لویدیځه اسیا په تیره اونۍ کې
په غزه کښې بدلونونه او د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو دوام د نړيوالې ټولنې د انفعال په سيوري کښې په تېره بيا له دغه رژيم سره د امريکا هراړخيز ملاتړ په تېره اونۍ کښې په لويديځه اسيا کښې له مهمو پېښو ؤ.
تیره اونۍهم د غزې د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونو دوام درلود په هرصورت، د تیرې اونۍ یو ډیر مهم خبر په غزه کې د نسل وژنې په اعتراض کې د امریکا د هوايي ځواک د یوه غړي ځان سوځول وو.
د امریکا د هوايي ځواک ۲۵ کلن غړی ارون بوشنیل چې په واشنګټن کې یې د اسرائیلو د سفارت مخې ته په غزه کې د نسل وژنې په اعتراض کې ځان سوځولی و، ظاهراً په غزه کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه پټ معلومات درلودل. د بوشنیل مړینه چې د یکشنبې په ورځ د فرورۍ په 25 په واشنګټن کې د اسراییلو د سفارت مخې ته ځان ته اور واچاوه، په نړۍ کې یو له تودو موضوعاتو دی.
د بوشنیل ملګري نیویارک پوسټ ته وویل: هغه ماته وویل چې مونږ په غزه کې د جګړې په ډګر کې عسکرلرو او دوی هلته دي او فلسطینیان وژني. ډیر شیان شته چې زه نه پوهیږم، خو زه تاسو ته ویلای شم چې د هغه په غږ کې یو څه شتون درلود چې ما ته یې وویل چې هغه ډاروي. ما هیڅکله له هغه داسې غږ نه وو لیدلی."
په داسې حال کې چې په تېرو څو ورځو کې د اوربند د احتمال په اړه راپورونه خپاره شوي وو، د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مجید الانصاري د سه شنبې په ورځ د تل ابیب او حماس تر منځ د هوکړې ته د رسېدو لپاره د منځګړو د هڅو دوام ته په اشارې سره څرګنده کړه: "په غزه کې د اوربند د موافقې په اړه کوم پرمختګ نه دی شوی.
دفلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس یوه مشر وویل : مقاومت په ډیرو جبهو کښې جنګیږی او له نیواکګر رژیم سره د غیر مستقیمو خبرو اترو په جبهه کښې جنګ د غزې په تړانګه کښې له جنګ اسانه نه دی . د حماس دغه مشر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي له «العربی الجدید» وېبپاڼې سره په مرکه کې د خبرواترو په بهیر کې د امریکا د استازی او صهیونیسټ رژیم تر منځ په ښکاره ملګرتیا باندې په ټینګار سره وویل: د هغه څه په هکله چې پېښ شول، جزئیات ورنه کړل. د پاریس له 2 غونډې هغه معلومات په ګوته کوي چې د نیواکګر رژیم او بایډن حکومت ترمینځ نږدې ملګرتیاوې شتون لري . د حماس دغه شخصیت په ټینګار سره وویل: د امریکا د استخباراتو د ادارې مشر ویلیم برنز د منځګړیتوب یوه اړخ ته وویل چې حماس باید د مقاومت له مخکښو شخصیتونو څخه د فلسطیني بندیانو د خلاصون او په اوږده بند محکوم شویو بندیانو د خلاصون هر ډول غوښتنه په بشپړه توګه پریږدي. او دا چې د حماس او ډلو د غوښتنو حد "فلسطین باید د بشردوستانه مرستو پورې اړوند لاسته راوړنو تجاوز ونه کړي."
صهیونیسټ رژیم په داسی شرایطو کې د اوربند لپاره د ټولو هلو ځلود ناکامولو کوشش کوی چی د دغه رژیم په کابینه کښې اختلافات او کړکیچونه د زیاتیدو په حال کښې دي. د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر ګالانت چې څو ځله یې له لومړی وزیر نتانیاهو سره خپل اختلافونه په عام محضر کښې مطرح کړی دی وویل: مونږ هیڅکله داسې جنګ نه دی لیدلی او نه هم په تیرو ۷۵ کلونو کښې له داسې حالت سره مخامخ شوی یو. هغه تاکید وکړ: هغه لګښتونه چې مونږ د مړو او زخمیانو د شمېر په باره کښې ادا کړی دی ډېر زیات دی.
