د ایران سیل
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i87904-د_ایران_سیل
د شوش لرغونې ښار د دو ثبت شویو نړیوالو اثارو یعنی د چغازنبیل معبد او شوش لرغونې انګړ او څو نورو سترو لرغونی او تاریخی اثارو په درلودلوسره د داخلی او بهرنیو مسافرانو لپاره د ټوریزم مهم ځای دې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 12, 2020 12:31 Asia/Kabul
  • د ایران سیل

د شوش لرغونې ښار د دو ثبت شویو نړیوالو اثارو یعنی د چغازنبیل معبد او شوش لرغونې انګړ او څو نورو سترو لرغونی او تاریخی اثارو په درلودلوسره د داخلی او بهرنیو مسافرانو لپاره د ټوریزم مهم ځای دې

خوزستان  ولایت له ښکلاو او جاذبو ډک دې . په دغه ولایت کی داسې ډیر حیرانونکی ښارونه شته دي چی هر یو پکې مونږ د ایران له کلتور او تاریخ سره ژور بلدولې شي . د شوش لرغونی ښار ته ورځو چی د اهواز د شمال په ۱۳۵ کلومیټرۍ کې پروت دې . د شوش ښار د نړۍ تر ټولو زوړ استوګن ځاې پیژندل شوی دی او کابو له میلاده ۴۲۰۰ کاله مخکې یې بنسټ کیښودل شوی دې . دغه ښار په پرله پسې کلونه د عیلامیانو د لرغونی تمدن مرکز او د هخامنشی د سترې امپراتورۍ د ژمي پلازمینه وو ، له همدغه ځایه د دغه ښار په زړوالی پوهیدلې شو ځکه چی ښار ته د تاسو د ورتګ په لاره کې په ډیرو تاریخی اثارو سره د شوش لرغونی انګړ پروت دې .

«««««««««««««««««««««««««««

د شوش لرغونې ښار د دو ثبت شویو نړیوالو اثارو یعنی د چغازنبیل معبد او شوش لرغونې انګړ  او څو نورو سترو لرغونی او تاریخی اثارو په درلودلوسره  د داخلی او بهرنیو مسافرانو لپاره د ټوریزم مهم ځای دې . د شوش لرغونې انګړ په ۱۳۹۴ کال کی  ثبت شواو د نړۍ یوه کم ساری تاریخی انګړ دې . په دغه انګړ کې د شایور ماڼۍ ، د اپادانا ماڼۍ ، د ماڼۍ ختیځه دروازه ، د هدیش دروازه ، پنځلسم ښار ، د شوش جامع جومات ، د اسلامی پړاود ودانیو ټولګه ، د اکروپول تپې او د فرانسویانو قلعه  شامل دی چی پکې هر یوه په اړه یو ساعت خبرې کیدلې شی . په حقیقت کې شوش د نړۍ یو هغه زوړ ښار دې چی د ښار میشته کیدا لومړنې او همداراز د ښار له شاو خوا زاړو تپو د سیمې د  لومړنیو سترو تجارتونو اثار بللی شو . هغه تپې چی په هفت تپه مشهوره شوې .

د دغو تپو یوه حیرانیتا د عیلامیانو ارامګاه وه چی د نړۍ لومړنۍ هلالی طاقونه یې درلودل . هغه تپې چی پرې په لرغونی پړاوکې پرتمینې ماڼۍ جوړې شوی وې چی د مغولو له حملې وروسته او همدراز له ایران سره د عراق د جنګ په وخت کې او دغې سیمې ته د بیلا بیلو لرغون پیژاندوپه ورتلو سره د ړنګیدا له خطر سره مخامخ شوی دي .

«««««««««««««««««««««

په دوی کې یوه مشهوره تپه د اکروپول تپه ده . د پاریس په لوور میوزیم کې د اکروپل تپې ډیر ارزښتمن اثار ساتل کیږی چی تر ټولو مشهور پکې د نامیراستون ملکې مجسمه ، د حمورابی د قانون لیک لوح او د شوش سفالی جام دي . د شوش خاورین جام زیړ بخن غوندې دې چی پرې د غرنۍ بزې ډیر ښکلې انځور جوړ شوی چی همدغه مسله سبب شوی ده هنری ارزښت یې د لرغونتوب په اندازه شي .

په همدغه تپې مشهور قلعه جوړه شوی ده چی په حقیقت کې په ۱۸۹۷ میلادی کال کی د مینځنیو پیړیو په سبک د فرانسوی لرغون پیژاندو په وسیله جوړه شوی ده . د خښتو د دغې قلعې طراحۍ د فرانسې د سن بازیل معمارۍ سره ډیر شباهت لری . په حقیقت کی د خواشینۍ خبره دا ده چی دغه قلعه د اپادانا ماڼۍ او په انګړ کې موجودو د نورو ماڼیو له خښتو او په میخی لیک د نقش شویو خښتو چی له چغازنبیل سره اړونده دي ، جوړه شوی ده چی یو ډول لرغونې تحریف بلل کیږی . له بده مرغه د دغې قلعې جوړیدا د لرغونی اثارو دغلې او د بهرنیو لرغون پیژاندو په وسیله له ایرانه د هغو د ویستلو په اساس وه .

ضروری ده چی د دغې قلعې له لیدلو وروسته حتما د اپادانا ماڼۍ څخه هم کتنه وکړئ . هغه ماڼۍ چی له ستر داریوش سره اړه لری او د تخت جمشید د ماڼیو په شان نړیوال شهرت لری . دماڼۍ د خښتو له دیوالونو او د کاڼو له ستنو د سکندر د حملې په علت څه ډیر ندی پاې خو هماغه راز د ستنوپه سر کې له پاتې نښو د ماڼۍ عظمت احساسدلې شي . د ستنو سرونو چی په ګونډو شویو دو غوڅکیو په شکل دي .

