د لړم ۱۳ له استکبار سره د مبارزې ملی ورځ
د اسلامی جمهوریت د نظام د دښمنانو دا محاسباتی تیروتنه سبب شوه چی هغو له ایران سره په دښمنۍ کې اوږده لاره ووهی . خو دغوخوځښتونه د سپینې ماڼۍ د اندازو په اپوټه د ایرانی ملت عظمت او ویاړونه زیات کړی دي
د لړم د میاشتې دیارلسمه د ایران د اسلامی جمهوریت په کال هینداره کښې له نړیوال استکبار سره د مبارزې ورځ نومولې شوې ده. دغه ورځ له دریو مهمو واقعاتو سره سمون خوری چې د ایران د سیاسی تاریخ په دریو وختونو کښې رامنځته شوی دی.
په نولس سوه درې شپېتم میلادی کال کښې ترکیې ته د حضرت امام خمېنی (رح) جلاوطنی، د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په درشل کښې د طاغوتی رژیم په لاس د زده کوونکو قتل عام او په نولس سوه نهۀ اویایم کال کښې په تهران کښې د امام خمینی رح د لارې د پېروکارو محصیلینو لخوا د امریکا د سفارت چې د جاسۍ ځاله وه تسخیر درې پېښې دی چې هرې یوې په یوه خاصه موقع د ایران د ملت په انقلابی حرکتونو برخلیک ټاکونکی اغیزې کړی دی. دغه درې پېښې د ایران د اسلامی انقلاب د تاریخ په شننه کښې یو ځانګړې اهمیت لری او د دغو دریو پیښو ګډ ټکې استکبار سره دښمنی ده .
د ایران په سیاسی تاریخ کښې د لړم د میاشتې په یارلسمه نېټه کښې د دریو واقعاتو ثبتېدل د ایران په خلاف د امریکا دلاس وهنو، دښمنیو او کینو دلیل لرونکې سند او نښه ده چې دا ښودنه کوی چې ولې امریکا د ایران په خلاف غلیمانه چلندونه په خپله اېجنډا کښې شامل کړل او څه ډول په تهران کښې د امریکا سفارت په ایران کښې د امریکا په جاسوسی مرکز بدل شو او ولې د یو شمېر محصیلینو انقلابی قهر د جاسوسی ځالې د تسخیرېدو سبب شو.
امریکا له لومړیو د ایران د ملت د انقلابی حرکت مخالفه وه او تل یې دسیسې وکړې چې په ایران کښې د انقلابی افکارو د ودې مخه ونیسی. په همدې وجه وو چې د امام خمېنی (رح) انقلابی حرکت یې یو ګواښ وباله او کوشش یې وکړ چې د شاه د رژیم له ځپونکو اړمونو څخه په استفادې سره د امام خمېنی (رح) د افشاګریو د دوام مخه ونیسی. دغه بهیر د امام د نیولو او له ایران بهر ته د جلاوطن کولو په شان مسائل په ځان پسې ولرل. خو د وخت په تېرېدو سره د ایران په خلاف د امریکا د دسیسو لا زیات واقعات په ډاګه شول.
د دیارلس سوه دوه دېرشم هجری لمریز کال د زمی د میاشتې د اتویشتمې نېټې د کودتا، د ایران په ملت باندې دکیپیټلیشن د تپلو او په ایران کښې د شاه په استبداد د خلکو د احتجاج د غږ د غلی کولو په هدف سره د امام خمېنی (رح) د جلاوطن کولو په شان اقدامات په ایران کښې د امریکا د لاسوهنو ځینې نتائج دی.
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د اسلامی انقلاب له کامیابۍ مخکې د امریکا لاسوهنې د دې ښودنه کوی چې دایران له ولس سره د امریکا چلند تل استکباری ؤ او امریکا د سلطې د پېدا کولو په هدف سره په ایران کښې مداخلت وکړ او دغه لاسوهنه د یو ولس د برخلیک د لوبې په معنا ؤ. په ایران کښې د امریکا د ناروا ګټو د ساتنې لپاره د شاه د رژیم له څپنو څخه ملاتړ هم ښودنه وکړه چې د امریکا د تسلط موندونکی مداخلت په مقابل کښې د ایران د ملت ټینګ اودرېدنه د امریکا لپاره ډېره لګښت لرونکې وه، ځکه چې دغه ټینګ درېدنه یوازې یو شعار نه دې بلکه له لومړیو راهسې یو داسې حرکت ؤ چې وکړې شول د ایران د ملت په نزد انقلابی اراده او انګېزې مضبوطې کړی چې په ډاډمنو ګامونو سره د خپلو اهدافو په لوری مخ په وړاندې لاړ شی.
له دې امله د ارواښاد امام د بېدارونوپه هدف سره د استکبار په خلاف د ایران د ملت غورځنګناک حرکت خپل اثرات څرګند کړل او د سلطې د نظام په خلاف پېړۍ د ترټولو ستر ولسی انقلاب د عملی کېدو زمینه یې برابره کړه.
خو امریکا نه یوازې په تېرو وختونو کښې بلکه د اسلامی انقلاب له کامیابۍ په وروسته کلونو کښې هم یې د ایران د ملت په خلاف خپلو غلیمانه اقداماتو ته دوام ورکړ.
د ایران په خلاف د امریکا د کینو او دښمنیو دوسیه هیڅکله بنده نه شوه او اوس هم امریکا د ایران په خلاف د دسیسو مرکز دې. په حقیقت کښې د ایران په خلاف د امریکا کینه ورۍ په یو زوړ زخم بدلې شوې دی. امریکا خپل ټول کوششونه وکړل چې په خپل اند اسلامی جمهوری نظام رانسکور کړی.
د ایران اسلامی انقلاب او ملت ته د زیان رسولو په هدف سره د ایران په چارو کښې د مداخلتونو او دسیسو سیاستونه د دې سبب شول چې د لړم د میاشتې دیارلسمه نېټه له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ملی ورځې په توګه ونومولې شی. حضرت امام خمېنی (رح) د امریکا د ماهیت په ژوره توګه پېژندلو سره د دغه هېواد حکومت نه یوازې د ایران د ملت او د نړۍ د ازادی غوښتونو دښمن، بلکه د بشریت دښمنه یې معرفی کړه او له ټولو مظلومو ملتونو یې وغوښتل چې له امریکا سره دمبارزې بېرغ دې ورپوی.
د جاسوسۍ په مرکز د امریکا د سفارت بدلېدلو او د راپرزوونکو دسیسو د پلانونې او د ایران په خلاف کودتا په شان واقعات چې د طبس په واقعې سره شروع او په ایران باندې د فوځی تیری د پروژې د خاتمې سبب شول یو لړ هغه واقعات دی چې د ایران په خلاف د امریکا له پټو اهدافو یې پرده اوچته کړه.
د امام د لارې پېرو کارو محصیلینو د انقلابی اقدام په اړه د غبرګون به پلمه دغه څرګند تېرې ؤ چې د ایران په خلاف د امریکا په مداخلتونو او دسیسو باندې په اعتراض کښې په خپله راپارېدلی حرکت کښې د نولس سوه نهه اویایم کال د نومبر په څلورمه نېټه په تهران کښې د امریکا جاسوسی ځاله یعنې سفارت نیولې و. انقلابی محصیلینو د جاسوسی ځالې د تسخیرولو په دوران کښې یو شمېر هغه کسان چې په تهران کښې د امریکا په سفارتخانه کښې د ډېپلومېټک ماموریت ترپردې لاندې په جاسوسی فعالیتونو بوخت وو په خپل اختیار کښې واخېستل.
د ایران خلک په تېرو څلور دېرش کلونو کښې د امریکا د زیاتې غوښتنې په وړاندې په مقاومت سره کامیاب شول چې د نوی اسلامی تمدن داساس کېښودو لپاره د زمینې برابرونې او پرمختګ په لاره کښې تګ وکړی.
اوس د لویدیځ په تېره بیا د امریکا قهر د اسلامی تمدن د رامنځته کولو لپاره د اسلامی جمهوریت د قوت موندنې د چلند او پرمختګ په لیدو سره له بل هر وخته زیات شوې دې.د ایران په خلاف د امریکا په چورلیزتوب سره د لویدیځ اقتصادی بائیکاټونه پوزې ته د ایران د خلکو له راوستلو او د تمدن جوړونې په لاره کښې د حرکت له دوامه د هغوی له منعې کولو پرته بل څه هدف نه لری.
