Jan 15, 2024 12:48 Asia/Kabul
  • د لویدیځې اسیابدلونونه

په مجازي شبکو کې یو فلم خپور شو، چې په کې د وایل دحدوح لور خپل پلار ته په خپګان او ژړا کې وايي: پلاره زموږ لپاره پاتې شه، ځکه چې زمونږ لپاره له تاسو پرته بل څوک ندي پاتې .

په لویدیځه اسیا کښې د تیرې اونۍ د  مهمو بدلونونو خلاصه

د غزې په خلاف د صهیونیسټ رژیم د جنګ د دوام

 د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د عدالت د نړیوالې محکمې د محاکمې ترسره کیدل

او په یمن په  حملو کښې د امریکا او انګلستان اقدام له مهمو پیښو وو.

د غزې په تړانګه کښې د صهيونېسټ رژيم جنګ تېره اونۍ هم دوام وکړ. د تېرې اونۍ په پای کې په غزه کې د شهیدانو شمېر څه باندې ۲۴ زره او د ټپیانو شمېر تر ۶۰ زرو واوښته.

په عین حال کې، په داسې حال کې چې اسراییل خپلو ترهګریزو عملیاتو او جګړې ته دوام ورکوي، د خپلو جرمونو د پوښښ د مخنیوي لپاره خبریالان هم په نښه کوي. د اسراییلو د بریدونو په پایله کې د وژل شویو خبریالانو شمیر ۱۱۷ تنو ته ورسید چې دا د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د وژل شویو خبریالانو له شمیر زیات دی.

ځینو خبریالانو د خپلو کورنیو غړي هم له لاسه ورکړي دي. د قطر د الجزیرې شبکې فلسطیني خبریال وائل دحدو ح یو له هغو خبریالانو دی چې د صهیونیسټانو د جنایتونو په نتیجه کې یې د خپلې کورنۍ زیات شمیر غړي له لاسه ورکړي دي.

په مجازي شبکو کې یو فلم خپور شو، چې په کې د وایل دحدوح لور خپل پلار ته په خپګان او ژړا کې وايي: پلاره  زموږ لپاره پاتې شه، ځکه چې زمونږ لپاره له تاسو پرته بل څوک ندي پاتې .

په دغو بریدونو سره صهیونیسټ رژیم هڅه کوي چې د حماس غورځنګ تسلیم  کړي خو حتی په نیول شویو سیمو کښې د نتانیاهو منتقدین او د دغه رژیم پخواني چارواکي په دې باور دي چې د حماس تسلیمیدل او له مینځه وړل ممکن نه دي .

له 1995 تر 2000 پورې د اسراییلو د داخلي امنیت د سازمان مشر ایالون وايي: اسرائیل به هیڅکله د غزې له جګړې په یوه بریالي مخ سره ونه وځي، حتی که یحیی السنوار ترور هم کړي .هر هغه څوک چې باور لري چې فلسطینیان به تسلیم شي، د دې پیړۍ فلسطینیان یا حماس نه پیژني.

د لویدیځې اسیا د تیرې اونۍ له مهمو پیښو یوه د صهیونیسټ رژیم په وړاندې د جنوبی افریقا د شکایتونو د اوریدو لپاره د عدالت د نړیوالې محکمې جوړیدل وو. څو اونۍ وړاندې جنوبی  افریقا په هیګ کې دې محکمې ته عریضه وړاندې کړه او د غزې په جګړه کې د اسراییلو د نسل وژنې د تورونو د څېړلو غوښتنه یې وکړه.

په دې ۸۴ مخیز شکایت کې جنوبی افریقا ویلي چې اسراییل د نسل وژنې د جرمونو د مخنیوي او مجازاتو د کنونشن  له احکامو سرغړونه کړې ده.

اسراییل او جنوبی افریقا دواړه د دې کنونشن لاسلیک کونکي دي ، کوم چې د ملګرو ملتونو د عالي حقوقي واک په توګه د شخړو د حل کولو لپاره د عدالت نړیوالې محکمې واک اختیار ورکوي.

