ځلانده یون
(last modified Thu, 04 Feb 2021 11:44:50 GMT )
Feb 04, 2021 16:14 Asia/Kabul
  •  ځلانده یون

د دباؤنو او دسیسو په مقابل کې د ایران د ملت دبریالیتوب راز ،وحدت د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو ،په دې شیبو کې د اسلامی انقلاب د سباؤن لسیزې د لړۍ په دوام کې د دسیسو او دباؤنو په وړاندې د ایران د ملت د بریالیتوب د راز،یعنی د وحدت او پيوستون په باب درسره غږیږو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

  دوستانو وحدت او پيوستون  داسې مولفې  دي چې  په هر یوه ملت کې ددښمنانو  په مقابل کې حقیقي قدرت او ملي موخو ته د رسیدا لپاره  د ډله ایزو هلوځلو زمینه جوړونکی کیږي . د ایران  اسلامی انقلاب په دې زمینې کې  د  نورو ملتونو لپاره  یوه بیلګه حسابیږي .

 ؛اسلامی انسجام اوملی  اتحاد ؛ د اسلامی نظام د هویّت تثبیتونکي یو بیخ بینائي  او یوه اساسی  اړتیا او دخپلواکۍ  په ساتنې کې یو چورلیزي او مهم رکن دی ، لکه څنګه چې  ارواښاد امام  د اسلامی انقلاب د بریالیتوب   راز د کلمې په وحدت کې بیان کړی دی .

د ایران دملت دپرځولو لپاره  ددښمنانو مختلفو او ډول ډول دسیسو ته کتنه، ښئ چې له سختو لارو تیریدا،په سختیانو کې له کلکې دریدا او دباؤنو په وړاندې له مقاومت او وحدت او پيوستون پرته هیڅ امکان نه لري .

 د ایران دملت دښمنانو په تیرو ۴۲کلونو کې  د  ایران د ملت دخپلواکۍ او عزت د داغي کولو لپاره   له هیڅ یوې دسیسې ډډه نه ده کړې ا و  خپلې درستې هلې ځلې ئې کارولي دي ، څود ایران دم لت ویاړونه او بریاوې  له مینځه یوسي او پخپل خیال د ایراني اسلامی تمدن د عظمت د ځلیدا او پرمختګ خنډشي،خو تردې دمه ناکام شوي دي .

             د :ایرانیانو دملی وحدت کمزوري کول او   درز  ،  او د هیواد د پرمختګ  د درولو لپاره  داقتصادي مشکلاتو رامینځةکیدا، د ایران له ملت او اسلامی جمهوری نظام سره دمقابلې لپاره د اسلامی انقلاب د بریالیتوب له هماغه پیله  د دښمنانو  دوې غوره رودې دي .

Image Caption

 

 په ایران کې د تفرقې او  درز درامینځةکولو لپاره ددښمنانو نفسیاتي جنګ او پروپیګنډیزې  هڅې یوه تاریخي ریښه لري .  د اسلامی انقلاب تاریخ ، البته  په مختلفو ډګرونو کې  ئې د اتحاد قدرت نندارې ته وړاندې کړی دی .  د ایران ملت په دغو درستو کلونو کې  د  مشکلاتو او دسیسو په وړاندې  متحد او یو موټي ولاړ دی او  له تیریګر دښمن  او بندیزونو اودباؤنو سره  په مقابلې کې او  همداراز  د کرونامنحوس ویروس له امله د مرګوني بحران  له امله له سختو شرائطو سره په مقابلې کې پر خپلو توانمنیو تکیه کړې ده  او له دې  سختو امتحانونو  په بریالیتوب اوسرلوړۍ سره تیر شوی دی ،  په داسې حال کې چې  هیڅکله ئې پرَدیو ته دتمې سترګې نه دي غړولي .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت آ... العظمي سید علی خامنه اي، د پاچا فسادګر رژيم  په ضد دقم  د خلکو د تاریخي  پاڅون د کلیزې په مناسبت  د خپلې وینا په یوې برخې کې فرمائيلي دي ؛په تیرو وختونو کې د ایران ملت د اتحاد کلک هوډ ، دیندارۍ ، مجاهدت  او په وخت په ډګر کې  په شتون  کې  توانیدلی،ددغه لوي انقلاب په رامینځةکولو سره ،  د دنیا او  بشر دتاریخ لاره  بدله کړي او  نن سبا هم  دایران انقلابی ملت په توانمنیو ، تجروبو او لازیاتو امکاناتو سره د تولید او دملی پیسو دارزښت په څیر په اقتصادي موضوعګانو کې او همدرااز په کلتوري،سیاسی او پوځي زمینو کې پر درستو خنډونو بریالی کیدلی شي .

