د ایران سیل-۱۹
-
عباسی هوټل، اصفهان
د اصفهان د ښایسته ښار د سیل په دوام کښې نن د دغه ښار له ځینو نورو د لیدو وړ ځایونو سره اشنا کیږو.
ګرانو ملګرو د اصفهان د ښکلي ښار د کتنې په دوام کښې نن د دغه تاریخي ښار په مینځ کښې د چهار باغ په نامه یو شین زرغون سړک ته راغلې یو. دغه واټ د اصفهان ښار د سیاحت او تجارت یو مهم مرکز دی.
چهار باغ عباسي سړک د وړومبي عباس باچا په زمانه کښې طراحي او جوړ شوی دی او د جوړیدو نیټه یې ۱۰۰۰ هجري قمري یا ۱۵۹۱ میلادي ته ګرځي. دغه سړک نن سبا هم فعال دی او د چهار باغ بالا او چهار باغ پایین په دوو برخو ویشل شوی دی او دغه دواړه برخې د (سي و سه پل) په ذریعې په خپلو کښې نښتې دي.
د چهارباغ سړک دواړه برخې دوه د ګاډو لینونه لري، دوه د بایسیکل ځانګړې لینونه او درې د پلي تلونکو باندونه لري چې د چنارونو او ناروَن د ونو څلور قطارونه یې له یوبله بیلوي. په دغه سړک د پلي تګ خوند یوه نه هیریدونکې خاطره ده. د چنار او ناروَن د ښایسته ونو په سیوري کښې د ګرځیدو په وخت د سړک دواړو غاړو ته د بوټونو، کیفونو، کالیو او د اصفهان د لاسي صنایعو ډک دکانونه د هر مسافر پام ځانته اړوي. د چهارباغ عباسي په سر کښې دروازه دولت ته رسیږو چرته چې هشت بهشت باغ او ماڼۍ پرته ده.
له هغو ټولو باصفا ماڼیو او کلاه فرهنګي ودانیو څخه چې د چهارباغ په غاړه جوړې شوې وې، یوازې هشت بهشت پاتې دی. دغه پرتمینه ودانۍ چې په یوه زمانه کښې د نړۍ ترټولو ښایسته ماڼۍ هم نوموله کیده، په ۱۰۸۰ هجري کال کښې د شاه سلیمان صفوي په پړاؤ کښې د (باغِ بلبل) په خوا کښې جوړه شوې وه. دغه دوه پوړیزه ودانۍ د ښایسته طاخونو او ډیرو او غږمله سنګارونو په برکت د صفوي پړاؤ د معمارۍ یوه ځلانده نمونه وړاندې کوي.
هغه ټولو سیلانیان او ټورسټان چې اصفهان ته تللي او هشت بهشت باغ یې له دننې څخه لیدلې دی، هغه یې د دنیا بهترینه ودانۍ نومولې ده.
*/*/*/*/*/*/*
د لارې په دوام کښې له هشت بهشته څو قدمه مخکښې چهار باغ مدرسې ته رسیږو چې نن سبا په (مدرسه علمیه امام صادق ع)باندې مشهور دی. دغه مدرسه د دیني علومو د طلابو د استفادې په موخه له ۱۱۰۴ نه تر ۱۱۲۶ هجري قمري کلونو ترمینځ د سلطان حسین صفوي باچا په زمانه کښې جوړه شوې ده او د صفوي پړاؤ وروستۍ ودانۍ او د ایراني هنرمندانو د زبردست هنر او ذوق ښودونکې ده. د دغې ودانۍ د معمارۍ سټایل په اصفهاني طریقه دی. د چهارباغ مدرسې ګنبد د معمارۍ د تناسب او د کاشي کارۍ د ډیزاین د ښکلا له نظره له شیخ لطف ا... جوماته وروسته دی خو د دغه فن د سترو استادانو له نظره، دغه ګنبد چې په سرو او سپينو زرو سنګار شوی دی، د زرګرۍ، طلاکارۍ، طراحۍ او قلمزنۍ له نظره د ظریفه صنایعو یو شاهکار دی او ساری نه لري. چهارباغ مدرسه د کاشي کارۍ له نظره هم اهمیت لري او په حقیقت کښې د اصفهان د کاشي کارۍ د میوزیم په توګه پيژندل کیږي. د مدرسې ستر انګړ او په کښې روانه ویاله، دنګې ونې او ګڼې حجرې ډیره په زړه پورې فضا برابروي چې په اسانه ترې زړه نه صبریږي خو د مدرسې په ګاونډ کښې د تاریخي ځایونو د لیدلو شوق زمونږ پام ځانته اړوي.