ټولو اړخونو چې دا تړون لاسلیک کړی دی ژمنه کړې چې نسل وژنه به نه کوي او د نورو اړخونو لخوا یې مخنیوی او مجازات کوي. نسل وژنه په دې تړون کې تعریف شوې چې "د یوې قومی ، توکمیزې ،  ملی ، یا مذهبي ډلې په بشپړه یا  یوې برخه کې د ویجاړولو په نیت د اقداماتو  ترسره کول.

په غزه کې د نسل وژنې په اړه د اسراییلو په وړاندې د جنوبی  افریقا د شکایت لومړۍ اوریدنه دزیارت  په ورځ ترسره شوه. د جنوبی افریقا استازی په دغه محکمه کښې ټینګار وکړ صهیونیسټ رژیم د غزې تړانګې د فلسطینیانو پرضد د توکمپالنې سیاستونه اجرا کوی .

د جنوبی افریقا استازي وویل: "له 1948 راهیسې، اسراییل په سیستماتیک ډول د فلسطین خلک بې ځایه او تیت پرک کړي او په قصدي ډول یې د خپلواکۍ له نړیوال حق محروم کړي  دي . مونږه  په ځانګړې توګه د اسراییلو د توکمیزو قوانینو او سیاستونو په اړه اندیښمن یو .د جنوبي افریقا استازي ټینګار وکړ چې د عدالت نړیواله محکمه له دیارلس اونیو راهیسې داسې شواهد لري چې ښيي د اسرائیلو رژیم نسل وژنه کړې ده.

د جنوبی  افریقا د عدلیې وزیر هم د جمعې په ورځ وویل چې اسراییل په غزه کې د نسل وژنې په اړه د جنوبی  افریقا لخوا درج شوي شکایت په ردولو کې "په شرمناک ډول" پاتې راغلی. رونالډ لامولا وویل: مونږ ه ډاډه یو چې مونږ ه د قناعت وړ قضیه وړاندې کړې چې زمونږ د وکیلانو لخوا په جزایی توضیحاتو کې توضیح شوې او دا چې اسراییل په ناوړه توګه ناکام شوی دی.

د جنوبي افریقا د اقدام په غبرګون کې د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت ادعا وکړه چې د نسل وژنې په اړه د جنوبی افریقا څرګندونې هیڅ حقیقت نلري او له محکمې ناوړه ګټه پورته کوي او جنوبي افریقا یې له  ترهګروسره په همکارۍ تورنه کړه. همدارنګه، د عدالت په نړیواله محکمه کې د اسراییلو د نسل وژنې جرمونو د محاکمې د لومړۍ غونډې ترسره کول بنیامین نتنیاهو غوسه کړ. د اسرائیلو لومړی وزیر وویل: په داسې حال کښې چې اسرائیل د خپلو خلکو د تباهۍ د مخنیوی لپاره جنګیږی، د بل ولس د تباهۍ په کوشش تورن شوی دی. د اسرائیلو لومړي وزیر په دوام کښې وویل: په داسې حال کښې چې مونږ له ترهګرو او دروغو سره په جنګ کښې یو، نن د نړۍ د انحراف شاهدان یو.

د ملګرو ملتو امنیت شورا د زیارت په سهار په سور سمندرګی کښې د صهیونیسټی بېړیو په خلاف د یمن د پوځ د عملیاتو د غندلو په لړ کښې د امریکا له خوا وړاندیز شوی پریکړه لیک تصویب کړ. په دغه پریکړه لیک کښې د صهیونیسټ رژیم په اړوندو بیړیو د یمن د وسله والو ځواکونو د حملو په غندلو سره د سمندری بیړیو د امنیت د ساتنې په ضرورت ټینګار شوی دی. پر غزې د نیواکګرو له دریو میاشتو بریدونو او د څه باندې ۲۴ زره فلسطینیانو د وژل کېدو په غبرګون کې یمنیانو پر هغو بېړیو برید وکړ چې له سره سمندره  نیواکي  سیمو ته تللې .

