د کابل او تهران د اقتصادی اړیکو نوی سپرکی
افغانستانی او ایرانی کارپیژاندو او سوداګرانو له دغه نندارتون د رضایت په څرګندولو سره هغه د دواړو هیوادونو د اقتصادی مخ په ودې ملګرتیاو کی نوې سپرکې وباله خو په کابل کې د ایران د مهندسی ، خدماتی او تخنیکی لومړنی نندارتون کی د ایرانی شرکتونو له فعال شتونه د ایران هدف څه دې ؟
د افغانستان په پلازمینه کابل کی د تلی میاشتې په لومړیو دریو ورځو کې په دغه هیواد کی د ایران متفاوت نندارتون ترسره شو چی په خپل ډول داسې نندارتون وو چی له اړونده برخو هرکلی سره مخامخ شو او د دواړو لورو رضایت یې درلوده .
د ایران او افغانستان ګډ تجارتی نندارتون چی د تلی له لومړۍ نیټې د ګڼ شمیر ایرانی او افغان شرکتونو د استازیو په شتون او په ښاری او مهندسی برخو کې په لسو غرفو کی خپل کار پیل کوی وو ، له دریو ورځو فعالیته وروسته د تیرې اونۍ په زیارت ورځې خپل کار پای ته ورسوه . په افغانستان کې د اسلامی ایران د سفارت تجارتی سلاکار جوانمرد قصاب په وینا په دغه نندارتون کې د بریښنیا ، انرژۍ ، مخابراتو ، مهندسی او تخنیکی خدماتو په برخه کې د ښاری خدماتو په برخه کی د ۲۱ ایرانی شرکتونو او د مهندسی او تخنیکی خدماتو په برخه کې ۵۴ شرکتونو استازیو شتون درلود .
افغانستانی او ایرانی کارپیژاندو او سوداګرانو له دغه نندارتون د رضایت په څرګندولو سره هغه د دواړو هیوادونو د اقتصادی مخ په ودې ملګرتیاو کی نوې سپرکې وباله خو په کابل کې د ایران د مهندسی ، خدماتی او تخنیکی لومړنی نندارتون کی د ایرانی شرکتونو له فعال شتونه د ایران هدف څه دې ؟ او په تخنیکی حوزه کې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو پراختیا د دواړو هیوادونو لپاره کومې بریاوې درلودلی شی ؟
هماغه ډول چی په افغانستان کی د ایران د سفیر له څرګندونو معلومیږی ، دغه هیواد ته د تخنیکی پوهې انتقال په کابل کې د ایران د خدماتی ، مهندسی او تخنیکی نندارتون د ترسره کیدا اصلی هدف حسابیږی . په افغانستان کې د ایران سفیر بهادر امینیان د دغه نندارتون اصلی هدف له ګاونډی هیواد افغانستان سره د دوه اړخیزه تجارتی ملګرتیاو پراختیا او دغه هیواد ته د تخنیکی پوهې انتقال وباله .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
دغه نندارتون د پخوانیو موردونو په اپوټه چی د بریښنیا ، مخابراتو ، تخنیکی او مهندسی خدماتو د وړاندی کولو لپاره ترسره شوی وه ، زیاتره د تیکنالوجۍ له انتقال چورلی او مونږه دې نتیجې ته ورسیدو چی پخپله افغان شرکتونه او خلک هم باید وشمن شي . دا نندارتون د مهندسی خدماتو د انتقال او ټیکنالوجۍ د انتقال لپاره نندارتون دې چی د دواړو هیوادونو په اقتصادی اړیکو کی به نوی پاڼه پرانیزی .
په کابل کی د اسلامی ایران د سفیر ټینګار په داسې حال کی دی چی د ایران د تجارت د پراختیا اداری مشر او صمت وزیر مرستیال حمیدزادبوم د دغه نندارتون له ترسره کولو د ایران د انګیزو په اړه وایی د افغانستان بازار ته د اسلامی ایران کتنه د ټیګنالوجۍ ؤ، مهندسی او تخنیکی خدماتو صادرات دی .
دا هغه ټکې دې چې د افغانستان د تجارت کوټې مرستیال محمد یونس هم پرې اعتراف لری .
په افغانستان کې د اسلامی ایران د سفارت تجارتی سلاکار جوانمرد قصاب هم د دغعه نندارتون د بریاو او اهمیت په اړه په دې باور دې چی د تخنیکی پوهې انتقال او د مهندسی او تخنیکی خدماتو د ترسره کولو لپاره د ایرانی او افغان شرکتونو یوځای کیدا او خپلو وسونو سره د دواړو هیوادونو د تاجرانو بلدتیا د دغې درې ورځنۍ نندارتون بریا او نتیجه ده . دا نندارتون یو تخنیکی ، مهندسی او خدماتی نندارتون دې چی د نظر خاوندانو پکې شرکت کړی دی . هڅه دا ده چی ایرانی محصولات افغان ګاهکانو ته معرفی او د تړونونو د ترسره کولو لپاره د تاجرانو ترمینځ اړیکی ټینګې شی .
