د کتاب ۲۱ نړیوال نندارتون
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i85779-د_کتاب_۲۱_نړیوال_نندارتون
د تهران ریډیو دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږومینه والو د ایران په مشهد مقدس کې د کتاب نړیوال نندارتون په باب له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو . هیله ده چې تر پایه راسره ملۀ ووسئ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 09, 2019 11:59 Asia/Kabul

د تهران ریډیو دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږومینه والو د ایران په مشهد مقدس کې د کتاب نړیوال نندارتون په باب له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو . هیله ده چې تر پایه راسره ملۀ ووسئ .

د  ایران په مشهد سپيڅلي ښار کې  د کتاب  یویشتم نړیوال نندارتون د لړم  د میاشتې  په اتمه نیټه  پيل شوی او د لړم د میاشتې تر پنځلسم پورې به دوام وکړي .  دغه ستر نندارتون د  مشهد   دنړیوالو نندارتونونو په مرکز کې  خپل کار پیل کړی او د مازدیګر له درو بجو د شپې ترنهو بجو پورې  د خلکو نندارې ته ډول ډول کتابونه ، رسالې ، چې  پکې هرډول کلتوري ، تاریخي ، مذهبی ، سیاسی ، روزنیز او ښونکي برخې دي او د بیلابیلو  هیوادونو له خوا هم پکې  په لسګونو شرکتونه برخه اخلي  .

 دا هم وئيل شوي دي ، چې په دغه نړیوال نندارتون کې  د کتابونود ټوکن  شل فی صدي  کنسیشن یا تخفیف  یا  تر شلو فی صدو پورې په ارزانه بیّه ورکول کیږي  او د ټوکنو لپاره بیله کړائ شوي پیسې هم دوه سوه میلیون تومان  ښودل شوي چې د کتابونو مینه والو ته ډالۍ کیږي .

          دایران د اسلامی جمهوریت د خراسان رضوي ولایت  د  کلتور او اسلامی ارشاد  د عمومی ادارې کلتوري مرستیال فیشن تحفه ګر په دې باب په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې وئيلي دي ،  په دغه یویشتم نړیوال نندارتون کې  سږکال د مصر ، لبنان ،سورئې ، ایټالیا، چین ، جاپان ، سویډ، هالینډ ،عراق ، لیبیا، افغانستان  پاکستان  پشمول د بیلابیلو هیوادونو  کابو اتیا نمایندګۍ او  څه د کتابونو دخپرونې څه  دپاسه پنځه ویشت شرکتونه برخه اخلي .   

 د ایران د  خراسان رضوي ولایت د  کلتوري او اسلامی ارشاد  د ادارې کلتوري مرستیال فیشن تحفه ګر  چې ددغه نندارتون  د غونډو په حال کې ئې  په کنفرانس کې خبرې کولې ، وئيلي دي ، مونږ د په خراسان رضوي ولایت کې د غږملونکي ادارې په توګه ددغه ولایت  د نورو ادارو  د اقداماتوتعقیبونکي یوو څو  د کتاب  له اخستو او لوستلو سره  دمینه والو  دشتون لپاره  لازیاته ښه فضا برابره شي .

  وئيل کیږي چې د کتاب د یویشتم نړیوال نندارتون  ترسره کیدا هم د خراسان رضوي ولایت د والی د دفتر ،د ریډیو او ټيلیويژن د ادارې  ، د قدس رضوي  آستان، د ښونې اوروزنې   ادارې ، دفکري روزنې  مرکز ، دعمومي  کتابتونونو د اورګان ، د مشهد دښاروالۍ  شورا ، د خراسان علمیه حوزې  ، دخارجه وزارت د ولایتي  دفتر  او د ځينو نورو ادارو په ملګرتیا او غږملتیا سره  کیږي .

                دوستانو  د تهران ریډیو دپښتو خپرونې  خبریال هم د مشهد نړیوال نندارتون ته ورغلی او هلته ئې له بیلابیلو سټالونو کتنه کړې او له یو شمیر کلتوري استازو او  دکتابونو ناشرانو سره ئې هم خبرې  کړي دي .په دغو سټالونو کې یوه غرفه د افغانستان د ناشرانو هم  وه چې د دري او پښتو ژبې  بیلابیل کتابونه او رسالې  ئې عمومی نندارې ته وړاندې کړي دي .  نو زمونږ  خبریال  دغه نندارتون کې پخپلو سترګو لیدل حال راسره شریک کوي ، چې په ګډه ئې  په غږیزې برخې  کې آورو .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************