د پاکستان په شمال لويديځ د امريکې هوائي حمله
https://parstoday.ir/ps/radio/pakistan-i65225-د_پاکستان_په_شمال_لويديځ_د_امريکې_هوائي_حمله
د امريکې ډرون الوتکو د پاکستان په شمال لويديځ کښې په شمالي وزيرستان سيمه باندې حمله وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2018 09:59 Asia/Kabul
  • د پاکستان په شمال لويديځ د امريکې هوائي  حمله

د امريکې ډرون الوتکو د پاکستان په شمال لويديځ کښې په شمالي وزيرستان سيمه باندې حمله وکړه.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان په شمالي وزيرستان قبائيلي سيمې باندې د  امريکې د نن سهار په ډروان حمله کښې درې تنه ووژل شول.

ويل کيږي چې وژل شوي کسان د طالب ډلې غړي دي.

د امريکې په اکثرو هوائي حملو کښې عامه خلق وژل کيږي.

د پاکستان چارواکي، د پارلېمانونو غړي او سياسي او مذهبي شخصيتونه په دغه هېواد باندې د امريکې هوائي حملې د خپل هېواد د هوائي حريم، زمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت خلاف ورزي بولي.