د ايران سېل ( 18)
په دي ليکنه کښې تاسو د اصفهان ښار يا په نورو الفاظو د ايران د تل ژوندي ميوزيم ليدو ته رابولوو.
اصفهان د هغو ګڼ شمېر او ارزښتناکو اثارو په خاطر چې له مختلفو تاريخي دورو څخه يې لري په يو هنري – تاريخي ميوزيم بدل شوے دے او د زياترو کورونيو او بهرنيو سېلانيانو مقصد او منزل دے. هر کله په ميليارډونو سېلانيان د اصفهان ليدو ته راځي چې دغه زياتره ليدنې کتنې په پسرلي کښې او د نوروز په ورځو کښې بڼه نيسي. دغه ښار د ښکليو اسلامي ودانيو، د ښکليو سړکونو، د سرپوښو پلونو، د مشهورو او ځانګړيو ماڼيو، جوماتونو او منارو په لرلو سره په ايراني کلتور کښې د نصف جهان يعنې نيوې نړۍ نوم ځان ته حاصل کړے دے.
په اصفهان کښې ارزښتناک آثار ډېر زيات دي او د دغو ټولو اثارو تعريفولو لپاره فرصت نشته. نو ځکه به ترې ډېر مهم اثارو معرفي کړوو. هيله لرو چې له دغو ښکليو تاريخي آثارو سره آشنائي به تاسو اصفهان ته د سفر لپاره وهڅوي او هغه وخت به تاسو د دغه ښار ټول ارزښتناک اثار وليدې شئ.
د اصفهان د ټولو ښکليو تاريخي اثارو د ليدو لپاره ښه دا ده چې د ميدان امام چې په نقش جهان هم مهشور دے له ليدو نه شروع وکړو چې د ملګرو ملتو د يونېسکو ادارې لخوا د يو نړيوال ميراث په توګه ثبت شوے دے.
ميدان امام يا نقش جهان د څه د پاسه پينځه سوه ميټرو په اوږدوالي او يو سل پينځه شپېتۀ ميټر پلنوالي سره په يو مستطيل شکل کښې ستر ميدان يا سکوائر دے او چاپېره ترې د صفوي دورې ودانۍ شتون لري. د ميدان مېنځومان کښې يو ستر حوض موجود دے او له هغې نه روانې ښکلې فوارې واقعاً د ليدو دي. په ننني شکل کښې د دغه مېدان بنياد د عباس صفوي د سلطنت په دوره کښې اېښودل شوےدے.
په پخوانۍ زمانه کښې به پولو لوبې د ميدان په توګه ترې استفاده کېدې.اوس هم د دغه مېدان په شمالي او جنوبي ضلعو کښې د پولو لوبې د دروازو ستنې موجودې دي.د ميدان امام څلور واړو لورو ته موجودو تاريخي ودانيو کښې د قاپو عاليشان عمارت، مسجد امام چې پخوانے نوم يې مسجد شاه ؤ مسجد شيخ لطف ا... او سردر قيصريه د ميدان ښکلار او ارزښت زيات کړے دے چې د ميدان امام تاريخي ځاے يې د نړۍ په سطح د يو غمي په توګه مشهور کړے دے.
له دغو ودانيو نه علاوه د ميدان چاپېره دوه سوه دوه چته لرونکې حجرې دي چې په د خاتم نومې فرېمونو، د ميناکارۍ د لوښو، قلم زني او منبت کارۍ په شان د اصفهان د لاسي صنائعو د وړاندې کولو ځاے دے. دغه ميدان ګڼ شمېر د تېرېدو لارې لري. د ميدان څلور واړو لورو ته څلور بازارونه دي چې د ميدان په داخل کښې د دوکانونو په ذريعې سره له ميدان سره اړونديږي. په صفويه دوره کښې په دغو بازارونو کښې هر بازار له يو خاص روزګار سره اختصاص لرۀ. نن سبا د دغه ميدان په لويديځ بازار کښې د مېسګرۍ صنائع، په شمالي بازار کښې يې ايراني لاسي قالينونه او قاليچې خرڅيږي.