 دوي همداراز فرمائيلي دي؛یو شمیر خیال کوي،چې که  له امریکا سره پخلا شو،نو هیواد به  جنت او ګُلِ ګلزار شي .دغه کسان باید  له اسلامی انقلابه  مخکې ایران ته یوه کتنه وکړي،چې د امریکا ملاتړ څرنګه د هیواد د پرمختګ د مخنیوي،د  اقتصاډي  او علمي بې وځلۍ پراختیا او د فساد او  دکلتوري  ځوړتیا  او له مینځه تلو لامل شو .

Image Caption

 

     د اسلامی انقلاب معظم لارښود  همداراز د امریکا د ورسوتیو کلونو چلند ته په کتنې کې،پر ایران د تیرو۴۲کلونو په دباؤنوکې د امریکایانو  اصلي موخه ،له اسلامی انقلابه  د مخکې د جهنم په څير  سلطې ته ستنیدا بللې  او په خپلې یوې وینا کې ئې د یوه مشهور امریکائي  کارپوه جوتو  څرګندونو ته په اشارې سره  فرمائيلي دي ؛ امریکایان تر هغه وخته چې  پر سیمې سلطه ونه مومي،خپلې ګټې په ایران،سورئې،عراق،لبنان او دسیمې په نورو هیوادونو کې  دبې ثباتۍ په رامینځةکولو کې  لټوي،چې  دغه موخه  کله کله، په ایران کې د ۸۸لمریز کال د فتنې  په کارولو او کله هم د داعش په څير د جنایتکارو ډلو په جوړولو سره  تعقیبوي . 

 اوس په حقیقت سره ویل کیدلی شي ، چې  د  اسلامی انقلاب وجودي اصالت او انقلابي هویّت ،  دا د کړیدلو ملتونو په ملاتړ او له استکبار سره د مبارزې   په بیرغوال بدل کړی دی  او  په همدې دلیل  اسلامی انقلاب په ملتونو کې  جاذبه پیدا کړې  او اسلامی  ایران ته ئې ډيرې سترګې او نظرونه  متوجه کړي دي . 

په حقیقت کې  د ایران د ملت د اقتدار یو دلیل ،  د امریکا له سلطې سره په مقابلې او له استکباري نظام سره  په مبارزې کې  پردیني او ملي انسجام باندې  تکیه  او د اتحاد ساتل  دي .

Image Caption

 

د ایران  متحد او قدرپيژندونکي ملت د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس د ځواک دوخت  دقوماندان جنرال شهیدقاسم سلیماني  سره د خداي  په آمانۍ تراخو شپو ورځو کې  په  داسې  پرتم او عظمت  سره  واټونو ته راوواتۀ، چې حتی  ددغه نظام او انقلاب  دښمنان ئې  هم ډ ير حیرانه کړل .  له شهید سردار قاسم سلیماني سره په تاریخي خداي په آمانۍ کې د  ولس ملیوني شتون ،  د ایران دملت وحدت او ددښمن پيژندنه ،  په تاریخ کې  په یادپاتیکیدونکي او کم ساري سوئې بدله کړه .

