ایرانی شخصیتونه؛ نړیوال ویاړونه (۱۵۴)
ومو ویل چی د قرآنکریم ستر مفسر او مؤرخ «ابو جعفر محمد بن جریر طبری»، په ۲۲۴ هجری ق کال کی د ایران په شمال د آمل په ښار کی دې دنیا ته سترګی رڼی کړې، او د خپل ډیر زیات ذکاوت او هوښ له کبله، ډیر ژر په هغه ښار کی د علومو مقدمات زده کړل، او له ۱۲ کلنۍ څخه د خپل پلار په تشویق سره د لا زیات علم د زده کولو لپاره، په سفر لاړ.
ری؛ بغداد؛ شام او مصر له هغو ځایونو څخه دی، چی طبری، د علم د تحصیل لپاره یوه موده هلته پاتی شو، او د فلسفی؛ فقهی او حدیث له مشهورو استادانو څخه یی ګټه یووړه، او بالآخره یی په بغداد کی استوګنه غوره کړه، او د خپل ارزښتمند عمر ترپایه پوری هلته پاتی شو. طبری، په بغداد کی د دی ترڅنګ چی یی په فقه؛ تاریخ او حدیث کی خپل علم بشپړ کړ، یو شمیر شاګردان هم وروزل، او د تاریخ او د قرانکریم د تفسیر په شان یی خپل ارزښتمند آثار چاپ کړل. ابو جعفر محمد بن جریر طبری، په پای کی د ۳۱۰ هجری ق کال د شوال میاشتی په ۲۶ نیټه، د شنبی په ورځ په بغداد کی وفات شو، او د یکشنبی په ورځ پخپله د هغه په کور کی خاورو ته وسپارل شو.
همداراز ومو ویل؛ چی د طبری یو مهم کتاب، د تاریخ طبری په نامه مشهور، د« تاریخ الامم والرسل والملوک » کتاب دئ، چی د نړۍ تاریخ، او د اسلام تاریخ دوی برخی لری. د نړۍ تاریخ د برخی په باره کی مو یو څه بحث وکړ. طبری د خپل تاریخ دوهمه برخه د زمانی ترتیب په اساس، او کال په کال تنظیم کړه. پدې برخه کی د اسلام د ستر پیغمبر ص د هجرت له پیل څخه، تر ۳۰۲ هجری ق کلونو پوری پیښی لیکلی شوی دی. طبری؛ په هر هجری کال کی هغه پیښی چی د هغه له نظره یی د نقلولو ارزښت درلود، لیکلی دی. طبری، په هغو وختونو کی
چی یوه پیښه اوږده ده، هغه د هغو کلونو په اساس چی پیښه پکی شوې ده نقل کړې ده، او بیا یی په مناسب ځای کی د هغی په تفصیل لاس پوری کړئ دئ.
طبری؛ د تاریخی روایاتو په پیل کی د تاریخی پیښی له تنظیمولو وروسته، د هغې د اصلی سرچینی سند بیانوی. دغه اصلی سرچینی بیلا بیلی دی. ځینی وختونه شیخ پخپله د هغی تائیدونکئ دئ، او ځینی وختونه یو عادل کس دئ؛ چی په پیښه کی یی ګډون لرلئ، یا له هغې څخه خبر دئ. کله هم لیدل کیږی؛ چی دغه اصلی سرچینه یو کتاب دئ، چی هغه یی په متصل سند سره لوستئ، او له هغه څخه د روایت د نقلولو اجازه لری. کله دغه سرچینه، د هغې سیمی ځایی اوسیدونکی دی، او کله هم هغه کسان دی، چی له نورو ښارونو او سیمو څخه راغلی، او د طبری د اعتماد وړ کسان ؤو.
