Jun 02, 2021 13:30 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځيني مهمې پيښې

 د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو  په دې شیبو کې د لویدیځي آ سیا  دتیرې  اونۍ د ځينو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته ځينو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو ، او ورپسې  هم  تحلیلي برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي .

*********************

    د سورئې د ولسمشرۍ   انتخابات  او د خلکو ولولناک ګډون

*/*/*/*/*/

د فلسطنیانو په ضد د وحشي ډوله صهیونیسټانو دتاؤتریخوالو دوام

*/*/*/*/*/

   او د عراق د حکومت او الحشد الشعبي  ولسی مبارز ځواک په اړیکو کې تاؤتریخوالی ، په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځیني مهمې پيښې وې ،  چې د ځينو موردونو په باب مو هم رابولوو د  تحلیلی برخې آوریدو ته .

               خوږو دوستانو د سورئې د ولسمشرۍ انتخابات  دتیرې چارشنبې په ورځې  د دغه هیواد د خلکو په پراخ ګډون سره ترسره شول . دا د سورئې په تیرې یوې لسیزې کې دوهم انتخابات وو.په سورئې کې د ولسمشرۍ پړاؤ اوه کلن دی او مخکیني انتخابات هم په ۲۰۱۴کال کې ترسره شوي وو.په داخل او بهر کې دیره دهغوسوریاوالو ښاریزو شمیرچې د اساسی قانون په اساس د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دګډون او صندقونو ته دخپلو رایو داچولو اجازت لري،اتلس میلیون یولک اوه زره یوسل نهه تنه ؤ.بشاراسد،محمودمرعي اوعبدا...سلوم عبدا...د ولسمشرۍد انتخاباتو درې کاندیدان ؤؤ چې پخپلو کې ئې سره سیالي وکړه.

Image Caption

 

د سورئې دکورنیو چارو زویر محممد الرحمون  وئيلي وو ،چې  دانتخاباتو د ترسره کیدا لپاره  په د رست هیواد کې  او په ټولو ښارونو کې د رائ   اچونې دولس زره یو سل دوه مرکزونه  جوړ شوي وو . د سورئې د پارلیمان  مشر حموده صباغ په یوه خبری کنفرانس  کې وئيلي،  چې  په دغو انتخاباتو کې څه د پاسه څوارلس میلیون  کسانو خپلې رائي اچولي او دګډون اندازه هم اته اویا فی صدي وه .د خلکو پراخ هرکلی لامل شوی،د سورئې د انتخاباتو   عالی قضائي کمیشن  د  راي اخستنې  وخت ،د ولایتونو د رای اخستنې په ټولو مرکزونو کې تر پنځو نورو ساعتونو پورې تمدید کړي .  د ولس د ګډون دغه پراخه  اندازه  په داسې حال کې ده چې  انتخابات د راس العیّن  او عفرین په څير  د ترکیې  او  له هغو سره د اړونده وسلوالو ډلو ټپلو تر نیواک لاندې سیمو کې  او  نورو هغو سیمو کې  چې  دوي په کنټرول کې دي او هم په ادلب کې د ترهه ګرو ډلو تر نیواک لاندې سیمو کې   انتخابات ترسره شول او له  امریکا سره داړونده قسد،نومې وسلوالې ډلې ترکنټرول لاندې سیمو کې   انتخابات ترسره نه شول .

 د رایو په شمیرنې سره مشخصه شوه چې  بشار اسد دیارلس میلیون پنځه لکه څلویښت زره او اته سوه شپیته راي چې پنځه نوي اعشاره یو فی صدي کیږي، رائ ګټلي  او د څلورم ځل لپاره ئې دولسمشرۍ څوکۍ وساتله .ددغو انتخاباتو بل کاندید محمود مرعي هم درې اعشاریه درې فی صدي  رائ ،یعني  څلور لکه اویا زره  او دوه سوه شپږ اویا  رائ ګټلي دي . همداراز دریم کاندید عبدا...  سلوم عبدا... هم دوه لکه دریالس زره  او نهه سوه اته شپیته  راي ترلاسه کړي دي .