په همدې حال کې د نتانیاهو د کابینې د جنجالی وزیر ایتمار بن ګوور د پریکړې په اړه چې مسجد اقصی ته د مسلمانانو د ننوتو د مخنیوي په اړه د اختلاف له رامنځ ته کیدو وروسته د اسرائیلو جنګي کابینې هغه له دغه واکه محروم کړ. همدارنګه، بیني ګانټز، د جګړې د کابینې غړی او د اصلي کمپ ګوند مشر،نن له نتیاهو سره له غږملتیا پرته واشنګټن ته لاړ. د ګانټز دې عمل نتنیاهو په غوسه کړی دی. د نتانیاهو پلاوي په غوسه تبصره وکړه او څرګنده یې کړه چې ګانتز د لومړي وزیر له اجازې پرته امریکا ته سفر کاوه. نتانیاهو ته د نږدې کسانو په وینا ، "لومړي وزیر وزیر ګانټز ته څرګنده کړه چې د اسراییلو حکومت یوازې یو لومړی وزیر لري.
په تیره هفته کښې د غزې په تړانګې د صهیونیسټ رژیم یو بل جنایت ترسره شو. د تېرې پنجشنبې په ورځ د غزې ښار په الرشید کوڅه کې د بې ګناه فلسطینیانو پر ګڼه ګوڼه چې د بشردوستانه مرستو د ترلاسه کولو په انتظار وو، اسرائیلي پوځیانو ډزې وکړې چې په پایله کې یې ۱۱۲ تنه شهیدان او تر ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شول. د اسرائيلو د رژيم پوځ په بې رحمۍ او د نړيوالو غبرګونونو له امله وويل چې د غزې د زرګونو خلکو د 38 مرستندويه لاريو د کاروان په شاوخوا کې د ګڼې ګوڼې په نتيجه کې په لسګونو تنه مړه او ټپيان شوي دي او د دغو کسانو له جملې څخه يو شمېر کسان په تېښته بريالي شوي دي. په هرصورت، د اسراییلو د رژیم یوې سرچینې ومنله چې د رژیم عسکرو په خلکو ډزې وکړې، فکر یې کاوه چې لاریون د دوی لپاره "ګواښ" کیدی شي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ سیاست مشر جوزپ بورل په X ټولنیزه شبکه (پخواني ټویټر) کې یو پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي: "په غزه کې د خلکو د یوې نا امیدې ډلې وژل کیدل، کله چې دوی د بشري مرستو په تمه وو، یو ځل بیا زه حیران کړم." دا ډول وژنې د منلو وړ نه دي. فرانسیسکا البانیې له الجزیرې سره په مرکه کې د غزې په شمال کې د هغو فلسطینیانو د وژل کېدو په اړه چې د بشري مرستو د رسېدو په تمه وو، وویل: د تېرې پنجشنبې د جنایت په اړه د اسرائیلو بیانیه سمه نه ده. د ملګرو ملتو دغه خبريال زياته کړه: د اسرائيلو د جنايتونو په اړه د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د غړو چوپتيا ټکان ورکونکې ده.
د ملګرو ملتو د بې وزلۍ او د بشری حقوقو په چارو کښې د ملګرو ملتو خبریال اولیور دی شوتر هم په صهیونیسټ رژیم د نړیوالو دباو په کموالی نیوکه وکړه او ویې ویل: مونږ باید په صهیونیسټ رژیم بندیزونه او تجارتی فشارونه ولرو. د بې وزلۍ او بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي همداراز وویل، مونږ په غزه کې د قحطۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره بیړني اوربند ته اړتیا لرو او یادونه یې وکړه: نړیواله ټولنه باید په غزه کې د (رژیم) په زور د اوربند د رامنځ ته کولو زمینه برابره کړي. اسراییل باید خپل سرغړونې پای ته ورسوي.
دغو نیوکو ته په کتو سره صهیونیسټ رژیم نور ظلمونه تکرار کړل او په غزه کښې د کمال عدوان په روغتون کښې څوارلس ماشومان د لوږې له امله مړه شول. په غزه کې د لوږې او خوارځواکۍ له امله په کمال عدوان روغتون کې د څو نورو ماشومانو له شهادت وروسته د حماس غورځنګ اعلان وکړ چې دا د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د ناکامۍ ښکارندويي کوي، خو له دغو بنسټونو یې یو ځل بیا غوښتي چې ژر تر ژره دې ماشومان او نورملکیان وژغوري
ملګرو ملتونو هم په تېره بیا د غزې په شمال کې د خلکو د قحطۍ او لوږې د وضعیت په اړه خبرداری ورکړ او اعلان یې وکړ چې که څه هم غزې ته د بشري مرستو د ننوتو اندازه د جنورۍ په پرتله پنځوس سلنه کمه شوې ده، خو اسرائیلي رژیم د مرستو د ننوتلو اجازه نه ورکوي . په ځانګړې توګه د غزې شمالي برخه ته د مرستو رسولو اجازه نه ورکوي . پای