د ایران د اواز استاد محمد رضا شجریان
زه محمد رضا شجریان د ایران بچې ، زما غږ د ایران د زاړه کلتور یوه برخه ده چی غواړی د نړۍ خلکو ته یادونه وکړی ، زمونږ کلتور انسانی دی او د سولې ، صفا او عشق د پیغام راړونکی دی او له ژوند او دوستی پرته بل پیغام نلرو .
هو محمد رضا شجریان د ایران بچې چی غږ یې د ایران د زاړه کلتور یوه برخه وه ، له نړۍ سترګې پټې کړې او بالاخره هماغې ناروغۍ ته تسلیم شو چی کلونه یې ورسره ملګرې وو . دغه مشهور ایرانې سندر غاړې د تلې میاشتې په ۱۷ له کلونو کلونو ناروغۍ وروسته وفات شو او خپل میناوال او دوستان یې په درنده غم سره یوازې پریښودل .
د هنر او کلتور ، د کلاسیک ادبیاتو او فارسی شعر د پیژندلو په ډګر کی د شجریان رول دومره ممتاز دې چی هر څه هغه په اړه وویل شی ، مبالغه نده . په وروستیو څو لسیزو کې د هغه د هنر مشهورتیا تر دې ځایه ورسیده چی نړیوال سوچه ایرانی موسیقی له هغه او د هغه په نوم سره پیژنی .
دمحمد رضا شجریان په وفات کې رسندوی انعکاس ډیر پراخ وو او د نړۍ زیاتره رسندویو د هغه وفات د یوه مهم خبر په توګه اعلان کړ او هغه یې د سوچه ایرانی موسیقۍ د سمبول په توګه یاد کړ . ډیرو سیاسی ، کلتوری شخصیتونو او هنرمندانو د هغه د وفات په مناسبت تسلیت ووایه او په سیمه کی فارسی ژبې ټولنه چی له ایرانی تمدن او کلتور متاثره ده ، هغه او د هغه هنر په نیکی سره یاد کړ .
په فارسي ژبو هېوادونو کې د محبوب ایراني سندرغاړي محمد رضا شجریان مړینې افغانستان کې هم خپل غبرګونونه لرلي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د شجریان مړینه د فارسي ژبې حوزې ته تسلیت ویلې او د دې پېښې له امله یې د فارسي ژبې حوزې د خواشینۍ په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي ښاغلی شجریان د فارسي ژبې یو مشهور او نامتو هنرمن و. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي شجریان مړینه د هغه کورنۍ او د فارسي ژبې حوزې موسیقۍ ته تسلیت وايي.
د محمد رضا شجریان د مړینې خبر په خپرېدو سره په افغانستان کې هم د ټولنیزو شبکو هغو کارونکو چې له نوموړي سره آشنا و؛ ځينې لیکنې کړې دي.
په دې لړ کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په یوې اعلامیه کې محمد رضا شجریان د فارسي ژبې یو لوی هنرمن بلل دی او نوموړی یې د سیمې د هېوادونو میراث او د دري ژبې د لویو شاعرانو لکه مولانا، حافظ، سعدي او فردوسي معرف بللی دی.
د هېواد مشهور سندرغاړي فرهاد دریا، د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ رییس احمد ناصر سرمست او د افغان فلم رییسه صحرا کریمه هغه نورې څېرې دي چې په خپلو فېسبوکونو او ټوېټرونو کې یې د شجریان مړینې ته غبرګون ښودلی دی.
داسې انځورنه هم لاس په لاس کېږي چې په کابل کې هم یو شمېر فرهنګیان او د محمد رضا شجریان د مینوال ښيي چې د جمعې په شپه يې د کابل ښار په یوې برخه کې د هغه په یاد شمعې لګولې دي.
رویټرز خبری اژانس هم لیکلی دی محمد رضا شجریان چی د ایران کلاسیکه موسیقی یې احیا کړه ، په اتیا کلنۍ کې وفات شو .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
محمد رضا شجریان د ۱۳۱۹ کال د تلې په لومړۍ نیټې په مشهد ښار کی وزیږیده . سندرې یې له هماغه ماشومتوبه په ماشومانه غږ کی پیل کړی اود ښه اواز او وړتیا ته په پام سره د خپل پلار تر څارنې لاندې چی پخپله د قران قاری وو ، د خپل غږ په پاللو بوخت شو . په ۱۳۳۱ کال کی د د لومړی ځل لپاره د هغه د قران د تلاوت غږ له راډیو خراسان خپور شو .
شجریان له دیپلم ترلاسه کولو وروسته استاد او په تدریس بوخت شو او له دې سره په یووخت یې د سنتور وهل پیل کړل . هغه په ۱۳۴۶ کال کی تهران ته له مهاجرت وروسته د احمد عبادی په شان له مشهورو استادانو سره بلد شو او د موسیقی او سندره غاړی توب له پړاونو تیرولو په څنګ کې خوشخطۍ یې هم له حسن امیر خانی تر ممتازې درجې زده کړه . په ۱۳۵۰ کال کی له ایرانی موسیقی پوه او سنتور ستر استاد فرامز پایور سره بلد شو او له هغه یې سنتور او اوازی ردیفونو زده کول تعقیب کړل .