         د سورئې د و لسمشرۍ انتخابات په داسې شرائطو کې ترسره شوي ، چې  دغه هیواد له ۲۰۱۱کال راهسې تردې دمه له نړیوالو دسیسو او د تکفیري ترهه ګرو  او وحشي   جنایتکارو له بوږنونکو جنایتونو سره مخامخ دی  او دغه دسیسې  هماغه راز دوام لري .د بشار اسد د حکومت په نسکورولو کې د سورئې د نظام  مخالف لوبغاړي،هغه مهم عاملان دي چې سبب شوي دغه لوبغاړي په تیره بیا ا مریکا، ددې په ترڅ کې چې د ولسمشرۍ  دانتخاباتو رواوالی ترپوښتنې لاندې ورولي،په ډیرو پروپیګنډو او تبلیغاتو سره هڅه کوله ، په انتخاباتو کې خلک ګډون ونه کړي .

په همدې اساس،د سورئې نوي ټاکل شوي ولسمشر بشار اسد د جمعې په ماښام د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د دولس د پراخ او ولولناک ګډون په قدرونې سره وئیلي،په انتخاباتو کې ددغه هیواد دو لس پراخ ګډون، د هیواد د ښمنانو  لپاره یو چیلنج او  د دوي د تکبر  او غرور  له مینځه وړونکی ؤ . هغه زیاته کړې ،  د سورئې ولس د  وطن مینه بیا  څرګنده کړې  او په عین حال کې ئې  هیواد سره خیانت  هم بیا تعریف  کړی دی .د سورئې نوي ټاکل شوي ولسمشر زیاته کړې ،  د سورئې ملت په دغو انتخاباتو کې د ترهه ګرۍ او د وطن د دښمنانو په ضد یو حقیقي انقلاب رامینځةکړ .

 د ولسمشرۍ  انتخاباتو ترسره کیدا ښئ چې  سوریه له لسو کلونو تیریدا وروسته ، ددغه هیواد د مشرانو ،ولس او پوځ په تل پاتې برکت او د مقاومتي چورلیز په ملاتړونو سره ، هماغه راز په قدرت سره پخپل ځاي پاتې دی  او نه یوازې  ددړې وړې کیدا له خطرې تیر شوی ، بلکې  سیاسی ثبات ته هم رسیدلی دی . درایو په مرکزونو کې د خلکو پراخ شتون ، په سیمې کې د سورئې دځائيګي د احیاء او دعادي ژوند بیرته پيلیدا  لپاره د دوي دهیله منیدا په معنا ده .

          د اسرائيلو او دفلسطین د مقاومتي ډلو ترمینځ جنګ د مئ دمیاشتې د دولسمې په سهار وختي د قطر او مصر پشمول دبهرنیو لوبغاړو په مینځګړیتوب سره پاي ته ورسید. د هاآرتص ورځپاڼې یوه شناندي عاموس هرئيل  د دولس ورځني جنګ  په تحلیل کې لیکلي دي ،د وسپنیز ګنبد یا ډال دفاعي سسټم  چې  موخه ئې  له قدس څخه د ګواښ او خطرې ختمول وو ، کله چې له غزې څخه دقدس په لور شپږ توغندي وتوغول شول ، نو  هیڅ ډول عملیات ترسره نه شول او  دغه خطره هم  ختمه نه شوه .

Image Caption

 

 دغه اسرائيلي شناندي  لیکلی دي،ناڅاپي پیښې د اسرائيلو په داخل کې په عربي سیمو او ښارونو کې رامنیځةشوي دي ،ځکه چې اسرائیلو د رامینځة شوو سختوالی نه اټکل کاوۀ. په وروستیو کلونو کې په عربو سیمو کې د وسلو د شتون په نسبت او د منظمو جرمونو په تیره بیا د وژلو زیاتیداپه باب اندیښنې رامینځةشوې  وې ، خو  په لویدیځي غاړې کې د امنیتی حالاتو په خرابیدا کې د اسرائيلي موخو په ضد دعملیاتو دترسره کولو لپاره دځينو کسانو په وسیله  له وسلو استفاده تر ټولو بده سناریو وه،هیچا په هغو ښارونو کې چې فلسطینیانو او یهودیانو پکې سره ګډ ژوند کاوۀ. د واټیزو نښتو او شخړو  توقع نه درلوده  او همداراز د متقابلو ډله ایزو نښتو او د کلیساګانو او کورنو د سوځولو تمه نه درلوده .