هغه روده؛ چی طبری د تاریخ په تنظیمولو، په تیره په دوهمه برخه کی غوره کړې ده، د محدثینو روده ده. پدی طریقې سره چی، تاریخی پیښی یی نقل کړې، او د سند نوم یی اخیستئ دئ. هغه د سندونو په یادولو کی تر دې ځایه مخته ځی، چی د
سند اصلی خاوند ته ورسیږی، چی تر ډیره حده، د اسلام عظیم الشانه پیغمبر، حضرت محمد ص دئ.
د تاریخ طبری لیکونکی، پخپلو سرچینو کی یی دخالت او تصرف نه دئ کړئ، او مطالب یی د هغو درستوالی او غلطوالی ته له پام پرته لیکلی دی. طبری؛ په زیاترو ځایونو کی خپل نظر نه څرګندوی، او دا هغه روده ده، چی نوموړی د کتاب په زیاترو برخو کی غوره کړې ده. طبری؛ پخپل تاریخ کی له یو شمیر کتابونو څخه نقل قول کوی، ځینی وختونه د کتاب نوم یادوی، او یا له کتاب لیکونکو څخه د کتاب د نوم له اخیستو پرته نقل قول کوی. طبری، په بشپړی امانت ساتنی سره او په بی سارې توګه، د هرې پیښی په هکله ګڼ او ډول ډول روایتونه راوړی دی، او له دې لارې څخه یی، د نابودۍ له خطر څخه د اسلامی سرچینو د ساتنی لپاره د پام وړ خدمت کړئ دئ.
طبری؛ د یو محدث په شان دئ، چی خپله زیاته تکیه او پام یی سند ته اړولی دئ. د محققانو په باور؛ هغه د« حدیث د علم په اساس د تاریخ را غونډولو» په نامه، د یوې نوې رودې بنسټ کیښود. طبری؛ تاریخی پیښی د سند په ذکرولو سره شروع کوی، او له دې کبله چی د ده د تاریخ لیکنی په مکتب کی، روایت ډیر د پام وړ دئ، او په روایت کی هم د کتاب د نوم یادولو ته اړتیا نشته، د روایت کونکی نوم؛ د کتاب د نامه ځای نیولئ دئ.
طبری؛ پخپل تاریخ کی حتی د خپل تفسیر د بشپړولو نیت هم لری. د طبری په نزد د روایت د درستوالی اساس، د«عدالت»،«لیکنی» او د«سند د صحت» له نظره، په روایاتو باندی باور کول دی، او دا هغه روده ده، چی طبری؛ پخپل کتاب کی په امانت او دقت سره یی په پام کی ساتلې ده. طبری؛ حتی پخپله روده کی له ګڼو روایاتو سره چی کله هم له عقل سره سمون نه خوری مخامخیږی، خو هیڅکله، د هغو د ځینو مضمونونو په څیړلو لاس نه پوری کوی، ځکه چی د هغه لپاره یواځی د سند درستوالی بسنه کوی؛ که څه هم له عقل او منطق سره سمون ونه خوری. زیاتره دغه شان روایتونه او مضامین په انبیاؤو پوری مربوطیږی، او د دینی چارو له جملی څخه دی، او په هغو کی د غیبیاتو په هکله خبری شوی دی، او عقل پکی لاره نه لری.
طبری؛ د خپل تاریخ په سریزه کی د هغې رودې په هکله، چی یی د پیښو او واقعیاتو د را غونډولو لپاره غوره کړې ده،
وایی:« ... هغه کس چی دا کتاب مطالعه کوی باید پوه شی، چی په هغه څه زما اعتماد چی را غونډ کړی می دی، پدی شرط ؤ چی یواځی لیکونکئ اوسم. هغه څه چی می راوړی او له اخبار څخه می نقل کړی؛ او له آثارو څخه می شمیرلی، او په روایت کونکو می استناد کړئ، یواځی نقلول دی؛ او په هغو کی می عقل ته لاره نه ده ورکړې، او همداراز می له خپل نظر او استنباط څخه له ډیرو لږو مواردو پرته؛ استفاده نه ده کړې.
