دسپيڅلي دفاع اونۍ (ملی دفاع، ځوانان او زیاتیدونکی بصیرت)
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیتي پاڼې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبوکې د سپيڅلي دفاع داونۍ د لړۍ له ورپسې مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په ننني مطلب کې دځوانانو او زیاتیدونکي بصیرت او ملی دفاع په باب درسره غږیږو، نو ترپایه پورې راسره مله ّ ووسئ .
دوستانو ځوانان د هر هیواد یوه ترټولو مهمه او اغیزمنه پانګه ده . ولوله او انګیزه، تاندوالی ، امید او تفکر ،آئيډیا، هڅه او زیار او بدلون غوښتنه د ځوانۍ دپړاؤ ځیني ځانګړنې دی چې که په غوره،لوړې او ښې لارې کې وکارول شي ، نو په یوه ډيم کې د څپانده اوبو د یوځای کیدا په څير ډيره زیاته انرژي تولیدولی شي او د هغې ترڅنګ ،ورسره،د فکر او شخصیت جوړونې په زرګونو کرهڼيز پَټي هم خړوبه ولی شی . ځوانان په هر هیواد او ټولنې کې ، د حرکت چورلیز دی ، که حرکت ، انقلابي او قیام او پاڅون آزادي غواړی وي ، نو ځوانان له نورو مخکې په ډګر کې شتون پیدا کوي .په بیا رغاونې او کلتوري حرکتونو کې،بیا هم ځوانان له نورو مخکې ښکاریږي او د هغوي هڅه د نورو په نسبت لازیاته کارنده وي. حتی داسلام د ستر پیغمبر د پړاؤ په شمول د الهی نبیانو په حرکت کې ، ځوانان،د خوځښت او هڅې مرکز او د حرکت چورلیز وو . ځوان او ځواني، د الهي پنځون یوه ځلا ده .
په هغوانقلابونو اوغورځنګونوکې چې په اوسمهاله تاریخ کې رامینځةشوي دي ،د یوه خپلواکه دیني انقلاب په توګه ، دایران داسلامی انقلاب له نورو انقلابونو جلا دی او له همدې امله،داستکباري هیوادونو له مخالفت او ضدیّت سره مخامخ شوی دی .د ۱۳۵۰ لمریز کال د وږې دمیاشتې په دوه ویشتمه نیټه دعراق د وخت ولسمشرصدام په ایران حمله وکړه،په دغه تَوَّهم سره چې په درو ورځو کې بریالی شي او د نوي اسلامی انقلاب د دړې وړې کیدا لامل شي . تپلی جنګ پّه حقیقت کې د نړیوال استکبار یو چلول ؤ چې د ایران د ستر او لوي اسلامی انقلاب په وړاندې له ماتې او سربداله کیدا وروسته په ایران وتپل شو . دجنګ دا پړاؤ چې تر اتو کلونو پورې اوږد شو ، ګواکې دهغه ملت مقاومت اومظلومیّت دی ، چې د حضرت امام خمیني په رهبرۍ ا و په خداوندمتعال په توکل او داسلام د ځوانانو په شجاعت او میړنتوب سره ئې دایران په تاریخ کې یوه زرینه پاڼه ثبت کړې ده .
د هغه اسلامی ټاټوبي په سرحدونو دبشپړسنبال دښمن ناځوانمردانه یرغل، په داسې حال کې چې د میړنیو ځوانانو ستره پرګنه ئې د داخلی انقلاب ضد پيّلو په ضد په مبارزې بوخته وه ،د زیات غوښتنې او ظلم په وړاندې ئې په دریدا کې دایران مظلومیّت او یوازیتوب لازیات نندارې ته وړاندې کړ، خو په هر ځاي کې او په جبهو کې د ځوانانو مخلص اومیړانی شتون د مقاومت او کلکې دریدا داسې ښکلي صحنې راوپنځولې،چې بې شرمه دښمن تر هغه وخته پورې دغه شان غیرت او میړنتوب نه آوریدلی ؤ او نه ئې هم لیدلی ؤ .
د اسلامی انقلاب ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني له مبارزانو سره په کتنې کې فرمائيلي؛داسلام تاریخ،د اسلام له سرکینیو وختونو څخه له یوه پړاؤ پرته، د مونږ د ایران د ځوانانو په شان ځوانان نه دي درلودلي او د ایران د ملت په څير یو ملت په تاریخ کې ثبت شوی نه دی ..تاسو په تاریخ کې چرته لیدلي دي ، چې دیوه هیواد ځوانان دغه شان په عشق او ولولې سره دخپل هیواد دفاع ته دنګلي وي ؟ چرته مو لیدلي دي ، چې په عشق او پرتم سره په شهادت پسې شوي وي ؟، زۀ د تاسو دغه نوراني او مَسکې او خوشالې څيرې وینم او دتاسو دشوق او ولولو په اوښکو ویاړم :::::*
په حقیقت کې،دمونږ د اته کلنې دفاع دتاریخ یوه ستره برخه،د هغو ځوانانو او مبارزانو دسرښيندنې او قربانۍ او میړنتوبونو پامته داره ده ، چې دعشق په دغې وادئ کې ئې د دفاع په انګیزې سره او بې نامې ګام کیښودلی او پخپلوقربانیانو او سرښیندنو سره ئې د تپلي جنګ په ډ يرو بریالیتوبونو او کامیابیو کې یو ټاکونکی او غوره رول لوبولی دی .دایران د ملت د دفاع داستان، د هغه ایماندار او تاند ولس داستان دی،چې د خپل ټاټوبی او آئيډیالونوددفاع لپاره له کلاسونو،پوهنتونونو،کارخانو،ادارو اوکرهڼيزو مځکو جبهو ته لاړل او په ډيرو قربانیو او میړنتوبونو سره ئې،راتلونکو نسلونو ته د مقاومت او دریدا لاره وروښودله .داسلامی انقلاب دمعظم لارښود په تعبیر ؛ سپيڅلي دفاع ، د اسلامی ټاټوبی د پولو په دفاع او دغه راز د قرآن او اسلام د بیرغ په رپَوَنې کې په میړنتوب او سرښيندنې کې د ایران د ملت د خورا سترو ویاړونو ټولګه،له ورایه ښکاره ده .په دغې ولولناکې ټولګې کې ، تر ټولو ځلیدونکي او ګران بیّه ملغلره د شهیدانو یاد او خاطره ده . دوي د داسې خَټې پاک او غیرتمند ځوانان وو،چې په پوهیدا او خپل لوړ درک سره ئې،د هیواد حساس موقعیّت احساس کړ او د خداي په لاره کې ئې د جهاد درنده او ستره دنده په لیوالتیا او عشق سره ومنله. هر هغه ملت چې د غه شان میړني او پوه شجاع ځوانان پخپل لمن کې وروزي ، نو حق لري ،چې په دوي وویاړوو او دوی په ټولو پړاؤنو کې د خپلو ځوانانو د تربیّت او روزنې بیګله وګڼو .::::::
دنړیوال استکبارپه وړاندې دغیرتمندو ایرانیو ځوانانو ویاړمن مقاومت، د شهادت او سرښیندنې بې بدیله او بې مخینې صحنې وپنځولې .په هغې فضا کې چې معنویّت پرې حاکم ؤ ،ډيرې بې مخینې حماسې او قربانۍ ئې ډالۍ کړې او شجاعت ئې نندارې ته وړاندې کړ . دسپیڅلي د فاع په پړاؤ کې الهي انګیزه او معنوي اړخ، ډير روښانه او په حقیقت کې په دغه پړاؤ کې د مبارزانو او د جنګ دقوماندانانو تر ټولو یوه مهمه انګیزه وه .په خداي له توکل سره یو ځاي نه ستړیکیدا،معنویّت ،ساده ژوند، صفا صمیمیّت او په ځان نه ویاړ،په درستو ځوانو مبارزانوکې ښکاره وو.ځوانانو په جبهو کې د شپې لمونځونه ادا کول او دخداي په لاره کې ئې جهاد دځان لپاره ویاړ بالۀ. دوي په بې پروائۍ او بې غمۍ او په راحت ژوند باندې غلبه وکړه او دجبهې په لومړنۍ کرښې کې دشتون لپاره ئې پخپلو کې سره سیالۍ کولې .هغه وخت چې کله ځوان پر خاورو لوید،نو د هماغې کورنۍ بل ځوان به ئې دهغه جانشین کید.
په اسلامی غورځنګ کې ،ځوانانو په خلکو کې د انقلابی ولولې په رامینځةکولو او د اسلامی انقلاب د کامیابولو لپاره په نه ستړیکیدونکي هڅې کې مهم رول ولوبوۀ. معمولا سترلاریونونه به همدغو ځوانانو منظم او ترتیب کول او په ښارونو او کوڅو کې بیلابیل مسئولیّتونه او زمه واریانې د همدغو ځوانانو پر غاړو وې . ځوانانو دانقلاب په بهیر کې،خپل دیني او ملی هویّت بیرته وپيژنۀ او د ایران د راتلونکي دجوړولو لپاره ئې مسئولیّتونه احساس کړل . په ځوانانو د حضرت امام خمیني اعتماد او باؤر او په مقابل کې پر خپل لوي رهبر دهغوي ایمان لامل شو،چې د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته،هم ځوانه پرګنه په کلک هوډ او پخپل نفس په تکيّې سره بیلابیلو ډګرونو ته وارد شي،لکه څنګه چې له اسلامی انقلابه په وروسته کلونو کې د هیواد ډير مدیران او مسئولان له هماغو انقلابي او میړنیو او مومنو ځوانانو څخه وو او همدغه شجاع او ژمن ځوانانو دصدام لعیّن دپوځ له تیریګر ځواک سره دجنګ په ډګرونو کې ویاړونه راوپنځول .
