ایران په تیرې اونۍ کې
د تهران د پښتو خپرونې انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې ایران د اونۍ په هینداره کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پيل کې هم درته په ایران کې په تیرې اونۍ کې ځينو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم د تحلیلي برخې ته رابولوو . نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
*/*/*/*/*/ په ایران کې د اسلامی او انساني حقوقو د اونۍ لمانځل */*/*/ اسلامی او بشری حقوق او د اسلامی انقلاب معظم لارښود لیدتوګه */*/*/*/* او له بشري حقوقو څخه د استعماري کړیو ناوړه او آوزاري استفاده په تیرې اونۍ کې ځيني مهم پيښې وې چې اوس مو هم رابولو په دې اړه د تحلیلي برخې آوریدو ته .*/*/*/*////*/*/**/*//*/*/
************************
= دوستانو تیره اونۍ د انساني کرامت او اسلامی بشري حقوقو د له اونۍ سره برابره وه .د ۲۰۰۸کال د اګست په پنځمه نیټه د اسلامی کنفرانس موسیسې له خوا د انساني کرامت او اسلامی بشري حقوقو د ورځې په توګه د اسلامینړۍد ورځې د ټاکلو په باب د ایران د اسلامی جمهوریت وړاندیز تصویب شو.دغه ورځ ،د۱۹۹۰کال د اګست په پنځمه نیټهد اسلام له نظره دبشري حقوقو د اعلامیې د تصویبیدا یادونه کوي.
اسلامی هیوادونه په دغې ورځېد لومړي ځل لپاره توانیدلي دي ، د یوه ورته سند په چوکاټ کې داوسمهاله نړیوالو حقوقو،د انسانانو د حقوقو په زمینې کې د اسلامی لیدتوګو او په دې باب د اسلامی حکومتونو دژمنتیاؤ د سندونو په چوکاټ کې په حقوقي ماهیّت سره یوه اعلامیه یا بیانیه تصویب کړي .
بشري حقوقو ته کتنه ،باید له د ین اوملیَت او توکمه لیرې ، د انساني ارزښتونو بیانونکي او له هرډول سیاسی ملاحظاتو پرته وي . خو بشري څقوق د لویدیځ په دوه ګوڼو اقداماتو سره ، د سیاسي لوبو ښکار شوي دي. دغه بهیر په دې زمینې کې د حقیقي غوښتنو او دبشري حقوقو په باب د نړیوالې ټولنې د تمو په اپوټه دی .
د اسلامی بشري حقوقو او د انساني کرامت ورځ ، په حقیقت کې ، د بشري حقوقو په موضوع کې دانساني کرامت او عدالت او دانساني ارزښتونو په اساس د همفکرۍ لپاره یو فرصت دی .
له بده مرغه د بشری حقوقو په موضوع کې د لویدیځ له خوا ډيرې لیدتوګې لري . حتی ددغو هیوادونو په داخل کې ډیری خلک له توکمپالنې ، فساد او بې عدالتیو کړیږي ا و ورځ تربلې د دوي چغې لاپسې زیاتیږي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي، په یولړ څرګندونو کې د بشري حقوقو د تر ټولو ستر خلاف ورزي کونکي هیواد په توګه دامریکا په معرفي کولو سره روښانه کړې ده،هغه کسان چې د دوي په ټنډې په عراق او افغانستان او نورو ځایونو کې د هستوګنو سیمو د بمبارولو او دګوانتانامو اوابو غریب دبندونو په څير د کرغیړنو کارونو او جنایتونو د بې ننګۍ داغ وي ، نو باید د بشري حقوقو ادعا ونه کړي او حق نه لري د بشري حقوقو نامه پر خوله راوړي،ځکه چې دوي پخپله د بشري حقوقو د خلاف ورزیو بیلګه دي .
بشري حقوق په یوې ټولنې د شخصي نظرونو په اساس او په یواړخیز ډول نشي تپل کیدلی ،بلکې هر دین او کلتور،د تعلیماتو،ټولنیزو او کلتوري جوړښتونو،دین او مذهب په اساس بشري حقوق تعریف کوي .او د هغې ټولنې پرګنې او خلک هم ورځيني پيروي کوي .