د پېرس له کنکور ميدان سره په پرتله کښې نقش جهان يا ميدان امام له تاريخي لحاظه برتري لري او په بيجنګ کښې له تيان آنمن مېدان نه وروسته د نړۍ دويم ستر مېدان ګڼل کيږي.دغه مېدان په هغه نظم، اندازو او غږملتيا سره چې د هغه په جوړښت کښې يې بڼه نيولې ده د پېړيو په دوران کښې د ليدونکو حېراني رابرسېره کړې ده.
د مېدان په لويديځه ضلع کښې عالي قاپو نومې ماڼۍ شپږو چتونو او تقريباً يو زر اته سوه مربع ميټرو کښې جوړه شوې ده. د مېدان له سطحې څخه د دغط ماڼې اوچتوالے څلور دېرش ميټره دے او په هر چت کښې خاص هنري سينګاري څيزونه موجود دي. د دغې ودانۍ له مهمو خصوصيتونو څخه ورته د ننوتلو په ځاے کښې د غږ د انګازې خاصيت، د مېلمستيا ډېر ښکلے هال، د موسيقۍ اصلي هال او اوسېدو لپاره درې پنځوس کوټې، د غونډې کوټه، دولت خانه او د سفيرانو او مېلمنو د پاتې کېدو ځاے دے.
مسجد امام هم د دغه مېدان يوه شانداره وداني ګڼل کيږي چې د مېدان په جنوبي ضلع کښې شتون لري او د مسجد سلطاني، مسجد جامع او مسجد شاه په شان نومونو هم مشهور دے. مسجد امام د شاه عباس صفوي د باچائۍ په څلوريشتم کال کښې جوړ شوےدے په ښکليو او شاندارو ټائيلونو سره سينګار کړې شوے دے او د دغه جومات د ليدو وړ ځايونو څخه د اودس حوض، شانداره ګنبد، اوۀ رنګه ټائيلونو او ښکليو تاخونو ته اشاره کولې شوو.
همدا رنګ د دغه مېدان د ليدو وړ يوه بله ودني مسجد شېخ لطف الله دے چې د مېدان په ختيځه ضلع کښې د عالي قاپو ودانۍ په وړاندې شتون لري.
دغه مذهبي ځاے د شيخ لطف الله الميسي د قدرونې لپاره د شاه عباس صفوي په حکم په اولسو کلونو کښې جوړ شوے دے. په يولسمې پېړۍ کښې د کاشي کارۍ او معمارۍ شاهکار په دغه ودانۍ کښې په واضحه توګه ليدل کېدې شي. د دغه شانداره جومات په معمارۍ کښې د نور او رنګ په زړۀ پورې ګډوله استعمال شوې ده. د نورو جوماتونو په اپوټه د دغه جومات د پاسه څه مناره نه ليدل کيږي او انګړ هم نه لري.دغه جومات په خپلې بې مثاله ودانۍ سره چې په دوه دېرش ميټره اوچتوالي سره يو ښکلے ګنبد لري، هر ليدونکې خپلې ښکلا ته جلبوي. استاد محمد رضا اصفهاني د دغې شاندارې ودانۍ له معمارانو او پلانونکو څخه ؤ. د جومات مرکزي دروازه مشهور صفوي خوشنويس عليرضا عباسي په ثلث قلم سره سينګار کړې شوې ده.
قيصريه دروازه د دغه مېدان يوه بله تاريخي او ښکلې وداني ده چې د اصفهان د ستر بازار د ننوتلو اصلي دروازه ده. دغه وداني په تېرو وختونو کښې درې چته لرل چې يو چت يې د نغارې غږېدو ځاے ؤ او د قاجار په زمانه کښې ړنګ کړے شو او په کلي توګه له منځه لاړ دے. په دغه ځاے کښې په وړومبي چت کښې دوکانونه وو. په دويم چت کښې به دفتري کارونه او مکاتبې ترسره کېدې او او د نغارې په ځاے کښې به د ورځې په وختونو کښې خلقوته اعلانونه کېدل. د دروازې د پاسه د رضا عباسي په قلم نقاشيانۍ ليدل کيږي.
--------------