د افغانستان طالب ځواکونو پر داعشي ترهه ګر بریدونه وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i163456
د افغانستان د ننګرهار ولایت ځاي چارواکو نن سهار وختی وئيلي دي، د طالبانو امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په دره‌نور ولسوالۍ کې د داعش خراسان څانګې د یوه پټنځای  په معلومولو سره ورباندې  برید کړی.
(last modified 2025-08-15T09:21:56+00:00 )
Aug 15, 2025 13:48 Asia/Kabul
  •  د افغانستان طالب ځواکونو پر داعشي ترهه ګر بریدونه وکړل

د افغانستان د ننګرهار ولایت ځاي چارواکو نن سهار وختی وئيلي دي، د طالبانو امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په دره‌نور ولسوالۍ کې د داعش خراسان څانګې د یوه پټنځای  په معلومولو سره ورباندې  برید کړی.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان رسنیو ویلي، د طالبانو حکومتي  امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت د دره‌نور ولسوالۍ په «جان شیگل» سیمې کې د داعش خراسان څانګې د پټنځای په معلومولو سره په دغه ځاي  عملیات کړي دي. ځاي  چارواکو امید راډیو ته ویلي، په دغو عملیاتو کې د داعش څو غړي، په شمول د دغې ډلې یو قوماندان «موسی»، هلاک شوي دي.ننګرهار په تېرو کلونو کې د داعش خراسان څانګې یو  اصلي مرکز دی، او طالبانو په دغه ولایت کې د دغې ترهګرې ډلې د له مینځه وړلو لپاره څو ځله عملیات کړي دي. د داعش خراسان څانګه له ۲۰۱۵ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت  کوی او په تېرو کلونو کې، په تیره بیا د په ختیځ افغانستان او ننګرهار کې، پر عاموخلکو او امنیتي ځواکونو ئې ګڼ بریدونه کړي دي.پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د داعش د پټنځایونو او غړو د له مینځه وړلو لپاره پراخ پوځي عملیات پیل شوي، خو دا څآنګه  لا هم توانېدلې چې په لویو ښارونو لکه کابل کې تیت پرک او کله ناکله مرګوني بریدونه وکړي.