 په دولس ورځني جنګ کې په ماتې د صهیونیسټانو اعتراف  سبب شوی ، اسرائيلی پوځیان په تیرې یوې اونۍ کې  د فلسطنیانو په ضد تاؤتریخوالو ته دوام ورکړي .  په تیرې اونۍ کې کابو دوه زره فلسطنیان  د وحشي ډوله صهیونیسټي پوځیانو په لاس نیول شوي او دجمعې په ورځې هم  صهیونیسټي پوځیانو  په ډزو  سره د نابلس ښار په جنوب کې  واقع په بیتا سیمې کې یو اته ویشت کلن فلسطینی ځوان شهید کړی دی. یوه بله موضوع چې  د اسرائيلو لپاره یوه سیاسی ماته وه ، دملګروملتو  د بشري حقوقو په شورا کې د اسرائيلو په ضد د پریکړه لیک تصویبیدا وه.د ملګروملتو دبشري حقوقو شورا د پنجشنبې په مازدیګر په غزې باندې د دولس ورځنیو تیریو کې د صهیونیسټي رژيم  دجرمونو په باب  دنړیوالو څیړنو پيلیدا ته مثبته رایه ورکړه .دهغه پریکړه لیک په مسودې کې چې د اسلامی ملګرتیا موسیسې وړاندې کړې ،د شوو جرمنو د  دقیقې  ارزونې په ضرورت ټینګار شوی او د ملګرومتلو دبشري حقوقو له شورا غوښتل شوي دي چې  سملاسي دې،د ختیځي قدس او اسرائيلو  پشمول دنیواکي فلسطین په باب  د خپلواکه اونړیوال کمیشن دجوړولو لپاره  اقدام وکړي .

همداراز په دغې ناستې کې  دملګروملتو د بشری حقوقو لوړې کمیشنرې میرمن میشل باشلت له غزې تړانګې سره د صهیونیسټي رژيم د وروستي جنګ په باب په یوه راپور کې ټينګار کړی ، د مقاومتي ډلو په نوسیله په غزې کې  له عامه تاسیساتو څخه پر استفادې هیڅ داسې کوم مدرک او سند  نشته. صهیونیسټي رژيم  په غوسې او کرکې سره  د بشري حقوقو د شورا  په دغه اقدام غبرګون ښودلی  او د اسرائيلو  خارجه وزارت  ددغه پریکړه لیک  په ردولو سره په ډاګه وئيلي  دي ، ددغې شورا او د نورو نړیوالو  اورګانونو له څيړنو سره به  ملګرتیا ونه کړي . همداراز د دغه رژيم  لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو د جمعې په ورځې د بشري حقوقو د شورا دغه ا قدام  شرمونکی بللی او مدعي شوی چې  په غزې تړانګې  حملې او د فلسطینیو ماشومانو او ښځو  وژله قانوني او روا ده . 

  د بشري حقوقو د شورا دغه اقدام ، دغزې په جنګ کې د صهیونیسټي رژيم پر ماتې د ټپې وهل شمیرل کیږي او په غزې کې د فلسطین  دمقاومتي ډلو  په وړاندې ددغه رژيم  پر ماتې او شرمیدا او همداراز د ښځو او ماشومانو د وژلو لپاره د دوي په سپیر اقدام  روښانه ګواهي ده .

پردې اساس  دغه پریکړه لیک په حقیقت کې ددغه وحشي رژيم پر دوو ادعاګانو د باطیلیدا دکرښې راکښل دي،لومړۍ ادعا د مقاومت پر ډلو د صهیونیسټي رژيم د بریالیتوب ادعا او دوهمه ادعا هم   په غزې تړ انګې کې د مقاومت له ډلو سره  داړونده پوځي ټارګټونو په شیشت کې راوستل دي .

           په لویدیځي آسیا سیمې کې په تیرې اونۍ  کې یوه بله مهمه پيښه ،د عراق د حکومت او دالحشدالشعبي ځواک ترمینځ د تاؤتریخوالي بیا رامینځةکیدا وه. دعراق ځانګړي ځواک  دتیرې چارشنبې په ورځې دالحشد الشعبي  یو قوماندان قاسم مصلح  چې دداعشي تکفیری ترهه ګرو له سپیر وجوده ئې د الانبار ولایت په پاکولو کې مهم رول درلودلی،د بغداد په جنوب کې په الدوره سیمې کې ونیوۀ او دغه اقدام د بغداد د حکومت او الحشد الشعبي ځواک په اړیکو کې د تاؤتریخوالو درامینځةکیدا لامل شو . 