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
امریکاد ایران په خلاف د صدام رژیم د تپلی جنګ له ختمېدو وروسته چې د امریکا پوره ملاتړ ورته حاصل ؤ هم د د ایران په خلاف د خپلو خوزښتونو په لړ کښې غلیمانه اقداماتو ته دوام ورکړ او په اقتصادی محاصرې، بائیکاټونو او ګواښ سره یې کوشش وکړ چې په مختلفو بهانو د ایران د اقتصادی ودې او پرمختګ مخه ونیسی. امریکاد نولس سوه پینځه نوی یم کال په مارچ میاشت کښې د بېل کلېنټون د ولسمشرۍ په دوره کښې د ایران په وړاندې د بیړنی حالت د قانون په عملی کولو سره پرله پسې کوششونه وکړل چې ایران د یو ګواښ په مقام کښې وښئی.
بیا د بوش په پړاو کې ایران پرضد اقدامات وشول ، اوباما هم د ۱۳۸۸ کال په بلواګانو په میلیونونو ډالره ولګول چی ایران مخالفان وروزوی .
د امریکا کم عقله ولسمشر ټرمپ هم هیله من وو چی په سیاسی او اقتصادی دباونو سره وضعیت تیر وخت ته ستون کړی او د ایران ملت د امریکا د زوروینو په وړاندې تسلیم ته مجبوره کړی .
د رهبرۍ ستر مقام یو کال مخکې د لړم د ۱۳ نیتې په مناسبت په خپله وینا کې له ایرانی ملت سره د امریکا ژورې دښمنۍ دوام ته په اشارې سره وفرمایل امریکایانو په دغو ۴۱ کلونو کې هر څه چی بلد وو او کولې یې شول له انقلابه راوتلیو اورګانونو په تیره بیا د اسلامی جمهوریت اصل پرضد دسیسه او اقدام وکړ .
له دې امله دی چې د ایران په خلاف د امریکا د غلیمانه ماهیت په شننه او پېژندګلو کښې د دا ډول واقعاتو مطالعه یو تاریخی ا همیت لری او هیڅکله ترې څنګته تېرېدل پکار نه دی. دغو واقعاتو ته باید د تاریخ د درسونو له نظره وکتل شی.
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
امریکا د ټرمپ د ولسمشرۍپه پړاو کې هم له ایټمی موافقې په وتلو سره د بایکاټونو د زیات نه زیات دباو سیاست پرمخ ونیوه .
په هغه اقتصادی جنګ کې چی امریکا د زیات دباو تر عنوان لاندې د نویو بایکاټونو د اعمالولو له لارې پیل کړ ، حتی د درملو او طبی تجهیزاتو واردات هم د هدف په توګه وسیله وګرځول ، په دې ډول چی ناروغان ، میرمنې ، ماشومان ، کډوال ، بی وزله او تاوان لیدونکی پرګنې د ټولو نړیوالو اصولو په اپوټه د امریکا د اقتصادی ترهه ګرۍ په اصلی هدف بدل شول . له دې امله ده چی د امریکا د کړچار دوسیه له شرمونکی او تورې مخینې ، دسیسې ، لاسوهنو او همداراز له دښمنیو ډکه ده .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په خپلو یو لړ ویناو کې د دغه حقیقت په بیانولو سره چی امریکا له هغې ورځې تر ننه هیڅ نده بدله شوی ، جوته کړه هماغه شرارت ، هماغه د لیوه خوی ، هماغه د نړیوالې دیکتاتورۍ د رامینځته کولو لپاره هڅه ، هماغه بی حده سلطه غوښتنه نن هم په امریکا کی موجوده ده البته په زیات وحشی توب او بی شرمی سره .
دغه کړچارونه ، دسیسې او دښمنیانې د دغه تاریخی حقیقت ښودنه کوی چی له ایران سره د امریکا دښمنی ژورې جرړې لری . هماغه ډول چی د اسلامی انقلاب معظم لارښود جوته کړی ده امریکا د انقلاب په بریالیتوب سره له ایرانی ملت څپیړه خوړلی ده او اوس له ډیرو ګټو خپل لاس لنډ بولی ، په خپل ګومان تیر وخت ته د ستنیدا توهم لری او دغه هدف ته د رسیدا لار په دسیسې او دښمنۍ کې وینی ،
د اسلامی جمهوریت د نظام د دښمنانو دا محاسباتی تیروتنه سبب شوه چی هغو له ایران سره په دښمنۍ کې اوږده لاره ووهی . خو دغوخوځښتونه د سپینې ماڼۍ د اندازو په اپوټه د ایرانی ملت عظمت او ویاړونه زیات کړی دي ، تر دې ځایه چی حتی د ایرانی ملت دښمنانو هم په دغه حقیقت اعتراف کړی دې .