دهغو ځوانانو په تفکر کې چې د ایران له ټاټوبی او پولو ئې دفاع کوله ، جهاد ، د زیات غوښتنې او یا ډيرو اقتصادي ګټو ته د رسیدو لپاره د مبارزې په معنا نه ؤ،بلکې دهغوي مقصد اوموخه،دخدای په لاره کې هڅه او د سرزورو او تیریګرو قدرتونو په وړاندې دریدا وه .دسپيڅلي د فاع یو قوماندان ، سردار شهید حسین خرازي وائي ؛ مونږ ټول دنده لرو او پابند یوو، له ډيرو بدو شرائطو سره سره ، درهبرۍ د فرمان په اساس ، جنګ ته په ټول وجود سره دوام ورکوو ، ځکه مونږ یوازې د بریالیتوب په نیّت سره نه، بلکې د دیني دندې د احساس په خاطر جنګیږو ::::
ځوانانو او ځلمیانو له هغو غیرتمندو سړیّو سره مټ په مټ شتون درلود چې په اته کلنې سپيڅلي دفاع کې داسلامی ایران له ټاټوبي او سمندري حدودو د دفاع لپاره له خپل ژوند او مالونو څخه تیرشول ، دوي دخپلو عمرونو له کموالي سره سره د خپلو لوړو روحونو او باطنونو په وسیله له دغې ویاړمنې قافلې وروسته پاتې نه شول . یوه بل مبارز دغه راز وئيلي دي؛ د جبهې په لومړنۍ کرښې کې مو یو اولس کلن ځلمی ولید، یوه نورانی او خوشاله څيره ئې درلوده.، خو د هغه پر مخ هیڅ ډول ستړیا او د ویرې آثار نه وو ، هغه ځوان اولس کلن هوایدا ؤ . ساده او صافې قالي ئې اچولي وو . کمزوری او نری بدن ئې درلود او په مخ ئې دپاکۍ او صفا ولولو څپې وهلې. د هغه کم عمر ته په پام سره ،په لومړنۍ کتنې کې نه ښکاریده چې دغه ځلمی به د جنګ او جبهې توان ولري ، خو هغه پخپلو سترګو او نظر سره وئيل ؛ جبهه لوي ، ځوان او ځلمی او واړوکی نه پيژني ، یوازې عشق پيژني ::: هغه ځلمي ته مو ووئيل ، ولې دې ښونځی پریښودلی دی ؟، نو هغه په حیرانتیا سره راته وکتل او ځواب ئې راکړ ،جبهه ، پخپله ښونځی دی ؛ هغه هم د عشق او قربانۍ ښونځی ، یو داسې ښونځی چې یو بشپړ انسان روزي :::: وروسته مَسک شو او وې وئيل ، د خپل رهبر په غږ او چغې راغلی یم:::::: څو کاله وروسته دهغې مور دهغه عکس راته راښکاره کړ او وې وئيل ، په کربلای پنج نومې عملیاتو کې شهید شوی دی.
دوستانو دسپيڅلي دفاع د اتو کلونو په پاي کې ، ایران دجنګ له امله دکنډوالو او تاوانونو بیا رغاولو او جوړولو ته اړتیا درلوده . همدلته ، بیا هم همدغه ځوانان دعمل ډګر ته وړاندې شول او په بسیح سازندګي نومې اورګان ئې په غړیتوب سره،په هیواد کې یو نوی حرکت پیل کړ . درست ځوانان بسیج او غونډ شول او د مسئولانو ترڅنګ ئې دهیواد جوړول ، پلانول او منظمول پیل کړل . هغه ځوانان چې پرون ئې وسله په لاس وه او له دښمن سره جنګیدل ، اوس په یوې بلې وسلې سره ئې له لویدیځي دښمن سره مبارزې ته مخه کړې او هغه وسله هم دهیوا د جوړونې او آبادونې وسله وه . د جهاد سا زندګی له پړاؤ وروسته دمونږ ځوانان،په ډيرو ماډرنو سائنسي علومو په تیره بیا په ایټمی صنعت کې چې د مونږ په هیواد او دنړۍ په ډيرو هیوادونو کې ترټولو ارزښتمند صنعت دی، وتوانیدل ، اغیزمن رول ولوبوي. اوس هم ایرانی ځوان ، د بصیرت او پوهې په وسلې سره ، په درستو ډګرونو کې ، سرلوړی دی او دخپل هیواد او ښارونو د آبادونې لپاره خپلو نه ستړیکیدونکو هلوځلو او زیار ته دوام ورکوي .
دوستانود سپيڅلي دفاع د اته کلن پړاؤ په مناسبت دلړۍ دننني مطلب وخت همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو،
ا... مو مل او ملګری
(سیماب)
*********************************************************************************************************************************