د بشري حقوقو اسلامی اعلامیه روښانه کوي ،د اسلامي شریَعت په اساس، بشري حقوق ،د انسان د ذاتي ارزښت او کرامت له امله دي ا و اسلامی امت چې خداوندمتعال،یو ترټولو ښه امت ګرځولی دی،یو نړیوال رسالت لري او که څه هم بشریّت په مادي علومو او سائنس کې دپرمختګونو مرحلې کچ کړي دی،خو د خپلو حقوقو او تمدن څخه دملاتړ لپاره ایمان او معنویّت ته ډيره اړتیا لري .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود، د حج د شپو ورځو په مناسبت د خپل پیغام په یوې برخې کې د امریکا دبشري ضد چلند د موخو اواړخونو په بیانولو سره روښانه کړې ده؛ له کمزورو ملتونو سره د امریکا چلند، د هغه پولیس مین د چلند یوه هغه ستره شوي قضیه ده چې خپل ځَنګون( پښه) د یوه بې دفاع تورپوستي په مرۍ کیږدي او دومره ورباندې زور اچوي ، څو هغه خپله سا له لاسه ورکړي .
په افغانستان، عراق او یمن کې د جنګ جګړو او وینې بهیدا د کلونو بوږنونکو حالاتو ته کتنه او دغه راز په فلسطین او یمن کې د امریکا په ملاتړ سره د ماشوم وژونکو رژيمونو تیرو او هغو ظلمونو ته یو نظر ، چې پر دغو ملتونو د امریکا له خوا کیږي ،د نړیوال سلطه ګر نظام په وسیله د بشري حقوقو دپراخو خلاف ورزیو روښانه مصداق دی .
نن سبا د امریکا خلک هم په یوه ژورې جبۍ کې ګیر او ډوب شوي دي او د سپینې ماڼۍ د مشرانو د بشري ضد چلندونو رسوائۍ، د امریکا د درستو ایالتونو په واټونو کې دخلکو په اعتراضیه چغو کې تر غوږو کیږي . له همدې امله ده چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي ټينګار کړی ، دامریکا په اوسنیو پیښو کې او په هغو کې د توکمپالنې په ضد خوځښت په غورځنګ کې دمونږ غوڅ دریځ ، د ولس پلویتوب او ددغه هیواد دتوکمپال حکومت دځيږ اوکرغیړن چلند محکومول دي .
د ایران دا سلامی جمهوریت داطلاعاتو وزارت د تیرې شنبې په ورځې د یوې خبرتیا په اعلانولو سره وئیلي دي ،د تُندر ترهه ګرې ډلګۍ سرغنه جمشید شارمهد چې له امریکاڅخه ئې په ایران کې د ورانکارۍ او وسلوالو عملیاتو لارښونه کوله ، د ایران د اسلامی جمهوریت د امنیتي ځواک په یولړ پیچلو عملیاتو کې وینول شو .
دغې ترهه ګرې ډلګۍ په مستقیم ډول په ایران کې د څو ترهه ګرو عملیاتو مسئولیّت په غاړه اخستی دی .
دغې ډلګۍ په ۲۰۰۸کال کې د ایران د جنوب فارس ولایت د مرکز شیراز په سید الشهدا امامباړې کې د چادونې عملیات پلان او اجرا کړي چې په هغه ترهه ګراقدام کې څوارلس حسیني عزادار شهیدان او کابو دوه سوه پنځلس نور ټپیان شوي وو .
