ایرانی شخصیتونه نړیوال ویاړونه
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i85004-ایرانی_شخصیتونه_نړیوال_ویاړونه
د سو په قلعه کی یو بوډا کس زندانی وو چی بهرام ینومیده . هغه یو نړۍ لیدلې او د ښه طبیعت خاوند وو . مسعود په دغه زندان کی ډیر بیقراره وو او په تنګیدا سربیره د خپل او خپلې کورنۍ له راتلونکی اندیښمن وو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2019 13:22 Asia/Kabul
  • ایرانی شخصیتونه نړیوال ویاړونه

د سو په قلعه کی یو بوډا کس زندانی وو چی بهرام ینومیده . هغه یو نړۍ لیدلې او د ښه طبیعت خاوند وو . مسعود په دغه زندان کی ډیر بیقراره وو او په تنګیدا سربیره د خپل او خپلې کورنۍ له راتلونکی اندیښمن وو

عزیزانو امیر سعید الدوله ابوالنجم مسعود سلمان همدانی په هندوستان کی د غزنوی دولت د سترو واکوالانو ، سلجوقیانو او غزنویانو د وخت نامتو شاعر دی . هغه چی اصالتا همدانی دی ، د خپل پلار د دیوانی خدماتو په دلیل له ۴۲۵ تر ۴۳۸ کلونو ترمینځ  په لاهور کی وږیږیده . د مسعود پلار او نیکونه د خپل وخت له عالمانو او پوهانو وو . مسعود په لاهور او غزنین کی له مشهورو عالمانو په علم او هنر سربیره د جنګ ، سوارۍ او تیر کمان  اصول هم زده کړل . له ادبیاتو سره د هغه بلدتیا هغه له شاعرۍ او شعر سره لیواله کړ تر دې چی په قصیده ویلو کی د خپل وخت مخکښ شو . هغه د سلطان ابراهیم په حکم د باچا د زوی سیف الدین محمود ندیم او ملګری شو او له هغه سره هند ته ولاړ . مسعود سعد سلمان د سیف الدوله محمود سره یو خاص ځای او مرتبه درلوده ، خو دغه پړاو د غزنی باچا ته د حاسدانو د بدویلو او شیطاني په وجه ختم شو او د سلطان ابراهیم غزنوی په حکم له شاهزاده سیف الدوله سره یو ځای د هغه نږدې کسان او ملګری هم زندانی شول چی مسعود سعد سلمان هم پکې شامل وو . مسعود سلمان  د سلطان ابراهیم غزنوی په پړاو کی خپل لس کاله  په جیل کی تیر کړل .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

د زندان ځینو تذکره لیکونکیو د مسعود سلمان بند د هغه د وخت شاعر ابوالرج رونی د شیطانۍ نتیجه بللی ده چی سمه نه ښکاری . ځکه چی مسعود تل ځان د استاد ابوالفرج رونی شاګرد بللې دی او هغه دواړه د خپل وخت نامتو او مشهور ویناوال وو . د باوری سرچینو له مخې مسعود سلمان د هندوستان د صاحب دیوان او سپه سالار ابوالفرج منصور بن رستم د حسادت او شیطانۍ په وجه زندانی شو . سلطان ابراهیم غزنوی حکم ورکړ چی مسعود سعد سلمان د دهک په قلعه کی چی د زابلستان یوه قلعه ده و زندانی کړی . مسعود سلمان د نیول کیدا په وخت کی له ۴۰ کلونو زیات نه وو . هغه په دهک قلعه کی که څه هم له خپلې کورنۍ او دوستانو د لیری والی په دلیل ډیر غمګین وو خو د هغو زندانونو په نسبت چی له دهک وروسته یې ورته  بوتله ، ښه او ارامه کی ژوند کوه . د علی خاص په نوم کس چی د سلطان ابراهیم د دربار خاصر سړې وو ، له استاد سره ښه ارتباط درلود .دغه کس به د مسعود د ارامښت او هوسا شیان هغه ته رسول . مسعود هم د علی خاص په ستانیه کی چی د غزنین په دربار کی یې لویه مرتبه درلوده ، یوه ښکلی قصیده ویلی ده . په هماغه اندازه چی علی خاص د مسعود د ازادۍ لپاره هڅه کوله او د غزنوی باچا د زړه په نرمولو پۍې وو ، بدویونکی او حاسدان هم په کراره نه وو ، ناست او د غزنین دربار ته یې اطلاع ورکړه چی مسعود په دهک کی ازادی لری او همدغه چاره سبب شوه چی باچا نور هم غوسه شی او حکم یې ورکړ چی مسعود د سو قلعه زندان ته منتقل شی . د سو قلعه د هندوستان له ټاپووزمې بهر په د یوه غره په سر وه . په دغه قلعه کی د استاد لپاره سخت قوانین برابر شول . له دغو سختیانو سره سره علی خاص چی د هغه د ازادولو لپاره یې له هلو ځلو لاس نه وو ، اخیستې بیا هم د هغه کتنې ته تلو او د هغه خیال به یې کوه او هغه یې صبر او زغم ته باله .

«««««««««««««««««««««««

د سو په قلعه کی یو بوډا کس زندانی وو چی بهرام ینومیده . هغه یو نړۍ لیدلې او د ښه طبیعت خاوند وو . مسعود په دغه زندان کی ډیر بیقراره وو او په تنګیدا سربیره د خپل او خپلې کورنۍ له راتلونکی اندیښمن وو ،هغه خپل راتلونکی ډیر تیاره لیده . بهرامی په خپل زړه راښلونکی کلام او کیسو سره چی د ژوند له تودو ساړو یې درلودلی د مسعود د ارامښت سبب شو . بهرامی په علم نجوم کی ډیر ماهر وو او خپل عمر یې په ستور پیژندنه تیر کړی وو . مسعود له هغه د نجومو علم زده کړ .

د مسعود د اشعارو په استناد ، په دهک او سو قلعو کی له اوو کلونو سختیانو او کړاونو زغملو وروسته یې هغه د نای زندان ته ولیږه چی دلته هم درې کاله بندی وو .

هفت سالم بکوفت سو و دهک

پس از انم سه سال قلعه نای

«««««««««««««««««««««««««

د مسعود د دغه پړاو له شعرونو پوهیدلې شو چی د نای قلعه کی یې ډیر تکلیف او کړاو لیدلې دی . په همدې دلیل هغه شعرونه چی په نای کط یې ویلی ډیر غمګین او ولوله راپارونکی دی . په هغو ورځو کی چی مسعود سعد زندانی وو ، ملګری او دوستان یې باچا ابراهیم ته ورتلل او د هغه د بخښلو لپاره یې هڅه کوله او بالاخره د عمیدالملک ابوالقاسم په هڅې سره ازاد شو .

له دې وروسته چی مسعود د نای له قلعې خلاص شو ، لاهور ته ستون شو او خپل پلرنی ټاټوبی ته لاړ او لکه څرنګه چی د هغه له شعرونو پوهیدلې شو ، ډیر غمګین ، کمزوری او کړیدلې وو . د سلطان ابراهیم له مړینې وروسته د هغه زوی مسعود د غزنویانو په تخت کښینسته . مسعود غزنوی خپل زوی چی امیر عضدالدوله شیرزاد نوم درلود ، په هند حکومت کولو ته ولیږه او ابونصر پارسی یې د هغه د ملاتړی په توګه  له هغه سره ولیږه . ابونصر پارسی چی له مسعود سلمان سره یې زاړه دوستی درلودله ، د چالندر حکومت هغه ته وسپاره . خو د دغه حکومت عمر لنډ وو .ابونصر پارسی یې تورن کړ او له خپلو ټولو نږدې کسانو سره یو ځای یېزندان ته بوتله . امیر مسعود چی د هغه له کارګزارانو وو ، د مرنج په قلعه کی زندانی شو . د دغه قید عمر اته کاله وو . د مسعود سعد سلمان شعرونو ته په  کتو سره لیدل کیدلې شی چی هغه ډیر ښه پوهیده  چی وخت یې په دومره لږو خواریو نه ختیمیږی په همدې دلیل په خپلو شعرونو کی یې خپل ډول ډول مصیبتونو او کړاونه اټکل کړی دی .

ځینې تذکره لیکونکی او څیړاندی په دې باور دی چی هغه له زندان له خلاصیدا وروسته  له دیوانی کارونو ځان څنګته کړ او د خپل نفس پاکولو او عبادت ته یې مخه کړه . خو له دغه پړاوه په پاتې اثارو کی که لږ ځیر شو نو له ازادۍ وروسته د هغه  له وضعیت خبریدلې شو .د هغو اثارو او نښو نښانو په استناد چی پاتی دی ، هغه له ازادۍ وروسته نور د مهمو او حکومتی څوکیو د ترلاسه کولو هڅه نه کوله خو له درباره هم څنګته نشو او د خپل عمر تر پایه د مسعود غزنوی د ستر کتابتون د کتابدارۍ په شان په کلتوری چارو یې عمر تیر کړ . مسعود سعد سلمان په ۵۱۵ یا ۵۱۶ کال کی په قوی خیال په غزنین کی وفات شو .

 

تر بل پروګرامه مو په لوی او مهربان خدای سپارو