کړو. تر هغه مو په لوی خدای سپارو.