تُندر ترهه ګره ډلګۍ د لویدیځي اطلاعاتي او جاسوسي ا دارو په وسیله په ترسره شوو پلانونو او پروګرامونو کې د تهران د کتاب په نړیوال نندارتون کې د کیمییائي او میکروبي ترهه ګرو عملیاتو او په رشت کې د روسیې په کونسلګرۍ کې د ترهه ګرو عملیاتو په ترسره کولو پسې هم وه،خو د امنیتی ځواک په هوښیارۍ او ځیرتیا سره بریالۍ نه شوه . ددغې ترهه ګرې ډلګۍ په نورو ترهه ګر اقداماتو کې په ګناوه بندرګاه کې دتیلو د پایپ لاین او زیرمې د الوزولو ،دحضرت بې بې معصوه سلام ا.. علیها په حرم کې دبم چاودنې ، او همداراز د ایران په اسلامی شورا ودانۍ کې د بم کیښودلو اقداماتو ته اشاره کولی شو چې دغه پلانونه هم ناکام شوي او نیمګړي پاتې شوي دي . اوس د تُندر ترهه ګرې ډلګۍ سرغنه د ایران د امنیتی اواطلاعاتي ما مورانو په منګولو کې ګیر شوی دی . په دغې نیونې سره نه یوازې د اسلامی جمهوری نظام د مخالفو او غولیدلو او د ترهه ګرو ډلګیوپر پاتې جنایتکارو یو سخت ګوزار شوی ، بلکې دامریکا هغه نوره نقشې چې په نیابتي توګه ترهه ګرو ډلګیو ته سپارل کیږي ، شنډې شوي دي .
امریکا هغو کسانو او پيژندل شوو ترهه ګرو ته چې دایران په داخل کې ئې د زیاتو ترهه ګرو عملیاتو مسئولیّتونه په غاړه اخستي دي ، پخپلې خاورې کې ځاي ورکړی دی او له دوي په بیلابیلو شکلونو او بڼو کې بشپړ ملاتړ کوي . د تُندر په څير ترهه ګرې ډلګۍ ، دایران د اسلامی جمهوریت په ضد له ترهه ګرو د استفادې لپاره د امریکاد استخباراتي ادارې د پروژو یوازې یوه برخه ده . په حقیقت کې امریکا هر هغه کس او ډله چې د ایران د امنیت په ضد د ورانکارۍ او ترور توان ولري ، بشپړ ملاتړ کوي .
تُندر ترهه ګره ډلګۍ په ۱۳۸۳لمریز کال کې په فرودفولادوند مشهور فتح ا..منوچهري په نامې سره یو ه کس جوړه کړې اوهغه خپله موخه په یوه کال کې د اسلامی جهوري نظام د نسکورولو لپاره ددغې ډلګۍ جوړیدا اعلان کړې وه .
امریکائي چارواکي له ترهه ګرۍ سره د تش په نامه مبارزې د سیاست په چوکاټ کې تل د واقعیّتونو په تحریفولو پسې دي او په دوکه ورکونکو څرګندونو سره ، له ترهه ګرۍ په ملاتړ او د سیمې په ناکراره کولو د ایران په تورنولو سره هڅه کوي،په سیمې او نړۍ کې د امریکا د رول مثبت اړخ انځور کړي،په داسې حال کې چې د امریکا د رول حقیقي ماهیّت ،د القاعدې ډلې په جوړولو او له داعشي جنایتکارې ډلې څخه په ملاتړ سره د ترهه ګرۍ او ناکرارۍ رامینځةکول دي .امریکا همداراز په یولړ ترهه ګرو اقداماتو کې د ۲۰۲۰کال د جنورۍ په دریمه نیټه د ډونالډټرمپ په مستقیم فرمان سره په یوه څرګند جنایت کې،د ایران د اسلامی جمهوریت د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د وخت قوماندان جنرال قاسم سلیماني چې د عراقي چارواکو په رسمي بلنې سره ئې دغه هیواد ته سفر کړی ؤ،سره د عراق د الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک د مرستیال ابومهدي المهندس او اتو نورو ملګرو، د بغداد له هوائي ډګر سره نزدې په یوې حکومتي ترهه ګرې حملې کې شهید کړ . دغو پیښو ښودلې چې د ایران ملت له سختو آزموینو اوشپو ورځو په صبر او مقاومت سره تیر شوی دی ، خو هغه څه چې ددغو پيښو په مینځو میان کې تل مهم او ټاکونکي دي ، د مشکلاتو په وړاندې نه تسلیمیدا ده .
************************
= خوږو دوستانو ایران د اونۍ په هینداره کې نومې د اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بلې اونۍ پورې له تاسو اجازت او نیکمرغه او سوکاله ژوند درته غواړو .
(سیماب)
***********************************************