شجریان په ۱۳۵۶ کال کی تنور د موسیقۍ په دنیا کی پیژندل شوی او پیاوړی څیره حسابیدله . هغه په همدې کال کی د هیواد د قران کریم په سیالیو کې ګډون وکړ او لومړۍ شو .
د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته محمد رضا شجریان له شهرام ناظری سره یو ځای په څو ګډو البومونو کی کار وکړ چی زیاتره محتوا یې انقلابی او وطن د مینې په ارتباط وه . شجریان له هغه وروسته په کورکې د اوازی ردیف په تدوین او تحقیق بوخت شو او د خپلو زاړو شاګردانو روزلو ته یې مخه کړه . هغه په ۱۳۵۷ کی د ربنا دعا او د مثنوی افشاری مناجات بداهه او له تمرین کولو پرته ولوستل . لومړې په دې نیت چی هنرموندونکیو ته ښوونه ورکړی او بهترین یې د روژه ماتی لپاره په رمضان کی خپره کړی ، خو راډیو د هغه هماغه اجرا خپره کړه او دغه دعا دیرش کاله په ایران کی په روزې میاشت کې د راډیویی پروګرامونو اصلی برخه ده . (دعای ربنا )
««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ۱۳۶۰ لسیزې په کلونو کی شجریان له پرویزمشکاتیان سره پراخه ملګرتیا پیل کړه چی نتیجه یې د موسیقۍ څو ویاړمن البومونه وو . پر دې سربیره د مشکاتیان په سرپرستۍ د عارف ډلې له ایرانه بهر کنسرتونه اجرا کړل . هغه په ۷۰ لمریزې لسیزې کې د داریوش پیرنیاکان په شان د موسیقۍ د څو استادانو په ملګرتیا په اروپا او امریکا کی کنسترتونه ترسره او د موسیقۍ څو البومونه یې خپره کړل .
شجریان په ۱۳۷۷ کال کې د شب ، سکوت ، کویر البوم خپور کړ چی د د خراسان د شمال د ځای موسیقۍ په اساس په ځای اواز سره دې او پکې ځینې ځای سازونه کارول شوی دي . د دوتار مشهور غږونکی حاج قربان سلیمانی په دغه اثر کې خپله هنرمندی نندارې ته وړاندی کړی ده .
شجریان په ۱۳۸۱ کال کی دوه البومونه ، بی تو به سر نمی شود او فریاد خپره کول چی د حسین علیزاده ، کیهان کلهر او همایون شجریان په ملګرتیا سره اجرا شوی وو . دغه دوه البومونه د ګرمی جایزې )grammy awards )لپاره کاندیدا شول . دغه څلور کسیزه ډله د ۱۳۸۲ کال په ژمی کی هم د بم د زلزله ځپلو د مرستې لپاره په تهران کی کنسرټ اجار کړو چی د هم نوا با بم په نوم پیژندل کیږی . هغه د دغه کنسرټ پیسې د بم د هنر د باغ پروژې چی پخپله یې جوړ کړی وو ، بیلې کړې .
له ۱۳۸۶ کال راهیسې شجریان له اوا ډلې سره ملګرتیا ته مخه کړه او په تهران ، اصفهان ، اروپا ، امریکا او کاناډا کې یې کنسرتونه اجرا کړل .
هغه همداراز له خپل زوی همایون شجریان سره یو ځای د ایران د سوچه ، دودیزې موسیقۍ دودولو او خپرولو ته مخه کړه او د ایرانی ټاټوبی د دغې خزانې په ساتلو کې یې مهم رول ولوبوه ، لکه څرنګه چی د کانادا په ونکوور کې د شجریان د کنسرت له ترسره کیدا وروسته ګلوب اینډ میل شجریان د ختیځ د موسیقۍ افسانه معرفی کړ .
«««««««««««««««««««««««««««««««
شجریان په ۱۳۸۷ کال کی د د ګروه شهناز په نوم د موسیقۍ یوه ډله جوړه کړه . د موسیقۍ د دغې ډلې یوه مهمه ځانګونه د شجریان له ابداعی سازونو استفاده ده چی ځینژ پکې داسې ځانګونې لری چی د لویدیځ د ویولون په شان د سازونو مناسب جایګزین کیدلې شی .
د یادولو ده چی شجریان په ایرانۍ موسیقۍ کې د څو نویو سازونو مبدع دې چی په ۱۳۹۰ کال کی یې په تهران کی په رسمی توګه په یوه نندارتون کی دغه سازونه عمومی نندارې ته وړاندې کړل چی ځینې پکې ، صراحی ، شهر اشوب ، ساغر ، کرشمه او سبو نومیږی .
دغه هنرمند په ۱۳۹۳ کال کی له شهناز ډلې سره یو ځای د سرګشتګان عشق په عنوان یو نړیوال کنسرت ټور ترسره کړ . شجریان د موسیقۍ کابو ۶۰ البومونه خپره کړی دی او په لسګونو داخلی او نړیوال کنسرټونه یې اجرا کړی دی .