Image Caption

 

البته د ماڼۍ له دیوالونو چی پرې په خښتو سره د ساتونکیو عسکرو ، وزرو لرونکیو شیرانو او نیلوفرګل  سره خایسته شوی د ماڼۍ په څنګ کې په میویزیم کی لیدلې شئ او د تیرو کسانو سیاسی او هنری اقتدار له لیدلو خوند اخیستلې شئ .

د شوش سیاسی او هنری اقتدار دلته نه لنډیږی . له اهوازه ، شوش ته یوه انحرافی لاره ده چی د چغازنبیل حیرانونکی نسبتا سالم زیګورات پاتې برخې موجودې دي . دغه ودانۍ د زیګورات یوه مشهور لرغونی ودانۍ ده چی د بین النهرین د تمدن د زیګورات له عظمته چی په ګاونډ کې یې وو ،څه کم نلري .د هرم په شکل یوه پینځه پوړیزه ودانۍ چی د دغې سیاسی مذهبی ودانۍ ارزښتمن اثار په نړیوالو لرغون کوټونو کې لیدلې شو . د چغازنبیل زیګورات په ۱۹۷۹ کال کې د یونسکو په نړیوال میراث لیسټ کې ثبت شوې دې .

«««««««««««««««««««««««

له دې مخکې چی د ښار دننه ولاړ شو ، لازمه ده چی د کرخه سین کتنه وکړو . د کرخه سین له کارون او دز سین څخه  وروسته د ایران دریم لوی سین بلل کیږی چی د هغه د اوبو بهیدا حوزه د ایران د لویدیځ ټول ولایتونه سیرابوی . کرخه په اصل کې له شمال د جنوب په لور بهیږی او د شوش له تاریخی اثارو له تیریدا وروسته د لویدیځ په لور لاره بدلوی او ګاونډی هیواد عراق ته ورداخلیږی . د کرخه لیدل چی  شوش د لرغونو تپو په څنګ کې تیږیږی واقعا حیرانونکې دې . جالبه ده چی پوهه شئ د ایران تر ټولو ستر خاورین بند په کرخه جوړ شوې دې چی د نړۍ یو ډیر ستر خاورین بند بلل کیږی . د دغه بند په جوړولو کې د مهندسی ظرافت تر څنګ  دغه دومره عظمت هر څوک ستاسلو ته مجبوروی .

د کرخه سین په ښی ساحل کې د ساسانی پړاو د یوه باعظمته ښار پاتې برخې ډیرې ښې لیدل کیږی چی د شاپور ساسانی په وسیله جوړ شوی او ورته ګن ایوان کرخه ویل کیږی .

د کرخه ښکلاوې په همدې ځای نه ختمیږی . د کرخه سین د یوه ښکلی ځنګلی پارک په مینځ کې تیریږی  چی د د سین د رطوبت او ګرموالی په خاطر د بوټیو پوښښ ډیر ښکلی دی  او د زیړ ایرانی ګوزن په شان حیوانات پکې ژوند کوی .

البته کرخه یوازنې سین ندې چی د شوش له خوا تیږیږی . یو بل ښکلی سین وجود لری چی د څو چینو له یو ځای کیدا جوړ شوی او د شوش ښار له مینځه تیریږی  اوکه  دغه ښکلی سین سره یو ځای روان شو نو د بامدژ ستر او ښکلی تالاب ته رسو . هغه تلاب چی د اکو ټوریزم ډیر زیات داخلی او خارجی سیلانیان ځانته جلبوی ځکه چی دا تالاب  له سایبریا او د افریقا له ختیځه د ډیرو مهاجرو پرندګانو دمه کونکې ځای دې .

«««««««««««««««««««««

کله چی د ښار له شا وخوا د  ښار دننه ځو نو د همدغه سین ختیځه برخه هغه لومړنې ځای دې چی ځان جوتوی د دانیا نبی مشهور قبر دې . دغه قبر د بنی اسرایلو د یوه پیغمبر دفن ځای دی چی مخروطی سپین ګنبد لری او پکې شنه څراغونه لګیدلی دی چی دغه قبر ته ډیره ښکلا ورکوی .

لکه چی دانیال نبی چی د داوود نبی له نسله دې ، د بابل د باچا په وسیله  په دغه ښار کې  بندی کیږی خو بیا وروسته چی د باچا خوب تعبیروی نو پیغمبری یې ثابیتږی  او د باچا پام ورته اوړی  او په همدغه ښار کې وفات کیږی او پرمسلمانانو سربیره هر کال ډیر یهودیان د خپل بیغمبر د درناوی لپاره دغه ښار ته ورځی .

Image Caption

 

همداراز په شوش کې د عباسی پړاو د یوه مشهور شیعی شاعر دعبل خزاعی قبر هم شته چی کلونه کلونه یې قبر د شیعیانو په وسیله پټ ساتل شوی وو. هغه څه چی د دغه قبر معماری یې خاصه کړی ده ، پر جناغی ایوانونو سربیره د هغه نرې او لوړ ګنبد دې .

که د ښار په بازارونو کی وګرځو نو د شوش لاسی صنایع چی اکثره د خرما ونو له مزیو جوړی شوی ، تر سترګو کیږی چی ورته ګن کپو بافی ویل کیږی . کپو بافی یا کپو اوبدل د ایران د جنوب خلکو ځانګړنه ده .

««««««««««««««««««««««

پای