سپیڅلی دفاع
له رسول اکرم ص دغه له معنا ډک حدیث روښانه کوی ، هغه څه چی په جهاد کې له بهرنی دښمن سره لومړیتوب لری ، له نفس سره جهاد دې .
خدای تعالی د مایده سوره په ۱۰۵ ایت کی فرمایی ، ای هغو کسانو چی ایمان مو راوړی دې د ځان خیال ساتئ که تاسو هدایت شوی یاست ، نو د هغو کسانو ګمراهۍ چی ګمراه شوي دي تاسو ته تاوان نشی رسولې ، د تاسو ټولو ستندا د خدای په لور دی او تاسوئ له هغه څه چی کول به مو ، خبروی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د جهاد ټکې د لومړی ځل لپاره هغه وخت مطرح شو چی د رسول ا... مبارک یوشمیر اصحاب له جهاد او خپل ماموریته مدینې ته ولاړ ل اود رسول ا... مبارک په خدمت کی حاضر شول . پیغمبر اکرم ص د هغو د هڅولو په ترڅ کې وفرمایل ، شاباس شاباش په هغو کسانو چی له جهاد اکبر ستنه شوی دي او ورته ستر جنګ مخې ته پروت دې . پوښتنه وشوه ، ای د خدای رسوله ، ستر جنګ څه دی ؟ویې فرمایل له نفس سره جهاد ، بیا هغه حضرت جوته کړه تر ټولو ستر جهاد هغه دې چی انسان له خپل نفس سره مبارزه وکړی .
له رسول اکرم ص دغه له معنا ډک حدیث روښانه کوی ، هغه څه چی په جهاد کې له بهرنی دښمن سره لومړیتوب لری ، له نفس سره جهاد دې .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د اسلامی تعلیماتو په اساس د انسان لپاره دوه ډوله جهاد وجود لری ، جهاد اصغر او جهاد اکبر .
جهاد اکبر چی له ټولو سخت دې ، له نفس سره جهاد دې . هماغه څیز چی زمونږ هویت او زمونږ باطن ساتی . جهاد اکبر یعنی له شهوت ، خوند اخیستنې ، زیات غوښتنې اوارام غوښتنې او د انسان په وجود کې له غیر شایسته اخلاق سره مبارزه ، یعنی انسان له هغو داخلی شیطان سره باید په دوامداره توګه مبارزه وکړی او هغه کنټرول کړی تر څو انسان زشتو کارونو ته مجبوره نکړې شی . او جهاد اصغر هماغه د جګړې په میدان کی له دښمن سره مبارزه او جنګ دی . باید ووایو چی په تپلی جنګ کې د ایرانی ملت د بریالیتوب مهم عامل په جهاد اکبر کې بریالیتوب وو . شهیدان تر هغه چی د نفس د ماین د میدانونوله خنډونو نه وو تیر شوي ، په جبهه کې له چاودیدونکیو موادو او ماینونو هم نشو تیریدلې . هماغه ډول چی شهید علی چیت سازان ویلی وو ، هغه کس د دښمن له ازغن تارونو تیریدلې شی چی د نفس په ازغن تارونو کی نه وی ګیر شوی ، که د خپل نفس له ازغن تارونو تیرشوې و نو هغه وخت له دغو ازغن تارونو هم تیریدلې شئ .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د سپیڅلی دفاع د اته کلنې جبهې جنګیالیو او بسیجیانو جنګ ته ځانګړی کتنه درلوده . هغوجنګ ته عارفانه کتنه درلوده او د جنګ ډګر یې دحق او باطل ډګر درلوده . شهیدانو به د حسین ابن علی ع په بیلګې ګرځولو سره د جهاد او جنګ میدان ته پښه کیښودله او له حق پرته به یې په هر څیز سترګې پټولې ، دنیاوی اړوندوالی به یې څنګته کیښودل اود حق او باطل په دغه جګړه کې به یې یوازې په بریالیتوب فکرکاوه . په جنګیالیو او مبارزانوکی داسې عارفانو شتون درلودچی د روحی او نفس د پاکۍ له امله یې په خدای زړه بایللې شوو . هغو د هدایت کونې رول درلود .
د یا زهرا کتاب په یوه برخه کی چی د شهید محمد رضا تورجی په اړه لیکل شوی ، راغلی دي ، د محمد کارونه عجیبه وو ، هر هغه کار چی د نفس د تهذیب لپاره ضروری وو ، ترسره کاوه به یې ، په لمانځه کې به یئېئ عجیبه حال درلوده . په دې وروستیو کی د هغه د تهجد لمانځونه او شپو تیرول زیات شوی وو.
د شرح دلداګی کتاب کې هم لولو ، د جنګیالیو ترمینځ یوه خاصه فضا واکمنه وه . د مبارزانو د شپې فریادونه د بعثیانو د ډزو په وړاندی ډال وو .او له معبود سره دغه خالصانه ارتباطات او حالات وو چی د امام خمینی رح د مکتب شاګردان مخلص عارفان او عابدان شول ، تر دې چی د امت رهبر امام خمینی رح د بسیجیانو په اړه وفرمایل ، زه تل د بسیجیانو په صفا اوخلوص رشک کوم او له خدایا غواړم چی ما له بسیجیانو سره محشور کړی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود هم په همدغه ځانګونه په تکیې سره تپلې جنګ له نورو جنګونو سره توپیری وباله او ویې فرمایل زمونږ جبهه د نړۍ له نورو جبهو سره په دې کې توپیر لری چی د عبادت محراب ده او پکې معنویت موجود دې . زمونږ جبهې یوازې د جنګ جبهې نه وې بلکې پکې دعا ، راز و نیاز ، عبادت او معنویت دی
په پریکنده توګه همدغه ځان جوړول او د معنویت روحیه د هغه پړاو د حماسو راپنځولو ، مقاومت او دریدا عامل بللې شو . هغه مبارزان چی له متقینو د امیر المومینین امام علی ع بیان د هغو د حال ویونکې دې .
هغوله دنیا تښتیدونکی ، د شپې عابدان او د ورځې شیران دي .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د عملیاتو د شپې لیکه ماتونه او په ورځ کې له دښمن سره جنګیدل او په سختو حملو کی مقاومت د شهید مهدی زین الدین له ځانګړتیاو وو . هغه روحیه چی اساس او بنسټ یې په خدای باور او ایمان ولاړ وو. د هغه دایمی مجاهدت د خدای لپاره وو او هیڅکله یې په وجود کې روحی ستړیا نه لیدل کیدله . زین الدین د خپلې بې ځنډه هحې په څنګ کې له مستحباتو غافل نه وو ، باور یې درلوده چی د جنګ ډګرونه سپیڅلی ځای دی او انسان په دغه ځای کی له خدای سره نږدې کیږی . تل به یې مبارزانو ته سپارښتنه کوله چی جهاد اکبر او خپل نفس پاک کړی ، هغه تل هڅه کوله چی وضو ولرلې شی ، نورو ته به یې ټینګار کاوه چی وضو ولرلې شی ، په لومړی وخت کی به یې لمانځه ته ډیر پام کاوه او د قران مجید تلاوت به یې ډیر کاوه او د ایتونو حفظ هڅه به یې کوله .
ایت ا... خامنه ای اګاهانه ایمان په سپیڅلی دفاع کې د دغه دومره روشن بینۍ دلیبل بللې دې او بیانوی ، کوم څیز یو مبارز ، یو ځوان او یو انسان په راز راز میدانونو کې دغه ډول رڼا ته رسوی ؟ اګاهانه ایمان . زما ګرانو په جنګیالیو کی دغه اګاهانه ایمان د دې سبب کیږی چی خطرې ته د هیڅ په سترګه وګوری . په قوماندانانو کی ددې سبب کیده چی یوه شیبه په خپلې اسانۍ او ځان لپاره په خطر فکر ونکړی . شپه ورځ یې هڅه او کار وکړ ، د خودی حقیر حثیت باندې یې سترګې پټې کړې ، د خدای او د اسلام د هدفونو او د مسلمان ملت د سرلوړی او ازادۍ لپاره حاضر شول خپل ځانونه ورکړي .
«««««««««««««««««««««««««««««
هغه وخت چی خرمشهر د پردیو دښمنانو په نیواک کی وو ، نو فضا غمجنه او زړونه له غوسې ډک وو او دښمن په پردیو عسکرو په تکیې سره چی ورسره یې مرسته کوله ، په خرمشهر کی ځای پر ځای شوی وو . د اسلام جنګالی د ټانکونو او پرمختللیو تجهیزاتو په وړاندې په ټوپک سره جنګیدل ، خو په په ایمان او صلابت سره ، همدغه ځوانان په خالی لاسونو خو په خدای له ایمان او له هیلې په ډکو زړونو سره ، له دې پرته چی پرمختللی اوزار ولرلې شی او له دې پرته چی د جنګ پړاونه یې لیدلی وی ، میدان ته ودانګل او په هغو ټولو عواملو یې غلبه وکړه . اوس له تپلی جنګه د ۴۰ کلونو په تیریدا سره په جبهه کې د ځان جوړولو خوږلت ننی ځوان کهول ته چی جنګ یې ندې لیدلې هم ، ورڅکلې دې ، هغه نسل چی په کړکیچ کی ډګر ته وردانګی او چمتودې تر څو له دغه هیواده د ارامښت او امنیت سیوره کمه نشی .
پای