هغه په یوه مرکه کی ویلی وو ، کله چی د اواز په زمینه کی یې البومونه خپرول پلار ورته زیاتې سپارښتنې کولې چی د سندرو تر څنګ د قران کریم د قرایت څو ټولګې هم خپرې کړی . د پلار له وفات وروسته په دې فکر کی وو چی باید د هغه په خبره یې عمل کړی وې او د همدې لپاره یې د یاد پدر په ټولګه کی خپل ځینې تلاوتونه خپره کړل . د ربنا دعا د هغه د قرانی ایتونه مشهوره دعا ده چی په ایران کی د ملی اثر په توګه ثبت شوی ده .
«««««««««««««««««««««««««««««««
د ۱۳۹۶ کال په وږی کې د هنر برای صلح په پینځم نړیوال نندارتون کې شجریان او دریو نورو هنرمندانو ته د سولې لوړ نشان ډالۍ شو . پر دې سربیره په ۱۳۹۳ کال کی د فرانسې له خوا شجریان ته د شوالیه میډال ورکړل شو . هغه په ۱۳۷۸ کال کی د پیکاسو جایزې او د یونسکو له لوری د ویاړ دیپلم ترلاسه کړ . شجریان له دې پرته نورې ډیرې جایزې او انعامونه ګټلی دي .
شجریان د اواز په زمینه کی ډیر شاګردان روزلی دي چی ځینې مشهور پکې حسام الدین سراج ، ایرج بسطامی ، حمید رضا نور بخش ، سینا سرلک ، محمد اصفهانی ، همایون شجریان او داسې نورو ته اشاره کولې شو .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
د خلکو دننه د غیرضربی سوچه موسیقۍ راوړل د شجریان د هنری کار په کلونو کې د هغه مهمه بریا وه او په دې زمینه کی شجریان ډیر او ژور کارونه ترسره کول او دا موسیقی یې په خلکو کی دود او حتی ځوانان یې دغه کار ته وهڅول او ځینو پکې له دغه کاره استفاده هم وکړه . د ټولنې ځوانانوله استاد شجریان سره اواز د موسیقۍ د مهمې برخې په توګه وپیژنده او وتوانیدل چی له هغې خوند واخلی او تر یوه حده یې زده کړی .
بله خبره دا چی تاستناد شجریاتن د شعر او ادبیاتو په زمینه کی له ډیرو استادانو سره تګ راتګ درلوده او همدغه سبب شو چی د ډول ډول اجراګانو لپاره د هغو انتخابی شعرونه هر یو د خپل وخت له وقایعو او د دغه ټاټوبی له خلکو سره یو ډول مناسبت ولرلط شی . په حقیقت کی شجریان د خلکو غږ ، د هغو د دردونو ، خوشحالیو بیانونکی او په کلی ډول د خپل وخت د خلکو د احساساتو او اړتیاو بیانونکې وو ، هغه د حافظ ، سعدی ، مولانا ، عطار ، باباطاهر او خیام په شان پر کلاسیکو شاعرانو سربیره په خپلو ځینو کنسرټونو او کارونو کې د فریدون مشیری ، نیما یوشیج ، سهراب سپهری ، مهدی اخوان ثالث او هوشنګ ابتهاج په شان له نویو شاعرانو هم استفاده کړی ده .
د استاد شجریان کاری لمنه هم ډیره پراخه ده . هغه د خپل وخت له استادانو سره پر کار سربیره له ځوانانو سره هم کار کړی دی . استاد شجریان حقیقتا د موسیقۍ یو ډیر ستر استاد وو .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
محمد رضا شجریان د ۱۳۹۵ کال د نوروز د مبارکی لپاره په ویدیویی پیغام کی حاضر شو او ټول د هغه د کینشر له ناروغۍ خبر شول . هغه تریخ خبر چی خلک او میناوال یې ډیر سخت خپه شول .
شجریان په ځانګړیو امتیازاتو سره د ایران د ننۍ موسیقۍ لپاره ستره پانګه وه او غږ یې د تسلط ، قدرت ، لطافت ، د موسیقۍ د پیژندلو ، د کلتور پیژندلو ، ادب او په تیره بیا ایرانی عرفان له نظره بی ساری وو . هغه که څه هم په ظاهره کی غلې شو خو غږ به یې خاموشه نشی . د هغه مړې په توس کې د حکیم ابوالقاسم فردوسی د قبر په خوا کې خاورو ته وسپارل شو ترڅو پوهه شو ، دغه زر کلن دود ، هغه دود چی فردوسی یې بنسټ کیښوده ، تراوسه ژوندې دې . د کلتور ، ژبې ، ملی او ځای هویت د ساتلو لپاره هڅه چی څرګنده ده اوږده مجاهدت او صبر ته اوتیا لری او خوږه او جاویدان ګټه لری .
د محمد رضا شجریان د روح لپاره د ارامښت دعا لرو . هغه نوم او غږ چی د په ایرانی موسیقۍ او تاریخ کې به جاودانه پاتې شی .
پای