د چهارباغ مدرسې شمالي اړخ ته یو ښایسته او لوړ بازارګی دی چې په صفویه پړاؤ کښې ورته (دنګه بازارچه) یا (شاهي بازارچه) ویل کیدل. دغه بازرګې نن سبا د هنر په بازار مشهور دی. که څه هم د بازار داخلي برخه د صفوي پړاؤ د معمارۍ یو شاهکار دی خو د اصفهان د صنعتګرانو د لاس جوړو سرو او سپينو زرو سترګې بریښونکې ځلا دغه بازارچه د ترهګرو لپاره د اصفهان په یو ډیر خوښ او په زړه پوري بازار بدله کړې ده.
*/*/*/*/*
د چهارباغ مدرسې ختیځ لوري ته (مادر شاه) سرای پرته ده چې نن سبا یې نوم عباسي میلمستون دی. مادرشاه نومې سرای چې د درې پیړۍ مخکښې مسافرانو ترټولو مجلله سرای وه، د معمارۍ د سټایل له لحاظه د ننۍ زمانې د دنیا د اوّلې درجې په هوټلونو کښې بې سارې او منفرده ده. هیله من یو چې د اصفهان د لیدلو فرصت ولرئ او په دغه تاریخي هوټل کښې د پاتې کیدو خوند تجربه کړئ.
*/*/*/*/
په چهارباغ واټ باندې خپل تګ ته دوام ورکوو او د چهلستون په نوم د صفویه دوران یې ښایسته ماڼۍ ته رسیږو.
چهلستون ماڼۍ په یوه زمانه کښې د باچا د میلمنو او بهرنیو سفیرانو د میلمستیا ځاې و. د ماڼۍ په زړه پورې نقشه چې د یوولسمې قمري پیړۍ یو اثر دی، د دغې ماڼۍ د نوم ایښودو او د چهل ستون په نوم یې د مشهوریدو اصلي وجه ده. غوره ده چې پوه شئ چې دغه ماڼۍ په رښتیا له څلویښتو ستونونو یعنې ستنو نه ده جوړه شوې خو د دغه نوم علت یې د ستنو هغه زیات شمیر دی چې په اوبو کښې یې د انځور په انعکاس سره دوه چنده کیږي.
*/*/*/*/*/
ګرانو دوستانو! دا خو کیدې نه شي چې سړی اصفهان ته لاړ شي او د دغه ښار د تاریخي پلونو لیدو ته لاړ نه شي. کله چې د زاینده رود په غاړه ځئ نو داسې ګڼ پلونه وینئ چې پخوا د دغه سیند د دواړو غاړو د سره نښلولو لپاره جوړ شوې دي. (د ۳۳ قوسونو په لرلو سره) سي و سه پل، د اصفهان یو ډیر ښایسته پل دی چې د چهارباغ عباسي سړک په پاې کښې راځي. (سي و سه پل) تقریباً ۳۰۰ میټره اوږوالی او ۱۴ میټره پلن والی لري او د زاینده رود ترټولو اوږد پل دی او په هغو وړومبنیو آثارو کښې راځي چې وړومبي عباس باچا یې د جوړولو حکم ورکړی و. دغه پل د معمارۍ له نظره د وړومبي شاه عباس د باچاهي پړاؤ یو بې سارې شاهکار دی. په سي و سه پل باندې پلی تګ او د شپې په وخت د دغه تاریخي پل د رڼاګانو ننداره اصفهان ته د سفر یو په یاد پاتې کیدونکې خاطره ده.
ترجمه: عبدالماجد درانی