Image Caption

 

Image Caption
Image Caption

 

 د عراق حکومت ادعا کړې ، د قاسم مصلح نیولل ، ددغه هیواد یوه مدني فعال ایهاب الوزني په وژلې کې د هغه د رول په دلیل  وو ،خو ځینو سرچینو د الحشد الشعبي ځواک ددغه قوماندان دنیول کیدا دلیل له غیررسمي لارې عراق ته  له سورئې د  امریکائي پوځیانو د کاروانونون د واردیدا مخه نیولل  اعلان  کړي دي .

 د عراق د الفتح ائيتلاف  مشر هادي العامري  دعراق  دځانګړي ځواک  ددغه اقدام په غبرګون کې  وئيلي دي ، الحشد الشعبي  ځواک   پخپلې پاکې وینې سره دهیواد اقتدار جوړ کړی او  هرڅو ک چې وغواړي ، د ا لحشد الشعبي  اقتدار سره ګډ وډ کړي،نو په حقیقت کې ئې د هیواد اقتدار او قدرت  کمزوری کړی دی . العامري ټينګار کړی،له قانوني او اصولي چوکاټه د  هیواد قضائي ادارې سرغړونه،د دیکتاتورۍپه لور د ستنیدا لپاره یوګام دی.

 داسې ښکاري ، د  الحشد الشعبی  مقاومتي تفکر ، له بهرنیو لاسوهنو سره د دوي مخالفت ، له عراقه د ارمیکائي عسکرو د وتلو پر ضرورت ټينګار او همدرااز  دمصطفی الکاظمي او دغه د داخلی او بهرنیو  ملاتړو  ا نتخاباتي اندیښنې ، د  قاسم مصلح دنیول کیدا او له الحشد الشعبي سره په اړیکو کې د تاؤتریخوالي لپاره  یو عامل دی .  ټاکل شوې ده ،  دعراق پارلیماني انتخابات ،  د راتلونکي  اکتوبر میاشت په لسمه نیټه ترسره شي .  مصطفی الکاظمي  ښه پوهیږي ، چې  دعراق مقاومتي ډلې دصدراعظمۍ په څوکۍ  د هغه د پاتیکیدا څخه ملاتړ نه کوي . پر دې اساس ، هغه او دهغه ملاتړي پر الحشد الشعبي  ددغو تورونو په شان چې د الحشد الشعبي د قوماندانانو له خوا د یوه مدني فعال د وژلې فرمان صادریږي ،  د تور ګوته په  اوږدولو سره  هڅّ کوي ،په  عراق کې ددغه ولسی مبارز ځواک  ټولنیز موقعیّت کمزوری کړي څو  ددغه هیواد  دقدرت په مناسباتو کې خپل موقعیّت پیاوړی  او لوړ کړي . 

 د قاسم مصلح  نیول کیدا ، له عراقه د امریکائي پوځيانو د وتلو دنیټې  د ختمیدا په باب ددغه  هیواد د مقاومتي ډلو  له اعلامیې یوازې څو ورځې وروسته ترسره شوي . د ع راق د مقاومتي ډلو  غږملونکي مرکز دتیرې یکشنبې په ورځې  دیوې اعلامیې په خپرولو سره، له عراقه   د وتلو لپاره  د امریکائي  نیواکګرو  د مهلت  او نیټې دختمیدا او  په  په دغه هیواد کې  د امریکائي  ترهه ګرو دغونډيدا او شتون په مرکزونو د حملو دزیاتولو  خبر ورکړی او دقامس مصلح نیول کیدا  هم د  تیرې چارشنبې په ورځې  شوې ده .  پر دې اساس   امریکا  یوازینی هیواد دی چې  د الحشد الشعبي ځواک  په ضد له دسیسه جوړونې ګټه پورته کوي ،ځکه واشنګټن  ټينګار کوي،په عراق کې خپل پوځيان وساتي  او یوازینی خنډ چې د نیواکګرۍ په مقابل کې مقاومت کولی شي ، الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک دی .

**************************

=   خوږو دوستانو د لویدیځي آسیا سیمې د تیرې اونۍ دځینو مهمو بدلونونو په باب  د اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ، ښاد او آباد اوسئ .

(سیماب)

*****************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه