د ایران سیل
پیران کلۍ چې د سرپل ذهاب په شاوخوا کښې دی، د دالاهو د شنو غرونو په لمنه کښې د ایران هر سیل کونکی ځان ته راجلبوي.
په دې پروګرام کښې مونږ سر پل ذهاب ته ورځو، هغه ښار چې د کرمانشان په وروستۍ زلزله کښې یې تر ټولو زیات زیان لیدلی و خو هماغه شان بې سارې او محکم، ښکلې او جلب کوونکی ورځې تیر وي او خپلې ښکلا سره سیلانیان ځان ته راجلبوي.
د افسوس خبره ده چې څوک د کرمانشاه سفر ته لاړ شي، خو سر پل ذهاب ته ور نشي او د شاوخوا له لیدلو څخه یې خوند وانخلي. سر پل ذهاب د حلوان لرغوني ښار کنډوالو ته نږدي جوړ شوی او د ساسانیانو له وخت یوه کنډواله قلعه هم دې ته نږدې ده. سر پل ذهاب، د ایران په پوله یوه اډه او قلعه وه چې په ایران باندې د عربو د برید په وخت کښې ویجاړه شوې. اوس دا ښار د بغداد او تهران ترمینځه د ځمکې د لارې او د عتبات عالیات په اصلي لارې کښې موقعیت لري. سر پل ذهاب په هواره او غرنۍ سیمه کښې واقع دی او د دالاهو مشهور غرونه او د ریجاب د ښکلې سیمې ښکلي ځلوبونه هم په دغه سیمه کښې دي.
پیران کلۍ چې د سرپل ذهاب په شاوخوا کښې دی، د دالاهو د شنو غرونو په لمنه کښې د ایران هر سیل کونکی ځان ته راجلبوي.
د دغه کلي په شاوخوا کښې د لوړو ونو او ښکلې چنارونو ځنګلونه، تبریزي غوزانو او انځیرونو ښکلې ونې شتون لري او د لیدونکو لپاره د تفریحي وخت تیرولو لپاره په زړه پوری زمینه برابره وي. د پیران لوړ او ښکلی آبشار د دې کلي اصلي ښکلا ده. د پیران آبشار ته د تللو لپاره باید له سرپل ذهاب څخه شاوخوا 9 کیلومتره لرې د شالان کلي ته فاصله ده او تقریبا ۱۵ کیلومیټره پیاده لار وهلو نه پس دغه ښکلې او شنه سیمه چې آبشار هم په کښې واقع دی رارسي. کیدی شي بهرني او ایراني سیلانیان، په ایران کښې د ۱۰۰ میټره آبشار لیدلو تمه ؤ نه لري، خو دا حقیقت لري او یو سل میټره لوړ آبشار د ذهاب له لویو تیږو څخه په شور او تیزۍ سره لاندې را بهیږي. هر کال ډېر غرختونکي دې ښکلې سیمې ته سفر کوي.
په ټول کښې، د سرپل شاوخوا ښکلي غرونه په لیدونکو ځایونو کښې، منجمله د پاتاق په کلي کښې د امام عباس مشهور ځنګل دی چې پخپله دغه کلی، د طبیعي سرچینو د ساتنې او کلیو کورنیو ته د حوضونو د روغتیایې اوبو د رسولو له کبله د پاک کلي په توګه معرفي شوی.
تاریخي آثار لکه زیج منیژه د کاڼو او ساروج(له تیږو او ایرو څخه برابر شوي مواد) جوړه شوې قلعه چې زرګونه کاله لرغونتوب لري. یا د ریجاب سړک چې د ښې هوا، اوبو او خوندورو شنو کلیو په لور ځي. د دې سړک په اخیره کښې د بابایادګار قبردی او قبر ته د ورتللو لپاره باید لږ پياده مزل وکړای شي. بابایادګار، یو زیارتي او تفریحي ځای دی چې د اهل حق فرقې د یو مشر قبر دی دلته بیلابیل مراسم او دودونه ترسره کېږي.لکه د درویشانو مراسم چې په دغه مراسمو کښې له لاسونو پړکولو سره ذکر لوستلی کېږي. دا قبر په اوچتو او دنګو غرونو کښې پروت دی چې شاوخوا را خوټیدونکې چینو او د ګڼو ځنګلونو لوړو ونو یې ښکلا دوه چنده کړې ده او د هر مسافر لپاره یو خوندور او په زړه کښې تلپاتې انځور رامینځته کوي. د سر پل ذهاب په سختې ګرمۍ کښې یخ بادونه د بابایادګار غوره ډالۍ ده چې سیلانو ته یې ډالې کړي.
د سرپل ښار په شاوخوا له تاریخي آثارو، د آنوبانی نی ډبرین نقش چې د له د لولو بیانوله له باچا آنوبانی نی تل پاتی اثر دی. لولوبی د زګرس له قوم وو چې له آریایانو(پارس او ماد) څخه مخکښې، څلور زره او اته سوه کاله مخکښې په دغه سیمه کښې ژوند کولو. په مشهور غر میان کل باندې د آنوبانی نی ډبرین نقش، د داریوش په بیستون کتبه نقش ته د ورته والي په دلیل، چې ډېر خلک عقیده لري د بیستون په غر ډبرین نقش د آنوبانی نی په الهام سره جوړ شوی و.
که بیرته د سرپل ذهاب ښار ته ورشو، حتما د دغه ښار د لیدلو وړ زیارت هم وګورو چې د احمد بن اسحاق زیارت دی. هغه د امام حسن علیه السلام له معروفو محدثانو څخه وو او د سرپل ذهاب په سیمه کښې په ۲۵۰ هجري قمري کال کښې وفات شوی و. دغه زیارت له مستطیل شکل جوړ شوی او غونډ ګنبد لري.
د اسلامي انقلاب له بري وروستو، د سرپل ذهاب ښار په ایران باندې د عراق د بعثي رژیم لخوا په تپلي جنګ کښې قرباني و خو د دغه سیمې زړور خلک د بعثي تیری کوونکو په وړاندې ودریدل. د سرپل ذهاب د خلکو د زړورتیا اندازه په دغه جنګ کښې د هوان له آثارو او ویجاړتیاو څخه چې اوس هم په دغه ښار کښې د جنګ سمبول دي، معلومیدی شي. د سرپل ذهاب خلکو له خپلو نورو هیوادوالو سره د ایران له پولو ساتنه وکړه او ډګر یې دښمنانو ته خالي نکړو. سرپل، ګرم ښار دی خو ګرمي یې د دغه ښار په شاوخوا کښې د ونو په یخو بادنو سره تحمل کیدی شي. وني چې د وفادارو سرتیرو په شان، د دغه سیمې د پولو ساتنه کوي.