د تیرو کسانو او ټولنو له پیښو ، او له هغو چارو څخه څخه خبریدل، چی د زمانی په اوږدو کی سرته رسیږی، د هغو کسانو لپاره چی هغه یی ندی لیدلی، نه حاصلیږی؛ مګر د مخبرانو د خبر ورکولو، او د نقل کونکو د نقل کولو له لاری، او پدی لاره کی باید له عقل او ذهنی استنباط څخه مرسته وا نه اخیستله شی.
دغه کتاب؛ چی را غونډ کړی می دئ، د پخوانیو چارو په هکله دئ، چی ممکنه ده د لوستونکی او اوریدونکی لپاره، چی د هغو د درستوالی په هکله شک لری، او له حقیقت څخه یی لیری ګنی، جالب نه وی، یا هغه اخبار او مطالب د منلو وړ ونه بولی. لوستونکی باید وپوهیږی؛ چی دا خبرونه او روایتونه موږ نه دی جوړ کړی، بلکه د نقل کونکو په وسیله موږ ته رسیدلی دی. موږ هم هماغه ډول، چی موږ ته یی را رسولی دی؛ په کتاب کی راوړی دی.
تاریخ ته د طبری کتنه، او د تاریخ په لیکلو کی د هغه روده، د هغه فقیه محدث په توګه د هغه د تحقیقاتو او کلتور تر اغیز لاندی ده. هغه، د خپل تاریخ په لیکلو کی، په تاریخ کی پر دؤو اساسی مفکورو تکیه کړې ده، چی یوه یی د انبیاؤو د آسمانی رسالتونو وحدت دئ، او بل یی آزمویل شویو چارو ته پام کول، او له وخت او زمانی سره د هغو نښلول دی.
د طبری له نظره، د پیښو ارزښت د هغو د سندونو په پیاوړتیا پوری تړاو لری. هر څومره چی سند پیښې ته لا زیات نږدی وی، له زیات اهمیت څخه برخوری دی. له دې لاری څخه، موږ د هغه د لیکنو په ترځ کی نویو تاریخی روایاتو ته لاس پیدا کوؤ، چی یواځی د هغه په کتاب کی موندلای شو. روایتونه؛ او اخبار د نقلولو او لاس په لاس کیدو په لاره کی، د ډول عواملو تر اغیز لاندی بدلون مومی. له دې رویه؛ حتی د هغو له څیړلو وروسته، په قطعی توګه د هغو د درستوالی او دقیق والی په هکله حکم نه شو ورکولای.
ځکه چی شخصی نظر له خطا څخه په امن کی نه دئ. نو له خطا څخه د لیری والی لپاره ښه ده، چی یواځی د هغو مؤرخینو د روایتونو په ذکرولو بسنه وکړو، چی د اعتماد وړ دی. د هغو د درستوالی صحت هم پخپله د هغوی په غاړه دئ. له همدی کبله؛ طبری، تل د نظر له څرګندولو څخه ډډه کړې ده، او ډیر لږ لیدل کیږی؛ چی یو روایت له بل یو څخه لا ښه وبولی، بلکه له خپل نظره د قبول وړ روایت له نقلولو وروسته یی، څرګنده بی طرفی غوره کړې ده. تاریخ ته د طبری کتنه؛ په واقعیت کی د الهی مشیت بیانولو ته کتنه ده، او تاریخ د هغه له نظره د امتونو د آزموینو مخزن او امانت ځای دئ.
د تاریخ طبری د زیاترو محققانو د قول په استناد، هغه؛ د تاریخی پیښو په نقلولو کی، بی پلوی توب په پام کی ساتلئ دئ. طبری، د خپل تاریخ په کتاب کی، د خپلی زمانې پیښی نه دی لیکلی. د ده د کتابونو د څیړاندو له نظره، د طبری د دغی رودې دلیل دا دئ، چی که نوموړئ د دغو پیښو په لیکلو لاس پوری کړی وای، په راتلونکی کی د نورو د پیروۍ او نقل کولو سبب کیده، او د پیښو په مسخولو او تحریفولو کی اغیزمن پاتی کیده.