د امریکا استازې د امنیت شورا په غونډه کې ادعا وکړه  په سره سمندر کې د حوثیانو ( د لویدیځوالو په وینا ) د حملو په وړاندې د پریکړه لیک تصویب له قانون د سرغړونې په وړاندې زمونږ د یووالي ښودنه کوي. حوثیانو یو ځل بیا هڅه وکړه چې په یوه پېچلي برید سره د سوداګریزو لېږد رالېږد لارې اغېزمنې کړي. هغه د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف د بې بنیاده او بې اساسه ادعاګانو په تکرارولو سره وویل: ایران حوثیانو ( د لویدیځوالو په وینا )  ته د ډرون او توغندیو په شمول پرمختللی سیسټمونه منتقل کړي  دی. "د حوثیانو ( د لویدیځوالو په وینا )  د بریدونو د غندلو پریکړه لیک تصویبول ایران اړوي چې خپلو ژمنو ته غاړه کیږدي.

د امنیت شورا له دغه پریکړه لیک وروسته ، امریکا او انګلستان هم د جمعې په سهار د الوتکو، کښتیو او اوبتلونو په وسیله په یمن کې تر ۱۲ زیات ځایونه په نښه کړل. د امریکايي چارواکو د ادعا له مخې د دغه برید هدف د یمن د انصارا... د روزنې ځایونه، هوايي اډې او د بې پیلوټه الوتکو د ساتنې مرکزونه وو.

د یمن دفاع وزیر«محمد ناصر العاطفی» د جمعې په ماښام، امریکا، انګلستان او صهیونیسټ رژیم ته خبرداری ورکړ او ویې ویل، یمن د دښمن په مقابل کی ودریدو او ځواب ویلو ته چمتو دی، او دا یمن دی چی په سور سمندر او مکران سمندر کې. برلاسی دی. د یمن د دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي زیاته کړه: "څومره چې د غزې د خلکو پر ضد جګړه اوږده شي، هغومره به  زمونږ حیرانه کول هم زیات شي." العاطفي په دوام کښې وويل: هغو کسانو ته چې زمونږ د ټاپوګانو او د يمن په ټوله جغرافیه کښې دي وايو چې د سرپرستۍ، تسلط او پیروۍ  مرحله دفن شوې ده. له سیمې  ووځئ او چټی پلمې او توجیه مه کوئ. زموږ ګوتې په ټریګر دي. زمونږ روحیه  له  فولاد و سخته  ده.

محمد ناصر العاطفي همدارنګه وويل: مونږ ه څو څو ځله خبرداری ورکړی دی چې سور سمندر د صهيونېسټ دښمن رژيم لپاره منع دی . "مونږ ه یوازې د اسراییلی دښمن  کښتۍ په نښه کوو یا هغه کښتۍ چې نیواکي سیمو ته  ورځي او هغه چې له اسراییلو سره مرسته کوي."

د یمن د انصارا... غورځنګ د سیاسی دفتر غړی محمد البخیتی د جمعې په ماښام وویل، یمن د سور سمندرګی د شخړې لپاره نوی مقررات جوړ کړی چې ثابت او دایمی دی او هیڅوک یې نه شی بدلولی. نن امریکا او برطانیه په یمن مستقیم تیری کړی دی او دا هغه شیبه ده چې مونږه  یې په بې صبرۍ سره انتظار کوو. د انصارا...  دغه لوړرتبه غړي همداراز له امریکا او انګلستان وغوښتل چې په خپلو محاسبواو اندازو کې  له سره کتنه وکړي او په دې برخه کښې له خپلو تیرو تجربو استفاده وکړي.

د یمن خلکو د جمعې په ورځ په خپل هیواد د امریکا د ائتلاف وحشیانه حملې وغندلې او د موعود بري او مقدس جهاد په شعارونو سره یې د فلسطین له خلکو خپل ملاتړ اعلان کړ.پای

 

ټیګونه