خو دا پوښتنه مطرح ده چی د تخنیکی پوهې د انتقال په حوزه کی د ایران او افغانستان هم افزایی به د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا کی کوم مثبت ګامونه ولرلې شی ؟
داسې ښکاری د دغې پوښتنې د ځواب لپاره باید د دغه نندارتون ترسره کونکیو خبرو ته پام وشی . په کابل کی د ایران د اقتصادی او تجارتی نندارتونونو د ترسره کولو مشر علی رضا صدر زاده په دې باره کی وایی ، هغه توپیر چی دا نندارتون یې له نورو نندارتونو سره لری دا دې چی په هغو کی مونږه ایرانی شیان د خرڅولو او بازار موندنې لپاره وړاندی کول خو په دغه نندارتون کې د پوهې او ټیکنالوجۍ ورداخلولو هدف وو تر څو افغان شرکتونو سره ګډ تولید ولرلې شو ، د افغانستان بیخ بینایی جوړې کړو چی له دغه نندارتون ډیر ښه هرکلې وشو او یو شمیر وزیرانو ، ماهرو کسانو او شرکتونو له دغه نندارتون کتنه وکړه . په افغانستان کی د سولې لرلید ته په پام سره په دغه هیواد کی د پانګونې لپاره ښه فرصت لیدل کیږی چی دغه پانګونه بیخ بینایی ته اړتیا لری .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
کابل ته د پوهېد انتقال او تخنیکی ملګرتیاولپاره د دواړو هیوادونو د هحې په څنګ کې د ایران او افغانستاتن د اقتصاد او کلتور په یوه بل کی اخښل کیدا هغه بله مقوله ده چی د تهران او کابل مسولان دې ته مجبوروی چی د دواړوهیوادونو د اقتصادی او تجتارتی ګډې پانګونې لپاره زیاتې زمینې برابرې کړی . دا هغه موضوع ده چی جوانمرد قصاب ورته اشاره کړی ده .
د دواړو هیوادونو اقتصاد له یوه بل سره داسې تړل شوی دی چی پکې فرق او توپیر نشو کولې ، ځکه چی په ایران کی کابو درې میلیون افغان دوستان موجود دي او ښکاره او پتې ډیرې ګدې پانګونژ لري . په حقیقت کې کورنۍ ، کلتوری او تجارتی نږدې والې وضعیت په دې ډول کړی دی کله د بیلیدو ندی .
او دا هغه ټکې دې چی د افغانستان د تجارت کوټې پخوانی ویندوی ، سلاکار او اقتصادی چارو کارپیژاندی سیام پسرلی هم پرې ټینګار کوی . هغه وایی که په افغانستان کی سوله رامینځته شی نو په دغه هیواد کی د معدن ، ټرانزیټ ، مخابراتو ، صنعت او تجارت برخې سترو پانګونو ته اړتیا لری چی د دواړو هیوادونو ګاونډی توب او کلتوری ګډول ته په پام سره د دواړو هیوادونو تاجران او پانګوال له نورو بهرنیو شریکانو بهتر او ګټه ور له یوه بل سره کار کولې شی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
هغه څه چی مسلم دی دا دی چی افغانستان څه د پاسه څلور لسیزې کیږی چی له داخلی جنګ او له بهرنیو لاس وهنوسره مخامخ دی . همدغه چاره سبب شوی ده چی د دغه هیواد لومړنۍ بیخ بینایی له میخه لاړې شی او ددغه هیوادخلک په بی وزلۍ او تنګڅتیا کې ژوند وکړي . د افغان اولس په داسې وضعیت کې راتلل په داسې حال کی چی افغانستان یو شتمن هیواد دې چی همدغه عامل سره د ځانګړی جغرافیې تر څنګ سبب شوی دی چی افغانستان تل د نړیوالو قدرتونو ترمینځ لاس په لاس شی ، که د افغانستان چورتلان مخکې د انګلستان اوپخوانی شوروی په وسیله کیده او یې امریکا چورتلان کوی او همدغه وجه ده چی د افغانستان نوی لوبغاړی نن دا اجازه نه ورکوی چی په افغانستان کی سوله او امنیت ټینګ شی دا په داسې حال کی دی د ایران ملت تل په بیلا بیلو پړاونو کې د پردیو د تیریو په وړاندی له افغان ملت او دولت دفاع کړی ده .
په ټول کی هغه څه چی جوت دی دا دی چی له ۱۳۹۰ کال راهسیې د افغانستان او ایران تجارتی ملګرتیاوې زیاتې شویدي او د رسندویو د راپورونو له مخې د دواړو هیوادونو ترمینځ د کلنیز تجارت اندازه څه د پاسه یونیم میلیارډ ډالرو ته رسیدلی او ایران تیر کال د افغانستان د ستر تجارتی شریک په توګه دغه ګاونډی هیواد ته زیات صادرات درلودلی دي . له بل اړخه که په افغانستان کی سوله او امنیت راشی نو د دواړو هیوادونو د اقتصادی او تجارتی ملګرتیاو اندازه به هم زیاته شی .
او په پای کی دا ټکې چی له نوموړی نندارتون د افغانانو هرکلی ته په پام سره که افغانستان ته امنیت ستون شی نو داوړه ګاونډی هیوادونه د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا لپاره ښه ګډ وسونه لری او د داسې نندارتونو ترسره کیدا د دواړو هیوادونو د ظرفیتونو په پیژندلو سربیره د دواړو ګاونډیو هیوادونو له تجارتی او اقتصادی ملګرتیاو پراختیا سره مرسته کولای شی او همدغو مهمو حقیقتونو په درک کولو سره ده چی په افغانستان کی د ایران سفیر د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا لپاره د جامع سند د تدوین خبرورکړی دی .
پای