د ۲۰۲۰ کال دجنورۍ په دریمه نیټه د  امریکا ترهه ګرپوځ  د امریکا د وخت د ولسمشر ټرمپ په مستقیم فرمان سره   جنرال قاسم سلیماني او ورسره ملګري په داسې حال کې چې  د عراق د رسمي چارواکو په بلنې سره دغه هیواد ته په سفر تللی ؤ ، شهید کړ . جنرال شهید سلیماني  په عراق او سورئې کې  د ولسی بسیجي رضاکار ځواک په مرستې سره  په سیمې کې د داعشي جنایتکارو سلطه پاي ته ورسوله او  سیمې ته ئې  ثبات او امنیت بیرته راستون کړ .   شهی

Image Caption

 

      د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمي سیدعلی خامنه ای د سردار شهید قاسم سلیماني د کلیزې  د لمانځونکي  کمینش له غړو  او د دغه شهید له کورنۍسره  په کتنې کې  شهید قاسم سلیماني  د ایران  دملت او د اسلامی امت  اتل بللی او فرمائيلي ئې دي ؛ په عراق او ایران کې د شهید قاسم سلیماني او شهید ابومهدي المهندس  د جنازو  میلیوني دستورې ،  امریکایانو ته لومړنۍ سخته او درنده څپيړه وه ، خو  له دې  لاسخته څپيړه ،  له سیمې  د امریکا شړل  او  د استکبار پر پوچ  او ډَډ  باؤؤ   نرم آوزاري غلبه ده، البته  د جنرال قاسم سلیماني  قاتلان او آمران  هم باید  هم د غچ په تمه ووسي او دا غچ او ګوزار به   هروخت چې  ممکن وي،ډير سخت او غاښ ماتونکی وي .

Image Caption

 

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز په دغو لیدوکاتو کې د ایران مسئولانو اوملت ته څلور مهمې سپارښتنې کړي او فرمائيلي ئې دي؛په درستو زمینو کې قدرتمند او مضبوط ووسئ،په دښمن اعتماد مه کوئ ،  ملی اتحاد وساتئ،او له دې لا زیات چې د بندیزونو دختمولو په فکر کې شئ، د بندیزونو دشنډولو په فکر کې شئ . :::

 امریکا تر دې دمه  د ایران دملت په ضد ډيرې دسیسې او تیروتنې  کړي دي .  ناسمو محاسباتو  امریکاد  غلطو فیصلو غوره کولو او اجرا کولو ته  اړ کړې ده ،داسې فیصلې  چې نتیجې ئې  له هغه څه سره  چې  امریکایانو محاسبه کړي ،  او توقع ئې درلوده ، ډير څرګندتوپیر درلودلی  او  په سیمې کې ئې  د امریکا او دهغې دمتحدانو لپاره له ناکامۍ اوشکسته بله  نتیجه  نه ده درلودلي .  ددغو  محاسباتو ناکامي ، په دوو عاملو کې نغښتي ده ؛  لومړی عامل   دا ټکی دی ، چې دښمنان تر دې دمه  د  ایران ملت د نرم قدرت  په توګه  د ؛ وحدت ؛ ټګی سم نه دی پيژندلی . 

 امریکا  په تیرو ۴۲کلونو کې  په غیر منطقي ، سرزورو  اویو اړخیز پال چلند سره  ښودلې ده چې  د اسلامی انقلاب او د اسلامی جمهوري نظام څخه سم درک اوپيژندګلوي نه لري  او په همدې علت  نه دی توانیدلی ، دایران د ملت حقیقي قدرت  درک  کړي  او  په نتیجې کې  دخپلو تیروتنو  په ګرداؤ کې ښکیله شوې ده او  لاره ترې ورکه شوې ده .

             خوږو دوستانو د ځلانده یون  نومې لړۍ د ننني مطلب وخت هم همدومره ؤنو  تر بل مطلب پورې  مو په نیاؤمن خداي سپارو ،بریالی اوسوکاله ووسئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه